دخپریدو نیټه : 2020-03-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د زړه رنځ
ممتاز بنګش
خدائې دې څوک هم د زړه په رنځ نه اخته کوي زه يې اخته کړم په ځان نه پوهېږم چې څه وکړم؟
نه چاته خه وئيلی شم او نه بد، نه دنيا له شرمه ژړيدلی شم او نه مې زړه غواړي چې و خاندم، له کوره چې کار ته ووځم نو داسې معلومېږي لکه چا په بيګار کې را ښکېل کړی يم، بېګار څه مړه سم د مشقت قيدي رانه جوړ دی
خلک ګمان کوي چې زما په لمنه مونځ کېږي او زۀ يم چې د زړه درد قلارولو ته هر ماښام لوګي پسې لوګی شم، لوګی هم څه عجيبه څيز دی خپله لوګے شي خو بل هم د ځان سره لوګے کړي او لوګے کوي به دې ولې نه ته چې تيلے ورته کړې ولې تاته به د ګلانو امېل در په غاړه کوي څه؟ چې څه کرې هغه به رېبې که تا اور ورته کړو نو تا به هم لمبه کړي
لوګے او مينه دواړه يو شان دي دواړو کې نشه ده، دواړو کې خومار دی، دواړو کې مستي ده او دواړو کې مينه ده خو د غم خبره دا ده چې دواړه دې د دنيا د کاره وباسي، دواړه د چانه نه پټېږي او د دواړو انجام رسوائي ده، دواړو کې خوند دی، دواړو کې قرار دی خو بيا هم ورته خلک بد وائي او د خوند خبره دا ده چې بد هم ورته هغه خلک وايي چا چې دواړه د نزدې نه هم نه وي ليدلي او څوک چې يې يو ځل وکړي نو بيا ترې هر څه لوګی کړي، بس نن سبا زما هم څه داسې حال دی خو بيا چې کله په خپل چاپېر چل نظر وکړم نو د ځانه مې زړه خه شي..... زړه مې راته تسلي راکړي چې يوازې ته نه يې چې لوګي له کارو وباستلی يې ستا ياران ډېر دي چې بد حال يې دی، په ځان نه پوهېږي چې څه وکړي خلک وايي چې له ولږې مرو دا ورته وايي چرګې او چرګان وپاله ...... اولس ورته ژاړي چې ډوب شوو، تباه شوو او دا ورته وايي تقرير ته مې غوږ شه..... مړه اے! څه به درته وايم خو بس زما وروڼه ډېر دي چې مينې او لوګي د کاره وباستلي
کله کله چې په محفل کې زما ياران په څه خبره پورې و خاندي نو زۀ ځان پورې په خندا شم او ځان پورې به ولې نه خاندم چې ملګرو د خندا وجه راته نه وي معلومه ځکه چې زۀ ناست خو د يارانو په محفل کې ووم خو زړه مې چرته لرې بل ځايې وي. ياران مې وايي چې زۀ د هغوي سره يم او زۀ په دې لټون ووم چې زۀ چرته يم، او زۀ به چرته ووم نو، يا به د جانان غم وي او يا د جهان.... دواړه غمونه داسې دي چې تر مرګه به دې ترې ځان خلاص نشي او که زما په عمر کې په دواړو غمونو اخته شوې بيا لاړې لوګی شوې بس بيا خو د زړه په رنځ اخته شوې زما هم کله کله په ځان هم ګمان ووشي چې لکه زه هم په دې رنځ اخته يم