مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د تاریخ په حساسو شيبو کې د سياستوالو مسئوليت

عبدالوحيد وحيد

زمونږ ولس تير ځل د ولسمشريزو ټاکنو په هکله د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغيزمنتوب بې باوره شوي وه. په ټاکنيزو ليستونو کې د نوم د اندراج، بائيو ميټريک ماشينونو او د سټيکر ستونځو شتون درلود او همدغه لامل وه چې د تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ښکته والي سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه.
د وسلوالو مخالفینو لخوا د انتخاباتو او انتخاباتي مبارزې د سبوتاژ کولو ګواښونو پخوا هم شتون درلوده ، خو داځل ددغه ګواښ کچه لوړه وه. ولس د خپل ژوند د خونديتوب لپاره د رأيو صندقونو ته له تلو ډډه کوله او دغه يې حق هم وه. البته د هغو افغانانو جرئت د ستاينې وړ ده چې له ټولو ګواښونو او په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو په رأيه د معاملې کولو له امله د ولسى باور له ټکني کيدو سره سره يې د خپل روښانه راتلونکې په موخه دغه مسئوليت سرته ورساوه.
زمونږ د هیواد ستونځې پيچلي له کږلیچونو ډکې کورني او بهرني ابعاد لري. ښکاره خبره ده ،چې رېښې یې له یوه لوی نړیوال پلان څخه سرچینه اخلي او حل یې هم د هغوى له ګټو او ارادو سره تړلئ ده.
مونږ بالاخره د ټاکنو لور ته لاړو. تاکنې مو ترسره کړي او تر ديره حده د بريا لورئ هم څرګند ده. ستونځې او ننګونې لاهم زمونږ د بشپړې بريا مخه نیسي، ځکه چې زمونږ په سياست کې لاهم د جګړې اغيزې، د باور نه شتون او د ماتې نه منلو دود شتون لري. دا چې ولسونو د ګواښونو، امنیتي انديښنو او په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د معاملې له امله د بي باورى له شتون سره سره د سرونو په بيه په ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخیسته د ولسواکي په لور د ستاينې وړ او مستحسن ګام ده.
په ټاکنو کې د ولس ګډون په یو هيواد کې د ولسواکئ د پیاوړي کیدو او د ملي بنسټونو د غښتلي کیدو سبب ګرځي. افغانانو هم د خپلو پراخو ستونځو د هواري او د ولسواکي د بنسټيزه کولو لپاره په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شميرل کيدې. داسې لومړیتوبونه چې هریوپرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود.
بدبختي داده چې د ولسواکي جمهوريت او ديموکراسي له تشو شعارونو سره سره زمونږ د هېواد په سیاست کې د مخالفت د زغملو دود شتون نه لري او واک ته درسېدلو لپاره د اخلاقو ټولې پولې نړول کيږي. په تيرو او اوسنيو ولسمشريزو ټولټاکنو کې په څرګنده توګه دا فرهنګ تر سترګو کېږي او اوس هم يو پر بل پسې سپکې سپورې او تورونه لګول څه آن هيواد د بحران خواته د کشولو ګواښونه هم روان دي.
په ولسواکو نظامونو کې زغم اود بل منل یوه بنسټیز اصل ده. متاسفانه چې دغه اصل زمونږ د هېواد په سیاست کې لږ تر سترګو کېږي.
نړئ له خپل جغرافیایی جوړښت څخه راپدېخوا د واکمنی بيلابيل سيستمونه او تشکیلاتی بڼی تجربه کړې دي. د مختلفو ارزونو له مخی د نورو سيستمونو په پرتله د ولسي واکمني سيستم ملاتړ زیات ده ځکه چې د دغه نظام ستنی په ولسواکي ولاړې دي.
زموږ هیواد په تيرو څو لسيزو کې د مختلفو نظامونو له تجربې وروسته اوس ولسواکي نظام تجربه کوی.
انکار نه منونکئ واقعيت ده چې د امنيت د نه شتون له امله ټولو ټاکنيزو ټيمونو د امکان تر کچې په ټولټاکنو کې د بريا په موخه تقلب او درغلئ ته مخه کړې ده او متأسفانه داسې محسوسيږي چې بهرنيان هم د پيچلي او له کږلیچونو ډک ټاکنيز نظام ترويج ته د لارې هوارولو لپاره د پردې تر شا په دغو درغلیو او تقلب کې رول لري.
بدبختي داده چې دلته ټول اړخونه دهېواد ملي ارزښتونه نه پيژني او هېوادوال مو يا د جګړو له امله په انزوا کې قرار لري، يا په ړوند تقليد باور لري او يا هم د بهرنیانو پر پیسو د جوړو شویو څو مدني ټولنو خبرې د ملت غږ ګڼل کېږي.
مونږ پوهيږو چې ولس په واقعي توګه د بدلون په تمه ده او دغه کار د مخونو په بدلون سره نه، بلکې په بنسټيزه توګه د اخلاقي کودونو، رويو او ذهنيتونو کې د بدلون له لارې تحقق مومي.
متاسفانه چې د جګړی ناوړه سیوری د هیواد له دولتی تشکیلاتی جوړښت څخه نیولی بیا د اقتصادی بنسټونو تر نسکورولو پورې دومره ستر زیانونه رامنځ ته کړی چی د بیا جوړونی پروسه یی له بهرنیو مرستو څخه پرته ناشونی ده.
مونږ وينو چی په هیواد کی تر جګړو ورهاخوا سياسي احزاب او اشخاص هم په خپلو سياسي کړنو کې د هيواد او ولس ګټو د محوريت پر ځاى د ژبنيو، قومي، سمتي، حزبي او يا هم شخصي ګټو پربنسټ هڅې کوي. داسې خلک اوس هم په واک کې د پاتې کېدو او يا هم واک ته د رسيدلو لپاره د ولسواکي نظام په وړاندی دستونځو او خنډونو په جوړولو بوخت دی، چي شعارونه د ولسواکي ورکوي. هغوى د ولسواکي نوي راټوکیدلي نیالګي ته د اوبو ورکولو پرځاي د ددغه نيالګي ولې وچوي.
بله بدبختي داده چې دلته حکومت او سیاستوال هېواد، او دهېواد ملي ارزښتونه نه پيژني او هېواد وال مو يا د جګړو له امله په انزوا کې قرار لري، يا په ړوند تقليد باور لري او د بهرنیانو پر پیسو د جوړو شویو څو مدني ټولنو خبرې د ملت غږ ګڼل کېږي.
مونږ پوهيږو چې ولس يو په واقعي توګه د بدلون په تمه ده او دغه سمون او بدلون د مخونو په بدلون سره نه، بلکه د بهرنیانو په شتون کې د یو غوره بدلون تمه کیدلای شي.
مونږ د اسلام د مقدس دين په چوکاټ کې په ولسواکي، سمون اوبدلون، عدالت او په نظام کې په اداري، مالي او اخلاقي فساد کې دککړو اشخاصو او زورواکانو له شتون سره په چټکه اغيزمنه او پياوړي مبارزه باندي باور لري. د نظام له نسکوريدو څخه دفاع کوي، خو په نظام کې د سمون او بدلون په موخه مبارزه ديني او ملي فريضه او همدغه شان د ولسواکي اصل ګڼي.
د هيواد اوسنيو حساسو او ترينګلو حالات ته په کتو زمونږ هیواد او ولس نور د ګدوډي، بي باوري، امنیتي اقتصادي او سياسي بحران په وړاندي د مقاومت ټوان نه لري.
له ټاکنيزو کمیسیونونو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د کميسيون د خپلواکي اصل ته په کتو د هيڅ لوري لخوا فشار او ګواښ ته سرونه ښکته نه کړي. د ټاکنو د رأيه پاڼو په شميرلو کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي، د پاکو او نا پاکو رايو د تفتيش او تفکیک په برخه کې خپل اسلامي قانوني او ملي مسئوليتونو ته متوجه اوسي. د لمړنيو پايلو د اعلانولو د مهالويش په تړاو له تکراري تعطيل څخه جداً ډډه وکړي. لمړنئ پايلې په خپل ټاکلي وخت اعلان او له داسې ګامونو پورته کولو څخه په جديت سره ډډه وکړي چې پايلې يې په يقيني ډول نه د هغوى په ګټه دي نه د هيواد او نه هم د ولس له ارمانونو او غوښتنو سره سمون خوري.
همدغه شان له ټاکنيزو ټيمونو څخه جداً غواړو چې ولس او هيواد د بحران خواته له تلو څخه وژغوري. تېر تاريخ او د وروستيو لسيزو ترخو تجربو وښودله چې د تقابل او تصادم تګلارې، سياستونه او د مټو په زور د واک تر لاسه کولو شومې پديدې څومره ځاني ، مادي، اقتصادي او کلتوري تاوانونه دغه هېواد او ولس ته ورسول. په ميليونو افغانان د خاورو خوراک شول، ميليونونه مهاجر شول ، په لکونو ميندې بورې شوې او په ميليونو معيوب ، معلول او معتاد خلک د ټولنې په اوږو بار شول. وطن په کنډوالو بدل او ديوه لوی مصيبت او ناورين په ګرداب کې د غرقېدو په حال کې شو . انسانيت کډه وکړه ، ځنګلي دستور حاکم شو .د پرديو دشيطاني افکارو او نظرياتو غوبل جوړ شو او د افغاني وياړلي کلتور ټول منل شوي ديني، انساني او مدني ريښې د خارجي مداخله ګرو او داخلي زورورو د شر او فساد په چړو غوڅې شوې. څومره جوړ نظامونه مو ونړول؟
څومره زيانونه مو وليدل! خو هيڅ نظام مو جوړ نکړاى شو. د ګواښونو ژبه د مدنيت اخلاق حسنه او د رغولو ژبه نه ده. افغانستان لابراتوار هم نه ده چې هره ورځ دې د هرچا په غوښتنه د نوي حکومت، نوي نظام او نوي سيستم ازموينه وکړو. د موقت حکومت غوښتنه ظاهراً اسانه، معصومه او کاري ښکاري، خو که سنجيده او جدي وڅيړل شي، نو بيا پوهيږو چې د موقت حکومت غوښتونکي به ددغه ډول حکومت په جوړښت او ترکيب په خپل حزب او ډله کې هم سره يوه خوله نشي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ارګ ته د رسيدو لپاره يوازنئ لاره د ټاکنو په پله تيريږي. مګر متأسفانه يو شمير نوماندان واک ته د رسيدلو لپاره په متبادلو لنډو مګر له قانون سره په تقابل کې لارو باندې فکر کوي. ځینې اشخاص يا ډلې چې له يو بل سره هيڅ ډول سياسي او فکري يووالئ نه لري د موقت حکومت جوړولو ډنډوره غږوي. موقت حکومت جوړول غير موجه غير منطقي او قطعاً زمونږ د ستونځو حل لاره نه بلکه په ستونځو کې د اضافه والي لامل ګرزي. زورواکانو او مافيايي کړيو ته د واک ترلاسه کولو او د ولسونو ترمنځ د بي باورى لامل ګرزى. اقتصادي، سياسي او ټولنيزې ستونځې زيږولاى شي.
مونږ د زعامت ستونځه د خپلمینځي تقابل پرځاى د خبرو مذاکرو زغم تحمل او يو بل ته تيريدل د حل لاره ګڼو. زمونږ ټاکنيز سيستم ډيرې ستونځې او نيمګړتياوې لري او مونږ به دغه سيستم کې د پراخو بدلونونو په موخه له قانوني چينلونو څخه مبارزه پيل کړي ده، خو دا خبره هم په زغرده کوو چې د زعيم ټاکلو لپاره له ښې جګړې څخه خرابې ټاکنې په مراتبو بهترې دي.
څومره به ښه واى چې مشرانو د موقت حکومت د غوښتلو کمزوري منطق پرځاى له راتلونکي حکومت او ذيدخله نورو بنسټونو سره په ګډه د ازادو رڼو او عامو تاکنو د تر سره کولو په موخه د بائيوميتريک سيستم، بريښنايي پيژندپاڼو کارولو، په کميسيونونو کې د سمون او مثبت بدلون راوستلو، د نظارت پياوړي کولو، د بندو مرکزونو پرانستلو او داسې نورو برخو کې کار وکړي تر څو په تيرو تاکنو کې بايللئ ولسي باور بيرته ترلاسه شي.
د خوښئ ځاى ده چې ولس خپل دروند مسئوليت ادا کړ. اوس د سياسي زعامت وار ده چې د ولس ځان مقروض او مديون وګڼي. د ولسي رايو په سر له معاملو څخه ډډه وکړي، د ځان او خپل ټيم په ګټه دبيځايه بريا د اعلان پرځاي دغه قانوني بنسټونو ته پريږدي چې ګټونکئ اعلان کړي.
راځئ د نظام بنسټونه دومره پياوړي کړو چې هر دښمن يې د نړولو په هکله له ګام اوچتولو څخه وړاندي سل ځله د خپلې شرمنده ماتې په اړه فکر وکړي. راځئ نړئ ته وښيو چې مونږ په دغه ګډ هيواد کې له سياسي دښمن سره د مشترکاتو پربنسټ د دغه ګډ کور کې د ستونځو د هوارولو او د امن په فضأ د ګډ اوسيدو چل زده ده.
راځئ نور نړول او نسکورول نه، بلکه رغول او سمول زده کړو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery