مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

موډرنه سقاوي او د دوو حکومتونو د اعلان شرعي حکم

بريالی

لکه چي پوهانو ته جوته او څرګنده ده او د افغانستان لوی او معتبر غير پښتانه تاريخ پوهان لکه ملا فيض محمد کاتب په «تذکر انقلاب» او ميرغلام محمد غبار په «افغانستان در مسير تاريخ» کي او نور ډېر ليکولان هم په خپلو بېلو بېلو آثارو کي په مستنده توګه څرګندوي د سقاو زوی حبيب الله کلکانی او د هغه ډله چي خپلو ځانونو ته يې سقاويان ويل غله، چپاولګران، د انګرېز جاسوسان، د خلکو پر ناموسونو، ښځو، نجونو او هلکانو باندي تېري کوونکي، قاتلان، جنايتکاران او مطلق نالوستي ساکښان.
دغه اوسني د شر او فساد توکي، يا شمالي ټلواله د هماغه بچه سقاو او د هغه د ملګرو سقاويانو د کړو وړو پلويان او پيروان دي. دوی سقاو د يوه وياړلي، د دوی په اصطلاح ملي تاريخي شخصيت او واکمن په توګه لمانځي او درناوی يې کوي، په کابل او نورو ښارونو کي يې پر بېلو بېلو بينرونو د مسعود، رباني، فهيم او نورو تر څنګ د هغه عکسونه هم خپاره کړي او ځړولي دي او په کابل کي يې مقبره هم ورته جوړه کړه.
دغه اوسني سقاويان کټ مټ د هماغو لومړنيو سقاويانو کړنلار، عادات او اهداف لري. د پښتنو سره سر سخته دښمني پالي. د ايرانيانو، روسانو، امريکايانو او هندوانو او بل هر چا واکمني خوښوي، خو د پښتانه واکمني يې د هغو پر خپل هيواد باندي نه خوښيږي. د ګران او زړه ته راتېر افغانستان د نامه څخه سخته کرکه کوي او برالا چيغي وهي چي موږ خراسانيان يو او د دې هيواد تاجک مېشتي سيمي او نوري برخي خراسان بولي.
دغو سقويانو په دې وروستيو څلوېښتو کالو کي د افغانستان پر پتمنو خلکو سخت ناترسه ظلمونه وکړل. دوی وه چي د شورويانو تر ماتي وروسته يې د ځينو قومونو د خرابکارو عناصرو په پارولو سره يې په شعوري، قصدي، د پردو په لمسه او په نه پخلاکېدونکې توګه د افغانانو د ستر، ښکېلاک ماتوونکي او حماسه زېږوونکي جهاد د بدنامولو او د هيواد د ورانولو او خلکو د بې اتفاقه کولو لپاره د اسلام د مقدس دين د سپېڅلو لارښوونو خلاف جګړې را پيل کړې او د هغه مهاله تر دې اوسه په دې هيواد کي په ډول ډول فسادونو، تخريبکاريو او پردو غليمانو ته په جاسوسيو او چوپړ وهلو لګيا دي. په دې غملړلي دوران کي هم پردو او هم کرزي او غني د پياوړي کېدو، مطرح کېدو، شتمن کېدو او په واک کي د شريکېدو ښې زمينې ورته برابري کړې، چي دادی اوس له بده مرغه د زبون، ډارن، بېواکي او سل په ۱۲۰ کي بلواکي واکمن غني په پير کي د دې سقوي اوباشانو خبر تر دې ورسېده چي په ګران هيواد کي يې خپل حکومت (نوې اوسمهالې سقوي واکمني) اعلان کړ.
د يادولو وړ ده چي له بده مرغه په پښتنو کي د لومړۍ سقاوۍ پر مهال هم ځيني داسي کسان وه چي د امير امان الله خان د پاچهۍ په پرځولو کي يې د سقاويانو سره پټي او ښکاره اړيکي او همکارۍ لرلې او اوس هم ځيني د مقامونو او امتيازونو وږي پټي او ښکاره يارانې ور سره لري.
زما دغو کسانو ته او د نورو وروڼو قومونو زما زړه ته راتېرو خلکو ته توصيه داده چي د دغو خلکو کوم چي يوه ځانګړې محدوده ډله ده او يوازنی هدف يې زموږ د پتمنو خلکو د ځپلو او بې ورله کولو په بيه له پردو څخه امتيازونه ترلاسه کول او په واک کي د ځانونو شريکول دي له ملاتړ او نږديکته لاس واخلي او ليري ځني واوسي. ځکه دا شوم او پردي پال عناصر له همدې اوسه په ماته محکوم دي او بې له دې چي موږ افغانانو او زموږ هيواد ته جدي تاوانونه ورسوي بل هيڅ هم نه سي کولای.
د اوس لپاره ښايي دغه اوسمهالي سقاويان خپلو شومو موخو او اهدافو ته د رسېدو لپاره په آني توګه په خپلو کرکجنو اعمالو ګران هيواد او درنو هيوادوالو ته ډول ډول ستونزي جوړي کړي او ان د سولي د رواني پروسې په وړاندي څه خنډونه ايجاد کړي، خو تر دې ورهاخوا نه د افغانستان خلک دا منحوسه ډله پر واک پرېږدي او نه دوی دومره زور يا وړتيا لري چي د افغانانو واکمني غصب کړای سي.
وايي د جنګ خوږې خبري ساعت يې تريخ دی. دا جهال افغانانو او نړۍ والو ته د خپل تور ماهيت په ښوولو سره خپل ځانونه په لوی لاس د افغانانو او لوی څښتن سزا ته برابروي. دا ناپوهان حکومت جوړوي، خو دې ته فکرنه کوي چي حکومت خو بې خرته لکښتونه او د حکومت مامورين، پوځ، پوليس او نور زښت زيات معاشونه او ډول ډول وړتياوي او شرايط غواړي. د افغانستان د خلکو (چي د دې هيواد اصلي خاوندان او واکداران دي) ملاتړ، د بهرنيو هيوادونو په رسميت پېژندل او کومکونه ورسره کول غواړي. وايي :« چي درانه بارونه وړي خورک يې ځوز دی او چي اومه کاکونه خوري، چارياک يې ګوز دی». تر دغو لنډغرو پوري مي د هغو څو لېونيانو کيسه را په ياد سوه چي په يوه وچ دښت کي يې يو ځای ته پام سو او سره ويې ويل چي دلته عجيبه ښه ژرنده جوړيږي، نو هغه وو چي خواري يې وايسته، خو دومره نه پوهېده چي ژرنده خو په اوبو چليږي. اوس هم دغه سقاويان به نوی سقوي حکومت جوړ کړي، خو لګښتونه او د کارمندانو او عسکرو معاشونه او اخراجات به يې له کومه کوي؟! مګر له بيت المال او ملت څخه به يې په زور يا په غلا اخلي؟ زه چي فکر کوم دا ورۍ به شړۍ نه کړای سي. دا ماشومانه غورځي پرځي خيالست ومحالست وجنون !
زما په اند به دا آرايش سوی د لومړي سقاو خلف عبدالله او دا نور د واک وږي پر دې د احمدشاه بابا او حاجي ميرويس خان نيکه پر ټاټوبي او لمسيانو د حکومت کولو ارمان ګور ته ور سره يو سي.
په يوه قلمرو کي د دوو يا ډېرو واکمنو د فساد په هکله قرآن کريم په يوه عجيبه پېرايه او اسلوب سوونه کلونه وړاندي څرګندوني کړي دي، پام ورته وکړئ: ﴿لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (22)﴾[الانبياء ۲۲].
ژباړه: که په آسمانونو او ځمکه کي له يوه الله پرته نور بېلابېل خدايان وای خامخا به (په واکمني کي د دغو خدايانو د کشمکش له امله) د آسمانونو او ځمکي نظام ګډوډ سوی وای. (ځکه چي په يوه هيواد کي دوه واکمنان او په يوه اداره کي دوه مشران خامخا نظم او ترتيب له منځه وړي). ځکه نو د عرش څښتن الله له هغو خبرو څخه ګردسره پاک او سپېڅلی دی چي په درواغو سره يې په ستايي.
لوی څښتن سبحانه رښتيا ويلي دي.
او دا هم په يوه وخت او يوه هيواد کي د دوو واکمنو د رامنځ ته کېدو په هکله شرعي احکام دي:
”مذهب جماهير المسلمين من اهل السنة والجماعة وغير هم قديماً وحديثاً، وهو انه لايجوز تعدد الائمة في زمن واحد وفي مکان واحد“. (الامامة الکبری عند اهل السنة والجماعة ۵۵۲ مخ).
په دغه کتاب کي پر دغه مسأله باندي په تفصيل سره بحث سوی دی، لومړی يې د اهل سنتو والجماعتو او نورو ټولو مسلمانانو مذهب تشريح کړی دی او بيا يې په دې اړه د معتزله وو، ځينو کراميه وو، ځينو خوارجو، زيديه وو غير راجح مذهب تشريح کړی دی، چي پورتنی متن يې لنډيز دی او معنا يې ده : د اهل سنتو او جماعتو او نورو ټولو مسلمانانو مذهب له پخوا څخه تراو اوسه دادی چي په يوه مهال او يوه ځای کي له يوه څخه د زياتو واکمنو ټاکل جواز نه لري.
دا هم ولولئ:
”واذا کانت الامامة الاسلامية مختصة بواحد والامور راجعة اليه ، مربوطة به کما کان في ايام الصحابة والتابعين وتابعيهم. فحکم الشرع في الثاني الذي جاء بعد ثبوت ولاية الاول أن يقتل اذا لم يتب عن المنازعة“ . (د عبدالباقي حقاني، د اسلام سياسي او اداري نظام لومړی ټوک ۴۰۸ مخ).
پورتنی عبارت مولوی عبدالباقي حقاني، د اسلام سياسي او اداري نظام په کتاب کي د صديق حسن خان رحمة الله علیه د الخلافة والامامة العظمی له ۴۹ مخ او د مقدمة الدرة الغراء له ۵۷ مخ څخه را اخيستی دی او دا يې معنا ده: کله چي د اسلامي هيواد واک په يوه واکمن پوري ځانګړی وي او د خلکو ټولي چاري هغه ته راجع کيږي او په هغه اړه ولري، لکه چي د صحابه وو او تابعينو او تبع تابعينو په مهال کي وو، نو د دوهم واکمن په هکله کوم چي د لومړي واکمن د واکمنۍ تر ثبوت وروسته راغلی دی د شرعي حکم دادی چي که له منازعې څخه توبه ونه کاږي ودي وژل سي.
د دغسی چا د وژلو په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح احاديث سته، په دې ډول:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ، فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا» مسلم، کتاب الامارة، باب إذا بويع لخليفتين، 61 - (1853) شمېره حديث.
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چي د دوو واکمنو سره بيعت وسو، نو له هغو څخه وروستی ووژنئ.
عَنْ عَرْفَجَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: «مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ، يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ، أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ، فَاقْتُلُوهُ» مسلم، کتاب الامارة، باب إذا بويع لخليفتين، 61 - (1853) شمېره حديث.
ژباړه: څوک چي تاسي ته د بيعت په موخه درسي او ستاسي اتفاق پر يوه شخص باندي د واکمن په صفت راغلی وي او دغه وروستی شخص ستاسي اتفاق له منځه وړل او يو له بله کرکه او بد وړل غواړي، نو ويې وژنئ.
البته دا هم بايد هېره نه کړو چي اشرف غني هم په درغلي، چل ول، له دولتي امکاناتو، اغېز او نفوذ څخه په ګټه اخيستنه او د امريکايي بدمعاشانو په ملاتړ او خوښه، په ډېرو لږو رايو چي پر نشت حساب دي د واک پر ګدۍ تکيه وهلې ده. نو د ولس خير په دې کي بولم چي دغه ټاکني ګرد سره لغو اعلان سي او د ټول شموله افغاني خبرو د پرېکړو په پايله کي سوله راسي او د سولي په فضا کي د شريعت او افغاني قوانينو سره سم پارلماني او ولسمشريزي ټاکني وسي، نور نو حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery