دخپریدو نیټه : 2019-06-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتانه کومی خواته روان دی؟
غلام مصطفی بیدار
پښتون کنفرانس ولی؟ پښتنو لویه جرګه ولی؟ او ولی پښتنو آزاده جرګه اړین ګام بولم؟
اوښکی په جرګو کلي ته مه راوړه
کرکه د پښتو کلی ته مه راوړه
اوس خو یې ټوپکې غورخولي دی
شر د پښتنو کلی ته مه راوړه
هسې نه په خپله پکې وسوزوی
اور د لیونو کلی ته مه راوړه
سالم اوښی چاري!
په منځ کښی د ډیورند کرغیړنه کاغذی کرښه چی اوسمحال پری د بارډر منجمنت تر عنوان الندی اغزن تار، دیوال، خندق او
دروازې )پاکستان گیت( ابادیږی.
ویزی جبری شوی، آن د افغان ملت په تذکرو کی د یوی خاصی جغرافیا نقشه جبری شوه، پاسپورت، ویزه او حکومتی ادارو کی د
نړیوالو نقشو خالف داسی یوه نقشه کارول کیږی چی پښتون یی د مال په تیر ویشالی ده.
فاټا په انضمام، اشغال او پنجابی ولکه دافغان حکومت نه یوازی خاموشی، بلکه د وزیرستان په قتل عام د قبایلو چارو وزارت چوپتیا،
د بهرنیو چارو وزارت، ارګ قاتالنه خاموشی، د رسنیو سانسور، د پښتون ژغورنی غورځنګ د ملګرو بندیانیدل، د غورځنګ د
ملګرو سرکوب، بند کی اچونه، د ارمان لونی او نقیب مسید شهادت باندی د حکومت چوپتیا، د فرشتی په عزت باندی د تیری ناوړه
جرم، د زرهاوو پښتنو الدرکیدل، د میلیونونو پښتنو د کورونو ړنګیدل، کوندو رندو او یتیمانو خراب حالت، د ترهګری په مصنوعی
جګړه کی د پښتنو هدفمنده وژنی.....
اوس یو خوا پښتون راپورته شوی ده او له خپل جابر حکومت سره الس او ګریوان ده:
لروبر یوافغان
خپله خاوره خپل اختیار
زه افغان یم
پښتون ته ژوندون غواړو، له مسته اباسینه ترامو پیوستون غواړو
ای جو دهشتګردی هی – اسکی پیچی وردی هی
حق می راکړه کنه پښتونستان جوړوم
بغاوت او آیینی حقوق
جاسوس، غدار، ګلخانیزم، ...
ANP،TTP،PP, PTI, PMAP. PTM داکترخان تحریک، مدرسی، جمعیت علمای اسالم باندی یی ویشلی یو
خدایی خدمتگاران، ولس عام وګړي، ...
بلخوا پښتون د ناز په خوب ویده ده، یوازی ځینی پښټانه کله کله په غیر هدفمند شکل راپورته شي
لروبر یوافغان
افغانیت، اسالمیت او لوی افغانستان
خو تذکره، پاسپورت، ویزه کی د یوخاصی جغرافیا انځور خپراوی او ځان مجبور ګڼی
په کنړ د راکټونو په ځواب کی ټوله وزارت دفاع او سرحدی قطعه د پښتنو په کلیو کی د پښتون په قتل عام کی له مخالفو
وسله والو سره الس اوګریوان ده
د خندق، دروازی، اغزن، باردر منجمنت او جبری ویزی معامله یی کړی
ملی امنیت، شوری امنیت، ارګ، قبایلو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، سفیران، رسنی، ګوندونه یی له جاسوسانو او پنجاب
غالمانو ډکی کړی
د انګریزی ښکیالک، امریکایی پایګاوو او دیموکراسی په جنګ کی د پښتون په وچلی یی د ترهګر، دهشتګرد، طالب،
انتحاری، مسلح مخالف، قبیله ګرا، فاشیست، ...لیبل راباندی لګوالی ده.
د دین ترنامه یی داعش، طالب، مجاهد او تبلیغیان، .... سلهاوو نور فتنه ګر راجوړ کړی چی پښتون باندی یی ځان تحمیل
کړی ده
د هلمند هیروینو لپاره په کابل کی پښتون په خیمه کی اوسی...
خیاطان، دالالن، ارګ میشته معامله ګراو نیکتایی پوشه سیکوالر دیموکراټان یی هم پر پښتنو مسلط کړی دی
افغان ملت گوند، حزب اسالمی، جمعیت، ملی محور،120 نورو گوندونو باندی یی ویشلی یو
UN, NDS, MI, CIA, KGB او ورته نوری استخباراتی کړی.. اجنتان، جاسوسان – مجبوره معاش خواره
دواړه خوا حکومت، پارلمان، پوځ، ملی دفاعی ځواک، سیاست، رسنی، اقتصاد او تجارت ټول د بل چا په کنترول کی ده یوازی تش
په نامه څو محدوده کسان د مشرانو په نامه په پښتنو تپل شوی دی.
اوس محال میلیونه معیوب، معلول، کوندی، یتیمان، ړنګ کورونه، ویجار بازارونه، نارامه اعصاب، ارواحی مغزونه راپاتی دي،
چی اقتصاد یی ترحده ډیر خراب ده، دری وختو کی یو وخت ډوډی هم نلری، په خپل کور کلی کی مهاجر ده، ... ورور له وروره په
تیښته ده...
داسی یو حال کې چی پښتون مدرسه، ښوونځی، پوهنتون، کلینیک، سړک، کور، اداری نظام ساختمان په بمونو الوزول کیږی ، اور
ورته اچول کیږی، د نامالومو )معلومو( لخوا مو استاد، مال، انجینر، ډاکتر، حقوق پوه زندان او ګورستان ته استول کیږی، مشرانو مو
قتل کیږی، خوانان مو وژل کیږی.
ولس ته څه کول پکار دی، پښتون باید څه وکړي؟
ولس په دري کتګوری تقسیموو!
25-14 کالو ځوان )کونده، یا هم په جګړه کی راښکیل( متعلم اومحصل
40-25 کالو – په کورنی جنجالونو بوښت پښتون – جی د ویجاړ کور بیرته جوړول غواړي
60-40 کالو- د یتیمانو، کوندو، رندو بابا او ادی چی ځوان زوی یی شهید شو، بل ځوی په زندان کی ده، کلی او کور یی ویجاړ ده،
پیغله لور، کوندی او عزت باندی یی تیری شوی، اقتصاد یی ویجاړ ده، یاهم پخوا یی د دوی په اصطالح په حکومت یا مخالفو کی
دنده یا جهاد کړی...
پښتون اوس محال خلک په تروروست، فاشیست، نشنلیست، دیکتاتور، قبیلوی وحشیان، ترقی ضد، شدت پسند، انتحاری، کوچی
پیژندالی شی، بلخوا ورته ښکنخلمار، ګلخان، ګلمرجان، جاسوس، غدار، کافر اومنافق لقب ورکړل شوی ده.
ملي ګټی، حکومت، نړیوالی اړیکی، ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی، نظام ډول، ملی اقتصاد، تجارت، روغتیا، زراعت، ساختمان،
تکنالوژی، حقوق، عدالت او محاکمو کی،،، د پښتنو ونده صفر ته نږدی ده، یا پری خبر ندی، یاهم ځینی ځان لیری ساتی او وایی زما
خو کاروبار جوړ ده سیاست باندی څه کوم...
په داسی یو حالت چی پښتون په عدم تشدد هم روان ده او پښتون ژغورنی غورځنګ یی را پیل کړئ، همدا حال کی په تشدد کی هم
راښکیل ده او په لروبر کی د وخت نظامونوسره والړ ده یا یی مخالف لوری ته وفادار پاتی شوی او پردی ټوپک یی د پردی لپاره په
غاړه پروت ده.
کلونه وشول چی د پردیو د ګټو په خاطر د پردیو لپاره ددین په نامه شهیدانیږو یا هم د نظام د ساتنی تر عنوان الندی مو په کور او
کلی بمبارد روان ده، سولی ترعنوان الندی خبرو کی هم د ډیرو معامله ګرو خاینینو جیبونه ډک شول، یو کی ډالر، بل کی افغانی بل
کی کلداری ګرځوی – خو نه سوله راځی اونه د سولی آرمانجن شهیدانو په تعداد کی کمی راځی.
په نړیواله کچه د نړی سترو قدرتونو ښکیالکګر او زبر ځواکونو استعماری، استعمالی او استحماری استثماری قوتونو کړنو هم د
پښتنو د قتل عام او ژنو ساید پروسی )پروژی( ته پوکی ورکړی او په دی کی د کور دننه جاسوسانو او خاینینو ورسره پوه مالتړ
کړی ده.
....
په داسی یو حالت کی پښتون ته څه کول پکار دي؟
نو پښتونه تاته خو بل پیغمبر هم نه راځی، نه هم د بلی معجزی په تمه اوسه، نه هم ملتونه په آرمانونو باندی تغییر راوستالی شي،
ترهغه چی ځان سم نکړئ – تغییر نشی راوستالي! یا به همداسی مرو یا به د تغییر راوستلو کوښښ کاوو.
د تغییر راوستلو په موخه الندې کړنې ضروري بولم.
د پښتنو خپل منځی یووالی، ورورولی، صداقت، حلم، نرمښت او عدم تشدد
د پښتنو د ملی ګټو تعریف، د پښتنو د سرو کرښو ټاکل
د پښتون فورم، پښتنو آزادی جرګی او پښتون کنفرانس جوړول
د پښتنو لویه جرګه رابلل او په منظم ډول حاالتو ته پالن عمل جوړول
خپلمنځی شخړو، قومیت، قبیله وانیت، لروبر، کوزه اوبره پښتونخوا، شمال اوسویل پښتون یووالی لپاره الرې چارې
چمتوکول او د ډرانی، احمدزی، غلجی،... رقابت اودښمنیو ختمول. )ورور او تربور وژلو عادت ختمول(
د پښتنو لیدلوری ټاکل، اهداف مشخصول، تګلوری ټاکل، پښتنو اوږدمحاله استراتیژی جوړول او عملی کول
د پښتنو د حاالتو د تغییر په موخه د لند محالو، منځمحالو، اوږد محالو پالنونو جوړول د تطبیق لپاره یی د مدیریت، رهبری
او تطبیق ټیم رامنځته کول
نړیوال – انګریز، امریکا، روس، چین، عربی نړی، هند، ترکیه،...)مسلمان اوغیر مسلمان( سره د اړیکو، تجارت،
دیپلوماسی کرښی ټاکل
سیمه ایزی اړیکی، ګاوندی هیوادونو)ایران، پنجاب، سند، کشمیر، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، چین او هند( ، دوست
او رقیب قامونو ) بلوڅ، تاجک، هزاره، پنجابی، ازبک( د اړیکو، برخورد طرز العمل او تګالره ټاکل
د نړیوالو، سیمه ایزو استخباراتو سره د اړیکو، سرو کرښو، ملي ګټو تګالره مشخصول.
سوله، جګړه، جهاد، ملي ګټی، ملی یووالی، ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی، فعالی دیپلوماسی، حکومت، نظام اواقتصاد ...
لپاره الری چاری مشخصول، تګالره جوړول.
څو پوښتنی په الندې ډول مطرح کوم، ستاسو پام ورته راګرځوم، د پښتو، ایمان او وجدان په تله یی ځواب راسره شریک کړئ:
د پورتنیو حاالتو سمون په موخه څه کول پکار دی؟
همدا شان د تعادل رامنځته کولو په موخه، د ځان بساینی، سولی، امن، ملی یووالی، آیینی ژوند لپاره څه کول پکار دي؟
د تاریخی ارزښتونو، دینی، فرهنګی او ټولنیزو ګټو، اصولو لپاره طرز العمل جوړولو لپاره څه کول پکار دی؟
څرنګه کوالی شود پښتون له وچلی د ترورست، دهشتګرد، فاشیست، دیکتاتور... لیبل لیری کړو او د جرګی، مرکی، امن
پسند، عدم تشدد د الروي، مینه او محبت د سمبول د یو واقعی مسلمان، مومن او پښتون لیبل یی نړیوالو، سیمه ایزو او
رقیب قامونو ته ور معرفی کړو؟
د سایبری )پرلیکه( ټولنیزو شبکو تبلیغاتی جګړی پرضد کومه تګالره غوره کړو، د پښتنو تګالره، تکنالوژی، رسنی،
احزاب، پوهنتون کوریکولوم، سپورت، اتحادیو کی څرنګه یووالی راولو؟
ستاسو په اند څرنګه کوالی شو د کور دننه ستونزی، منطقوی ستونزی او د حکومت په کچه ستونزو ته ځوان پیدا کړو؟
ستاوسو په اند څرنګه کوالی شو نړیوالو په تیره امریکا، اروپا، اسالمی نړی)شعیه وسنی( سره د پښتنو اړیکی راسمی
کړو؟
څرنګه کوالی شو چی نړیوالی رسنی، خیریه موسسات، سفارتونه، موسسات، انجوګانی، حکومتونه، ولسونه دیته قانع کړو
چی پښتون هم انسان ده او د ژوند کولو حق لري، عزت لری اوبشری حقوق یی محترم وګڼل شي؟
څرنګه کوالی شو خپله د پښتون ولس، قام دیته قانع کړو چی جنګ، جګړه او پردی تپل شوی جهاد د حل الره نده، څرنګه
کوالی شو چی قومی یووالی، سیاسی ګوندونو یووالی، اجتماعی ټولنو، پښتون پارلمانی، رسنیز او آن وګړیز یووالی او
اتحاد رامنځته کړو؟
څرنګه کوالی شو د اوسنی وخت اسالم اباد او کابل میشته ارګ حکومتونه قانع کړو چی د پښتنو په سیمه کی کورنی جنګ
او قتل عام ته د پای ټکۍ کیږدی او د زندانونو نه پښتانه را ایله کړی؟
څرنګه کوالی شو نړیوالو استخباراتی کړو ته قناعت ورکړو چی خپل منځی جګړی او رقابت لپاره د پښتنو سیمی ونه
کاروی، او څرنګه کوالی شو چی نړیوالو تجارانو ته قناعت ورکړو چی د پښتنو سیمی عواید او طبیعی زیرمو د ناقانونه
اخیستلو په خای د قاچاق له الری تجارت بس کړي او پښتنو طبیعی زیرمو لپاره خپله پښتنو سره خبرې وکړئ او د شا
اوخوا ۱۰۰ میلیونه انسانانو ژبی او حقوقو ته درناوی وکړي؟
څرنګه کوالی شو چی د بشري حقوقو کمیسیون، شوری امنیت، نړی نور بشری حقوقو مدافعینو ته قناعت ورکړو چی د
پښتنو حقوقو لپاره هم غږ پورته کړي او په ملل متحد، بانک جهانی، یو اس ایدی کی د پښتون له نوم سره د ترهګر نوم
لیری کړي؟ ځکه اوس محال عام المنفعه پروژی یوازی د غیر پښتون میشتو په سیمو کی تطبیقوی او د نا امنی په بهانه یی
پښتون سره دښمنی را اخیستی ده!
همدا رانګه ځینی نوری پوښتنی هم مطرح کوم:
پښتون څوک ده، څه غواړي؟
پښتو څه ده، پښتونوالي څه ته وایی؟
پښتون پر کوم لورې روان ده؟
په نړیواله کچه پښتون په کوم ځای کی قرار لری او په شتون یی څه اهمیت ده؟
پښتون جرګه ولی؟ پښتونستان ولی؟ پښتون چیری اوسیږی؟ او څومره په خپله سیمه اختیار لري؟
څرنګه کوالی شو چی د پښتنو د ستونزو مشترکه الره د حل راوباسو؟
څرنګه کوالی شو پښتون ولس رابیدار کړو، سره یی منظم اومنسجم کړو، احزابو، ګوندونو، فکرونو کی یووالی راولو؟
زما په اند پورتنی ستونزو ارزونه، ژوروالی ته په کتو، پوښتنو، وړاندیزونو، غوښتنو ته په کتو پښتون اوسنی دوه الري چی په
افغانستان او پاکستان )کابل اواسالم اباد( ختمی دی، تراوسه د افغانستان د خپلواکی له بیا اخیستلو سره )۱۲۰ کاله( او دپاکستان له
جوړیدو سره )۷۰ )کالو کښي کومه نتیجه نده ورکړئ او د پښتونستان د خپلواکي غورځنګو د راټوکیدو، سرکوب، مخنیوي له هڅو
سره بیاهم د پښتون ډیوه بله ده او مبارزه روانه ده!
نوراځی چی ستونزی په یو علمی څیړنیز کنفرانس کی و ارزو، حل الرو باندی فکر وکړو، د مشترکه الیحه عمل او تګالري لپاره
تګالره جوړه کړو، عالمي پښتون کنفرانس راوبلو، د پښتون لویه جرګه راجوړه کړو او د پښتون تاریخ یوه نوی څپه را پیل کړو!
راشئ چی جرګه شو، السونه سره یوبل ته ورکړو، له ځان غوښتنی الس په سر شو، یو بله زړونه نږدی کړو، شک او تهمت الس
واخلو، یو بل وزغمو، یو بل سره عدم تشدد وکړو، ولس را بیدار کړو او د پښتون نوي نسل لپاره منظم، منسجم او واحد لید لوری،
تګالره، اهداف، استراتیژی، پالنونه، اړیکو میکانیزم باندی کار وکړو.
دا چی پښتون ژغورنئ غورځنګ کوم لورې ته روان ده؟ )پښتونستان، لویه پښتونخوا سوبه، لوی افغانستان( وخت به یی ځواب کړي
خو راځی چی مال یی وتړو، ورسره یی غږ د حق لپاره بدرګه کړو او د پښتون قام له غدار کیدو یی مخنیوی وکړو!
داچی د افغان په خاوره ارګ کومي خواته روان ده؟ ) حکومت ثبات، نړیوالی اړیکی، فعاله دیپلوماسی، تولیدی اقتصاد، نظام نوعیت،
امنیت، سوله، د قدرت ویش، تروریزم سره جګړه، مالی خپلواکی، اقتصادی پر ځان بساینه، سیاسی خپلواکی( داهرڅه دی پښتون
ځینی متاثره ده او د پښتنو په ژوند یی ژور اغیز لرلی ده او یوازی ځینی محدودو کسانو ځینی ګټه اخیستی چی لور او زوی سره
ښخی یی په بهر کی بنګلی لری مګر د پښتون خوارکی بچی پکی یتیم، ځوان پکی شهید او پیغله پکی په ۲۰ کلنی کونده ده!
نو ای ویښ وجدان لرونکیه، ای د ایمان اواسالم دعوی لرونکیه، ای د قام او ملت خدمتګاره!
راشه چی سره یوځای شو او د یو واحد میکانیزم په رامنځته کولو سره یوځای کار پیل کړو، حل الرو باندی فکر وکړو، د دیرو
خبرو په ځای د عمل ډګر ته را ودانګو، ترڅو خدای، ولس او وجدان مو په آرامه وی او په دنیا او اخرت کی له مسؤلیته خان
وژغورو.
راشئ چی میلیونونه یتیمانو او کوندو اوښکو ته د اوچیدو الرې برابرې کړو، د پښتون له کور او کلی جګړه ختمه کړو، د پښتون له
اوږی پردی ټوپکه په ځمکه کیدو او د سولی، امن، منګی، سیتار اورباب، ګودر او ډیری ، حجرو او مرکو، ننواتو اوجرګو فضا
رامنځته کړو.
راشئ چی د طالب، شاګرد، مال او ښوونکی ژوند وژغورو، د جومات او ښوونځی واټن کم کړو، واحد تعلیمی نصاب رامنځته کړو،
راشی چی خپل جومات او ښوونخی د ړنګیدو مخنیوی وکړو، ....
راشئ چی جرګه شو!
د منطق، پوهی او پښتون عظیم ملت د پښتونوالی، پښتو په دود او جرګه خپلو ستونزو ته د پاي ټکی کیږدو!
چی شاهین یی په ختلو کی دمی کا
پښتانه هلته حجری لری جرګی کا
چی غلیم پکی د سرخطره وینی
زمونږ شپانه هلته رمی پیایی او شپی کا
درنښت