مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شاګردانو په هکله ځینې معلومات!

عبدالله وردک


عبدالله وردک - انګلستان - آګست - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې روغ، جوړ، او د ثواب په کارو لګیا وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
په انګلستان کې د پوهنتون دپاره د کانکور آزموینه نشته. شاګردان، د کالج د نومرو په آساس پوهنتون ته ځي. دلته کالج دوه کاله ویل کېږي، او پدغه دوه کالو کې شاګردان، د خپل مسلک په ارتباط مضامین انتخابوي. دلته د هر مسلک دپاره ځانګړي مضامین، او خاصې نومرې پکار دي.
د کالج د دوهم کال په شروع کې، شاګردان، د خپلې خوښې او استعداد په نظر کې نیولو سره، مختلفو پوهنتونو ته خپله درخواستي، د خاصې ادارې له لارې چې (UCAS) نومېږي، ورلېږي. شاګردان باید د درخواستۍ فورمې ډکې کړي، او د خپل مسلک د انتخاب دلیل په ښه توګه واضح، او د هغې په هکله شواهد وړاندې کړي. بیا د دغه فورمو یوه مهمه برخه د شاګرد د استادانو پواسطه ډکېږي، چې په هغه کې د شاګرد د آینده نومرو په هکله، استادان خپل نظر لیکي.
د یادولو وړ ده، چې د شاګرد د درخواستۍ فورمې، د یوه خاص استاد پذریعه کتل کېږي، او دغه د درخواستۍ فورمې تر هغو پورې، هغې خاصې ادارې ته نه لېږل کېږي، چې ترڅو، هغه د همدغه خاص استاد پواسطه نه وي امضاء شوې. وروسته دغه خاصه اداره، د شاګرد د درخواستۍ فورمې، هغو پوهنتونو ته، چې شاګرد انتخاب کړي، ور استوي.
کله چې د کالج د شاګرد، د درخواستۍ فورمې د پوهنتون، مربوطه شعبې ته ورسېږي، نو هغه بیا په ډېر غور سره کتل کېږي. پوهنتون یا دغه درخواستي ردوي، او یا په ځینو شرطونو سره قبولي ورکوي. شرطونه، د همدغه تعین شوو نومرو پوره کول وي، او په ځینو وختونو کې، له شاګرد څخه، یو امتحان هم اخلي، او هم غواړي، چې له شاګرد سره مصاحبه وکړي. البته، د هر مسلک د قبلېدو لپاره، جدا جدا شرایط، په نظر کې نیول کېږي.
هېره د نوي، چې په انګلستان کې د کالج د شاګردانو ازموینه، د ازموینې د بورډ، پواسطه اخستل کېږي. هر کالج، د یوه بورډ سره ارتباط لري. دغه د ازموینې بوردونه، د پخوانیو ازموینو سوالونه، او د هغو د حل کلۍ، د شاګردانو لپاره وړاندې کوي. دغه د ازموینې بورد، د یوه مضمون ازموینه، په یوه وخت کې په ټولو کالجو کې تر سره کوي. د کالج د شاګردانو سوالونه، د دوی د استادانو پواسطه نه جوړېږي. سوالونه، د همغه مربوطه بورډ له خواه جوړېږي، او کېدای شي، چې د کالج کوم یو استاد هم د دغې بورډ غړی وي. د ازموینې د پارچو کتل او نمرې ورکول هم د دغه بورډ کار دی.
هېره د نوي، چې د پوهنتون د ازموینې سوالونه، پخپله د پوهنتون استادان جوړوي، او همدوی بیا نمرې ورکوي.
د یادولو وړ ده، چې ما د ګرانو او قدرمنو محصلینو دپاره، ځینې لیکنې وړاندې کړې دي، چې دوی کولای شي، هغه د ټول افغان، روهي، حقیقت، سباوون، او تاند وېب سایتو څخه تر لاسه کړي.
کله چې د کالجو نومرې اعلان شي، نو بیا مربوطه پوهنتون، د شاګردانو د نومرو په آساس، شاګردانو ته یا داخله ورکوي، او یا هغه د شرایطو، د نه پوره کولو په خاطر، ردوي.
سږکال، د کالج د نومرو نتیجه د آګست په ۱۵، د پنجشنبې په ورځ اعلانېږي. دغه ورځ، د شاګردانو په ژوند کې، یوه ډېره مهمه ورځ ده. پدغه ورځ، ځینې شاګردان، له ډېرې خوښحالۍ څخه پورته پورته غورځي، او ځینې بیا ډېر غلي او خفه ښکاري.
د انګلستان په پوهنتونو کې نوي شاګردان، د نورو شاګردانو څخه یوه اونۍ مخکې خپل درسي کال پیل کوي. پدغه یوه هفته کې دوی ته د پوهنتون د ټولو مقرراتو په هکله لازمې لارښوونې او معلومات ورکوي. دوی ته د کتابتون، لیلیې، بانکي حساب، او د ډاکتر سره د ثبت نام په هکله بشپړ معلومات ورکوي. پدغه لومړنۍ هفته کې د هرمضمون استاد، خپل ځان او خپل مضمون، نویو شاګردانو ته معرفي کوي، او هم د شاګردانو لپاره، یو استاد تعین کېږي، چې د مشکلاتو په وخت کې، له هغه سره لازمه مرسته وکړي.
هېره د نوي، چې ځینې شاګردان، پخپلو کورونو پسې ډېر خفه وي، او له دغه شاګردانو سره، مسلکي روزل شوي کسان، ډیر کمک کوي.
زه ډېر کاله مخکې د خپل زوی سره د هغو نوي پوهنتون ته ولاړم. دلته پوهنتون، په ریښتیا سره خپلو نویو شاګردانو ته ډېره پاملرنه کوي. کله چې د پوهنتون رىٔیس، هغوی ته ښه راغلاست وویل، نو بیا د طب د پوهنځۍ رىٔیس، شاګردانو ته ډېرې ګټورې خبرې وکړې، او هغوی یې خپلو مسىٔولیتونو ته متوجه کړل. دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، نویو شاګردانو ته، د ښه درس ویلو یادونه وکړه، چې شاګردان باید په خپلو درسونو کې ښه زحمت وګالي، او هغو یوه ډېره په زړه پورې کیسه وکړه.
هغې وویل: چې یوه ورځ، د همدغې پوهنتون، د طب د پوهنځۍ په پخواني رىٔیس، د زړه حمله راغله، او هغه یې، روغتون ته یووړ. دغه رىٔیس چې کله په هوش کې راغی، او خپلې سترګې یې خلاصې کړي، نو ګوري، چې دده یو ټنبل شاګرد، د ده، د تداوۍ دپاره ولاړ دی. کله چې دغه رىٔیس، دغه خپل ټنبل شاګرد ولیده، نو بیا د زړه ډېره سخته حمله پرې راغله، او مړ شو. نو دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، دغو نویو شاګردانو ته وویل، چې ښه درس ووایۍ، چې په مونږه استادانو هم د ځینو شاګردانو، د لیدلو له کبله، د زړه دوهمه حمله رانشي!
زه د انګلستان په مکتب او کالج کې د درس ورکولو کومه تجربه نلرم، او هغه څه چې ما د مکتب او کالج له استادانو اورېدلي، هغه دادى، چې د مکتب او کالج شاګردان یو څه اندازه شوخ وي.
په پوهنتون کې بیا دغه مشکل نشته، ځکه چې شاګردان خپل مسٔولیت ته یو څه متوجه شوی وي. په اوسني وخت کې د شاګردانو فیس ډېر لوړ شوی دی، او شاګردان غواړي، چې د خپل فیس په مقابل کې یو څه شی لاسته راوړي. نن سبا د پوهنتون او شاګردانو معامله، د دکاندار او مشتریانو مثال لري.
زه فکر کوم چې، د پوهنتون استادي، د مکتب او یا کالج د استادۍ څخه په یوه شرط آسانه ده، چې استاد په خپل درس کې ښه تکړه او وارد وي. که چېرې استاد، په درس او اخلاقو کې ماته ونه خوري، نو هغه ته بیا شاګردان کوم آزار نشي ورکولای، او که چېرې، یو استاد، په درس او اخلاقو کې مات شو، نو بیا هغه هېڅوک هم نشي ټینګولاى.
زه د درس په لومړۍ ورځ، خپلو شاګردانو ته په څرګنده توګه وایم، چې دوی باید په سوال کولو ونه شرمېږي، او دوی باید هر وخت خپل سوالونه وکړي. که چېرې د سوال ځواب راسره و، نو ډېر ښه، او که ځواب یې راسره نه و، نو بیا به ځواب په بل درسي ساعت کې درته ووایم، او د ټوکې په توګه ورته وایم، چې که چېرې الله مکړه، په ما د زړه حمله راغله، نو هغه به د ستاسې د سوالو په خاطر نوي!
همدارنګه، د نړۍ د ټولو شاګردانو زیاتره عادتونه سره ورته والی لري، که هغه د افغانستان شاګرد وي، او یا هغه د انګلستان، او یا د کوم بل ملک شاګرد وي. یوازې ځینې شیان یې، د ځانګړي ملک له کبله فرق لري، او ګمان کوم چې د شاګردۍ په چوکۍ کې به څه راز پټ وي!؟
دلته د انګلستان په پوهنتونو کې، د یوه استاد دپاره، د ماسترۍ او دکتورا نه علاوه، د تدریس د اصولو یو تصدیق هم پکار دی. ډېر کاله مخکې، مونږه استادانو هم په هفته کې یو وار دغه کورس د یو څو ساعتو دپاره تعقیب کاوه، او پدغه صنف کې ټول استادان و. اما، همدغه استادانو به یو له بله سره کله کله خبرې کولې، او کله نا کله به ناوخته درس ته راتلل، او دغه استادانو به هم د شاګردانو په شان کله کله د کورنۍ وظیفې له کبله د شاګردانو په شان بهانې کولې. یعنې شاګرد، شاګرد دی، چې په هرځای کې وي، هغه ډېر فرق نکوي.
هېره د نوي، چې د پوهنتون د استادۍ دپاره یو بل تصدیق ته هم ضرورت دی، چې په هغه کې باید، د استاد تزکیه شوې وي، او کوم منل شوی، جرم یې نوي کړی.

د پام وړ ټکي:
په انګلستان کې یو څو کاله مخکې، د پوهنتون درس مجاني و، او حتٰی، دولت به محصلینو ته د خوراک او کوټې مصرف هم ورکاوه. بیا په تدریج سره، فیس معرفي شو. اولنۍ فیس ۱۱۰۰ پونډه و، او وروسته ۳۵۰۰ پونډه شو، او اوس په اوسط ډول، ۹۵۰۰ پونډه شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې اوس محصلینو ته، د دولت له خواه قرضه ورکول کېږي، او چې کله فارغ شي، او تنخواه یې تر معینې اندازې زیاته وي، نو‌ دغه قرضه به بېرته دولت ته ورکوي.
زه غواړم چې په بله لیکنه کې د امتحان د پخوانیو پارچو د کتلو او تمرین د ګټو په هکله یو څه ولیکم.
همدارنګه، ما په پخوانیو لیکنو کې، ځینې مشورې، ګرانو‌ او قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړې وې.
په پای کې د ګران وطن، ګرانو او قدرمنو محصلینو ته ډېر سلامونه وړاندې کوم، او ان شاءالله، زه به د لیکنو پذریعه، خپله تجربه له تاسو سره شریکه کړم.
د یادونې وړ ده، چې د هرکار په کولو کې، زمونږه یوازینی هدف، د الله(ج) د رضاء، لاسته راوړل، او خلکو ته خدمت کول وي، او بس.
زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم چې، الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery