دخپریدو نیټه : 2019-06-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پاکستان ((پنجاب)) د پاشل کېدو وخت رانژدې شوی دی
سيد حسين پاچا
د نورو کورو ته يې غشي ايشتل، اوس به پرې خپله وويشتل شي
پنجاب پر خپلو سياسي - مذهبي ملايانو لروبر پښتانه، چم وګاونډ او هم نړۍ بېثباته کړې ده. دې سياسي - مذهبي ملايانو له خپلې ظالمې اردو نه خدای جوړ کړی وو چې ځينې ځينې خو يې خپله وچيچل او ويې داړل
فيلسوف غني خان :
((د جېلخانې (زندان) خوب))
خوب وينم عالمه! که يې څوک راکړي مانا
پروت يم سر مې ايښې د خپل يار په زنګانه
https://www.youtube.com/watch?v=VrN7LWQieb0
خپلواکي اخېستل کيږي - ورکول کيږي نه
که باچا خان د ارواښادغني خان د هغه وخت انقلابي مشوره منلی وای، نو پښتانه به د بنګال غوندې وختي د خپل واک وحيثيت څښتنان وای. شيخ مجيب الرحمان يې د سوله ييزو ټاکنيزو ګټل شويو رايو له ليارې واک ته پرې نه ښووه، نو پښتانه به څنګه پرېږدي؟ د عدم تشدد فلسفې پنجابي ښکېلاک ته زمينه مساعده کړې. زغم (عدم تشدد) او حق غوښتنه هر يو ځانته خپل حد لري.
موږ خو پښتانه خو د فلسطينيانو له غمه مړه يو چې اسرائيل ورسره زياتی کوي، خو خپل زياتی رانه هېر دی چې د پنجاب اسلامي اردو يې له پښتنو سره کوي. لر يې مودوديان، ديوبنديان، سپاه صحابه وقاديانيان او داسې نور سختددريځې ډلې ټپلې پيدا کړي. په کشمير کې يې بيا لشکر طييبه او جيش محمدي او په افغانستان کې يې بيا ماويستان، اخوانيان وستميان ((ماس)) پيدا کړي دي چې له پيله تر دې دمه سره يو نه شول. طالب وحقاني شبکه او داعش ((طحد)) يې نوې پديده ده چې له هماغه درېواړو سياسي - مذهبي اسلامي ډلو نه خړوبه شوي دي
د باچا خان عدم تشدد او نورې مبارزې
عدم تشدد داسې وسيله وه چې ښځو، نرو، غريبو، مالدارو او د ټولنې ټولو خلکو په کې ګډون کولای شو، له پښتنو پرته په خدايي خدمتګارو کې هندوان او سيکان هم شامل وو. د عدم تشدد په مبارزه کې پښتنو پرته له دې چې له زوره کار واخلي، د نه همکارۍ ، غاړه نه اېښودلو او شلونونو له لارې مبارزه کوله. د خدايي خدمتګارو چې شمېر یې په دوه درې کلونو کې د یو روايت له مخې درې سوو زرو او د بل روايت له مخې سل زرو نفرو ته ورسېد، واکمن يې وارخطا کړل او د دغه تحريک د بدنامولو هڅې يې پيل کړې.
ډېرو خانانو ملکانو او د واکمن پرنګي ملګرو هم د تحريک د بدنامولو هڅې کولې او پرنګيانو خو آن دوی نيمه پوځي تحريک ګڼل او په باچا خان يې ډول ډول تورونه لګول. که څه هم شايد داسې فکر وشي چې خدایي خدمتګارانو سترې سياسي لاسته راوړنې نه درلودې، خو لکه څنګه چې اندراګاندې وايي: د اتشينو پښتنو په خدايي خدمتګارانو بدلېدل يوه ډراماتيکه پېښه وه او دغه تحريک د پښتنو د بدلون لامل وګرځېد.
د پنجاب لپاره د توبې چاڼس
کله چې د څښتن تعالی عذاب راشي، نو بيا ترې بچ کېدل نشته
فلولا كانت قرية آمنت فنفعها إيمانها إلا قوم يونس لما آمنوا كشفنا عنهم عذاب الخزي في الحياة الدنيا ومتعناهم إلى حين
د قرآني لاسوند له مخې يوازېنی قوم چې د عذاب په وخت کې بچ پاتې شوی هغه د يونس عليه السلام قوم دی چې پېغمبر ترې د الله تعالی له حکم مخکې ووته او قوم يې ځانته پرېښووه، خو قوم ته چې هوښيار وو او ورته پته وه چې د پېغمبر په شتون کې د الله تعالی عذاب نه راځي او الله تعالی هغه قوم نه په عذابوي (هلاکوي) چې بښنه غواړي.
وما كان الله ليعذبهم وأنت فيهم وما كان الله معذبهم وهم يستغفرون
نو اوس خوښه د پنجاب چې له لسيزو راهيسې يې لږه کي، خپل چم وګاونډ او سيمه ځورولې له خپلې دوه مخۍ او شيطانته لاس اخلي او که نه؟ له رسوايي خلاصون له لږه کيو سره ښه سلوک او ښه چلند دی. پنجابی رياست او اردو بايد دغه چلند راخپل کړي.
مشوره وپايله :
پنجاب بايد نوره د مذهب په نوم لوبه پرېږدي او پر خپل اقتصاد او ژوند ښه کولو غور وکړي. اوس ولسونه او هر لږه کی پوه شوی چې دغې مزدورې اردو ورسره څنګه د مذهب، قوم، ژبې او بېلابېلو پلمو له تعصب ډک چلند کړي. پښتانه مشران علي وزيز، محسن داوړ او داسې نور ټول بنديان ژر تر ژره راخوشې کړي او غوښتنو ته يې په سړه سينه غوږ کښېږدي او هم پوځيان بايد د پښتنو له سيمو ووځي. پنجاب بايد خپل ځان اصلاح او لږه کيو ته خپل حق ورکړي او روا (مشروع) غوښتنې يې ومني. او کنه، نو ښه راتلونکې به ونه لري. د ټولو وخيمو عواقبو مسووليت به د پنجابي رياست او پوځ پر غاړه وي.
په درنښت
پاکستان د پښتنو په ځپلو د بنګله دېش تجربه تکراروي
http://www.taand.com/archives/128190