دخپریدو نیټه : 2018-12-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پرافغانستان د یرغل ۱۸ کال او دجګړې ۲۰ کال
عبدالغفار کامیاب
د افغانستان جګړه ۱۷ کاله واړندې په ۲۰۰۱ کې د امریکایانو د یرغل په نتیجه کې پیل او دادی اتلسم کال یې هم پیلږي، د سپتمبر د یولسمې تاریخي پیشه او په نویارک کې پر نړیوال سوداګریز مرکز برید سبب شو چې د امریکا په مشري نړیوال اتلاف له ترویزم سره د جګړې تر عنوان پر افغانستان یرغل وکړي .
دقیقا هغه مهال طالبانو پر افغانستان ۹۵فیصده واکمني لرله او له امنيتي اړخه د طالبانو حکومت تاریخي ریکارډ ټینګ کړی وو، په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د افغانستان په تاریخ کې بله پاڼه د یرغل او اوږد مهاله جګړې لپاره خلاصه شوه ، امریکایان په دې وتوانیدل چې د طالبانو نظام نسکور او دوی له مهمو ولایاتو وباسي.
افغانستان په بشپړه توګه تر یرغل لاندې شو، هغه ډلې ټپلې ، ګوندونه او احزابو چې د طالبان په واکمنۍ کې نابود یا هم شړل شوي وو، د امریکایانو پرمټ کابل ته دننه شول او هر یو په کلیو او کوڅوکې د خپلوګوندونو جنډې رپاندې کړې او د حاکمیت نعرې یې پورته کولې.
امریکا او نړیوال اتلاف باوري شول چې طالبان ختم شوي ، دوی خپلې موخې په نښه او له مخکینیو استخباراتي پلانونو سره سم پوځي اډې او مراکز به خلاصوي او افغانستان به دامریکایانو مهمه پوځي اډه وي، د القاعدې د ځپلو تر عنوان ، د ترهرګرو پر وړاندې مبارزه ، ديموکراسي ، د بیان آزادي، ولسواکي او داسې نور عناوین او مطالب یې د ملت مخې ته وړاندې کړل او اجراکولو لپاره یې د خپلې خوښې حکومت جوړ او ګڼ داخلي او خارجي عناصر یې نظام ته کړل .
امریکایانو په ۲۰۰۴ کال کې پاکستان استخباراتي ( آی اس آی) تورمخي ادارې ته د پام وړ بودیجه و ټاکله چې د افغانستان د جګړې اور تازه وساتي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ داسې رابطه جوړه شوه چې ټولې پریکړې او برنامې ورته د امریکایانو له خوا ورکول کیدل پاکستان مامور شو چې د طالبانو د اسلامي تحریک مجاهدین او کادرونو ته پناه ورکړي ، ځکه چې افغانستان کلي او بانډې ټول له امریکایانو سره وې او طالب مشرانوته د سر او ناموس ګواښونه خوندي توب حتی په جومات کې شتون نه درلود ټولو مسفافرت ته مخه وکړه جلاوطنۍ ته اړ شول، پاکستاني لوري د افغان طالبانو له مجبوریت څخه ډیره ناوړه ګټه پورته کړه او له هغوی څخه یې ابزاري استفاده وکړه ، دغه راز یې دهغوي په نیول او بند او زندان ته د اچلو لړۍ او د هغوی دکورنۍ غړي برمته کول يې پیل کړ.
د طالبانو اسلامي تحریک ته دا ډول لوبې او شومې لومې د ځغم وړ نه ول ، دوی په ۲۰۰۵ ، ۲۰۰۶ ، ۲۰۰۷ کلونوکې د سختیو او کړاونو ستونزمنې شیبې تیرې کړې، په ۲۰۰۹ کال کې د اسلامي تحریک رهبریت او مشرتابه پریکړه وکړه چې دفاعي او مبارزوي تګلاره ترتیب او په کور دننه د یرغل پر وړاندې به دریږي او مقاومت کوي،
دا هڅې پیل شوې او طالبانو یوځل بیا د جهاد ستره نعره اوچته کړه ، افغان ولسونه په دوه لارو ویشل شوي وو، هغه چې د یرغل او استعمار مینه وال وو، هغه چې د اسلام او جهاد ، خپلواکي او میړانې غوښتونکي وو، بلاخره د طالبانو مقاومت او مبارزه په جدي توګه له همدې ځایه پیل شوه، ۲۰۱۰ کال کې نړیوال اتلاف رپوټونه خپاره کړل چې د دوي پروړاندې جبهې او مقاومتونه پراخیږي، په دې کلونو کې تر سل زره ډیر امریکايي او اتلاف ګډ ځواکونه د افغانستان په ګوډ ګوډ کې مستقر وو،
بریدونه او کمینونه ، غلچکي حملې پیل شوې مجاهدینوته حتی په کلیو کې چا اجازه نه ورکوله ، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې دفاعي او تعرضي حالت د اسلامي تحریک نوم او بیا ځلې حضور په رسمي ډول د کورني او نړیوالو مطبوعاتو د خبرونو سرټکي جوړل، جګړو زور واخیست ولسونه متعهد شول او د امریکايي یرغل پر وړاندې نفرت او بد بیني ورځ تربلې زور اخیستلو، جهادي لیکې پياوړي او مالي ځاني ملاتړ د دې لامل شو چې طالب په یو ځواک بدل شي.
۲۰۱۲څخه تر ۲۰۱۵ پورې امریکایانو ته سخت د سر او مال زیانونه ور واوښتل ، نړیوال اتلاف ومنله چې افغانستان جګړه تجدید شوه او د مبارزې مزل دوی ته سخت شوی، په همدې کلونو کې د طالبانو بریدونه دومره عمیق او کارنده وو چې د یرغلګرو د ناکامۍ ابتدايي مراحل پیل او دوی یې په ځان حیران کړي وو، د کرزي حکومت هم ګوته په غاښ وو چې اوس به څه کیږي ، د طالبانو تحریک یو ځل بیا د ولایتونو نیول او د پوځي مراکزو پرانیستلوته مخه وکړه ، ګڼ ولایات فتحه او ګڼ امریکايي پوځيان نابود شول، جګړې شدت واخیست ، هوايي بریدونه ، شپني عملیاتونه، د مدارسو په نښه کول د جوماتونو او دیني عالمانو وژنه ، بند او زندان ، ظلمونه او چاپې داسې زور واخیست بیا تصور داوو چې طالب ځواکونه ختمیږي.
خو دا تګلاره هم بې پایلې شوه ، اوباما د افغانستان د جګړ تګلاره دوه ځلې بدله کړه ، هرځل د دوي د نابودۍ سبب شو، نور هغه وخت وو چې افغانستان بیا په سرو سکروټو بدل شو امریکایان او نړیوال اتلاف د تدریجي وتلو پلان طرح او پلي کولو ته یې موده وټاکله.
طالبانو په یوازې ډول د ۲۰۰۱ څخه تر دې مهاله د اوږدې جګړې مستقلانه مبارزه وکړه ګن شهیدان او قربانیانې یې ورکړې ، خو جهادي لیکې او ډلې یې ختمېدوته پرېنښودل ، قوې اسلامي روحیه او دجهاد د ریښتیني تعریفاتو په بیان سره د افغانستان د ۹۵ فیصده وګړو ملاتړ هم تر لاسه کړ.
په ۲۰۱۵ کال کې د کابل او امریکې متحدو ملګرو پریکړه وکړه چې جګړې ته خاتمه ورکوي ، د اسلامي تحریک طالبان یې په دوه برخو تقسیم کړل سخت دریځه او نرم دریځه، د دوی په ګومان نرم دریځه طالبانو ته د خبرو اترو له لارې زمینه برابروي چې د دوی ملګري شي او جهاد او مبارزه به پریږي ، سخت دریځه به ځپي او له هرډول امتیاز څخه محرومه کیږي، په مجموعي ډول دا تګلاره هم بې پایلې شوه جګړو شدت وموند ، او په ۲۰۱۶ کال کې طالبان د کابل دروازوته ورسیدل .
د ټرامپ ادارې په ۲۰۱۶ کال کې ومنله چې د افغانستان جګړه ناقصه او دامریکالپاره له مالي او ځاني مصارفو او تلفاتو ډکه جګړه ده، په همدې کال د امریکا کانګرس میانو فیصله وکړه چې دوی به له افغانستان څخه ملیارد ډالري جګړه ختموي ، په همدې کال کې د ناټو سرمشریزې فیصله وکړه چې د افغانستان جګړه نوې پړاو ته رسیدلی او مبارزه یې سخته ده، دوی پریکړه وکړه چې پوځي حضور به له ولایاتو څخه بګرام اوکابل ته انتقال کړي، همداراز پریکړه وشوه چې د جګړې ماموریت به افغان ځواکونوته ورسپاري او دوی به حمایوي موقف غوره کوي.
نړیوال متوجه شول چې امریکا د ترهرګریزو بریدونو او افکارو لپاره پانګونه کوي او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډلې او ټپلې جوړوي لکه داعش او داسې نور ،د عراق تباهي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ، یرغل ، د معادنو او شتمنیو لوټل ، د خپلو وسلو او پو ځي تجهیزاتو پلورل او د تطبیقاتو لپاره یې پر اسلامي هیوادونو پو ځي یرغل هغه څه دي چې د درواغځنو ادعا ګانو په قالب او چوکاټ کې پلی کیدل .
پایله داده چې د افغانستان جګړه له ۲۰۰۱ څخه پیل او دادی اتلسم کال یې پیلیږي ، تر دې دمخه هم لفظي جګړه او تحریمونه شته وو ، چې ټول شل کاله کیږي او یوازې طالبان وو چې د یرغل او استعمار پر وړاندې ودریدل او په سلګونه عالمان ، مشران او ځوانانو وینې یې د دې خاورې د خپلواکي د بیرته تر لاسه کولو، د یرغل او استعمار د ختمیدو ، د خارجيانو پر وړاندې مبارزه او د دینې ارزښتنو او هدایاتو ، د ناموس اصغر او اکبر د ساتنې او دفاع لپاره په سختو شرایطو کې مبارزه و کړه او دادۍ جګړه شل کلنه کیږي او طالبان یې ګټونکي او امریکایان ، ناټو او ملاتړي یې بایلونکي په توګه په تاریخ کې خپل هویت راجستر او نړیوالوته د یو بل افغاني او اسلامي سبق نوی چپټر وړاندې کړ.