دخپریدو نیټه : 2020-01-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د صحيح نيت له امله ثواب
الحاج مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : مَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَعَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ وَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ .( رواه مسلم ص : ۷۸ ج : ۱ )
ژباړه : له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : څوک چي د يوې نېکۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، د هغه لپاره يوه نېکۍ ليکل کېږي او څوک چي د نېکۍ اراده وکړي، بيا يې وکړي، د هغه لپاره لس نېکۍ ليکل کېږي تر ( ۷۰۰ ) اوه سوه چنده پوري .
او څوک چي د بدۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، هغه بدي نه ليکل کېږي، که يې وکړي، هغه ( يوه ) بدي ليکل کېږي !!
ځينو عالمانو فرمايلي دي : چي ډېر ځله وړوکی عبادت وي، نيت يې غټ کړي او ډېر ځله لوی عمل وي، خو نيت يې وړوکی کړي !!
صحابه کرام – رضي الله عنهم – ځکه دومره لويي مرتبې ته و رسېدل چي د دوی نيتونه په اعلی درجه ښه وو .
يوه عالم فرمايلي دي : نيت تر عبادت مخکي وکړه ! او تر څو چي ته د خير نيت لرې ! نو ته په خير او ثواب کي مصروف يې !!
يوه بل عالم فرمايلي دي : الله پاک له انسان څخه د ده نيت او اراده غواړي . ( يعني د عبادتونو ډېروالی نه غواړي چي په هغو کي نيت گډوډ وي، بلکي صحيح نيت غواړي، که څه هم عبادت کم وي ) .
يوه بل عالم فرمايلي دي : د زړه روغتيا په ښو کارو سره کېږي او د کارو ښه کېدل د نيت په سمېدلو سره کېږي .
يوه عالم فرمايلي دي : نيت زده کړئ ! ځکه نيت تر عبادت ډېر مؤثر دی .
يوه بل عالم ويلي دي : خير ټول په سم نيت کي را غونډ شوی او دا ( د ښه نيت ) خير ستا بس دی، که څه هم ته نه يې ورباندي ستړی شوی !!
يعني په سم نيت کي ډېر خير او ثوابونه شته، سره د دې چي په نيت سړی نه ستړی کېږي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين