دخپریدو نیټه : 2019-02-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د امریکا د تاریخ تر ټولو خندونکې پېښه:
ژباړه او زیاتوونه: عبادالله عارفي
د هر هیواد په تاریخ کې بال زیاتې داسې پښې رامنځته کیږي چې تر ډېره وخته د خلکو په یاد وي او د خلکو په منځ کې یې کیسې
کیږي او زیادتره کیسې خو یې داسې وي چې خلک یې د یو بل د خندا لپاره کاروي، دلته د امریکا د تاریخ هغه کیسه کوو چې تر
اوسه یې خلک په لوستلو خندیږي.
“ زه ادم کوچ یم او د مرکزي خبري کانال څخه په لیکه یم. زه د خپل خبري اژانس د ادارې له بام څخه خبرې کوم چې د نیو یارک
ښار په منځ کې ځای لري. هغه زنګونه چې تاسې یې اورئ ټولو ته خبرداری ورکوي چې ښار پریږدي. فضایي مخلوق یا ایلین
راروان دي یواځې په تېر ساعت کې زرګونه خلکو د نیو یارک ښار پرېښود او وتښتېدل که تاسې د نیویارک په ښار کې یاست له
پلونو څخه لېرې واوسئ. اورګاډي حرکت کوي خو ښاري ترافیک په بشپړ ډول په ټپه والړ دی. زمونږ فوځ مات شوی دی. بیایې
تکراروم د نیو یارک ښار په شاوخوا کې فوځ په بشپړ ډول ماته خوړلې. کیدای شي دا زمونږ وروستۍ خبري پروګرام وي مګر
مونږ به تر اخره خپلو خبرونو ته ادامه ورکړو. مونږ سره لنډه یوه کلیسا شتون لري چې ګڼ شمېر خلک کوښښ کوي ترڅو کلیسا ته
دننه شی. هلته د سمندر خواته وګورئ! زه ګورم چې کیښتۍ له ښار څخه د خلکو په ویستلو کې پاتې راغلي دي. سرکونه ټول له
موټرو څخه ډک دي ټول سرکونه له ګڼې ګوڼې ډک دي ټول موټرونه والړ پاتې دي. هلته ټول خلک هرې خواته منډې وهي. مونږ
خپلو اوریدونکو ته وایو چې د موټر چلولو څخه ډډه وکړئ ځکه چې د ښار په منځ کې ترافیکي نظام په ټپه والړ دی. یوه دقه صبر
وکړئ! د شمال له اړخه د لوګي څخه جوړې شوي وریځې راروانې دي کیدای شي هغه اور وي او کیدالی شي هغه د فضایي مخلوق
زهرجن ګاز وي. زه د جنوب لخوا یو څه ګورم هغه ... هغه... زه ډاډمن یم چې هغه د ایلین یا فضایي مخلوق بیړۍ دي، هو! زه د
فضایي مخلوق بیړۍ ګورم چې دیخوا ته راروانې دي. هلته دري، نه څلور، نه پنځه بیړۍ حرکت کوي په جنوب کې د فضایي مخلوق
پنځه بیړۍ د سیند په سر د الوتنې په حال کې دي هغوي ډیر تېز حرکت کوي هغوي د ښار د سوداګریزې ساحې پر سر والړي دي.
یوه لحظه صبر وکړئ! ما همدا اوس د خپلې مرکزي څانګې څخه چې په الس انجلس کې ده یو بیړنی راپور ترالسه کړ. د فضایي
مخلوق بیړۍ پر ټول هیواد باندې ناسته کوي. د الس انجلس څخه دباندې دوه بیړۍ قرار لري. شیکاګو، سیټل، او واشنګټن ډي سي هم
د فضایي مخلوق د بیړیو څخه راپور ورکوي. زه یي یو ځل بیا وایم! بیړۍ پر ټول هیواد باندې ناسته کوي ټول هیواد د یرغل الندې
دی کیدای شي دا زمونږ د ټولو پای وي.
یوه دقیقه! ما یو بل راپور هم ترالسه کړ او دا نیغ په نیغه د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر پیغام دی ) د متحده ایالتونو ښاریانو!
ارام واوسئ.
لطفا دا ریښتیا دي، زمونږ د ګران ملت ټول ښارونه د یرغل سره مخ دي مونږ له تاسې ټولو غواړو چې همدا اوس ً
ښارونه پریږدئ خپل بیکونه مه تیاروئ ځکه چې هیڅ وخت نه دی پاتی ښارونه پریږدئ او ارامه واوسئ هرڅه زمونږ په کنترول
کې دي مونږ تر اوسه نه یو مات شي مونږ به له دې فضایي مخلوق سره په خپلو ټولو امکاناتو وجنګیږو او ... ( ”
ایا دې د یوې کیسې بڼه درلوده؟ نه ریښتیا چې نه. هیڅ څوک به داسې ونه انګیري چې ګوندې دا به ریښنیا نه وي؟ هو ریښتیا، هلته
ډیرو کمو رادیویي پروګرامونو وجود درلود چې ټولو خلکو به پرې باور درلود هغه یوه خیالي کیسه وه خو ګڼو خلکو پرې د ریښتیا
ګمان کړی وو هغوي ویرېدلي وو د امریکا په زرګونو خلکو باور کړی وو چې ګوندې فضایي مخلوق پر متحده ایالتونو باندې یرغل
کړی زیات شمیر خلک په ریښتوني ډول ویردلي وو.
هغه ۸۳۹۱ میالدي کال وو د تلویزون د نوښت څخه لس کاله دمخه په هغه وخت کې رادیویي پروګرامونه ډیر عام وو خبرونه،
موسیقي، د هوا حاالت، او ډرامې دا ټول هغه رادیویي خپرونې وې چې خلکو به یې له اوریدلو څخه خوند اخیست په هغه وخت کې
یو ځوان چې اورسن ویلز نومیده هغه یوه اوونیزه رادیویي خپرونه مخته وړله یوه اونۍ ویلز او د هغه د اکټرانو ټیم په یوه کیسه باندې
کار وکړ چې د world the of War یا د نړۍ جګړه نوم یې درلود چې دا کیسه په ۸۱۳۱ کې لیکل شوې وه په اصل کې کیسه په
انګلستان باندې د فضایي مخلوق د یو یرغل په اړه وه.
اورسن او د هغې لیکواالنو د کیسې موضوع بدله کړه او هغه یې پر متحده ایالتونو د فضایي مخلوق د یرغل په اړه جوړه کړه، د
خپرونې په پیل کې ویلز world the of War د ډرامې په شکل معرفي کړه نو له همدې امله هغه خلکو چې دا خپرونه یې له پیل
څخه اوریدلې وه هغوي پوهیدل چې دا هرڅه ریښتیا ندي مګر زیات شمېر هغه خلک چې د خپرونې پیل یې نه وو اوریدلی په بشپړ
ډول غولیدلي وو. د نړۍ جګړې خپرونې د فضایي مخلوق په اړه د ریښتوني خبري راپور بڼه درلوده ویلز او د هغې د اکټرانو ټیم
ورځني موسیقي او د هواد د حاالتو راپورونه هم د فضایي مخلوق په اړه په خبري راپور کې یوځای یا مکس کړل چې دې کار د
خپرونې غږ ته ال ریښتونې بڼه ورکړه.
هیڅ څوک نه پوهیږي چې څومره خلکو به دې خپرونې ته د ریښتوني خبري پروګرام فکر کړی وي ځکه چې شپږ میلیونه خلکو د
ویلز د world the of War خپرونه اوریدلې وه خو ځیني خلک وایي چې یو میلیون خلکو پرې د ریښتیا ګومان کړی وو مګر ځیني
نور بیا وایي چې یواځي زرګونو خلکو ورباندې باور کړی وو.
ځیني خلک کلیسا ته تللي وو ځیني نور بیا د فضایي مخلوق څخه د خالصون پخاطر په خپلو موټرونو کې له ښارونو څخه وتښتېدل
ګڼ شمېر خلکو پولیسو ته زنګونه ووهل تر څو ورسره مرسته وکړي له همدې امله د پولیسو یوې حوضې د دوو ساعتونو په ترڅ کې
۰۲۲۲ بیړني زنګونه ترالسه کړل هغه یواځې یوه ډارامایي خپرونه وو خو زیات شمیر خلک یې وغولول.
دا ګرانه ده چې باور یې کړو، کنه؟ څنګه خلک په ریښتیا سره باور کوالی شي چې فضایي مخلوق پرې یرغل کوي؟ هو! هغه
یواځینۍ پېښه نه وه، په ۸۳۹۳م میالدي کال کې یو سړی چې لیونارډو پایز نومیده دا کیسه یې واوریده او خوښه یې شوه. پایز په
ایکواډور کې یوې رادیو ته کار کولو هغه ددې خپرونې د کاپي کولو هوډ وکړ پایز دا کیسه بدله کړه ترڅو د ایکواډور ځایونه او
خلک پکې راونغاړي هغه غوښتل چې په دې کیسې سره خلک وغولوي همغه وو چې پایز له ویلز څخه هرڅه په ښه انداز ترسره
کړل د هغه د رادیو کمپنۍ یوه ورځپاڼه هم چلوله په همدې مهال پایز د ورځپاڼې له مدیریت څخه وغوښتل تر څو د هغه د رادیویي
خپرونې څخه مخکې د UFO یا د ناپیژانده الوتونکې بیړۍ د وحشت په اړه کیسې او مقالې ولیکي هو به هو لکه د ویلز غوندې د هغه
پروګرام هم د فضایي مخلوق د یو ځایي یرغل په اړه کیسه وکړه چې د خبري سرویس بڼه یې لرله.
دا ځل بیا خلک هماغسې وورېدل لکه په متحده ایاالتو کې چې ویریدلي وو، زیات شمېر خلکو کوڅو ته منډې کړې خو هغوي نه
پوهېدل چې څه وکړي حتا فوځ او پولیس هم غولیدلي وو ګڼ شمیر د فوځ او پولیسو څخه ډکې لویې الرۍ جنوب خواته والړې تر څو
د فضایي مخلوق مخه ونیسي هم مهال کله چې په کوڅو کې خلکو د فوځ او پولیسو څخه ډکې الریګانې ولیدلې نو هغوي هر څه
ریښتیا وګڼل هغوي د فضایي مخلوق یرغل شونی وګڼلو له همدې امله په لوی تعداد خلک کلیسا ته الړل تر څو خپل خدای ته عبادت
وکړي.
کله چې خلکو معلومه کړه چې هر څه ناسم دي او هغه یواځې یوه خیالي کیسه وه نو هغوي ډېر زیات په قهر شول ډیر خلک د رادیو
او ورځپانې دفترونو ته والړل هغوي د تعمیر ښیښې په تیږو وویشتلې او ورماتې یې کړلې بیا یې د تعمیر دروازې ورماتې کړې
سمدالسه خلک تعمیر ته وردننه شول او ټول د چاپ ماشینونه یې مات کړل او په اخر کې یې تعمیر ته اور واچولو.
د تعمیر دننه ۰۲ کارکوونکو شتون درلود هغوي ډیر کووښښ وکړ چې اطفایئه او پولیس خبر کړي خو هیچا د هغوي زنګ ته ځواب
نه ورکولو ځکه اطفایئه او پولیس ټول جنوب ته تللي وو تر څو فضایي مخلوق سره جنګ وکړي نو له همدې امله هیچا هم له هغوي
سره مرسته ونشوه کړای زیاتره کارکوونکي د تعمیر بام ته وختل او له هغه ځایه یې نورو تعمیرونو ته ودانګل لیونارډو پایز هم په
تېښته بریالی شو خو د هغه وراره، ملګرې، او څلورو نور کسانو په اور کې خپل ژوند له السه ورکړ، پایز له هیواد څخه والړ او
بیرته هیڅکله هم اکواډور ته ورستون نشو.
پایز لپاره هغه یوه سخته پای وه مګر اورسن ویلز ډیر بختور وو ځکه زیات شمیر خلک پرې غوسه وو خو نه څوک ومړ او نه هم
ټپي شو.
نو هغوي ولې داسې وکړل؟ ولې هغوي په زرګونه خلک وډار کړل او ویې غولول؟
د ویلز د world the of War له خپرونې څخه وروسته پولیسو له هر چا څخه پوښتنې پیل کړې ویلز یې په ځواب کې وویل چې نه
یې غوښتل خلک وغولوي هغه وویل ”ما فکر وکړ چې هر څوک به وپوهیږي چې دا یوه خیالي کیسه ده“ مګر شپاړس کاله وروسته
هغه څرګنده کړه چې غوښتل یې خلک وغولوي او غوښتل یې خلکو ته یو درس ورکړي تر څو په ډیرې اسانۍ سره ونه غولیږي او
په هر څه ډیر فکر او غور وکړي هغه وویل ‘غوښتل مې خلکو ته وښایم چې په ټولو معلوماتو باور ونکړي ځکه چې دوي هغه د
رادیو له الرې اورې ’ خو ډیر خلک فکر کوي چې ویلز په خپل پالن کې ناکام وو هغه هیڅ هم ندي ورته ښودلي خلک اوس هم په
ډیرې اسانۍ سره غولیدالی شي هیڅ هم بدلون ندی کړی او نن هم ډیری خلک په هغه څه باور کوي چې په تلویزون یې ګوري.