دخپریدو نیټه : 2018-10-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
میدان وردګ او له درغلیو ډکې مسخره ټاکنې
غازي وردګ
(د درغلیو او صندوق ډکولو موثق معلومات)
۱۳۹۷/عقرب/۲
د دې لیکنې په لوستلو سره به تاسو ته په میدان وردګو کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو، معاملو او صندوقونو ډکولو عجیبې پېښې په ګوته شي، هیله ده تر پایه یې ولولئ او څومره مو چې وسه کېږي خپره یې کړئ، څو د یو شمېر هغو حرفوي جعلکارانو، غلو، داړه مارانو او مفسدینو مخه ونیول شي چې په دې مظلوم ولس دا یوه نیمه لسیزه حاکم دي، په ناامنۍ، مافیا او د ځمکو په غصب کې لوی لاس لري او اوس هم غواړي چې د دې مظلوم او دردېدلي ولس په نیم ژواندي بدن کې پاتې وینې هم وڅښي.
ډېر به فکر کوي چې په دغه ولایت کې به ټاکنې شوې وي، د میدان وردګو مظلوم ولس به د خپل تور برخلیک سپینولو لپاره د رایو مرکزونو ته راوتلی وي او خپلې رایې به یې کارولې وي، خلک به ځکه دا فکر کوي چې میدان وردګ مرکزي ولایت دی او حتیٰ د کابل دروازه ګڼل کېږي، خلک به فکر کوي چې حتمأ به په کې امنیت وي، دولتي حاکمیت به وي او دولت به یې په ډېره اراضي واک لري، خو له بده مرغه قطعاً داسې نه ده او نه داسې وشول.
پدې ولایت کې دولتي حاکمیت په محدودو ځایونو کې دی، یوازې د ولسوالیو چاردیوالي د دولت په واک کې دي، مرکز میدان ښار هم ډېرو وخت د مخالفینو تر هاوانونو لاندې راځي. طالبانو خلکو ته په مکرر ډول په ټاکنو کې د ګډون نه کولو اخطارونه ورکړي وو او خلک هم له خپلو کورونو راونه وتل.
د ولسمشرۍ او ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په پرتله د ولسي جرګې په دې ټاکنو کې یوازې له څلورو تر پنځو سوو په شرایطو اوصولو برابرو کسانو په ټاکنو کې برخه واخیسته، هغه هم یوازې د ټوپ دښتې په ټاکنیز مرکز (سایټ) کې چې خلک راغلل او خپلې رایې یې وکارولې، دا چې دلته هم په ټاکنو کې درغلۍ وشوې؛ ردولی یې نه شو.
راشئ د دولت او په ځانګړي ډول د تېرو ټاکنو له عجایبو مو خبر کړو، البته دا د دې ولایت له مختلفو سیمو زموږ د ملګرو د سترګو لیدلي حالونه دي، معلومات کاملآ باوري او مؤثق دي، یوازې د خپل مظلوم ولس پر تور برخلیک د اوښکو تویولو لپاره یې لیکو، ډاډه یو چې هېڅ مسلمان به پیدا نه شي چې د دې ولس غږ تر مسؤلو چارواکو ورسوي خو بیا هم د خپل دیني او ملي مسؤلیت په خاطر غږ اوچتوو.
د ولایت په مختلفو سیمو کې شرمېدلې ټاکنې:
میدان ښار:
په میدان ښار کې چې د وردګو ولایت مرکز دی، د ټاکنو په ورځ هېڅوک له کورونو د ناامنۍ په وجه را ونه وتل. په ولایت باندې له غرب لوري هاوانونه راتوغول کېدل، په خپلو سترګو مې ولیدل چې د امنیې قوماندانۍ په سل مترۍ کې د سرک ختیځ لوري ته ولګېدل. په ښار کې خلک په وحشت او ډار اخیستي وو، په میدان ښار کې یوازې په دریو سایټونو (ښاروالۍ، ناصریانو مکتب، اول بابا مکتب) کې د ټاکنو مرکزونه خلاص وو، چې کمو کسانو په کې خپلې رایې وکارولې هغه هم په داسې حال کې چې په بشپړ ډول د عبدالاحمد دراني، حاجي جانان او حشمت الله کلیمزي تر تسلط لاندې وو.
نرخ:
په نرخ کې د ټاکنو په شپه یعنې چې سبا ټاکنې کېدې سخته جګړه وشوه. طالبانو دوې دولتي پوستې ونیولې، شپږ عسکر یې په کې ووژل، چې له امله یې په نرخ او شاوخوا ټوله سیمه کې پوره وحشت خپور و، طالبانو خلکو ته اختارونه ورکړي وو چې په هېڅ صورت باید له کوره ونه وځئ. په همدې لحاظ په دې ولسوالۍ کې چا یوه رایه هم ونه کاروله، خو د حاجي جانان، عبدالاحمد دوراني، حشمت الله کلیمزي او فرهاد وردک په ګټه چې ټول نوماندان وو، صندقونه په مساویانه سهم وېشلو ورته ډک شول.
جلرېز:
په جلرېز کې له ټاکنو یوه ورځ وړاندې د عبدالاحمد دوراني او حاجي جانان لخوا درغلۍ ته د لارې هوارولو په موخه په سیمه کې مصنوعي جګړه وشوه. دوی خپل محدود خلک د دولتي پوستو په وړاندې تحریک کړل، مصنوعي جګړه یې وکړه، همدارنګه سیمییز طالبان یې د ټاکنو د مخنیوي لپاره وهڅول، سیمه یې په لوی لاس ناامنه کړه، دا ځکه چې دلته له دوی ولس سخت نفرت لاره که څه هم خپل ولس یې و خو د خلکو ترې نفرت راځي. دوی د دولتي پوستو په خرڅولو، د په ځمکو غصب او نورو ناوړه معاملو کې سخت ښکېل دي چې د ولس ورنه سخته کرکه راځي، د سیمې خلکو له نورو نوماندانو سره معاملې کړې وې، دوی سیمه کاملأ ناامنه کړه. په ټوله ولسوالۍ کې یوه رایه هم ونه کارېده. که څه هم په دې ولسوالۍ کې د بازار شاوخوا خلک رایو کارولو ته چمتو وو. خو د ناامنۍ په وجه نه کوم سایټ خلاص شو او نه چا رایه وکاروله، خو بیا هم دریو نوماندانو (حاجي جانان، عبدالاحمد دوراني او حشمت الله کلیمزۍ او نورو ته) ته صندوقونه ډک شول، چې په بشپړ ډول درغلي او جعل وشو. دا صندوقونه د دوی لخوا په مساویانه سهم اخیستو سره په تقلب سره ډک شول.
بهسود (حصه اول او حصه دوم)
په دغو سیمو کې چې تر ډېره د هزاره توکمو سیمې دي، د معلوماتو له مخې ټاکنې په کې وشوې خو ټاکنې یې د زیاتو درغلیو او جعل کاریو سره مل وې.
سیدآباد:
په سیدآباد ولسوالۍ، شاوخوا کلیو، اونخي، شنیز، تنګي او شیخ آباد درو کې د جګړو، ناامنۍ او د طالبانو د مکررو اختارونو په وجه هېڅ ټاکنې ونه شوې. هېڅوک له کورونو راونه وتل. د شیخ آباد او سیدآباد ترمنځ لاره په شیرازي بابا او شاطرو کې کاملاً بنده وه، طالبانو هېڅوک نه پرېښودل. قطعاً ټاکنې ونه شوې، د ولسوالۍ په داخل کې یو محل سهار د یو ساعت لپاره خلاص شو چې د ولسوالۍ په شمار شمېرل شوو یوازې شپږو مامورینو په کې خپلې رایې وکارولې او صندوق وتړل شو، نور هېچا رایه ونه کاروله. د سیدآباد ولسوالۍ اړوند ټوله سیمه کې پرته له ټوپ دښتې په بل ځای کې چا رایه ورنه کړه.
د دې ولسوالۍ اړوند نه په شنیز دره کې، نه په اونخي، نه تنګي او نه هم په نسبتأ امن سیمه شیخ آباد کې نه د شنبې او نه هم د یک شنبې په ورځ د ټاکنو کوم مرکز خلاص شو، که څه هم حشمت الله کلیمزي او د ولایتي شورا د وکیل اختر محمد طاهري زوی فرهاد چې نوماندان وو زیات ټینګار کاوه چې باید په شیخ آباد کې مرکز خلاص شي، څو دوی د ګوتو په شمېر خلک د رایو ورکولو په نامه ورولي او نور په مساویانه ډول صندوقونه د خپلو ځانونو په ګټه ډک کړي، چې له نېکه مرغه داسې ونه شول، هېڅ مرکز پرانیستل نه شو.
په سیدآباد ولسوالۍ کې ټوله خبره یوازې د ټوپ دښتې سايټ ته ورټوله وه چې نسبتأ امن سیمه ده او دولت هم پرې بشپړ واک درلود. د ټوپ دښتې په لېسه کې خلک له شاوخوا کلیو څخه نسبتاً په ډاډه زړه راغلل او خپلې رایې یې وکارولې. د ټوپ دښتې ته د ټولو نوماندانو ناظرین هم راغلي وو او تر ویلی شو چې ټاکنې په کې ترسره شوې.
جلګه
جلګه ولسوالي خو په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده، ښایي یوازې د ولسوالۍ تعمیر او یوه نیمه پوسته د دولت په واک کې وي، نور حکومت په کې د طالبانو چلېږي. طالبانو خلکو ته اختارونه ورکړي وو چې څوک له کوره ونه وځي، نه څوک ولسوالۍ تعمیر ته ورشي، ځکه نو ټاکنې ونه شوې، نه یو سایټ خلاص شو نه محل او نه صندوق. که کوم صندوق ته رایې لوېدلې وي کاملاً به درغلي وي.
چک
په چک ولسوالۍ کې یوازې د لسو دقیقو لپاره په ولسوالۍ کې سایټ خلاص شو، له پنځو تر آتو کسانو خپلې رایې وکارولې، بیا د امنیې قوماندان او ولسوال چې د حشمت الله کلیمزي، عبدالاحمد دراني او عبدالرحمان وردګ سره یې د زیاتو پيسو په بدل کې معامله کړې وه، ساختګي ډزې پیل کړې، د نوماندانو ناظرین وتښتېدل او د بازار نه راغلي د ګوتو په شمېر رایه ورکوونکي هم لاړل، صندوقونه کاملاً په درغلۍ د دغو نوماندانو لپاره ډک شول، حتی ویل کېدل چې ځینو چې په لومړیو کې د بایومتریک ماشین هم کاراوه د پښو ګوتې یې هم ولګولې، د لاسونو خو ټولې ګوتې یو ځل لګېدلې وې، لسګونه کسان یې دننه کېنولي وو او په ډاډه زړه یې د خپلو نوماندانو لپاره رایې واچولې.
دلته نو د حشمت الله کلیمزي، عبدالرحمان وردګ او عبدالاحمد دراني ټیمونو چې ولسوال، د ولسوالۍ د امنیې قوماندان او د ملي اردو د کنډکونو له قوماندان او عسکرو سره یې معاملې کړې وې د ساختګي جیګړې له کبله لاره خلاصه شوه، په خپل طبیعت یې صندوقونه ډک کړل. البته دا یوازې ادعا نه ده، د زیاتو خلکو د سترګو لیدلی حال دی، په دې اړه د دغه لویې درغلۍ نښې هغه وخت ښې ښکاره شوې چې په دوهمه ورځ د نورو نوماندانو ناظرین هم سیمې ته ورغلل او د ولسوال او امنیې قوماندان ناوړه وضعیت یې ولید چې ویل یې دلته رایې ټولې کلیمزي، عبدالاحمد دراني او عبدالرحمان وردګ ته اچول شوې دي.
آیا دا منطقي او عملي ده چې په کوم ځای کې دولس رایې نه وي خو اوس ویل کېږي چې دلته دوولس زره رایې کار شوې دي.
په امبوخاک او شاه قلندر کې په بشپړ ډول درغلي وشوې، ټاکنې له سره ترسره نه شوې، صندوقونه د کلیمزي، فرهاد، نفیسې سیلۍ او عبدالرحمان وردګ تر منځ د معاملې له مخې ډک شول.
جغتو
د جغتو ولسوالۍ د تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې ده، ولسوال او د پوستو عسکر د مخالفینو سره د معاملو او تعلقاتو له مخې خپلې شپې تېروي. په هلیکوفترو کې ټاکنیز مواد تر ولسوالۍ ورسېدل خو هېچا رایه ورنه کړای شوای. دا ځکه چې خلکو ته سخت اختارونه ورکړل شوي وو، خو له دې هر څه سره سره صندقونه عبدالرحمان وردګ او د سیف الرحمان کمال په ګټه ډک شول.
د ټوپ دښتې په تعلیمي مرکز کې ټاکنې
په دې مرکز کې له ټاکنو مخکې او د ټاکنو په ورځو کې د نوماندانو تر منځ د پیسو ویشلو او واسطو برابرولو سیالۍ روانې وې، د ټاکنو په دوهمه ورځ یعنې یک شنبې په ورځ ماسپښین مهال په کې د لنډ مهال لپاره ټاکنې وشوې چې یوازې پنځوس رایې واچول شوې هغه هم له درغلۍ سره مل وې.
دا و زما د مظلوم (میدان وردګ) ولس د برخلیک ټاکلو بهیر، چې د غلو، مافیایي کړیو، مفسدینو او حرفوي جعل کارانو په لاس کې لوېدلی دی. اوس که څوک له دغو مفسدینو تر ولسي جرګې ورسېږي هېڅکله ولس ته د منلو وړ نه دی، ولس ترې بېزار دی، دوی به بیا هم د خلکو په برخلیک لوبې کوي او ولس ته به د منلو وړ نه وي.
داسې نه وه چې دغو ټاکنو ته ولاړ ټول نوماندان مفسدین وو، ښو او اهل کسانو هم ځانونه کاندید کړي وو، چې تر نورو وړ دي، په ولس کې نېک نومونه لري او په دې له درغلیو ډکو ټاکنو کې هم خلکو خپلې پاکې رایې ورکړې.
په پای کې زموږ له دولت څخه په ټینګه غوښتنه ده چې د میدان او وردګو خلک باید په هېڅ صورت له وکیل لرلو محروم نه شي، په دې کې د دې دربدر ولس ګناه نشته، له یوې خوا یې وسله وال مخالفین په جګړو، ناامنیو او خپلسریو ځوروي او له بلې خوا پرې نااهل، مفسد او معامله ګر چارواکي حاکم دي، دا ولس له دې وروسته باید وړ، اهل او د نېکې ارادې خاوند وکیلان ولري څو په رښتیني ډول د دې مظلوم ولس استازیتوب وکړي او دلته د یو مخیزو تباهیو مخنیوی وشي.
د غازي محمد جان خان وردګ پوهنتون د محصلینو ټولنه