مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اتلس کلن رامنځته شوی نظام اوطالبان دولس په وړاندی!

محمد همدرد

 

نن ولس هردم اوقدم شماری افغان ولس که دیوی خوا دناخوالو سره لاس او ګریوان دی دمختلیفو لورو دلوبغاړوسره ولوبیدل ورسره ښه اشنا شول که څومره بی سواده وو خوپه سیاست پوه شول دګټي اوتاوان عاملان اومسولین یی په ښه توګه وپیژندل, دژوند هره ترخه شیبه ورته یوه لویه تجربه دحقایقو هنداره جوړیده, دتیری څلویښت کلنی جګړی تجربی او تاوانونه,سفرونه,مختلیفو خلکو لیدل مهاجرتونه دنړی هیوادونه اوپرمختګونه ننداره کول یوه ستره تجربیوی علمی پانګه وه دولس لپاره, نوپه همدی اساس ولس دښه اوبد دګټي او تاوان فرق اوهم قضاوت کولای شی چی دولس په وړاندی څوک مجریم څوک لږ څوک زیات داهرڅه ښکاره ولی دشرایطو اوحالاتو ته په کتوسره څوک نشی کولای چی بیان یی کړی دلته دبیان ازادی نشته دلته انتقاد کول جرم ده,
دلته حقایق بیانول دمرګ په بدل کښی تمامیږی.
ولس په دی ښه پوهیږی طالبه تا د ډير سپیڅلی الهی شعار ترعنوان لاندی دولس سره څه وکړل او ولس څومره قربانی درکړی.
حقیقت دا دی چی دهیواد شپته سلنه خاوره ناامنه دوسلوالوطالبانو ترمستقیم اویاغیری مستقم کنترول لاندی ده, اوبیادهیواد دنفوس شپیته سلنه په ښارونوکښی ژوندکوی دحکومت ترکنترول اواداری لاندی ده.
موجوده اتلس کلن نظام دبیا جوړونی اوباثبات پرمختلی افغانستان ترعنوان لاندی څه ترسره کړی او ولس څه ورکړی
اونن دولس توقع اوانتظارڅه شی ده اویوه ورځ حساب دولس په وړاندی شته اوخلاصون تری نلری.
بایدټول طرفونه حقایقو ته دزړه په سترګو وګوری اوقبول یی کړی بی طرفه قضاوت وکړی,
دنظام دراتګ سره لاسته راوړنی اوزیانونه: دامریکاپوځیانودراتګ سره سم ولس دیو نوی ډول عصری جنګ سره لاس اوګریوان شول ځکه افغان ولس بهرنیان هیڅکله نه منی, ولی بیاهم ولس مجبور وو چی دژوندچاری مخته یوسی, پدی وخت کښی دولتی تاسیسات په عصری ډول جوړول شروع شول, مکاتب,پوهنتونه ,مسلکی زده کړی,موسیسات, چی ترنن پوری اووه میلیونه ماشومان په مکاتبوکښی په زده کړه بوخت دی اودولس دوری شاګردان فارغه کړیدی, په پوهنتونوکښی دوه سوه زره ځوانان محصلین په لوړو زده کړو مصروف اوهم فارغ کړی دی, بهرته دماسټری او دوکترا لپاره اووه زره ځوانان لیږلی اوفارغ شوی, دهیواد زیات سړکونه اوپلونه په اساسی شکل جوړ اوترمیم شول, دابیاری کانالونه ترمیم داوبو څوبندونه جوړیدل سلما,بخش اباد اومچلغوبندونو اوداسی نور,دبرښنا سیستم جوړول , دمخابراتوشبکی فعاله کیدل , دشخصی تلویژونونه رادیوګانی فعال کیدل, دخصوصی سکتور وده کول تجارانودخوا فابریکی جوړیدل, صنعاتی پارکونه فعاله کول دا اودي ته ورته کارونه ترسره شوی. چی دولس څومره رضایت به ترلاسه کړی وی دا باید نادیده ونه ګڼل شی.
خوپه څنګ کښی یی ستری ناخوالی هم موجودی وی, لکه پردی ناولی فرهنګ رواجول,دځینوتلیویژونو او رادیوګانو منفی اوناولی تبلغات چی دافغان ملت دعناناتو اومذهب سره په ټکر کښی دی, دښځودحقوقو ترنامه لاندی دښځو لپاره دبی حیایی ازادی, امریکایی هیوادوته دافغان ځوانانو تیښته دکورنیوسره اوپناورکول, د زورواکانو ,کم ظرفه اوفاسیدترینوڅیرو راپیداکول او واک ته رسول په ملت مسلط کول, دملی شتنمیو غصبول, په دولتی اداروکښی بی حده زیات فساد, کاراهلی کارته نه سپارل, په امنیتی اورګانو کښی اجتماعی عدالت نه مراعات کول یودوه اقلیتوقوموته زیاته ونډه ورکول, تردی ټولو اشتبهاتو ورته تیریدل اواصلاح کیدل امکان لری خودتاریخ تورباب دامریکارابلل او ورسره دامنیتی تړون امضاءکول دڅلورسوه زره افغانانو وژل اوزندانوته بی ګناه اچول, نه جبرانیدونکی کړني دی تاریخ به پدی فیصله کوی.
طالبان اوکړنی یی دتاریخ په اوږدوکښی دهیوادونو دجګړی په ډګرکښی دومره زیاتی قربانی په تکتیکی ډول اودخپل شیرین ځان قربانی کول مخامخ دسرپه سترګولیدلی مرګ ته ور درومی په دومره زیاته پیمانه وجود نلری چی خارجی دښمن یی په هرډول پرمختللی وسلو سمبال دومره وارخطا کړی چی دمقابلی توان اومورال دلاسه ورکړی, قربانیوته یی سلام نن خارجی پوځیان دوتلوتابیه نیسی نوردلته ورته ته ا وسیدل ګران دی,دطالبانوتیرنظام اوپوره امنیت دزورواکی پای ولی طالبان باید په دی پوه شی چی داټول ددوی دسپیڅلی شعارجهاد دقدردانی په خاطر ولس دشپی او ورځی ځای او ډوډي درکړي لاره یی درته ښودلی مالی کومک درسره کړی, خپل شیرین اولاد یی په خطر کښی اچولی مرګ اوزندان یی قبول کړی محروم پاته شوی ستاسوپه خاطر.
دطالبانو ناخوالی دنظام هرڅه زور زیاتی څخه ګیله پکارنه وه, ولیدطالبانوګیله پرځایوه چیشعاریی پاکوو دطالبانودواکمنی حال ټولوته معلوم دی چی دعصری علوموخاوندانو ته هیڅ اهمیت نه ورکیدلو ,دمخابراتوریس به یی ملاوو کاراهلی کارته نه سپارل کیده هرڅه یی خپل ګڼل ولس هغه پخوانی تاریخ مطالعه کوی دسختی ناارامی سره مخ دی
ولس دطالبانو دجنګونو زیات قربانی شو دکوم کلی څخه چی به ډزونه کول هغه ولس به دظالمانوله خوا دخپل غچ اخستلو په خاطربمباری دراکټوتربرید لاندی وو چی په نتجه کښی به ځانی اومالی دروند زیان ور واوښت داپه ټول افغانستان کښی وو چا دطالب ځواب نشوی کولای چی داځای دجنګ نه دی ولس تباه کوی, په لمړنیو لسوکلنوکښی انجنیر داکتر اوپه مجموع کښی شاګرددښوونځی محصل دپوهنتون اجازه نه درلوده چی تحصل وکړی اوډيریی ووژل شول.او داسی زیاتی پوره پوره ولسوالی شته چی دطالبانو ترواکمنی لاندی دی پوره شپاړس کاله ښوونځی دروازه خلاصول په ټوله ولسوالی کښی اجازه نه ورکول کیده جوړول پریږده, ایا دا ولس نه غوښتل چی اولادونه یی ډاکتران انجنیران اوتعلیم یافته اوسواداره شی دوی هزاره ګان وینی ټول باسواده ولی پښتون ګناه داوه چی دمجاهدطالب مرسته یی کړی. ایا دطالبانوترواکمنی لاندی خلکو دبیا رغونی پروژو دزراعت سړک اونورو ته ضرورت نه درلود. دطالبانو ددغو ناکامو پالیسیو په بدل کښی زیات خلک ښارونوته ورګډه شول اوبی وسه خلک پاته شول زامن یی زیات اربکیان ځینی طالبان شول ځکه دوی شعوری فکر نه درلود هرځای چی ظاهری ګټه وه هلته ولاړل.
دوهم طالبانو عمومی سړکونه ټول وران کړل کله چی څوک دهراته ترکابله سفرکوی دکابله ترخوسته دهراته ترفاریابه او مزاره څومره په مشکله اوغیری اقتصادی داهرڅه وینی خپل قضاوت کوی ستاڅیره دهمدی ځای ټاکی وایی ستاجهادهمدغه وو. ولی که په خوله څه نه وایی چی کله خپلی کورنی اوخپلوانو ته ورسیږی یوه یوه کیسه ورته کوی.
په اخرکښی دواړو طرفو ته وایو ولس داهرڅه لیدلی اوحساب یی غواړی چی وخت یی راشی. ولی حقیقتوته باید پاملرنه وشی داهرڅه بی معنی ونه شمارل شی تیرهیرکړی دابایدجبران شی دنظام ړنګول ډيراسان کاردی ولی جوړول یی ډيرګران دی نن یی ترمیم ته اشد ضروروت ده.
په هرحال داحقیقت بایددرک کړی ترنه نظامه هرډول نظام یو نعمت دی. هیله کووچی راته نشریی کړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery