۱۳۹۸/سرطان/۲۳
جنرال مظفرالدین چې ځینې یې لا هم د یو وردګ مشر، د میدان وردګو د خواخوږي او یا د حزب اسلامي له مجاهدینو ګڼي؛ د میدان وردګو برحال والي دی. دا ښاغلی په خوا هم د امریکایي پوره اشغال په وخت کې د میدان وردګو د امنیې قوماندان پاتې شوی، (په خپله مې د تلویزیون له پردې د یوه امریکایي جنرال سره د سختې خوښۍ په حالت کې لیدلی، چې سخت نفرت مې ترې راغلی) په هغه وخت کې یې هم د ولس سره سخت ظالمانه چلند کړی دی، خپلې قومي عقدې یې پاللې دي او خپل قومي رقیبان یې ټکولي دي، پر ولس یې د خدمت په بانه چنګېزي ظلمونه کړي دي او خپل جېب ډکول یې یوازینی کار او عمل و او دی.
باور وکړئ چې له ښاغلي مظفرالدین سره هېڅ کومه شخصي دښمني نه لرم، یوازې د خپل مظلوم، په سختو ستونزو کې راګیر، بې نهایت فقیر ولس غږ رسول مې موخه ده، چې ګوندې پر مظلومانو د کوم دردېدونکي شخص د غیرت رګونه راوخوځوي.
اوس چې له څه مودې دا جنرال د میدان وردګو والي شوی دی، د ولس دردونه لسګونه چنده زیات شوي دي، ښایي د هېواد داسې وګړی نه وي چې په دې ولایت کې د هره ورځ کېدونکو وحشتونو خبرونه وانه وري. همدا تېره شپه په جغتو ولسوالۍ کې ۱۸ کسه کلیوال بزګران او ملکي وګړي شهیدان شوي دي چې د یوه کس په کې څلور زامن شهیدان شوي دي خو بې شرمې ولایتي ادارې بیا په پوره بې شرمۍ خبر ورکړی چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان وژل شوي دي.
په دې ولایت کې هره شپه په هره ولسوالۍ کې ظالمانه چاپې اچول کېږي، چې د ټولې ولسوالۍ د اړوندو کلیو خلکو ځان تر سهاره په مړیو کې ګڼي، په ځانګړي ډول مظلوم ماشومان، ښځې او بوډاګان په سختو رواني او روحي ناروغیو اخته شوي دي چې ښایي ناروغۍ یې دومره ژورې وي چې ترې ښه کېدل به یې یا ناممکن وي او یا به بیخي ډېره خواري او درملنه وغواړي چې د دې مظلوم ولس له وسه پورته خبره ده.
ولس له دوو لورو په ستونزو کې راګیر شوی دی، له یوې خوا د طالبانو په لیکو کې جاهلان، بدماشان او خپلسري ملېشې دي چې په خلکو یې سیمه سور تنور ګرځولې ده او له بلې خوا د ظالم دولت او جاسوسانو لخوا چې له سیمو د خپلو شخصي او قومي عقدو پر بنسټ د چاپو او بمبارونو کولو لپاره معلومات ورکوي.
په دغو چاپو، بمبارونو او جګړو کې هره شپه او ورځ د طالبانو په نامه ملکي وګړي، بزګران او مظلوم کلیوال وژل کېږي، ملا امام په جومات کې، باغوان په باغ کې او شپون په غره کې په قرار نه دی، وژل کېږي خو د غږ او شکایت اورېدو یې له یوه الله پرته څوک نشته.
کله چې د شهیدو کورنیو کوم پاتې مشران له څو کورونو په را قرض کړو پیسو ولایت ته راشي، د شویو ظلمونو او تاړاکونو پوښتنه او شکایت کوي او ورته وایي چې جنرال صاحب مظفرالدین خانه ته خو ځان ته مجاهد وایې، د ولایت مسؤلیت پر غاړه لرې، حزب اسلامي خو له ولس سره هېڅکله نه دی جنګېدلی، ته خو د حزب اسلامي قوماندان ځان ګڼې، د دې ولس سړی یې؛ د خدای په خاطر دا څه راسره کېږي؟! د دغو ظالمانه عملیاتو په بندولو کې ولې لاس په کار کېږې نه؟ ته خو په کابل کې د وردګو د شورا رئیس وې، ولې په خپل ولس زړه نه بدوې؟ ولې مو خپلې دربدرۍ او له اندازې وتلي غربت ته په آرامه نه پرېږدې؟ چې نورو دا ظلمونه کولی تا یې باید مخه نیولې وای!؟ په بندولو کې دې باید اقدام کړی وی، په ولس کې دې د سولې او ورورولۍ لپاره کار کړی وی!
خو د دې وینه څښونکي ظالم جنرال لخوا خلک سخت بې عزته کېږي، بدې خبرې ورته کېږي او ورته ویل کېږي چې ستاسو طالبانو (؟) لپاره مې دری زره کسیز عسکري ټولی برابر کړی دی. (څه وخت وړاندې یې د جلګې ولسوالۍ خلکو ته چې سخت وحشت پرې شوی و، همدا خبره په همدې الفاظو کړې ده).
راځو چې آیا د میدان وردګو هر وګړی طالب دی؟ آیا د دې مظلوم ولس وګړي د ژوندي پاتې کېدو حق هم ونه لري؟ آیا د دې ولس بزګران، بې کاره او بې تعلیمه ځوانان، ماشومان، مظلومې ښځې او بوډاګان په خپل کور کې د مرګ له وېرې د خوب کولو حق هم ونه لري؟ آیا د شپنیو چاپو جانیانو ته د ولسي وګړو دوهمه خبره باید د هغه په وژنه تمامه شي؟ ایا دې ته هم چنګېزي وحشت او ظلم ونه وایو؟؟؟
په دې ولایت کې وحشت، بربریت، بدماشي، ظلمونه، تاړاکونه، ناروا وژنې او ناامنۍ د زغم له بریده وتلي دي، بې کفایته، مافیايي ولایتي اداره په کې بشپړه دخیله ده، په دې ټولو تباهیو کې مستقیم لاس لري. دا ټول هغه څه دي چې د میدان او وردګو له مظلوم ولس سره د امریکایي او د شورای نظار ګټو ته ژمن جنرال مظفرالدین یمین، د ولایتي شورا یو شمېر بې ننګه مافیایي وکیلانو او مرکزي دولتي ادارې روان کړي دي.
آیا جنرال مظفرالدین ته لا هم مجاهد په سترګه وکتل شي؟
له نورو یې تېرېږو دا چې ځینې مظفرالدین د حزب اسلامي صف او مرام ته لا هم ژمن بولي او فکر کوي چې حزب اسلامي یې هم ملاتړ کوي؛ موږ یې د حزب اسلامي له هغو مجاهدینو سره چې د امریکایي اشغال په وړاندې په میدان او وردګو کې په تودو سنګرونو کې پراته وو، شپه او ورځ یې د خپلې خاورې او دین لپاره قربانۍ ورکولې، له سختو ظلمونو یو څه پرده پورته کوو چې جنرال مظفرالدین ورسره څه کړي دی، چې آیا بیا هم ده ته د یو مسلمان، د حزب اسلامي صف ته د ژمن یا هم یو افغان په سترګه وکتل شي، که نه ورټل (کوتې) شي.
دلته د جنرال مظفرالدین لخوا د وردګو د شیخ آباد د استاد محمد هاشم خان له زوی (شهید رفیع الله) سره د کړي ظلم یوه بېلګه بیانوو:
شهید رفیع الله د شیخ آباد درې د حزب اسلامي هغه سپېڅلی مجاهد و چې په وار وار یې امریکایي ټانګونه د خپل راکټ خوراک ګرځولي دي، چا چې شهید رفیع الله لیدلی حتمأ به یې په پاک جهاد، همت، له خدای او وطن سره د ټینګې مینې او سپېڅلې مبارزې شهادت وايي، خو راشئ دا واورئ چې له دغه سپېڅلي شهید سره جنرال مظفرالدین او د ده ظالمې مافیایي ډلې څه وکړل؟
کله چې دا غیرتي شهید یوه ورځ امریکایي اشغالګرو ته په سنګر کې پروت و، د امریکا ګټو ته ژمن جنرال مظفرالدین د ډلې لخوا سخټ ټپي او ونیول شو، په میدان ښار کې جهنمي زندان ته په داسې حال کې واچول شو چې د ګېډې له ټپونو یې وینو دارې وهلې، له سختو دردونو به یې په چیغو ژړل خو نه څوک ور پرېښودل کېدل چې څه خدمت یا پوښتنه یې وکړي او نه اجازه ورکول کېده چې ډاکتر ته یوړل شي. باور وکړئ چې د میدان ښار د زندان د ژمي شدید ساړه دغې سپېڅلي مجاهد په داسې حال کې د الله عزوجل د رضا په خاطر وزغمل چې د ګېډې او پښو له ټپونو به یې وینې او زوې راوتلې خو حتی د درد آرامولو په خاطر د پاراسټامول ګولۍ هم نه ورپرېښودل کېدې.
(د شهید رفیع الله ټول مجاهد ملګري پرې خبر دي، له دوی هر یوه نه چې پوښتنه وکړئ د مظفرالدین له پرېوتي وجدان او ذلیلې څېرې یې استفراغ راځي).
د شهید کورنۍ او ملګرو په وار وار له مظفرالدین نه د څه کولو مرسته غوښتې، خو حزب اسلامي ته د کاذب نسب لرونکي د هغه وخت د امنیې قوماندان جنرال مظفرالدین خان به یې له چیغو او دردونو خوند اخیسته.
شهید رفیع الله په میدان ښار کې د څو کلونو بند تېرولو او سختو تعزیبونو وروسته راخوشې شو، په داسې حال کې چې صحت یې ډېر خراب و خو بیا یې هم غیرت اجازه ورنه کړه چې په دین او وطن یې دې صلیبي ځواکونه ظلمونه روان وي او دی دې بې تفاوته وي، د جهاد ډګر ته یې بیا راودانګل او وروسته یې له امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام وګاټه. روح یې دې ښاده وي، دښمنان یې دې الله عزوجل په دنیا کې د وجدان په عذاب او په آخرت کې د دوزخ په عذاب دوړه کړي!!
د حزب اسلامي د مشرانو د پام وړ:
کله چې مظفرالدین په میدان وردګو کې د امنیې قوماندان و د حزب اسلامي ډېر سپېڅلي مجاهدین د ده په مستقیمه قومانده شهیدان شوي دي، په دې اړه د حزب اسلامي امیر او مشران پوره معلومات لري. که بیا هم په داسې ذلیلو، مفسدو، لړلو، غلامو او مردارو څېرو اعتماد کېږي نو خدای مه کړه د دې ولایت وګړي به پر حزب اسلامي سخت بې باوره شي، (دا د حکمتیار صاحب او د میدان وردګو حزبي مشران په خلاصو غوږونو واوري) لکه چې اوس هم د دې ولایت ډېر وګړي دا ښاغلی د حزب اسلامي غړی ګڼي او داسې فکر کوي چې د حزب اسلامي لخوا معرفي شوی دی، او د څه مودې راهیسې په ولس کې له حزب اسلامي سره د خلکو خواخوږي د معلوماتو د نه شتون په وجه بیخي کمه شوې ده، حتی د حزبیانو په وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.
په دې اړه به د حزب مجاهدین چا چا ته دا قناعت ورکړي چې مظفرالدین پخوا د حزب اسلامي له صفه جدا شوی دی، ده ته د حزب اسلامي د مجاهدو او هدفمنو مشرانو لخوا د یو مجاهد په سترګه نه بلکې د جنایتکار، مفسد او خاین په سترګه کتل کېږي. د حزب مشران او ټول ولس په دې خبر دی چې هغه وخت چې په هېواد کې په لکونو د ناټو او امریکا صلیبي پوځیان وو، په هېواد کې یې ډلییز وحشت روان کړی و، حکمتیار صاحب په غرونو کې و او د امریکا په وړاندې په جهاد بوخت و، دی (جنرال مظفرالدین) د امریکایي ګټو ساتلو لپاره په میدان وردګو کې د یو اجیر پوځي په توګه د امنیې قوماندانۍ دنده په صادقانه ډول پر مخ بووله، د امریکایانو په وړاندې به چې چا جهاد کاوه ده به ټکول، کار یې د ډالرو په مقابل کې د امریکایي ښکېلاک د ګټو تأمینول وو، چې دا هېڅکله د یو مجاهد له هدف، آرمان او مرام سره سر نه خوري، یعنې له هغه وخته حزب اسلامي مظفرالدین ته د یوه پرېوتي او کثیف انسان په سترګه کتل او ګوري. اوس خو بیخي ورباندې نه باور کوي او نه یې د خپل صف غړی بولي. د حزب اسلامي مجاهدین دا هر څه خلکو ته وایو خو کم خلک یې په خبرو باور کوي، چې باید حزب اسلامي یې په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.
آیا حزب اسلامي د مظفرالدین په والي کېدو، معرفي کولو او ملاتړ کې لاس لري او که نه؟
ځواب دا دی چې نه په هېڅ صورت نه!!!
جنرال مظفرالدین د فاروق وردګ لخوا معرفي شوی او والي شوی دی (چې اوس خپله ډاکتر فاروق وردګ هم پرې پښېمانه دی او د میدان وردګو ولس به فاروق هم په دې بې شرمۍ او ناوړه کار ونه بښي).
د حزب اسلامي د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار سره جنرال مظفرالدین له دوو میداني حزبي او دوو وردګو حزبي مشرانو سره هغه وخت په ټیټو سترګو ولیدل چې د اشرف غني لخوا یې د والي کېدو فرمان صادر شوی و.
ښاغلي حکمتیار ته یې په پوره بې شرمۍ وویل چې له بده مرغه ستاسو له مشورې پرته مو دا کار کړی دی، اوس راغلي یو چې ته مو ملاتړ وکړې.
ښاغلي حکمتیار چې دا مفسد، د مجاهدینو د وینو سوداګر او په میدان وردګو کې د نظار شورا د لنډغرو اجیر ښه پېژانده، ورته وویل چې کار دې خپل دی، خو د یو مسلمان په حیث یوازې دومره درته توصیه کوم چې دا ولس سخت ځورېدلی دی، نور هېڅ د ظلم او بربریت زغملو وس نه لري، د خپلې تورې ماضي په خلاف، څوک ناراضه نه کړې، چاپې پرې وانه چوې، ظالم دولت او کفارو ته څوک په لاس ورنه کړې او د ماضي په هېرولو سره دا ځل د ولس رښتینی خدمت وکړه. (دا د همدې مجلس د یوه مخلص ګډونوال مشر باوري خبرې دي)
اوس پر حکومت، د حزب اسلامي په رهبرۍ، د میدان او وردګو پر رښتینو قومي او جهادي مشرانو، ډاکتر فاروق وردګ، په ولسي او مشرانو جرګه کې پر مظلوم ولس دردېدونکو وکیلانو، هدفمنو ځوانانو او ټولو هغو خلکو چې په رښتینې ډول یې په مظلومانو زړه دردېږي غږ کوو چې باید لاس په کار شئ، په میدان وردګو کې هره شپه او ورځ په هره ښکلې دره کې یو وحشت شوی وي، د خلقيانو او پرچمیانو ظلمونه یې د خلکو له نظره کم راوستل. د دې ولایت ذلیل او ظالم چارواکي له دندو ګوښه کړئ، که نه نو لرې نه ده چې دلته د ظلمونو او خپلسریو له لاسه انساني ناورین رامنځته شي، بزګران او کلیوال وژل کېږي او ښځې، مظلوم ماشومان او بوډاګان له روحي او رواني ناروغیو د حکومت او طالب تر وحشتونو لاندې مړه کيږي، همدارنګه قومي او ژبني تعصبات به لکه چې همدا اوس په جلرېز، نرخ او جلګه کې اوج ته رسېدلي، دا ولس به په سختو بدو بدبختیو اخته کړي.
د میدان وردګو په ولایت کې باید ژر تر ژره بنسټیز بدلونونه راشي، تر هر څه وړاندې هغه چارواکي چې قومي تعصباتو ته لمن وهي او د ولس ځورونه، وژل او کړول یې دنده ګرځولې ګوښه او د محاکمې مېز ته را کش شي، که نه د ولس او دولت ترمنځ واټن له اندازې زیات شوی دی، د دې ولایت هر وګړی دولت او طالبان په ځانګړي ډول دولت او ولایتي اداره ظالمان، وحشيان او جانيان ګڼي، خو د بې وسۍ اوج دی که نه ولس ته ډېرې لارې شته دي چې د دې ظالمانو لاس لنډ کړي، خو ولس د خپلې بې وسۍ په اوج کې دی یوازې د الله عزوجل رحم ته سترګې په لار دی چې له دغې ظالمانو به یې حتمأ منتقم او لایزال رب د خپلو مظلومو بندګانو په لاسونو خپل انتقام اخلي.
(شمال ټلوالې ته د وفادارۍ په پار او د هغوی په غوښتنه پر قوماندان زرداد فریادي باندې په انګرېزي محکمه کې د ذلیل جنرال مظفرالدین شاهدي ویل او بیا هیواد ته د زرداد له راتګ وروسته له ښاغلي زرداد فریادي نه د خطر پېښېدو تشویش د جریان له لیکلو د لیکنې د لنډېدو په خاطر تېرېږو.)
په هېواد کې د اسلامي، عادل، د ولس خادم او د مظلوم ولس له ګرېوانه د ظالم لاس لنډوونکی نظام د حاکمیت په هیله.