د نړۍ ګوټ ګوټ کې به د مني (خزان) موسم ډیر ښایسته تصویرونه او منظري وي خو د ګران هېواد منی تر ټولو را ته ګران او ښاسته دی ځکه چې په ګران ټاټوبي (افغانستان) په هره برخه کې د مني موسم خپل ښایست په ډاګه کوي او همدارنګ خلک دې ته هڅوي چې د ژمې موسم د سړو څپو پر وړاندې چمتوالی ونیسي . الله تعالی نړۍ ښایسته او ښکلې پیدا کړې ده، په ځانګړي توګه زمونږ ګران هېواد ته په هر کال کې رنګین او ښایسته بېلا بېل موسومونه لکه پسرلی، اوړی، منی او ژمی ورکړي دي چې په خپل وخت منظم یو په بل پسې راځي او انسان ځینې ځانګړی خوند اخلي. د مني ژېړې پاڼې ، ځینې بیا سوربخونې او ځینې شني برګي پاڼو څخه خوند اخستل د طبیعت یوه لویه بله معجزه ده، همدارنګه، منی د لنډ ژوند لوی سبق را زده کوي. د ژوند کاروان هم د یوي شني ځلا لورنکی غوړي پاڼي په څېر په خپل وخت کې یانې سپرلي او اوړي کې په خوند او د ځوانۍ په مستۍ کې په رپیدو او د لمر وړانګو ته په سترګک وهلو پیل کوي، مسته په هوا کې د مستۍ او خوشحالۍ خندا او نڅاګانې کوي او زمونږ زړونه د میني په لور پاروي، خو کله چې منی په راشي نو ناڅاپه ژېړه شي او د باد سپکه څپه یې په ډیره آسانۍ له وني وغورځوي. بیا دغه ټولې پاڼي یو تر بله په پر له پسې توګه په تویېدنه پیل کوي.لنډه په دې چې بیا نه هغه مستي، نه واک ، نه خندا او نه هغه ځواني ورته پاتي شي او نه هغه ښکلا ، ځمکي ته ولویږي او زري زري شي. کټ مټ، د انساني ژوند بهیر همدغسې یوه افسانه ده.
د مني د ژېړو پاڼو په کتو سره مې خپل د ځواني یادونه داسې تازه شول : په ټولګي کې د ټولو ټولګیوالو سره د استاد لکچر ته غوږ وم، کله چې لکچر ختم شو نو ټول ټولګیوال ټولګي څخه ووتل خو زه او زما نږدي او صمیمي ټولګیواله راسره پاتي شوه. هغې راته وویل " بیه که بیرون قدم بزنیم. " ما ورته وویل چې سمه ده راځه چې ووځو. د مني موسم و د کابل پوهنتون ټوله فضا او ځمکه په بېلا بېلو د مني موسم په پاڼو رنګینه شوي وه ، هر چا د خپل ذوق پر اساس ځینې خوند اخیستو. سوړ سوړ نرۍ باد لګیدو چې لږ لږ به یې د ساړه احساس راکولو ، خو ځواني وه نه په ساړه پوهیدم او نه په ګرمۍ. ټولګیوالو مې چې ډیره ځیرکه او تکړه وه او زمونږ د ټولګي اول نمره هم وه راته وویل " آیا خزان را دوست داری یا پاییز ره ؟ " دواړه، خو منی مې تر ټولو خوښږي. هغې وویل " منی چه را میگه؟ " منی په پښتو کې پاییز ته وایې . د خندا شنه شوه او راته وویل " خوب شد یک لغات پشتو ره یاد گرفتم." راته یي وویل: " آیا رقص، سرود و نغمه های طبیعی و بی آلايش فصل خزان ره شنیده اید ، آنچه انسان در نواختن آن عاجز است و نمی تواند که آنرا بنوازد." په مقصد دې و نه پوهیدم ، طبیعی وږمې او انګازې ! هوکې په رومانتیکو او داسې نورو داستانونو کې مې لوستلي خو په عملي بڼه مې نه دې لیدلي. راته یې وویل " بیا که بیرون از تعمیر در پیاده رو قدم بزنیم که عملاً زیبایی خزان را ببینیم. " په پلي ګرځیدو مو پیل وکړ. تر شنه برګ آسمان لاندې د ونو رنګینو پاڼو او د ځمکي په سر ژېړي ماتي ګوډي پانې چاپیریال ته یې خورا ښایسته او رومانتیکه بڼه ورکړي وه. هغې راته وویل " بیبین ! آواز برگهای خزانی که درختان را رنگین نموده اند یک ترنم طبیعی است که می توان با نوازش نسیم ملایم از نغمه های آن لذت ببریم اما به یک احساس شاعران ضرورت داریم تا از آن لذت که لازم است بایست ببریم. زمانیکه با قدم های خود برگ های فرو آمده از درختان را فشار میدهم یک نغمه و سرود خاص از زمین نیز بلند میشود، واقعاً گوش ها را با ترنم طبیعی نوازش می بخشد. " ستړي شو او د یوې وني لاندې کیناستو، د سیاست، جګړي، تاوتریخوالي او د پوهنتون له کتابونو څخه مو لري د طبیعت د ښکلاکانو، شاعرانو تفکر او ژوند په طبیعی خوندونو مو خبرې راسره غبرګي کړي. په آخر کې خپل لاسغوټې ته (دستکول) لاس کړو او یو ښایسته کتاب راویستلو او راته وویل: " خوش داری که یک شعر پاییزی ره از شاعر که دوستش دارم برایت زمزمه نماییم، بلی شاعر ... مقصدم فروغ فرخزاد و مهدی سهیلی است. " ولي نه، زه هم د دغې شاعرانو شعرونو سره مینه لرم، ځینې شعرونه یې احمد ظاهر هم په خپلو سندرو کې کمپوز کړي دي. ټولګیوالم د لاندو مصرو په ویلو پیل وکړ او د شمال توند خوځښت کمزوره پاڼی به یې رژولي او زمونږ په سرونو، مټو او بوټانو باندې به ولیدلي. زما د ټولګیوالي غږ او د طبیعت رنګیني وږمي او انګازي دومره په مونږ اغیز کړي وو چې دا مو نه منله چې مونږ په دا نړۍ لکه اوسمهال چې د غم، تاوتریخوالي، تعصب، ډار، ننګوني او جګړي ښکار شوی ده یوو.
جنگل، به خواب رفته، درختان، خزان زده
تصویر مرگ در همه جا آشیان زده
جریان رایج خفقان در مسیر رود
مُهرِ سکوت بر دَهَنِ ماهیان زده کاش چون پاییز بودم
کاش چون پاییز خاموش و ملالانگیز بودم
برگهای آرزوهایم یکایک زرد میشد
آفتاب دیدگانم سرد میشد
آسمان سینه ام پر درد میشد
ناگهان توفان اندوهی به جانم چنگ میزد
اشکهایم همچو باران دامنم را رنگ میزد
وه ... چه زیبا بود اگر پاییز بودم
فروغ فرخزاد
تو هم همرنگ و همدرد منی، ای باغ پاییزی
چو می پیچد میان شاخههایت هوی هوی باد
به گوشم از درختان های های گریه میآید
مرا هم گریه میباید،مرا هم گریه میشاید
مهدی سهیلی
هغه وخت مونږ ټولګیوالو په منځ کې د ژبي ، توکم او د کمزور او زورواک پر سره جګړه نه وه . زمونږ تر منځ یوه ژبه کارول کیده او هغه ژبه د میني ژبه وه . زمونږ تر منځ جکړه یوازې ټوکي او ټکالي وي. زمونږ د اخلاقو لوی بنسټ خوږې خبرې او یو تر بله لوړ درنښت وو او د کورنۍ غړو په څېر مو په ټولګیو، ګاونډیتوب، دفترونو کې، لنډه په دا د ژوندانه په ټولو برخو کې مو د اخلاص او خوند ډک ژوند تیرولو. دا خبره نه وه " تو از کجا هستی ؟ ته د کوم ځای یې؟ " ولي نه ژوند لکه اوس په څېر پرمختللی نه و، ساده ژوند و خو ولس د میني او اخلاص په پانګه باندې بډایه وو. د پیسو ځای میني او انسانیت نیولی و. یو ولس و او یو آواز د افغانیت و، یو سکه جلیدله او هغه افغانی سکه وه. نه د ډول ډول هېوادنو سکي چې اوس مو د دغو پردیو سکو لاسته راوړلو لپاره د یو بل ټټرو ته د بردیو هېوادنو وسلي نیولي دي او ورور د بل ورور په جنازه د خوشالۍ احساس او فخر کوي.
هوکې ! هغه لرغونې ونه اوس هم د کابل په پوهنتون کې شته او د جګړه مارانو څخه بچ شوي ده، که څه هم، د راکتونو او ګولیو چري نښې نښانې په کې شته. پس له ډیرې مودي ورغلم . ګورم چې ژوندی او سلامته ولاړه ده خو غمجنه ښکاریده هغه پخوانۍ تاند او سمسورتیا په کې نه وه . غیږ مې ځینې راګده کړه. ورته ومې ویل چې زه دې وپیژندم؟ " هو کټ مټ مې وپیژندلي چې پخوانۍ یار یې." څه حال لري ؟ راته یې وویل " غمجنه یم، د جګړي او د وینو بیولو څخه ستړي یم . اوس نه هغه پخوانۍ مینه شته او نه هغه پخواني خلک چې یوازې مینه، محبت، پوهنه او انسانیت پیژندلو او هغه یو نیم کس چې پاتي هم دي د ویري او ډار له وجې خپله د زړه مینه په ډکه کولای نشي. ډیرو خو لا وطن پریږودلو ته مجبور شول. " ما ورته وویل نو د خلاصون لاره څه ده چې بیرته هغه پخوانۍ مینه ، دوستي، همغږۍ او همرنګوالۍ راستون کړو. وني ماته په کتلو سره ساړه ساړه اسوېلي ویستل او ویویل:
" دا ملت یوازې یووالۍ ژغورلی شي، کنه د مني ژیړو پاڼو په شان به یو یو به په شهادت رسیږي او تاسې به یوازي د جنازو ننداره چیان پاتي شي او د خپلې جنازي انتظار به کوی، پام کوه ! د جنازو په میدانونو کې هم خوندیتوب نشته. د هېواد غمیزو او پرله پسې مرګ ییزه بیریدونه ته په کتو سره مې وویل، خدایه ! زموږ ځینې وګړي څنګه دومره بې غیرته او بې وجدانه دي، چې د پردیو په اشارو او سکو په خپل هېواد کې اورونه بلوي او چې هغوی یې هره خوا ځغلوي هغه خواته ځغلي. مونږ په ريښتیا چې یو باتور او د لوړو سرښیندونکو ویاړونو خاوندان یوو چې د پلارونو او نیکونو څخه میراث راته پاتي شوي دی خو اوس د اجنبیان د پردیو ګټو راتپل شوي (نیابتي، Proxy War) جګړي ښکار شوي
یو. دا ملت داسې یو ټولواک باغبان ته اړتیا لري چې د دې بڼ ټول ګلان په خپل غیږ کې ونیسي تر څو د خزان له ناتاره څخه یې وژغوري."
د کابل پوهنتون له وني څه مې لوي سبق زده کړو ... هوکې یووالۍ يووالۍ يووالۍ کوم چې د لوي څښتن الله (ج) رضاء هم په کې نغښتي ده.
هو ! کله چې یو ملت د یووالي نعمت څخه محروم شي نو لکه د وني وچي پاني په څیر یې سپکه څپه په ډیري آساني یوه او بلې خوا ته ځغلوي او هر څوک به یې په ډیره بې رحمۍ تر قدمونو لاندې او د ژوند او هېواد شیرازه به داسې لوټ او تلا کوي چې نه برم او نه نړیوال حیثیت ورته پاتي شي.
هوکي ! هغه تير وخت چې د میني، د خندا او موسکا او د غوره انساني کلتور په ګاڼه باندې سمبال و بیا به کله راګرځی ؟ یوازې خدای پوهیږي. پخواني یادونه به بیا تکرار نشي ... ځکه چې جګړه یې خندا او میني ته نه پریږدي . دلته اوس د مظلومو او بې ګناو انسانونو په ویني باندې سوداګري روان ده ، که چیرې دا سوداګري بنده شي نو دا دې وینو بیوولو سوداګران به په زندانونو کې څه خوري او د قانون پر وړاندې به څه ځواب ورکوي؟ دا منم چې د هر پسرلي پسې خزان او د هر خزان بسې پسرلی راځی خو هغه زما او ستا د میني کاروان به بیا کله پیل کیږي... څلور لسیزي تر دې دمه تیري شول او تر اوسه د هغې وخت د هجران شپې او ورځی زغمو او وایو چې کله به د پخوا وخت په شان مینه او سوله راشي؟ په دې هېله چې مینه د کرکي ځای ونیسي.
په درنښت
شیرزی
د لینډۍ دریمه، د ۱۳۹۷ لمریز کال ، نوی ډیلۍ، هند