مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغاني سیاسیون دې دکرکیټ ملي لوبډلې زده کړې چې څنګه هیواد ته خدمت کوي

روح الله ـ انوري

ټول هیواد کې یواځې دکرکیټ لوبغاړي دي چې هڅه يې داده چې دهیواد درې رنګ کلمه لرونکی توغ  په هر میدان ورپوې او دافغانستان  ښکلی او لرغونی نوم دنړۍ داکثرو اوسیدونکو په ژبو او خولو زمزمه کړې .دجنګ او وژنو او بد یادولو پرځاي يې  ښه یاد کړې .دکرکیټ دلوبې مینه وال چې دکوم اتل افغان لوبغاړې کرنامه وګورې او نوم يې یاد شي ،ورسره پاڅیږي ،چکچکې کوې ،دافغانانو دویاړ خبرې کوي .دهمدې ځوانانو پرکار نامو خپل  او  پردې پرې ویاړي  .کله چې هم کوم افغان په نړۍ کې کوم افغان اتل وځلیږي نو بیا ګاونډیان راپاڅې پرهغوي دعوې پیل کړې ،یا يې دخپلولو کوښښ کوي او یايې هم دهمدې دعوو سره هڅه دا وې چې زموږ افغان اتلان بدنام کړې .او افغانانو ته دا وښايې چې فلان اتل افغان ندی . دختیځ په نابغه سید جمال الدین افغان باندې ایرانیانو دعوه وکړه .چې ایران دخپلې دغې درواغجنې ادعا دثبوت دپاره يې هلته په ایران کې داسداباد په نوم ښار هم جوړ کړ .چې سید جمال الدین افغان ته يې دافغان پرځاي اسعدابادې نوم کیښوده .
زموږ اتلان که هغه دکرکیت په برخه کې وي او که په بله برخه کې ټول زموږ ویاړونه دي .الله دې همداسې بریالي لرې .خو دکرکیټ ځوانانو په ډیر کم وخت کې نړیوالو ته وښوده چې افغانانو باندې جنګ ټپل شوی ،دوي کې ډیر استعدادونه شته دی ،خو ددغو پټو استعدادونو دښکاره کولو دپاره چا ندي پرې ایښي .کله چې پریښودل شي .دنورو ترلاسه کړې ریکاردونه ماتولی او په خپل نوم کولی شي .
اوس راځو افغان سیاسیونو ته هغو ته چې څوک دقدرت په ګدۍ ناست دی ،یا دکناستو نیت لرې.یو لوری کوښښ کوي چې په خپلو مقامونو او چوکیو همداسې میخ کړې پاتې شي او بله خوا بیا هڅه کوې چې . دهیواد واګې چې په هر ډول وي ،دهر څومره افغانانو دوژلو او ټپي کولو په قیمت وې باید ترلاسه يې کړې .دهیڅ ډول ناروا څخه دریغ نه کوي .یو شمیر په حکومت کې دننه او بهر داسې کسان شته چې  دجنګ  په دوام ،دافغانانو په وژنو ،ټپي کولو او دهیواد په ورانولو کې خپلې ګټې نغښتې بولې .او دا فکر کوي چې چیرته په هیواد کې امن او سوله راشي نو ټوله کړې خوارې به يې خړې اوبه یوسي  او دا هم ممکنه ده چې ورسره دکړو خیانتونو او فسادونو حساب هم وشي .نو ځکه يې هڅې پیل کړې چې  په یو رنګ نه په یو رنګ دسولې په وړاندې خنډونه پیدا کړې .
زموږ په سیاسیونو کې دځان غوښتونې یوبل بد مرض دادی چې که په حکومت کې وې او دواک پر ګدۍ ناست وي .حکومت شرعې ،قانونې او په ټولو اصولو برابر وي ،روا حکومت وي او هیڅ کمی زیاتی پکې نه وي .په تلویزونو ،راډیوګانو او غونډو کې به ترې په کلکه ملاتړ کوي .دحکومت هره کړنه به تایدوي .خو کله چې له حکومت لرې کړای شي نو بیابه حکومت  غیري مشروع ،ناروا ،ګوډاګی او دټولو اصولو خلاف وي .
ددې سیاسیونو یوازېنی  هدف دادی چې ځان او کورنۍ ته خدمت وکړي ،سرمایه راجمع کړي ،ځمکې غصب کړي .نا مسوله وسله والې ډلې وساتې ،په همدې ډلو نور خلک وویروي .بس همدې ته يې  ښه سوداګرې ویلې ده .هیڅ کله يې نورو  سره دملي ګټو دپاره همغږې نده کړې .تل يې دملي ګټو خلاف قدمونه پورته کړې .ملي ارزښتونه يې پښو لاندې کړې .او همیشه يې نورو سره  په ملي ګټو او دافغانانو په وینو او هیلو  سودا کړې او کوي يې .
خلکو اوس خپل خواخو ږې او ددوي دوینو او وطن سوداګر سره بیل کړې .ملت هوښیار شوی دی .خپله ګټه او دهیواد ګټه پیژنې او هغه خلک هم ورته معلوم شوي چې تل دنورو په چوپړکې  دي او خپل هیواد يې دلیلام په بازار کې دسودا دپاره اچولی دی .دوي خپله بدنام دي نوځکه ورته دافغانستان بدنامې او ناکامې کومه مانا نلرې .
ولس پدې یقین دی چې که دا وطن او خاوره وې نو دوي به په عزت کې وې .دوی به خوشحاله ژوند ولرې .دوي به دکور او کار خاوندان وي .نوځکه  يې پدې خاوره زړونه خوږیږي او نه پریږدي چې یو څو پردیپال او دوینو سوداګر دې پرې سودا وکړي .خلک له سیاسیونو هم غواړې چې که دکرکټ دلوبډلو په څیر هیواد ته کوم ویاړ نشئ راوړلی ،نو دنورو لاسته راوړنې له منځه مه وړئ ،هغوي سره یو موټی او یولاس شئ ،ویاړونه يې وساتئ او هغوي دې ته وهڅوئ چې هیواد مو نور هم وځلوې .چې دې کار سره به تاسو ته هم خلک دقدر په سترګه وګورې او امکان لرې چې له تیرو ګړو ګناهونو درته تیر شي .
 سیاسیونو ته دا هم پکار دي چې دملت او هیواد ګټو ته په شخصي ګټو لومړیتوب ورکړې .پدې جنګ ځپلې او وران ویجاړ وطن کې نورې دوینو ویالو بهیدلو او جنګ ته دپاي ټکي ایښودو کې ، دزړه له تله همکارې وکړې .او په ابادولو او زرغونولو کې يې دنورو هیوادوالو سره په هم غږۍ او اوږه په اوږه کار وکړې .دا وطن نور غیرو مسولو وسله والو ،لنډه غرو ،بدمعاشانو او اوباشانو ته اړتیا نلرې .که سیاسیون غواړې چې خلک يې قدر وکړي ،په راتلونکې کې دولس په منځ کې دکیناستو دپاره ځاي ولرې نو دکرکیت لوبډلې دي زده کړې .چې خلک خپل هیواد څنګه او په کوم نوم نړیوالو ته پیژنې .دهمدې یو شمیر سیاسیونو او ځان غوښتونکو له لاسه مو هیواد او هیوادوال په نړیواله کچه بدنام شول .هرځاي کې چې دافغان نوم خلک اورې ورته جګړه مار ،تروریست او وژونکی ښکارې .دافغانستان  اوسیدونکي دافغان کرکیټ لوبډلې په ستره بریا خوښ دي .اووايي : دکرکیټ ملي لوبډلې وښوده چې په اخلاص او یووالي کار کولو سره کولی شي ،نړیوال ریکارډونه جوړ کړې او هیواد ته  نوي ویاړونه په برخه کړي .
څو چې ژوند پدې جهان وي . تل به دافغانستان تل به دا افغانستان وي .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery