مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سرخلاصه لیکنه : جلالتماب ښاغلی داکترمحمداشرف غنی

الحاج نصیراحمد – مومند

==========
جلالتماب ښاغلی داکترمحمداشرف غنی
دافغانستان داسلامی جمهوریت ولسمشر!
شاغلی ولسمشر ! ویل کیږی چی :
حرف علت ګفت صرفی ، واو،الف ، يای را ××× هرکه را دردی رسد ناچارګوید وای را
نه می دچا مال خوړلی اونه می څوک وژلی دی ×× دا می که ګناه ګڼی ظالم ته می په بد نظر کټلی دی
زه ډیر ښه په یاد لرم چه د ښاعلی حامد کرزی په دوران کی تاسوجناب دکابینی دغړی په حیث لمړی شخص وی چه په افغانی میړانی اوشهامت سره دیوحقیقت له مخی پرده پورته کړی او دمافیای سهامی شرکت خیره راپورته اوبرملا کړه ،خو اوس پنځه کاله کیږی چی تا سی جناب هماغه شرکت،ګروه اواداره سره د ولسمشر‎په ټوګه مسوولیت او صلاحیت ترلاسه کړی یاست۰ په دی مهال چه تاسی دوره خپلی پایلی ته نږدی دی او څو ورځی وروسته دولسمشری انتخابات بیا پیلیږی اوتاسی دسټری لوبی سره مشت اوګریوان یاست ۰ ولس اوپه ځانګړی ټوګه بیوزلی خلک ددولتی مفسدینو اومافیایی چپاولګران اوغاصبا نو به منګلوګیردی اوسخت بی امنی اوډول ډول مظالموسره مخامخ دی ۰
خکه چی دڅلويښت کاله راهسی :
وحشی ستم روان دی په وطن کی ×× هرغل وقاتل قهرمان دی په وطن کی
وطن لمنه سره ده په سرووینو ×× جوړد سرو وینوباران دی په وطن کی
دجنګ او مصیبونو په هکله لا تفصیلی خبری دلته لازم نه وینم ، ځکه چی دجنګ نتیجه بربادی ،ورانی ،پدمرغی او مصیبت زیږونی دی کوم شوم میراث یی چی تاسی ته انتقال شوی په پاسنی نظم کی اکتفا کوو، وایی چی :«هغه څه چی عیان دی ، څه حاجت دبیان دی »*سره له دی چی دتاسی ولس اوهیواد سره مینه احساس دمسوولیت او بنځه کلن هلی ځلی تر دی ځایه چی دولس ترسټرګو نه تیرشویدی کورنی او باندی اوضاعو او دنسبیت دقانون په نظرنیولو سره دقدراوستایلو وړ دی ،ولس اوتاریخ خپله قضاوت اوداوری لری خو دونه تذکار ورکووچی دروان حالاتو او وضعیت ته خاتمه ورکول او خلاصون بل ډول چلند اوسلوک ایجاب کوله ۰
په هرصورت کوم مساله چی دفردی ،ټولنی ، ولسونواوحکومتونولپاره د هوسا ،ارام ژوند، دنیکمرغی او پرمختګ سبب ګرځی او مرسته کولای شی هغه امن ، صلح وثبات دی چی دمګړی زمونږ دملت اوحکومت یوازنی هیله اوجدی هڅی اوغوشتنه او دلمړنی اړتیا و څخه شمیرل کیږی ،لازمی وو اودی چی مخکی ترهرڅه لاره تسطیح او اوار شوی اوکورنی خنډونه او موانع دځپل دمخه او لار نه پاک اوصاف کړی وای بیا خپله دیوافغانی سنجول شوی پلان او پروګرام او تدبیر سره دعمل ډګرته ګام ایښودل شوی وای ،نه دپردی په وسیله اووارداتی مقطعی صلح لکه وارد شوی دموکراسی غونډی، چه په افسوس سره دتیرو اته لس کالو واقعا ډیرطلا یی چانسونه او امکانات له لاسه ورکړی یو، کوم نسبی بدلو ن چی دتاسی په دوره تراوسه راغلی دی اوافغان ولس هسی چی طمع اوانتظاردرلود ناکافی بلل کیږی ۰
افغان ولس تراوسه پوری دناامنی ،غضپ ،فساد،چوروچپاول ، پخپل سری ، معامله ګری او مافیایی مظالم اوجنایاتوپه اړه دداسی یو اساسی اوقاطع تغییراوبدلون شاهدان ندی ځپل یا غی  زورواکانواوقدرت امپراتوری ګانی تر حده  ړنګ شوی خو وینو چی په بل پڼه اولباس سر را پورته کړیدی اوبلکه ولس او ټولنیرنظم زیادتره نا امنی اونارامی پیش کړی، ملت اونظام لوی خطرونه پخپل مخ کی وینی چی خدای مکړه ؛ دولس اوخاوری کورنی او باندنی دښمنانوته بیا لاچانس اوموقع برابر نشی چی خپل قوت اوامکانات لا پیاوړی کړی اودولتی قدرت اواعتبارترلاسه کړی او ترشاهرګونو ځان ته بیاورسوی ، اودارامی ،پرمخټګ ،امن اوصلحی دهلی ځلی  په مقابل کی ودریږی او خند وځند ایجاد وکړی ،مخ یی ډب کړی او دا لړلی ته دخپل بقا پخاطر په استمرارکی وساتی ۰
ڼنډه داچی په ډیر خواشینی سره چه تراو نه یوازی امنیت او ارامی رانغی او دعام اوبیوزلی ولس پر دسترخوان وچه ډوډی زیات شوی ندی، بلکه هغه وچه ډ ودی ، هغه خټین سرپناه اوهغه پلرنی اوشخصی جایدادواوشمتنی اوعزت یی هم دمافیایی غاصب ګروپونو، دټوپک سالارانواودولتی ادارو له مفسدینولخوا په زوراوظلم اوبی عدالتی سره اخیستل کیږی د ملی وحدت حکومت  په اجراییوی ، تقنینی او قضایی اورګانونوکی یو مرجع نشی موندلی چی ځانته دولس خادمان  وګنی اوپرته له غرض اوطمع دخدای ،ولس او تاریخ نه وداریږی او خپل ملی اودینی مسوولیتونه ترسره کړی (له قانون نه دعنکبوتی جال اودام جوړشوی ، زورلرونکو وګړو اډلی ترینه ناجایزی استفادی کوی او بیوزلوخلکوپه دام اچول کیږی او وینی څکل کیږی )۰
ګران ولسمشره ! متل دی چی:
( هرچه بګندد نمکش میزنند ××× وای ازانروز که بګندد نمک )
 په قضایی قوه کی ډیر ظلم اوفساد بی عدالتی روان دی او دمجرمینو او ظالمینو به پناهګاه بدل شوی تردی حده پوری چی په مسوولیت، داسنادو ، شواهدو او مدارکو ،پر پڼست ویلای شم چی بی عدالتی ، فاسد بیروکراسی دا نظام تر سوال لاندی وړیدی۰زه په دی ډاډه یم چی قضایی مقامات درباندی ډیر ګران او نازولی دی ۰
راغلو دی ته چی حالات په دی شپو ورځوکی دی حد ته رسیدلی چه دداکتر نجیب الله دوروستیوورځو غوندی چور وتالا وغضب وظلم شخصی دښمنی تعصبات ، اختطاف اوترور سړی وژنه دومره پرته له ویری را روان دی چی هیڅ یو دولتی مرجع  مسوولین او موظفین نه يوازی مخنیوی کولای نشی اودمظلوم په نجات او داد نرسیږی ، بلکی په لیت ولال سره لارهم ورته برابره وی۰ دا وو دمادرد اندیښنه او ملی احساس او لیدلی حال چه په لنده ټوګه عرض وکړ۰ماسره  ډیر مثالونه ،اسنادو شواهد شته ۰
ددی حالاتودلس ګونونمونی په ټوګه زه خپله او زما کورنی یوژوندی ،کره مثال دی چی ددی حالت یو شکارپه ټوګه په منګلو یی قرارلرو ،زه دپخوانی صدارت عظمی په اداره امورکی  دفوق رتبه مامور په حیث دیرش کاله په مختلفوڅانګو کی په خدمت بوخت وم ،ژورالیزم مسلک می ده لیکنه هم کوم خو اوس بی سرنوشت دغربت شپی اورځی سبا کوم،خوسره له دی وضع هم ديورسالت مند افغان په ټوګه چی هرموقف اوموقعیت کی چی وم یا یم دخپل وس اوتوان په اندازه کوم شی چی زما د وسه پوره وو دقدم ، قلم خبرو له لاری خپل ملی اودینی مسوولیت اورسالت نه یم هیرکړی ۰ پرهمدی اندیښنه اواحساس ژوند می تیرکړی خپل ځان اوخپل کورنی باندی دارام اوهوسا ژوندانه لکه نوروعاموهیوادوالوغوندی محروم ساتلی اوروزلی یم ، او دنن سبا دسولی او امن راتلو په هیله خپلی هڅه اوهلی ځلی جاری ساتلی یم ۰
جلالتماب ګران ولسمشره ! دتاسوجلالتمابی په دی خاص زمانی دروند اومهم مسوولیتونواو مصروفیتونوپه درک کولو سره سره ماته اوزما کورنی غړواودهقانانو لپاره حیاتی دمرګ اوژوند ننګ اوعزت مساله مطرح ده .دځانی اومالی ،تر ورتهدیداو خطر سره مخامخ یو۰دا په داسی حال کی دی چی دجلالتماب ولسمشر دعدالت ،  امنیت پلی کول او دادرسی غږ اسمان ته ختلی ؛ خود ارګ دماڼی نه په(۱۵) کیلومتری کی زما اوڅه دپاسه زماشبیته کسیزه کورنی غړی او منسوبانوت چاړه هدوکو ته رسیدلی دی او دیو مشهود مستند تیری اوصریح ظلم او بی ساری قضاوت اوبی عدالتی په منګلو کی ګیرپاتی یو،که په بیړنی اوخاص ټوګه توجه اوغوررسی او اقدام ونشی ددی متل پر مصداق چی :(تاتریاک از عراق برسد مارګزیده هلاک میشود)مونږ تباه اوبربادیږو ۰
زما پرپلرنی جایدادونه چوراوتیری همدا اوس روان دی اودهقان می هم دځان او مال ددفاع په جرم په بندی خانه کی اچول شوی ، زماځمکی باغ او کورونه غصپ شوی آوپرته له ویری په نمرو ویشلی شوی اوځرڅول یی روان دی ، نه یوازی هیڅ یو مرجع زمونږ په داد نرسیږی بلکه ځینی مشخص دولتی مقاماتود مافیایی ټوپکماروغاصبانو نه ملاتړهم دی ۰ په ځانګړی ڼوګه دکابل ولایت ښاری دریمی محکمی اودحقوقو ریاست لخوا غاصبانو اوزورمندانوسره بربندمرسته او زمینه سازی او دکاغذونو په انبارولو کی اصل قضیه ورک کوی ( زه مسوولانه ا و مستند خبری کوم ، کره اسناد او ثبوت په لاس لرم ،چی روان اجراات زما په اړه پشپړه دقانون اوعدالت اوحقایقو سره په تضاد اونارواکی او بی سابقه دی اودعمل په ډګر کی هم دانفاذ اوتطبیق وړندی مګردزوراو تهدید په وسیله عمل او پلی کیږی۰
لدی خاطره چی پرمونږتحمیل شوی مصیبت او حق تلفی لا پرمختګ ونکړی ، لا پیچلی نشی اومخه یی ډپ شی او دتاسی  دخولی خبره اوژمنه هم (عمری عدالت ) قول او فعل جوخټ او موازی دعمل په ډګرکی پلی شی او دیومظلوم دادرسی اوحقوق یی له ظالمانو اوغاصبانو څخه واخستل شی ۰دا دی چی داخرین او وروستی علاج په ټوګه خپله غږاوغوښتنه دعدالت خواهی اواعتراض په ټوګه تا سی حضور ته وړاندی کوم او دتاسی جلالتمابی په دی خاص زمانی دروند اومهم مسوولیتونواو مصروفیتونوپه درک کولو سره سره پام راجلبوم له تاسی حضور نه زما غوښتنه دادی چی په لمړی ګام غاصبین اومتجاوزین ونیول شی او لاسونه یی دما له جایدادونو دجانی تهدید نه لند شی اوزما امنیت اومصوونیت تامین شی ۰
که بیاهم دصلحی دپروسی او انتخاباتو ترسره کیدل که وخت ته ضرورت احساس شی دمهربانی له مخی حکم صادرشی چی ترهغه وخته پوری زماجایدادونه زمونږ پر شرعی او قانونی دملکیت اسناد وپه اساس ددولت دیو ځانګړی اومشخص امنیتی مرجع ترقیمومیت اوڅارنی لاندی ونیول شی اوهیچ چاته اجازه ورنګړای شی چی تغییر اویا بدلون پکشی را وړی اودهقانانوته زوره ونه او تهدید پیش نکړی دیوعادلانه او عاجل تصمیم نیولولپاره لاندی تفصیلی معلومات هم په درنښت سره وړاندی ګیږی:
مختصرتوضیح برمنشا وعوامل اختلافات مصیبت زا:
مبرهن است که باتجاوز مصیبت زای اتحاد شوروی وقت وپیامدهاومیراث های شوم واستمرارتجاوزات، تهاجمات فرهنګی وکلتوری بعدی اجانب شیرازه حیات ملی افغانها دګرګون ګردیده وصدمات جبران ناپذیری به کشورومردم ما وارد نموده است ،منجمله صدها هزار افغان بنابر مظالم واوضاع ناهنجارهمه هستی مادی ومعنوی محیط زیست خودرا از دست داده مجبور به ترک خانه وکاشانه وجلاوطنی ګردیده درداخل ونقاط مختلف جهان درهجرت وغربت با همه درد و رنجش پراګنده شده بسر می برند که اینجانب با عده ای ازاعضای فامیلم نیز جزای از جمع این کاروان مجبورو مظلوم بوده بی ګزند نمانده ایم ۰مشکل ومصیبتی که برمصایب ودرد والام ما افزوده و راه برګشت ما راعلی الرغم موجودیت نظام وقانون درپانرده کلیومتری ارګ ریاست جمهوری  په خانه کاشانه پدری مادشوارنموده اینست که :
با بمیان امدن فضای ناامن وحالات نا هنجارمذکورعناصرهرزه وفرصت طلب مافیایی درګروپ های محلی مسلط زورګوی ،چپاولګر وغاصب ومتجاوز نیزبی هراس سربلند کرده و ظهور نموده و بخاطر پیش برد اهداف نامشرع اقتصادی ، سیاسی و ایجاد تعصبات قومی ،محلی ولسانی با امکانات وذرایع و ابزار مختلف تجهیز ودست ازاد بدون هراس مصروف چور وچپاول قتل ودزدی وغصب وخود کامګی اند ۰که پنج سال دوران ریاست جمهوری جلالتماب بیشترصرف تصفیه و پاکسازی این جراثیم مدهش وخطرناک سرطانی که به هرسو ریشه دوانیده اند ګردیده است۰
ګزارش وجریان موضوع:
پدر مرحومم فقیر محمدخان  معمار شهیروناظم الامورعمرانی قصرستور ،قصرهای دارالامان وقصر امانیه دواران زعامت سراج الملت والدین وشاه غازی امان الله خان (۶۲)سال قبل از امروزجهان فانی را وداع ګفته وازمرحومی یک اندازه جایداد غیرمنقول ارقیبل قطعات زمین مزروعی وباغی حویلی ها ،آسیاب وپایکوب مخروبه با حدودات ، اندازه جریبی وملحقات وحقوق وحق ابه های معین درساحات نواحی ششم وهفتم شهر کابل قلعه سرخ عقب قصر دارالامان بمیراث مانده یعنی زرخرید من نبوده است۰
اسناد و مدارک اثبات ملکیت وذوالیدی دست داشته ما :
۱ -- ترکه خط قضایی نمبر(۱۵۵) مورخ ۲۵/۷/۱۳۵۰ مقام محکمه عالی تمیز باذکر مفصل اندازه جریبی ، حدودات اربعه ، موقعیت و نوعییت وسایر مشخصات وحقوق وملحات ان ذکر است که زیربنای انرا قباله جات شرعی تشکیل میدهد ۰دارای ثبت محفوظ دیوان قضاء میباشد۰
۲ --  اسناد ثبت ملکیت مجلد در دو جلد الف و ب شمار ه (۳۲۶۵ج۲ ) مورخ ۲۱/۱/۱۳۶۵ ش اذاره  املاک وکا دستر۰
۳– در تمام جایداد مندرج اسنادمتذکره ماده اول ودوم مورث من مرحوم فقیرمحمددر زمان حیات خویش و وراثش بعد موت مرحومی ذوالید و تصرفات مالکانه شرعی وقانونی داشته وداریم طبق تفصیل اسنادومدارک ذیل :
۴ -- تکت های مالیه دهی از عرصه صد سال به اینطرف۰
۵-- اجازه خط های سالیان متما د ی که مویید ملکیت وذولید ورثه فقیرمحمد دانسته میشود دردوسیه قابل ملاحظه وغور است۰
۶-- اظهارات وشهادت اجاره داران ودهقانا ن وپلوان شریکان که درنظرهییات مختلط بررسی وتطبیق اسناد درمحل باتفیصل ابراز نموده اند و درجمع دوسیه واوراق حاضر تحت حبس محکمه محترم سوم وریاست حقوق ولایت کابل قرار دارد وبشماره های ۷۲- ۱۰۴و ۱۲۷ ضم وقید است قابل ملاحظه است۰
۷-- قرارقضایی نمبر (۵۵)مورخ ۱۲/۷/۱۳۸۵ ذوالیدی محکمه ناحیه ششم مبنی ثبوت ملکیت وذوالیدی ما ۰
علی الرغم اینکه بحیث یک عضو جامعه افغان با رعایت ا حترام به نظم وقانون بخاطر دفاع وحفاظت حقوق مشروع خویش مکلفیت های خویشرا د ربرابر قانون در اثبات جنبه های حقوقی و جزایی این مساله ایفاو انجام نموده ام وبنا بردلایل واسناد قانونی وشرعی دوران این مساله درمحاکم خاتمه یافته وازصلاحیت محاکم تحتانی خارج دانسته میشود. وهمچنان با وضع موجود بیشتر ازین جان ومال خودرا درخطر جدی احساس نموده ۰ همین اکنون دهقانم رالت وکوب نموده به جرم دفاع از جان وکشت کارش محبوس نموده ، اشجار باغ راقطع وبفروش رسانیده و زمین هایم راخط اندازی وبفروش رسانیده تهداب کنی وسنکاری جریان دارد ۰
عدالت خلفای رشدین چنین بود که قضایا ومدعی ومدعی علیه را شخصا بحضور باقاضی مسوول بخضور میپذرفت و فصیله مینمود ۰ شاه غازی امان الله با تغییر لباس به بازار و دفاتر وعقب منازل میرفت وازحال واجوال اهالی باخبر وتصمیم میګرفت ۰ امیر اهنین عبدالرحمن خان نیز همین کار را می نمود قاضی وطرفین را بحضور احضار وشخصا حق وباطل را تشخیص و حکم صادر میکرد و مسوولین وکار شکنان را به جزای اعمال میرساند ۰
                                   ( انا اطلب منک حکم شرع الانور - ولا تخسر المیزان )
   معترض ومتقا ضی مظلوم :
                    ( الحاج نصیراحمد – مومند (
                         لیکوال اوژورنالست دپخوانی صدارت عظمی د اداره امور مامور)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery