مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دوکتور فاروق اعظم د سولې وړانديز په اړه زما ياداشتونه

اجمل کابلی

 

د ۲۰۰۸م کال اوړی و چې ښاغلی دوکتور غلام فاروق اعظم دوبۍ ته راغی. اصلا دوکتور اعظم کابل ته په لاره و او د يو ملګري له لارې خبر شوی و چې زه یې په اماراتو کې مېشتو افغانانو سره ملاقاتونه برابرولی شم. د دوکتور اعظم له نوم سره له پخوا موږ ځکه اشنا و چې په پښتونخوا کې د کډوالۍ پرمهال د اسلامي محا‍ذ د ګوند د مشر پير سيد احمد ګيلاني مرستيال او وروسته بيا په د مجاهدينو په عبوري حکومت کې د ښوونې اوروزنې وزير و. زما کورنۍ هم د اسلامي محاذ د بيرغ لاندې جهاد کاوه او د مجاهدينو د عبوري حکومت په دوره کې زه د عبوري حکومت په يو مکتب کې زده کونکی وم. نو د دوکتور فاروق اعظم له نوم سره اشنا وم.
په عربي متحده کې اماراتو کې مو د مېشتو افغانانو د مشرانو سره نوموړي ته يو شمېر ناستې برابرې کړې. په موخو یې خبر شولو چې د سوله ييز بدلون د ټولنې په نامه غواړي په وطن کې د یوې عادلې او دوامداره سولې لپاره هلې ځلې وکړي. د جګړې خواوې مذاکراتو ته وهڅوي او د افغانانو تريخ ژوند ته د پای ټکی کېږدي. زه او په اماراتو کې مېشت یو شمېر نور ملګري د دوکتور فاروق اعظم له شخصيته او د هغه له پوهې او افغان او افغانستان پوهنې څخه نور هم واقف شو. نه يواځې دا چې دوه ځلې وزير او د یو ستر ګوند مرستيال پاتې شوی دی بلکه د افغانستان د اوبو متخصص هم دی او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له وخته د افغانستان په سياست کې يو مطرح نوم دی. دعا مو وکړه چې الله پاک دې دوکتور اعظم بريالی کړي چې په سپين ږيري ځان یې د لندن هوسا ژوند پرېښی او د کابل په يوه زاړه کور کې د سولې د راوستلو هڅې کوي. د ده د هڅو په اړه يو څه بې يقيني هم راسره وه ځکه چې د سوله ييز بدلون ټولنې له موسساتو او خارجي منابعو څخه مرستې نه اخيستې او يواځې د افغانانو په مرسته یې هڅې مخکې بيولې.
شپې او ورځې مياشتې شوې، او مياشتې کلونه شول. کابو لس کاله پوره شول چې د سوله ييز بدلون ټولنې خپل فعاليت جاري وساته. جګړه لا توده شوه. د جګړې او د مرګونو سوداګر نور هم بې رحمه شول او افغانان هماغسې د يوې اوږدې جګړې په اور کې ګېر پاتې شول. د سوله ييز بدلون په ټولنه کې هم وخت ناوخته بدلونونه راغلل. زما په شمول د دوکتور فاروق اعظم ډېر ملګري یو وخت په جذبه وو، منډه یې ورسره ووهله، خو بيا ساړه شول او د ورځني ژوند چارو ته مو مخه کړه. خو دوکتور فاروق اعظم لا هماغسې هڅاند او هڅې یې تاندې پاتې شوې.
په تېرو ورځو کې چې د سولې په اړه خبرې بيا تودې شوې او د جګړې خواوې د الله پاک له ويرې نه بلکه د امريکا او نړيوالو د فشارونو له کبله په يو او بل دريځ د خبرو لپاره حاضرې شوې، نو ما ته د دوکتور فاروق او د هغه د ملګرو نه ستړي کيدونکې هڅې نورې هم ارزښتناکه شوې. خوښ وم چې دوکتور صيب حوصله ونه بایلله او خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ. د سوله ييز بدلون د ټولنې هڅو د جګړې په خواوو خپل فشار جاري وساته چې سولې ته غاړه کېږدي. ما هم کلونه وروسته د دوکتور صيب سره بيا اړيکه ونيوله چې پوه شم چې ايا رښتيا هم اوس نو سوله راځي او که بيا افغانستان د يوې بلې لوبې قرباني کېږي.
دوکتور فاروق اعظم ته ورغلم. له پخواني ځای څخه یې کوچ کړی و او په نسبتا يو متواضع کرايي اپارتمان کې یې خپلې هڅې جاري ساتلي دي. لا یې هم طرحه هماغه ده چې د جګړې خواوې دې په درې کلنه يا پنځه کلنه موقته اداره هوکړه وکړي چې بې طرفه شخصیتونه یې مشري وکړي او په دې موده کې انتخاباتو ته لاره هواره کړي. د موقتې دورې مشرتابه به په انتخاباتو کې برخه نه اخلي. ټوله وسله به راټولوي او يو ځواکمن ملي اردو او پوليس به رامنځ ته کوي. نړيواله ټولنه او ګاونډيان به د افغانستان ارضي او سياسي خپلواکي تضمينوي او په افغانستان کې به هر ډول مداخله بندوي او که څوک مداخلې ته دوام ورکوي نو نړيواله ټولنه به یې مجازات کوي. نړيواله ټولنه به له ايران او پاکستان څخه ټول مهاجرين په موقته دوره کې بېرته افغانستان ته راولي او په عزت به یې مېشت کوي.
د افغانستان د حکومت له نظره موقته اداره جوړول شاته تګ دی او د تېرو اولسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکول دي. د طالبانو له نظره باید خارجي ځواکونه له افغانستان څخه لومړی ووځي او بيا به افغان حکومت سره خبرې کوي. په بل عبارت ټول حکومت به نيسي. وضعيت ‌ډېر هماغسې دی لکه د مجاهدينو او د مرحوم نجيب الله حکومت ترمنځ. هغه مهال افغانانو له فرصته استفاده ونه کړه. نجيب حکومت نه پرېښوده او مجاهدينو لومړی د روسانو وتل غوښتل. روسان ووتل، مجاهدين پر کابل پر زور وننوتل، ملي اردو ړنګه شوه، افغانستان ړنګ شو او تر ننه جګړه ونه درېده.
اوس نو سره د دې چې امريکا په خپل دريځ کې نرمي وښوده او له طالبانو سره یې مخامخ خبرې وکړې، لا هم د افغانستان دولت او طالبانو هماغه د مجاهدينو او داکتر نجيب الله د حکومت په شانه دريځ غوره کړی دی. لکه موږ چې له حالاتو سبق نه وي اخیستی او د دې ډرامې ډايرکټر هماغه یو ډايرکټر وي. لوبغاړي هماغسې اکټونه کوي لکه په اووه ويشت کاله مخکې. په داسې حالاتو کې د افغانستان د معضلې د حل لپاره د دوکتور فاروق اعظم او د ده د ملګرو په طرحه فکر کول په کار دي. شايد د جګړې خواو ته دا طرحه د دوی ګټې سل په سل کې تضمين نه کړي خو لږ تر لږه به جګړه د نورو د ګټو پر ځای د افغانانو په ګټه پای ته ورسوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery