د طالبانو او امریکایانو تر منځ د صلحي لمړنی تړون لاسلیک سو. ډیرو داخلي او بهرنیو مغرضو کړیو دې ته پر امریکایانو باندي د طالبانو د بریا په توګه انعکاس ورکړ چي د تیرو شلو کلونو د شهیدانو و غازیانو د قربانیو، خولو او وینو ثمره یې وبلل. د ډیرو په نیزد دا یو مهم پړاو وو او شاید د ډیرو په نیزد یو انجام.... البته هغه افغانان او امریکایان چي ټولنیزو مسایلو ته په جدي سترګه ګوري، هغوئ ته دا تړون د یوې ښه پیلامې څخه پرته بل څه نه ښکاري. داسي یوه پیلامه چي مثبت او منفي عواقب به یې په وروستنیو ګامونو پوري اړه لري. دا حقیقت خو اوس ټولو ته روښانه سوی دی (د شک و ګمان ګنجایش پکښي نور نه دی پاته) چي د نړۍ تر ټولو پرمختللو تمدنونو او یوې تر ټولو شا ته پاتي ټولني تر منځ تصادم یوه طبعي پدیده نه وه بلکه د دواړو خواوو څو محدوده عناصرو ګټي پکښي نغښتي وې. دا چي د امریکا اوسنی ولس مشر لکه ډونلډ ټرمپ چي په هر لحاظ د امریکا یو داسي ولس مشر دی چي کله د امریکا ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ ډالریزه بانک نوټ چاپیدی، په هر صورت سره ټرمپ دا لیاقت لري چي دده عکس یې پر مخ ورکړل سي؛ بیا هم په ډیرو وړوکو وړوکو کړنو باندي د استهزاء چړې ته برابر سو په داسي حال کي چي برحاله ولس مشر هم دی. او بارک اوباما چي د امریکا د ولس ښکاره دښمن د ایران د پاسدارانو رژیم سره یې داسي تړون د امضاء برنامه ریزي نهایي کړې وه چي د امریکایانو په خواریو ګټل سوي پیسې یې د امریکا په بدترینه دښمنانو خوړلې؛ په هر ډول مصئونیت کي د ژوند ورځي تیروي، حال داچي جرم یې ثابت او څرګند دی. دې شالید ته په کتو سره داسي اغلب ګمان کیږي چي هغه عناصر به هڅه کوي چي د افغانستان موضوع د یوڅو رسمي مراسمو په ترڅ کي ژر پای ته ورسوي او د خپلو ګټو تعقیب ته ادامه ورکړي. ټول مسائل مهم دي خو یوه مسئله چي تر هر څه زیاته مهمه ده چي جدي او تل پاته حل غواړي هغه د ځانمرګو پدیده ده. موږ افغانان د کافي اندازه شواهدو پر بنسټ دا دعوه لرو کي دا پدیده د یوه استخباراتي پروګرام په ترڅ کي رامنځته سوې ده او د اسلام د مبین دین د تعلیماتو سره هیڅ تړاو نلري. هغه خلګ چي د ځانمرګو پدیده د اسلامي شعایرو څخه شميري یا خو د اسلام په اړه کافي علم نه لري او یا هم د ژور خیانت مرتکبین دي.
که پوښتنه وکړو چي د طالبانو د حکومت د سقوط او امریکایانو د راتګ وروسته په افغانستان کي لمړی ځانمرګی برید کوم یو او چیري وسو، نو جواب به یې څه وي؟ د ذهني سیالي د پروګرام لپاره ښه پوښتنه ده. او که جواب دا وي چي لمړی ځانمرګی د طالبانو د سقوط او امریکایانو د راتګ څخه وړاندي پر یوه تاجک ټوپکسالار احمدشاه مسعود باندي وسو، ایا صحیح به یې وبولو؟ د صحیح نه بللو قوي علتونه دا کیدای سي چي لمړی خو هغه ځانمرګی برید نه ووبلکه یوه پلان سوې دسیسه وه چي شاید هغه خبریال هم نه وو خبر چي د احمدشاه مسعود لمړی عکس اخیستل به د ده وروستی عکس ثابتیږي او بل دا چي سوال د هغه لمړي ځانمرګي په هکله دی چي د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته سوی وي. چي د خدایج حق ووایم، زما خپله هم نه دی په یاد چي دا د لمړي ځانمرګي واقعه کومه وه، چي ډیر پر ذهن زور راولم دوې واقعې مي ذهن ته راځي. یوه هغه چي د اشغال په لمړیو کلونو کي د کندهار د لویي ویالې په سیمه کي د یوې هدیرې پر غاړه یوه نامعلوم ځوان د امریکاي سپیشل فورس پر کاروان برید وکړ او د کومو تلفاتو اړولو پرته په جوابي برید کي ووژل سو او بل د ارزګان ولایت هغه پیښه چي یوه بزګر (چي د یوه ځایي ملا د تبلیغاتو څخه اغیزمند سوی وو) یو بهرنی عسکر د ګزمې پر مهال په لور باندي وواه او په جوابي ټکانو کي ووژل سو. البته د کلونو راهیسي زموږ ولس د یوه درانه شمیر ځانمرګو بریدونو شاهد پاته سوی دی او د یوې اوږدې مدې راهیسي د ذبیح الله مجاهد په نوم یو شخص د طالبانو په استاذیتوب د دې ډول بریدونو د یوه زیات شمیر پیښو مسئولیت په غاړه اخلي. د افغانستان د اسلامي امارت په استاذیتوب ده دا ډول بریدونه استشهادي بریدونه بللي دي چي هدف یې د افغانستان څخه د بهرني کفري اشغال خاتمه او اسلامي شریعت نفاذ په ګوته کوي. دا چي د دې بریدونو واقعي موخي څه دي او اصلي اوږدمهاله عواقب به یې څه وي، د یوې عامي څیړني موضوع ده. دا چي دا ډول بریدونه به کفار او د دوئ لاسپوڅي په وحشت کي واچوي او بالاخره به دا هیواد پریږدي، یو نظر دی، کیدای سي چي صحیح وي یا غلط. یو بل شخص دا ادعاء کولای سي چي د ځانمرګو بریدونو (پر هر چا چي کیږي) دا سلسله عام ولس ته دا روحیه ورکوي چي د هغه کلاسیک اسلامي پوهنیز نظام څخه فاصله ونیسي چي د فقه حنفیه فکري مکتب استاذیتوب کوي او زموږ د نوي نسل د اسلامي عقایدو، عباداتو او رسوماتو د بنسټیز لارښود حیثیت لري. زیادتره ځانمرګي د افغانستان او پاکستان دیني مدارسو او مساجدو هغه طالبان معرفي کیږي چي په اسلامي اهل السنت حنفي فقهي پوري تړلي دي او یا هغه راسخ العقیده مسلمان ځوانان دي چي د الهي احکامو او د ژوندانه مسنونه طریقې د زده کړي په منظور دیني عالمانو ته رجوع کوي او د خپل مسجد د ملا سره ناسته پاسته پیلوي. اوس دا خبره زموږ په اکثریت کورنیو کي دود ګرزیدلې ده چي د کورنۍ ځوانان مو د مسجد د ملا د دیني مدارسو د طالبانو د ملګرتیا څخه لیري وساتو او په عوض یې فلمونو کتلو، میلو ته تللو او نورو ساعتتیري مشاغل غوره کولو ته هڅوو (د واسکټ د مرګه یې ژغورو او د ابدي مرګ په قصه کي یې بیا نه یو). د ځانمرګی بریدونو دا نه تمامیدونکې سلسله و یو شمېر دهري او بېدینه افغانانو ته دا زمینه برابروي چي زموږ د لرغوني اسلامي تعلیماتو د غیر رسمي زده کړو د لغوه کولو غوښتنه وکړي (دا یو بیله د څیړني موضوع ده چي دودیز دیني کتابونه د لمړۍ ورځي څخه زموږ په مکتبونو کي نه تدریسیدل او که وروسته د کوم عقلدانه واکمن لخوا د نصاب څخه ایستل سوي دي) او دا د تاو تریخوالي عامل وبولي (هغه مهال شاید داسي حاضرجواب شخص نه وي موجود چي دې حقیقت ته اشاره وکړي چي کله په افغانستان کي د سعودي، اماراتو او پاکستان لخوا په رسمیت پیژندل سوی د طالبانو خپل مستقل حکومت وو، ولي یې ځانمرګي بریدونه نه کول؟؟؟)، حال دا چي د دولتي رسمي نصاب څخه د ایستل کیدو له عمله اوس هم دا زده کړه ډیره محدوده سوې ده او د اهل السنت و الجماعت حنفي مسلمانو کورنیو په ملیونونو ماشومان هر کال د دې زده کړو څخه محروم پاتیږي. هغسي هم موږ په خپل ټولنیز مهالویش کي داسي غونډي او مجلسونه نه لرو چي په هغه کي د اسلامي حنفي فقهي او عقیدوي تعلیماتو پر بلوغ او جامعتوب خبري وسي او نه هم داسي ولس مشران، وزیران، والیان، ولسوالان، ملکان یا وکیلان لرو چي زموږ په ټولنه کي د اسلامي حنفي فقهي د عقایدو اواصولود پلي کولو او رسمیاتو ته اچولو لپاره عملي ګامونه واخلي او یا حد اقل خپل ژوند د اسلام تابع کړي څو هغه پیرویان یا پلویان چي د دوئ څخه زده کړه کوي، د اسلامي شریعت سره ځانونه عیار کړي. دین خو اوس د ملا، مولانا، مفتي، پیر او فقیر د دوکانداري جنس ګرزیدلی دی چي هغوئ ته پرته د خواري عواید ورګټي او هغوئ د خپلو مادي ګټو د اعظمي کولو لپاره هر ډول تحریفونه او نوښتونه پکښي کوي. اوس نو ملا، مولانا، مفتي، پیر او فقیر خو مجبور دي چي د اسلامي عقایدو او تعلیماتو پر هغه برخه باندي خاشه واچوي چي د دوئ دا تجارت تر پوښتني لاندي راولي او یا مشتري یې تقاضا نلري.او هغه برخه چي د دوئ په ګټه ده او مشتریان یې ډیر دي هغه په زور، نیرنګ، فریب، د زورورو سره معامله، په هره لاره چي وي پر عوامو وتپي څو د دوئ په عوایدو کي ازیاد راسي. د ګټي اصول دا هم ایجابوي چي په جنس کي داسي نوښت راولي چي زیات مشتریان جذب کړي او د دوئ ګټه وټه څه پکښي زیاتیږي لکه اسخات، تعویذ، څاښت، دم، خورده، د زیارت کرامات، حلال په حرام او حلال په حرام اړولو حیلې او داسي نور څه. بزنس مختلفي سویې لري. د درې ګزي پر غاړه نغاړکۍ هواره کړه، د عام ضرورت شیان پیدا کړه پر وې اوډه. د لاري لارویان یې درڅخه رانیسي. کله چي پولیس یا د ښاروالي مامور درته ودریږي چي د عامه تګ راتګ لاره دي بنده کړې ده، یو څه خاوري ایرې پر اورغوي ورکښیږده، بالا سر نه خلاصوي. چي لږ څه سرمایه دي پیدا کړه بیا د لاس ګاډۍ پیدا کړه شیان خرڅوه، چي پولیس دي هلته لیدی؛ ځني روانیږه. څه چي نور سرمایه داره سوې، د حوزې د امریت سره لاره جوړه کړه پر مناسب ځای لیړۍ ودروه، په دوامداره توګه ترکاري یا میوه جات خرڅوه. دا سلسله دوام پیدا کوي.... لیړۍ دوکان سي، دوکان، جنرل سټور سي، نمایندګي، شرکت بیا زه د ملیارډونو ډالرو د ملټي نیشنل تجارتي شرکتونو پوري. ځني وخت د پرمختګ دا سفر د نسلونو پوري دوام پیدا کوي چي د تخصص میراثي لیږد پر مخصوصو تجارتونو باندي د مشخصو کورنیو انحصار رامنځ ته کړي. پر مذهبي عقایدو باندي تجارت هم داغسي دی. لمړی د الله تعالیج په مینه کي د دنیاوي کسبونو څخه بیل سي د دین زده کړو ته مایل سي. کله چي د دین زده کړي د عمل سره مل سي نو په ټولنه کي نیک شهرت حتمي دی او که امتیازات ونه غواړو هم یې خلګ په زوره راته منسوبوي. او چي دحلال روزي کسب ورسره نوي نو مجبوراً به د مخیره حضراتو هدیې قبلوي. کله چي اولاد مو د دین په برکت دا عزت او شهرت ویني او پوهیږي چي دا عزت په میراث دوئ ته رسېدونکی دی او د تقوا تر اغیزي لاندي پلار اعمال د بیزو په شان کاپي کوي، د تقوا اغیزناکي خبري یې د طوطي په شان زده کوي او بیا د خپل برانډ پخولو لپاره د یوې مشهوري دیني مدرسې څخه فراغت هم لاسته راوړي. بیا نو ځیني داسي سخي عقیدتمندانو کي چاته تعویذ ورلیکلی، پر چا دم کړی او چا ته چټۍ ورکړې چي په لاس کي عمومي سست وي او یو څه ځني بودیږي. کله کله چي بیا دا تقوا داره پلار یې مړ سي نو ښه په اهتمام سره زربلخي کیمخا ټوکر پر هوار کړي څو په ژوند کي لیدو ته راتلونکي د مرګ وروسته یې پر قبر خپله مینه ماته کړي. د مړه تقواداره لیدو ته راتلونکي د ژوندي تقواداره تر لیدو زیاتیږي (ځکه چي هر وخت پر خپل ځای موجود وي هر کله چي ورورسیږې دیدار رسیږي) او یو فاملي انحصاري مذهبي انټرپرایز ځني جوړیږي. دا خو یو منل سوی حقیقت دی چي انسان کله کله د خپلو احساساتو د ښکاره کولو لپاره هغوئ ته مادي بڼه ورکوي لکه خپل ګران ملګري ته یوه ګرانبیه تحفه رانیول، د وړکتوب انډیوال یتیم زوی ته خپله لور ودول او د هغه کفالت کول. دا چي یوه مذهبي کورنۍ د خپلي اغیزي لاندي خلګو څخه د دې پنجي او لسي پرته نور څه او څه ډول استفادې کوي (هغه د جنسي بداخلاقي ویډیو ګانو تر موضوع به تیر سو)، دا ساحه زموږ او ستاسو تر تصور څخه ډیره پراخه ده.د ځانمرګي موضوع د دې تصویر یوازي یو اړخ دی. اوس که د یوه چا څخه پوښتنه وکړو چي دا ذبیح الله مجاهد به کافر وي که مسلمان؟ جواب به یې غالباً داغه وي چي د نومه څخه خو مسلمان ښکاري. لاکن ساده عقل او منتق خو دا نه مني چي یو شخص دي په نامه مسلمان یا کافر سي. دا خو همداسي خبره ده چي دا حقیقت ومنو چي آس څلور پښې لري، نو هر حیوان چي څلور پښې ولري، هغه آس دی؟؟؟؟ د حبشې پاچا، نجاشي تر اخیره پوري نه اسلامي نوم پر ځان کښیښود او نه یې د خپلی مسلماني اعلان وکړ، نه یې پر خپلو خلګو باندي اسلامي شریعت نافذ کړ او نه یې علني اسلامي عبادات او رسومات پر ځای کړل، لاکن چي په حبشه کي ومړ؛ په مدینه منوره کي رسول اقدسص یې غایبانه د جنازې لمونځ اداء کړ. د مسلمانیدو لپاره خو لمړی د اسلام پنځه بناوي شرط دي چي په هغه کي بیا لمړۍ بناء یې (چي د دې پاته څلورو بناوو لپاره شرط ده) ایمان راوړل دي چي د لمړۍ یا دوهمي کلیمي په لوستلو سره اعلانیږي او تکمیل یې په شپږو کلیمو کیږي. د ایمان راوړلو بشپړ کیفیت معتبر تریني اسلامي فقهي یعني حنفي فقهي په دوو برخو ویشلی دی یعني ایمان مجمل او ایمان مفصل (موږ پښتانه یې په خپله عامیانه اصطلاح کي لویه آمنت بالله او کوچني آمنت بالله بولو) ایمان مجمل پښتو ژباړه داسي ده چي ایمان راوړم پر الله تعا ليج باندي لکه څنګه چي هغه موصوف دی په خپلو نومونو او صفاتو باندي، قبلوم د هغه ټول احکام، اقرار کوم په ژبه باندي او تصدیق کوم په زړه سره. دا آمنت بالله په بغدادي قاعده کي هم راغلې ده او د پښتونخوا حوزې په ټولو سیمو کي د پیړیو راهیسي یې موږ ټول په ماشومتوب کي په یادوو. تر اوسه پوري دا متن زموږ د جنجالي او اختلاف انګیزه طبقې یعني علماوو د اختلاف او تحریف څخه محفوظ پاته دی. اوس نو په دې هم د ټولي نړۍ مسلمانان متفق دي چي د الله تعا لیج د مستقیمو احکامو یواځینۍ معتبره سرچینه قران مجید دی چي ټوله متن یې الهي وحي ده یو حرف یې هم نه دی تحریف سوی (په مستونګ کي د جمیعت علماء اسلام تر سرپرستي لاندي د انجونو د یوې مدرسې په قرآني آرشیف کي پروت قرآن یوازینۍ استثنا ده چي د جمیعت علماء اسلام ګوند په عقیده پیریانو لیکلی دی او د پیریانو قاف/ق د ښ په څیر یو ټکی لوړ او بل ټکی کښته لري). په دې قرآن کي ځیني ویناوي د انسانانو دي چي الله تعالی ج زموږ د پوهاوي لپاره په قرآن کي را نقل کړي دي، ځیني د ماضي ځیني د حال او ځیني د مستقبل واقعات دي، یو څه متشابهات هم پکښي سته چي په کیفیت او څرنګوالی یې انسانان د خپل محدود علم، مشاهدې او تجربې په اساس نه سي پوهیدلای. د دې ټولو ټرڅنګ یوه برخه یې د احکامو ده چي د الله تعا لی ج حکمیه ویناوي یا اوامر دي چي بشریت یې د کوم کار په کولو او یا نه کولو باندي مستقیماً امر یا نهي کړی دی. د احکامو په هکله خپله قرآن وایي چي دا واضح او صفا دي او ابهام پکښي نسته. دا چي د رسول الله مبارک ص وروسته الله تعالی ج د کوم بل بنده سره لفظي اړیکه نه ده نیولې (او د اسلامي عقیدې مطابق نه به یې تر اخیرته پوري ونیسي)، هیڅ څوک د متاخرینو څخه نسي کولای چي پرقرآني احکامو د خپل جانبه تحویل وکړي یا یې د متحولو مفاهیمو په پلمه موقوف کړي. چي د دې حکم څخه د الله تعا لیج مطلب دا څه نه دي بلکه هغه څه دي، ځکه چي الله تعا لیج خپله دا احکام محکمات (محکم حکمونه) بللي دي، د تحویل ګنجایش هیڅ پکښي نسته، که یو عالم دین په تحویل د احکامو مستقیم حکم د اړولو هڅه وکړي، باید د مبتدع او مرتد په حیث اعدام سي (په دې شرط چي مسلمانانو په خپل منځ کي داسي آوتارټي ټاکلې وي چي لازم صلاحیت ولري). په اسلامي قانون کي داسي موقف نسته چي د الهي حکم نفاذ موقوف کړي او یا یې په مطلق ډول لغوه کړي. دا چي په آمنت بالله کي موږ وایو چي قبلت جمیع احکامه (قبلوم یې ټول احکام)، زموږ مسلمان کیدل یا کافر کیدل په مجموعي ډول دې ټولو احکامو منلو پوري ارتباط پیدا کوي چي د یوه حکم څخه یې انکار خپله د الله تعالیج د سپیڅلي ذات څخه انکار دی. یو د داسي احکامو څخه چي په قرآن حکیم کي راغلی دی هغه آیت شریف دی چي پښتو ژباړه یې داسي راځي چي، «اومه وژنئ ځانونه خپل په خپلو لاسونو». یعني الله تعا لیج موږ د ځانوژني څخه په مطلق ډول منع کړي یو، چي د ځانوژني پر حرمت د ټولو اسلامي فقهو اتفاق دی. اوس به نو ډیر خلګ دا وایي چي ذبیح الله مجاهد داسي په افتخار د یو چا د ځانوژني په عمل کي ځان او ټوله طالبان شریک بولي، آیا کافر دی چي پر ځان یې نوم د مسلمانانو ایښی دی (د ذبیح الله مجاهد شناخته خو دده په برائت کي دا د لیل وایي چي دا خوارکی یو کوچي دی، د پلار یې لا بغدادي قاعده نه وه زده، نیکه یې هم شین عمي وو او په ده کي د ده تر څنګ د پلار او نیکه جهالت هم راټول سوی دی او جاهل په توان د ۳ ځني جوړ سوی دی.). هغسي هم په دې موضوع کي پر کوچیانو خوارانو ډیري ټوکي جوړي دي. یوه هم هغه وه چي یوه کوچي ملا و یوه کوچي ته ویلي وه چي تر څو د رمضان مبارکي میاشتي سپوږمی ونه لیدل سي یا د لیدل کیدو خبر رانه سي نو روژه نه فرضیږي. ده دا اسانه لار پیدا کړل چي د رمضان په میاشت کي یې ښارونو او کلیو ته تګ راتګ پریښود او خپله یې هم اسمان ته نه کتل او خپلي روژې یې خوړلې. آخر د روژې پر پنځلسمه چي پر استنجاء ناست وو نو لاندي په اوبو کي یې د سپوږمۍ عکس ولیدی. د ځانه سره خجیل سو، ورته وې ویل چي سمه ده سمه ده، روژه نیسم خو ته داسي ژوندۍ په ... مه راننوزه. اوس هم موږ ښاغلي ذبیح الله مجاهد او د اسلامي امارت و ټولو رهبرانو او متعلقینو ته وایو چي په قرآن کي الله تعا لی ج د ځانوژني مطلق ممانعت سره دا کار حرام ګرزولی دی. د دې کار د روا کولو لپاره باید الله تعا لیج یو بل شخص په پیغمبري مبعوث کړي او وحي ورته وکړي چي شرایط بدل سوي دي اوس ځان وژنه روا ده... د ذبیح الله مجاهد د جهالت غذر به مو منلئ وای، که چیري ده نور ګلان نه وای کرلي..... یو هغه واقعه چي جنرال صاحب رازق د جنرال ملر په امر د امریکایي عسکرو لخوا ووژل سو چي دده خپلووفاداره ملګرو شاهدي پر ویله او ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت په استاذیتوب د دې وژني مسئولیت پر ځان ومانه (یعني جنرال ملر او یو شمیر امریکایي عسکر هم د طالبانو نفوذي ځواکونه دي... تحریک اوس نړیوال سوی دی او د پینټاګون په لوړو صفوفو کي ایډیولوژیکي ملګري لري! ډیرښه ډیر ښه بلکه د مورشیدې...) او بل هغه پیښه چي کله ډونلډ ټرمپ د امریکا په یوه تاریخي مقام (کیمپ ډیوډ) کي د ملا برادر اخوند او اشرف غني سره یوځای لیدلو پروګرام جوړ کړ او په کابل کي د امریکایي عسکرو پرموټر ځانمرګی برید وسو او بیا هم ذبیح الله مجاهد د طالبانو د اسلامي تحریک په استاذیتوب د دې برید مسئولیت ومانه. دلته عوامو ته دا سوال پیدا کیږي چي طالبان په کابل کي دومره پراخ نفوذ لري چي په حساس ترینه دیپلوماټیکه ساحه کي داسي پیچلي عملیات په دومره دقیق ډول تر سره کړي نو ولي د دې توان څخه د تحریک په زیان ګټه پورته کوي؟ (وایي ماشوم د پرچون فروش څخه وپوښتل چي سوجي، غوړي، بوره لرې؟ هغه ورته ویل چي هو. هلک پر راغبرګه کړل چي حلوا ولي نه پخوې؟) ولي خپل هغه ستراتیژک حریفان نه په نښه کوي چي اووه کاله یې د دوئ پر ضد جبهه نیولې وه لکه دوستم، امر الله صالح، اسد الله خالد، یونس قانوني، صلاح الدین رباني او داسي نور... چي د دوئ موجودیت د دې لامل دی چي بهرنیانو د طالبانو سره جګړې ته ادامه ورکړې ده. دا د طالبانو لپاره ښه فرصت وو چي قدرت ته رسیدو په لاره کي ځان ته پراته ټول بشري خنډونه په کابل کي د دې ډول عملیاتو په ترڅ کي د بینه وړي وای. دا چي د کلونو واټن وهلو څخه وروسته مقصود منزل ته درې ګامه پاته وي؛ مخ بیرته واړوي او د کوم ځایه څخه چي راغلی وي بیرته هغه لوري ته حرکت پیل کړي، دا به څنګه کار وي؟ دا روښانه حقیقت دی چي د کابل د تور اوسپین واک د هغه پخواني خادیسټانواو شورا نظار په موټه کي دی چي د نجیب د واکه څخه د منصرف کیدو وروسته یې ځانونه د آی ایس آی لمن ته واچول او د افغانستان د ګاونډیو او نورو ذیدخله هیوادونو د استخباراتو سره په هم آهنګي یې د افغانستان د اداره کولو نوې تګلاره رامنځ ته کړ. د دې استخباراتي هم آهنګي یوازینی هدف په افغانستان کي د تور بازار د لاري دوامداره ګټو تر لاسه کول وه او د نړۍ لوټل سوي ثروتونو د ویش او سپینولو مرکزونه رامنځته کول وه. د همدې موخي په اساس پر افغانانو باندي یوه خونړۍ جګړه وتپل سول او د حکومتوالي د پیاوړتیا د مادي امکاناتو د بینه وړلو لپاره د «کابل باید وسوځي» (Kabul must burn) نظریه د پاکستان د آی ایس آی موسس جنرال اخترپه خوله وړاندي سول چي په ترڅ کي یې باید د افغانستان ټول ښارونه کنډواله سوي وای. د ښارونو د ورانولو د لاري به حکومتوالي دبینه یووړل سي او یوازي پاشل سوی کلیوالي ژوند پریښودلو سره د افغانستان ټولنیز شرایط د امریکا، آسټرالیا او نورو نوي کشف سوو ځمکو د هغه زمانې د ټولنیزو شرایطو سره برابراوه چي کله اروپایانو لمړی ځل د کالونیسټانو په توګه قدم پکښي کښیښودی. د معاصري ټیکنالوجي څخه د پیړیو پیړیو راهیسي لیري پاته ځایي خلګ د اروپایي کالونیسټانو لپاره همداسي تجارتي مالونه وګرزیدل لکه د دې ستري وچي طلاء، طبعي بوټي حیوانات او نور څه. کله چي د افغانستان اسلامي امارت رامنځ ته سو نو بیا هم جګړې ادامه لرل تر هغه وختونو پوري چي طالبانو په پټو سترګو د امیر المومنین اطاعت ته ادامه ورکړل. د طالبانو په وروستیو کلونو کي د بدخشان او تورخم پر لاره داسي واقعه پیښه سول چي طالبان یې دې ته اړ کړل چي د امیر المومنین او هغه ته مشروعیت ورکونکو علماء اکرامو په حقیقت او د هغوئ لپاره د مسئولیت او مکلفیت حدونو ټاکلو باندي غور وکړي. د طالبانو په وختونو کي د لایتوقف اسطلاح خورا مشهوره وه. دا هغه تورو هیندارو لرونکي لینډکروزرانو او کامازانو لپاره خاص جواز سیرونه وه چي د راګرزولو واک یې عامو طالبانو نه لاره (تورن اسماعیل هم په یوه داغسي لینډکروزر کي د کندهار د یوه محبس څخه وتښتیدی). واقعه داسي وه چي د بدخشان او تخار څخه به ترپال بنده موټران د پاکستان د البدر په نوم د کشمیریانو جهادي تنظیم وسلوالو په بدرګه د تورخم د لاري پاکستان ته اوښتل. یوه ورځ د لاري ساتونکو طالبانو یو ګروپ پر شکمن سو (د طالب سودا خو په موږ کي خاص شهرت لري) او دا کامازان یې راوګرزول. د کاروان ساتونکو مقاومت وکړ چي تر ۲۵-۳۵ په شاوخوا کي د هغوئ نفر د طالبانو په لاس ووژل سول. کله چي ترپالونه لیري سول موټران د پیغلو انجونو او ځوانو ښځو څخه ډک وه. موضوع په کابل کي د طالبانو عالي رهبري ته ورسیدل. کله چي نوره څیړنه وسول نو د هغه پراخ قاچاقي مافیا د موجودیت یو څرک وموندل سو چي د افغانستان په خاوره کي تولید سوي تاریاکو څخه د پاکستان په قبایلي سیمو کي نشیي توکي تولیدوي او بیا روسیې ته اړول کیږي چي پخواني شوروي ایالیتونو د لویو او کوچنیوښارونو په پس کوڅو، نایټ کلبونو او فاحشه خانو کي پلورل کیږي. د بدخشان، تخار، تاجکستان او نورو سیمو څخه ځواناني انجوني راټولیږي او د پاکستان په فاحشه خانو او قمار خانو کي د بدلمني دندي د لاري چي کوم عواید راټولیږي د پاکستان استخبارات او قراردادي مافیاوي روس ته قاچاق سوي هیرونو قیمت ځني پوره کوي. د طالبانو او شمالي ټلوالي تر څنګ د پاکستان حکومت د جګپوړو چارواکو د ملاتړ څخه برخمنه ده او د افغان جګړې په متوازن دوام کي مرکزي رول لري. دا موضوع د ولس او عامو طالبانو څخه پټه وساتل سول (باید پټه ساتل سوې وای) خو په کابل کي د طالبانو رهبري د ټول شمال د نیولو هڅي زیاتي کړې څو د سیکس ورکرانو مافیا شمالي ټلواله ماته کړي او د افغانستان بشپړ واک لاسته راوړلو وروسته د طالبانو صفوف هم د دې پلیتۍ څخه پاک کړي (حضرت عليرض هم د خلافت تر لاسه کولو وروسته د حضرت عثمانرض د قاتلینو انجام ته رسولو لپاره ورته پلان لاره خو امیر معاویه او ملګري یې قصداً او ځیني نور صحابه رض او حضرت عایشه رض او خوارج یې په ناخبري کي د لاري خنډ وګرزیدل). د لوی ملاصاحب حیثیت هم پر هغه پخواني حال نه وو پاته. په سیمه کي موجود د دې مافیا د لاس لاندي دولتونه یو هم نه وه اماده چي پر افغانستان باندي منظم برید وکړي که نه بیا به د سترو دولتونو تر منځ په سیمه کي نوې سیالي رامنځ ته سي. بیا چي د طالبانو حکومت د یوې میاشتي په موده کي نسکور سو او د سیکس د کاروبار مخالف رهبران یې ټول یا په شهادت ورسیدل، یا پټ سول او یا بندیان سول؛ حامد کرزی د یوه بیواکه ولس مشر په صفت په ارګ کي نصب سو او کابل پخوانیو خادیسټانو، شمالي ټلوالي او استخباراتو ته وفاداره ګوندونو یعني ګروه خاکستري ته وسپارل سو. تر کومه پوري چي د ۹/۱۱ پیښه ده، په اړه به یې ځکه څه نه وایو چي خپله امریکایان نور د هغه په اړه خبري کول نه غواړي که نه عقاید یې خرابیږي. که په دې تناظر کي ورته وکتل سي نو بیا د ذبیح الله مجاهد مسلماني په اثبات رسول داسي دي لکه د اسمانه څخه ستتوري راکښته کول. عام افغانان اوس زیادتره په دې عقیده دي چي دا ځانمرګي بریدونه د افغان ریاست امنیت ملي، سي آی اې، آی ایس آی، کې جي بي او یو شمیر نورو استخباراتي ادارو ګډ پروګرام دی چي د طالبانو او دولت په صفوفو کي یو شمیر مرتد او پټ کافران ورسره ملګري دي. عمومي طالبان او د دوئ په آیډیولوژي پوري هیڅ اړه نه لري. افغانان نن هم په دې عقیده دي چي تر څو طالبان او افغان دولت د استخباراتو د احتیاج څخه خلاص نه سي او خپلو ایډیولوجیکي موخو تعقیب ته پرینه ښودل سي، په افغانستان کي صلحه نه سي راتلای. ماشوم لا په دې پوهیدای سي چي د امریکا جګپوړي چارواکي، سیاسیون او ډیپلوماټان دومره ساده نه دي چي د کابل په ډیپلوماټیکه ساحه کي امریکایي عسکر وژل کیږي؛ دا مسئولیت د افغانستان پر اسلامي جمهوریت او د هغه وخت ملي یووالي حکومت پر ځای په طالبانو (ولو که د طالبانو په استازیتوب ذبیح الله مجاهد دا مسئولیت پر ځان ومني) واچوي. ډونلډ ټرمپ او په افغانستان کي د امریکا سفیر د دې حکومت ولس مشر، اجرائیه رئیس، وزیر دفاع، وزیر داخله او رئیس امنیت ملي ته ولي اخطار ورنه کړل چي زموږ عسکر زموږ د ملت ساتونکي موږ ته ډیر ارزښت لري... هغه مردار خواره چي دا عملیات یې تنظیم کړي وه، د شکه وتلي په کابل کي دي او د همدې درو ادارو (په یقیني ډول د ریاست امنیت ملي) مامورین دي.. باید په یوه اونۍ کي معلوم او موږ ته وسپارل سي. ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چي دا کار طالبانو وکړ او ټرمپ د صلحي پروسه ودرول چي طالبان په خپل منځ کي هم آهنګ نه دي. د افغان جګړې دریدل او یو ولس محوره سیاسي نظام رامنځ ته کیدل نه یوازي د امریکا او افغانانو لپاره یوه حیاطي موضوع ده بلکه د عربي نړۍ، اروپا، کاناډا او اسټرالیا په شمول د ټولي دیموکراټیکي نړۍ لپاره مهمه ګرزیدلې ده. ټرمپ ته اوس څوک د پښتو هغه متل ووایي چي څوک درته ووایي چي غوږ دي سپي یووی... ته اول خپل غوږ ګورې او که په سپي پسي ګرزې؟ اوس په افغانستان کي غالب اکثریت ولس په دې عقیده دی چي په کابل کي ځانمرګي او انتحاري بریدونه د پیښو او اهدافو د ماهیت د ورته والي له سببه د شکه وتلي د یوې واحدي ډلي کار دی. یوه داسي واحده ډله چي یوه واحده رهبري ولري. دا چي د ځینو پیښو مسئولیت به د جلال الدین حقاني شبکې په غاړه اخیستی، د ځینو دا داعش په غاړه اخلي، ځیني به ښاغلي ذبیح الله مجاهد د افغانستان د نام نهاد اسلامي امارت په پله کي ورغورزول او ځیني بیا داسي حرموني ځانمرګي بریدونه هم وسول چي پلار یې تر پایه نه سو معلوم... خلګ شکمن وه چي ایه بیا کوم کهیل دی؟؟؟؟؟؟ داسي ښکاریدل چي داعش، حقاني شبکه، طالبان او نوري دولت ضد وسلوالي ډلي فقط فرمایش او فیس اداه کوي، خدماتي اورګان یو دی د کابل خادیسټان اوشورانظار (چي لږ ډیر دقیق سو معنا د امر الله صالح او نبیل لخوا نومول سوې ګروه خاکستري). د دې خدماتي ارګان په هکله د کابل ادارې عالیتریني رهبري په کچه عامي خبري هغه مهال وسوې، چي د کندوز ښار د لمړي ځل سقوط پیښي د څیړلو لپاره شهنشاه غنو د امرالله صالح او نبیل تر مشري لاندي څیړنیز پلاوی واستاوه، دا وویل سول چي په دې پیښه کي د ګروه خاکستري لاس وو. دا چي دا ګروه خاکستري څنګه شی ده، غړي یې څوک دي؟ د چا لپاره کار کوي؟ موخي یې څه دي؟ د کومو میکانیزمونو څخه کار اخلي؟ سیاسي ډله ده؟ نړیوال قاچاقبر دي؟ استخباراتي ډله ده؟ د مخنیوي لپاره یې عملیات وسي؟ قانون سازي وسي؟ دولتي پروسیجرونه اصلاح سي؟ څه وسي؟ څه بلا ده؟ علاج یې څه دی؟ هیڅ هم ونه ویل سول. په شرمناکه ولس مشریزو ټولټاکنو کي د دې پلاوي ټاکونکي او ګډون کونکي یا د ولس مشریزو ټاکنو کاندیدان وه او یا هم د کاندیدانو د ټیم غړي. دوئ کمپایني غونډي هم وکړې خو د ګروه خاکستري په هکله یې څه ونه ویل. کله چي په شمال کي د داعش مجاهدین د طالب مجاهدینو تر محاصرې لاندي راغلل او د ملي اردو په څرخکو کي وژغورل سول، هم ولس دا کارنامه ګروه خاکستري ته منسوبه کړل. خلګ دومره پوه سول چي اصلاً داعش د ګروه خاکستري قراردادیان دي، ګروه خاکستري د داعش څخه قراردادونه نه اخلي. رابه سو بیرته ذبیح الله مجاهد صاحب ته... د ده په هکله خلګ شکمن وه چي ایا دی هم د داعش په څیر د دې ګروه خاکستري قراردادي دی او که د طالبانو استاذی دی او ګروه خاکستري ته فرمایشونه ورکوي. هغوئ ځیني تخریبي پیښي ځان ته اجراء کوي او ځیني بیا د پیسو په بدل کي د طالبانو لپاره هم کوي. هله هله دا وو چي د صلحي خبري پیل سوې. دا یو انقلابي ګام وو چي د امریکا ولس مشر په خپله علاقه او ابتکار خلیلزاد ته د صلحي د رامنځ ته کولو ماموریت وسپاره. هر څومره چي د صلحي خبري سره رانیژدې کیدلې، هغومره په کابل کي د لوړو دولتي صفوفو د فواحشو د اتحادیو څخه د سره خط او ملاحظاتو او تحفظاتو خبري راپورته کیدلې. دا چي په امریکا کي پر ولسي وګړو د بېتفکیکه بریدونو پیښي کیدلې، هغه هم خلګو د طالبانو سره د امریکایانو د صلحي د خبرو او متوقع نتایجو سره تړلې. بالاخره چي کله د طالبانو رهبري پلاوي او اشرف غني سره ټرمپ په کیمپ ډیوډ کي ملاقات وخت راورسیدی په کابل کي د امریکایانو پر موټر ځانمرګی برید وسو، یو امریکایي عسکر پکښي ووژل سو او د پیښي پړه ذبیح الله مجاهد د طالبانو په استاذیتوب په غاړه واخیستل. ټرمپ د صلحي خبري لغوه کړې. دلته خلګو ښاغلی ذبیح الله کوچی یا ذبیح الله مجاهد په نه شناخت کي وپیژندی چي دا هم د ګروه خاکستري غړی یا اجیر دی (په کار خو دا وه چي په هغه ورځ پیژندل سوئ وای چي د جنرال رازق د قتل پړه یې پر طالبانو وراړول)، ځکه چي عامو طالبانو د صلحي د پروسې ملاتړ کاوه، د امکان تر حده یې خپل بریدونه بند کړي وه او د صلحي راتګ یوازي د ګروه خاکستري په تاوان وو. دلته یو خو دا سوال خلق کیږي چي د کابل په دیپلوماټیک ساحه کي چي امنیت یې د افغان دولت مسئولیت وو (هغه افغان دولت چي د امنیتي ځواکونو په روزنه او اکمال باندي یې په ملیارډونو ډالر مصرف سوي وه، د جرمني، امریکایي او انګلیسي نظامي مشاورینو خولو وريښتان وکړل، لاسونه یې فلج سول چي دوئ ته یې مسلکي روزنه ورکول، ورکشاپونه یې ورته دایر کړل) او هغه دولت په دې کي پاته راغلی چي په ډیپلوماتیکه ساحه کي د طالبانو د مسئولیت او واک د سیمو څخه په خوندي سیمه کي د امریکایي عسکر (چي دوئ ته د یوه دیپلوماټ حیثیت لري، ډیپلوماټیک مصئونیت یې ورکړی دی او په د افغان ولس په وړاندي د هرنوعه جنایت کولو حساب ترې نه اخلي) وژل کیږي او د امریکا حکومت چي د داسي کسانو څخه تشکیل دی چي د نړیوال سیاست او ډیپلوماسي امامان ګڼل کیږي؛ اشرف غني او عبدالله ته برائت ورکوي، د افغانستان وزارت دفاع، وزارت داخله او ریاست امنیت ملي ته برائت ورکوي؛ د یوه نامعلوم شخص په شاهدي و یوې داسي پروسې ته د پای ټکی ایږدي چي د امریکا او افغانستان د ولسونو سرنوشت ورسره تړلی وو. د صلحي خبري بیا هم پیل سوې خو هغه د پخوا په شان د خلګو طمع ځني ختلې وه. افغانان په دې و پوهول سول چي یوازي تاسي نه یاست چي په ناقانونه ډول وژل کیږئ، امریکایي جنرالان لا په دې لوبه کي سرونه بایلي او امریکایانو ته په کنایي کي پیغام ورکړل سو چي طالبان هم په خپل منځ کي ډلي ټپلي دي. ټول په یوه خوله نه دي.... پریږده خانه دا وړۍ نه شړۍ کیږي. د افغانستان په جګړه کي د غټو خلګو لاسونه دي. پر دې ډول مسائلو باندي د فرانسې نیپولین بوناپارټ وجنګیدی، د یوه اتل او ملت ژغورونکي په صفت صحنې ته داخل سو او آخر د یوه ظالم او خود سره واکمن (Despot) په حیث د خپلو او پردیو په ګډه دسیسه کي د نړیوال ائتلاف په لاس ووژل سو یعني هم پړ سو او هم مړ سو. د برطانیې اولیور کروم ویل د دې مافیاوو سره د خپل ولس د حقوقو لپاره ټغري ووهلې خو بالاخره د خپل د مبارزې بانفوذه ملګرو د پټو معاملو په نتیجه کي د ماتي سره مخ سو. بیا هټلر د ورته مسایلو څخه د جرمنیانو د خلاصون لپاره اوږدمهاله مبارزه وکړل خو څه لاسته ورنه غلل، د خپلو او پردیو د ګډو دسیسو په پایله کي لمړی د فاشیسټ په نوم بدنام سو بیا د نړیوال ائتلاف په لاس محاصره او ووژل سو. د برطانوي استعمار څخه د هند او افغانستان د ژغورلو لپاره سید اسماعیلرح او سید احمد بریلويرح راپورته سول او په ډیر قوت راپورته سول. که د هند او افغانستان د ساداتو، قریشو، ګیلانیانو، مجددیانو او نورو د هغه وخت سیاسي، روحاني او مذهبي حیثیت لرونکو کورنیو د ځایي نوابانو، قومي مشرانو او ملکانو سره په ګډه خپل ایمانونه د دې نړیوالو مافیاوو د یو څو طلایي ټوټو او د فاني ژوند د شمیرل سوو ورځو د عیش و نشاط لپاره نه وای پلورلي نو د برطانویانو په کرایه نیول سوي سیکهانو او نورو هندي عسکرو په مټ ددوئ د اسلامي خلافت د احیاء حرکت هیڅ کله نه سوای ختمولای. الله تعالیج په قرآن شریف کي د هغه خلګ د اسلام څخه خارج بللي دي چي خپل مومنان وروڼه پریږدي او په مقابل کي د دوئ د کافرو دوښمنانو سره ملګرتیا کوي. دا چي پورته یاد سول د هر یوه رهبر سره خپل عام ملت ولاړ وو، بیا هم ناکام سول ځکه چي دښمنان یې دومره پیاوړي وه چي د دوئ د ملتونو په مقابل کي یې د نورو ملتونو ائتلافونه رامنځته کولو تر څنګ یې خپله د دوئ د صفوفو ډیر او مهم متنفذین د ځان کړي وه. کله چي افغان طالبانو د خپلو افغانستاني خویندو او لوڼو (د پدرام و فوزیه کوفي د سیمو د سیاسرو) د پت ساتلو لپاره په خپل هیواد کي د سیکسورکرانو او قاچاقبرو د مهارولو هڅه وکړل نو پر ضد یې نړیوال ائتلاف رامنځته سو. خطرناکه جګړه پر وتپل سول، داسي عصري ترینه وسله پر وکارول سول چي موږ یې د موجودیته ناخبر وو او بیا په ذلت آمیزه شرطونو تسلیمي ته اړ سول. پر دې هم پرې نه ښودل سول، د تسلیمي وروسته ظالمو اوزبک او هزاره د انسانانو قصابانو ته وسپارل سول او په زرهاو شمیر سره په ظالمانه توګه په شهادت ورسول سول. د نړیوالو مافیاوو سره د امریکا په شان تعلمیافته او پیاوړي ولس په وسه څه نه ده پوره، خوار،بېخبره او بې تعلیمه افغانان به څه ورسره وکړي. او بل اوس خلګ استراحت طلبه، خودخواه او بې اتفاقه دي، کټ مټ لکه سپین فارمي چرګان. په نیژدې ځای کي دي تیاره دانه او اوبه وررسیږي، د عاقبت څخه بې پرواه دوئ په خوشحاله دي. مافیاوو د دوئ په سیاسي او مذهبي رهبریو کي خپلي ریښې زغلولي دي، د دوئ ثروتونه یې په موټه کي نیولي دي. واقعاً هم داغسي ده. په افغانستان کي صلحه را منځ ته کیدل، پر عدالت او مساواتو باندي بناء نظام رامنځته کیدل ساده خبره نه ده. د ولس محوره حکومت د تاسیس خبري به تر اخیرته پوري رواني وي، چنې به وي او د مړې ګیډي جنجالونه به وي. د فلسطین او اسرائیل د صلحي د خبرو هغه ده تر نیمایي پیړۍ زیاته تیره سول. د افغانستان صلحه خو د یوه منسجم سوچه ولسي حرکت د لاري راتلای سي چي په سیمه کي ښکیلو ډیموکراسي پلوه ابرقدرتونو د ملاتړ څخه برخمن وي. افغانان د یوې خوا د طالبانو د ولکې په سیمو کي د معدنونو د غیر قانوني استخراج مخنیوی په زوره وکړي، پر قاچاقبرو باندي د قاچاق لاري بندي کړي او د کابل حکومت (شمالي ټلواله + خادیسټان = ګروه خاکستري) ته لنډمهاله ضرب الاجل ورکړي چي نور د واک څخه د منصرف کیدو لپاره صلحیزه لاره غواړئ چي د بیطرفه موقت حکومت قیام دی او که د جګړې لپاره اماده کیږئ؟ د جګړې د پیل څخه وړاندي باید لمړی په دواړو خواو کي موجود مومن او مسلمان خلګ او کورنیاني یوه کامل سیاسي تفاهم ته ورسیږي. دا سیاسي تفاهم باید د اړوندو مشرانو لخوا د عامه غونډو په ترڅ کي د سیاسي او اداري اصلاحاتو د پیکیج په شکل اعلان سي څو ولس په دې خبر وي چي د کابل د ظالم رژیم د نسکورولو په بدل کي به څه ورکول کیږي. دا چي د دوئ ټولو ماشومان به د خپل اسلام دین، حنفي فقهه او پښتونوالي د اصولو لارښود پوهنیز تعلیمي او تدریسي نظام ته په متجانس کیفیت او کمیت لاس رسی ولري او که نه او دا چي سیاسي پروسو کي د ولس ګډون او دولتي نظام کي اصلاحات او کار و اهل کار ته سپارلو او د متوازن پرمختګ ته د ټولو وګړو مثاوي لاس رسي لپاره به کوم څرګند اقدامات کیږي، باید معلوم او اعلان سي. د هغه وروسته باید د طالبانو د مرتدو اوکافرو اعضاوو او هم د چارواکو د کافرو او مرتدو اعضاوو د منزوي کولو غم وخوړل سي. دا لویالیسټان ډیر بیداره خلګ دي د څهرې، لباس، د اوسیدو ځای او ژبي بدلولو فوق العاده مهارت لري. د بهرنیانو سره پټو استخباراتي معملاتو کي د مهارت پر ځای د خاکساري څخه ډېر کار اخلي. کله چي یو توده سوړه اشغال کړي بیا نو حیاء دي وي ... به ورکړي خو چوکۍ به نه ایله کوي. پلازمینه به سقوط وکړي خو چوکۍ به د دوئ په ... کي په مخ طوبیله باندي میخ سوې تر کولابه پوري ورسره ځي. دا لکه هغه بیداره سواریان، چي کله هغه ۳۰۳ موټر چي دوئ یې ټکیس کړی او قانوني پکښي ناست وي خراب سي نو په بیداري او پټه خوله ځني راشوه سي، و بل سم ۳۰۳ موټر ته وروخیژي چي هره خالي چوکۍ وویني پکښي کښېني، چي د دوئ د مقصد ځای ته روان وي. چي کلینر ورته ودریږي چي څوک یې د کوم ځایه راغلی یې. خر بخارایي ته په غزني کي څه کوې، نو په خوله کي یو څه ورتخته کړي چي ږغ مه لره، خپل لوټ دي حسابه. که د سقاوي او شیخ محمدي مداریانو څخه د کابل ازادولو لپاره وینه تویدو ته اړتیا پیښیږي نو بیا خاوري به د دې ویني تویدني عاملین په کابل کي څه په افغانستان کي لا ژوند راڅخه وکړي. د پښتون وژني، دولتي فساد او د بهرنیو مغرضو مافیاوو لپاره د پښتنو مشرانو او کشرانو په دې ۴۰ کلني قتل عام کي ښکیل کورنیاني باید په نښه او رسوا سي. د دوئ او د دوئ د نیژدې خپلوانو لیسټونه لا باید جوړ سي څو د اوسني نظام د سقوط وروسته دا فاسد عناصر د نوي نظام مهمو موقفونوته په نوي نومونو او نوي څیرو بیا لاره پیدا نه کړي. هغه چي د دوئ سره دوستي کوي لا باید د دولتي موقفونو څخه وشړل سي. کله چي داسي منظم او منسجم د با اصولو اومومن صفته رهبرانو لخوا اداره کیدونکی سیاسي حرکت رامنځ ته سي او ولس یې علني ملاتړ اعلان وکړي، بیا چي کابل ورانیږي، په ملیونونو افغانان نور وژل کیږي هم پروا نسته. زموږ ځوانان او ښځي نوي اولادونه زیږولای سي او ډیری خلګ مو پاک لمني دي. هره هغه ټولنه چي ځوانان (نارینه او ښځي) یې پر خالق تعا لیج باندي ریښتنی باور ولري او د زنا او همجنس خوښوني د نجاست څخه پاک دي، باید په جګړه کي د بشري پانګوني څخه ونه بیریږي. که څه هم د دې ګډي فاجعې څخه خلاصون لپاره افغانانو ته هم ډیر څه کول په کار دي خو پیل باید د امریکا او د هغه ائتلافي ابرقدرتونو لخوا وسي چي پر ډیموکراسي باندي باور لري. دوئ تر اوسه لا خپل کورنی کار نه دی چمتو کړئ. هغوئ اوس هم د افغانستان د هغو نوروزیانو په کلکه ملاتړ کوي چي د ایران، روس او چین سره تر دوئ ډیري تودې اړیکي لري. دلته د خپلو هیوادو د ثروتونو بربادولو ته یې ادامه ورکړې ده. د جرمني ملت پالي انګیلا میرکل پر دې خبره ملامتوي چي دې ولي په زرهاوو ناقلینو ته د جرمني دروازې ونه تړلې، چي هغې خپله دفاع په بریالیتوب سره وکړل چي موږ د نړیوالي ټولني سره داسي تعهدونه لارل. هلته په جرمني کي ډیر افغانان سته یوه هم دا بیعقلان جرمني ملتپالان متوجه نه کړل چي میرکل پر دې خبره ملامته کړئ چي په عراق، سوریه، مصر، لیبیا او افغانستان کي یې د هغه فاسدو رژیمونو او عناصرو سیاسي، ډیپلوماټیک او استخباراتي ملاتړ کاوه چي د دې پراخو ټولنیزو اجتماعي مهاجرتونو لامل وګرزیدل او بد بختانه اوس هم جرمني په افغانستان کي د فاسدینو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده. هم افغانان د خپلو هیوادونو په اداره ښه پوهیږي، هم مصریان، هم عراقیان او هم سوریایان. دا نړیواله ګروه خاکستري ده چي د کاذب اسلامي ګواښ په پلمه د غربي نړۍ دولتونه د دې څوارلسو پیړیو راهیسي بلیک میل کوي. د دوئ پر خزانو پایي، ددوئ پر کور خوري، څیښي او چي ځانونه تخلیه کوي، د دوئ د تشنابو پر ځای د دوئ پر غالیانو، میزونو او چوکیو باندي لوی اودس ماتونه ورته کوي. دوئ د بیا صافه، اوبه او شامپو را اخیستې وي، جارو یې په لاس کي وي او ددې لټ مردارخورو سیاسي نجاستونه او خبایث ورپاکوي. نه په دوئ کي کوم هوښیار پیدا سو او نه هم په موږ کي چي څه درته پیښه ده چي تر ابده پوري لا د دې مداریانو دومره مدارات کوئ. د کاذب اسلامي ګواښ (Islamophobia) ساده او اسانه علاج د قرآن لوستل دي. په عوض د دې چي د افغانستان د غني + عبدالله، د مصر سیسي، د لیبیا جنرال هفتر، د سوریې د بشار الاسد، شیعګانو، اهل الحدیثو، دیوبندیانو، تبلیغیانو، مولویه وو، قادیانیانو، اسماعیلیانو او دوئ ته ورته نورو د لټانو اتحادیو پر وده بلیارډونو ډالرو په اندازه مصارف کوئ چي اسلام تحریف سي او پیاوړی نه سي، راولاړ سئ قرآن د خپل تعلیمي نصاب برخه وګرزوئ. کله چي د نړۍ په یوه برخه کي کومه اغیزناکه یا اقتصادي ګټوره ټیکنالوژي کشف سي، د حصول لپاره یې هره قرباني ورکوئ او سوچه اسلامي تعلیمات چي پلی کول یې بشري ټولنه د پیاوړتیا عوج ته رسوي د ختمولو لپاره یې بېځایه مصارف کوئ. د دوئ سیاسي رهبریاني اوس هم په خپلو هیوادونو کي د ګروه خاکستري د لابیانو او د هغوئ د لاسپوڅو د واکه غورزولو اراده نه لري چي د دوئ په هیوادونو کي تر افغانستان زیات پیاوړي دي. او تر څو چي په خپلو هیوادونو کي یې زغمي نو زموږ په هیوادونو کي د دې لابیانو ایجنسیاني به هم حتماً تقویه کوي. دا خو عام و خاصو په ښکاره ولیدل چي د افغانستان اشرف غني، د پاکستان پرویز مشرف، د مصر جنرال سیسي، د لیبیا جنرال هفتر، د سعودي عربستان محمد بن طلال او د امریکا د هیلري کلنټن واک ته رسیدل د یوې واحدي او مشخصي ډلي پلان وو او هغه بشري غمیزي هم ټولو ولیدلې چي دې ډلي د دې پلان د تطبیق په لاره کي په شرق او غرب کي رامنځ ته کړې. د دې حقیقت څخه تنها د دې ډلي د ځواک اندازه موږ تر یوه حده لګولای سو. دا چي په عراق او سوریه کي د سني مسلمانانو د ځپلو لپاره د روس او ایران دولتونو څخه د اجیر ځواک په صفت کار واخیستل سو. د کاشغر او برما د سني مسلمانانو د ځپلو لپاره د چین دولت یې غیر مشروط خدمت ته حاضر سو او په دې نیژدې وختونو کي د سریلنکا او هند حکومتونو اسلام دښمني متوجه کیدل سني مسلمانانو ته نور هم موږ د دې ډلي څخه بیروي. موږ افغانان (بالخصوص پښتانه) چي اوس په کوم لیپړي کي راګیر سوي یو د هغه څخه د خلاصون لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو، چي اوس د نړۍ رهبري په دې موډ کي نه ښکاري خو زموږ خالق او باري زموږ ربج تل زموږ ملاتړ ته موجود دی او تل به وي. یو ساده شرط یې راته ایښی دی چي زما د ټاکلو حدودو درناوی وکړئ، په خپل منځ کي صله رحمي وکړئ، د اصراف او بخیلي پر ځای اعتدال غوره کړئ، مه خپله ظلم کوئ مه بل ظلم ته پریږدئ، د خیر کارونو ته وړاندي کیږئ، زه مو ملګری یم. تر کومه پوري چي د نړیوال ائتلاف خبره ده، د نړۍ په عامو ولسونو کي چي کوم مشترک عامه شعور د دې ائتلاف باعث ګرزیدای سي هغه تنها د هغه متن د لوستلو او پوهیدلو څخه حاصلیدای سي چي د وروستني او نا تحریف سووالهيج وحي په نوم شهرت لري یعني قرآن. دا چي کافران ارزښت نه ورکوي او مسلمانان ځني بیزاره دي، د هیلي دا سرچینه هم راڅخه مفقوده ده. دا چي کفار د قرآنه څخه د مسلمانانو بیزاري ویني نور هم د نړۍ تر ټولو ارزښتمند ترین علم غني سرچینې سره بې علاقه کیږي. موږ مسلمانان تنها د اخیرت د کرنسي سره سروکار لرو، چي د عیاشي اسباب د دایم لپاره په رانیولای سو. لکه د دې دنیا د کرنسۍ واحد چي یوه افغانۍ، یو ډالر یا یو دینار دی، د اخیرت د کرنسۍ واحد ۱ ثواب دی او د قرآن د یوه حرف په تلاوت لس ثوابه راته حاصلیږي چي تش د یا سین حرف ۳۰ ثوابه راګټي نو موږ یې مفهوم باندي پوهیدلو ته څه اړتیا لرو؟ ډیر هوښیاران یو... دا کفار ناحقه پر موږ د احمقانو ګمان کوي..... زموږ دا نوري غمیزي ورکول زموږ څخه پراخه مادي او معنوي ټولنیزه پانګونه غواړي، چي ډیره لیري ده چي دا وړۍ دي شړۍ سي؛ هو په نننیو شرایطو کي تنها یوه غمیزه نسبتاً په اسانه کمولای سو چي هغه د ځانمرګو پدیده ده. په ځانمرګو بریدونو کي زموږ یو زیات شمیر په زړه پاک داوطلب سرتیري او هم په کابل او ولایتي مرکزونو کي میشت عام افغانان شهیدانیږي. بلي خوا ته په عرب، افریقا، اروپا، امریکا او کاناډا کي هم خلګو د دې پدیدو وحشت په سترګو مشاهده کړی دی. شاید د نړي نسبي خپلواکو رهبرانو هم تر اوسه هغه ګواښ حس کړی وي چي د ځانمرګو د پدیدې څخه ورته متوجه دی. نیخه چي څومره امریکایان به په دې خبر وي چي په افغانستان، عراق او سوریه کي جنګیدلي یو شمیر روزل سوي امریکایي عسکر چي بیرته خپل هیواد ته ستانه سي، ځیني یې چي د کوم جنایي جرم په ترڅ کي محبسونو ته ولاړ سي هلته د یو شمیر غوړ ژبو عرب، پاکستاني اوبنګله دیشي مبلغینو په لاس اسلام ته دعوتیږي. بیا د هغه مظالمو مشاهدې ته په انعکاس ورکولو سره د ځانمرګي عملیاتو ته تشویقیږي. داسي ښکاري چي دا خصوصي ځانمرګي په عربي او غربي هیوادونو کي د لوړو رتبه لرونکو کسانو د بینه وړلو لپاره شاید وکارول سي. دا خو هغسي هم ثابته سوې ده چي امریکا د ملانصرالدین قبر دی. د بهرني ګواښ څخه یې د ولس د محافظت پراخ بندوبست موجود دی خو که داخلي عناصر په یوه ورځ په زرهاوو امریکایان هم ووژني، د حساب کتاب یې په پیښه کي د مستقیم دخالت لرونکو لاسپوڅو د نیوني او مړیني سره بندیږي. که څه هم تر اوسه پوري داسي څه پیښ سوي