بسم الله الرحمن الرحیم
شک نشته چې داڅومیاشتې وبا (کرونا) ناروغۍ په ډله ایز(اجتماعي) اوټولیز(مجموعي) ډول ټول بشریت او انسانیت دویراو ماتم په ټغر کښینولی اوهرچم اوکوڅه له ساندو او ویرونونه ډکه ده ،هره خوا ویرینې او مرثیې دي او دهرچا ګریوان دخپلو او خپلوانو دمړینوپه اوښکو لوند دی ،(کرونا) وایروس یا وبا دداسې مرګې بڼه خپله کړي، چې نه پلار زوی ته او نه زوی پلار ته ورنږدي کیدای شي ،نه یې روغتون کې عیادت یا پوښتنه کولای شي اونه یې تکفین او تجهیزکې لاس کولای شي ،چې څوک په کرونا مبتلا شي تر قبراو دسپیرو خاورو ترډیرې پورې یې بیا خپل او خپلوان له دیدن نه بي برخې او محروم شي !
درسنیزو معلوماتو پر بنسټ دکرونا پیښه لومړی دچین هیواد کې رامینځته شوه،چې دانګیرونوله مخې احتمالا دپیښیدو یا وقوع لاملونه یې دچینایانو د ناپاکو او حرامو خوراکونوخوړل اوهم دچینایي مسلمانانو پرخلاف دچینایي حکومت دناقبت اندیشه اوظالمانه تګلارو لاملونه وو،چې پایله کې داکرونا دیوه الهي ازموینې اوعذاب په بڼه رامینځته اوبیا یې وایروس ترلویدیځواو ختیځوهیوادونو پورې ریښي وغځولې .
پرمختللې اروپا او امریکا یې هم کلکه وځپله اوهغه هسپانیه او ایټالیاکې چې دمسلمان اذان ،جومات اوګرد اسلامي شعایر(شجره ممنوعه )یا ممنوع الاجراء وو،له نیکه مرغه دحکومتي چارواکیو لخوا لوډو سپیکرونوکې داذانونواجازه ورکړل شوه ،جوماتونه خلاص شول اوداسلام دمبارک دین پرحقانیت باندې قولا او عملا باور څرګند شو،هلته چې همجنس بازۍ ،بدلمنۍ ،نوعیت بدلول ،شراب قمار،دشرعي حجاب پرضد کمپاین ،له سپو ،پیشو،خرواو نوروځنګلي او اهلي حیواناتو سره واده قانونیت درلود اوداسلامي شعایرو (قران ،پیغمبرصلی الله علیه وسلم او....) سپکاوی او اهانت دویاړ او افتخار نشان وواو دنړۍ مسلمانان په ترهګرو اوافراطیت تورن کیدل ،نن هغه خبرې له مینځه تللې ،لویدیځه او ختیځه نړۍ باندې د(کرونا) دمرګاني (هیولا ) خپسه ناسته ده اوهروګړی دمرګ ناندری وهي ،نن دچین ولسمشر( جین پینګ)دمسلمانانو جومات ته ورځي اود مسلمانانوپه ژبه دالله تعالی څخه دکرونا نه نجات غواړې ،دامریکا ولسمشر(ډونالډ ټرمپ)دتوبې په نوم ورځ اعلانوي ،دامریکا په پارلمان کې قرانکریم پداسې هسک غږ تلاوتیږي ، چې انګازه یې ددې هیواد کنګره په سراخلي ،دامریکا دولسمشر ډونالډټرمپ په ګډون ټول پارلمان دالله تعالی کلام ته غوږنیسي ،دسپینې ماڼۍ واکمن دبیت الله شریف دانځورونو نمانځنه کوي او انځورونه یې دتبرک لپاره په سپینه ماڼۍ کې ځوړندوي ،د هسپانیا او ایټالیا په هغو تاریخي جوماتونوکې یوځل بیا بلالي اذان او د توحید نغمې دپانګوالو طلسم ماتوي چې له پیړیو پیړیو راهیسي په کلیسا بدل شوي اودلکونو مسلمانوشهیدانو دوینوپوراخلي ،نن بیا هسپانیا کې دتاریخي غرناطې ،قرطبې ،جبل الطارق افسانې وویل شوې ،هسپانویانوته بیا دجبل الطارق!! دسیند څنګلورې کې دبیړیو دماتولو پر وخت دمسلمان فاتح (طارق بن زیاد رح)هغه اسلامي غرور یا ویاړنه وریاده شوه چې علامه اقبال لاهوري یې په فنانه ژبه داسې زمزمه کوي :
طا رق که برکناره اند لس سفینه سوخت
ګفتند کارتو به نګاهی خرد خطاء است
خندید ودست خود به شمشیر برد ګفت
هرملک ملک ما است که ملکي خدای ماست !
هوکې !
په مجموع کې ټول انسانیت او ټوله نړۍ دڅښتن تعالی عظمت او توحید ته سلامي شوه، دهغه ذات ستر طاقت ته سرکوزې شوه او ددوئ تکنالوژۍ او ساینسي وسایلو ونکړای شول، چې دا کوچنی کرونا وایروس (چې یو میلیون ځلې دنورو وایروسونوڅخه وړوکی دی )دمایکروسکوپ په دایره کې مهار کړي او ددرملنې لارې چارې یې برابرې کړي !
------------------------------
خو لکه څنګه چې دحضرت اسامه بن زید رضی الله عنه په روایت کې چې صحیح البخاري (6/2557 ، رقم 6573) او صحیح مسلم (5/207 ، رقم 21855)او أحمد (5/207 ، رقم 21855) كې رانقل کړي ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :یقینا وبا هغه عذاب دی ،چې الله تعالی پرې ستاسو نه مخکیني امتونه هلاکت کړي وو اویو شئ (دوبا یوه برخه )ترې په ځمکه کې پاتي ده ،کله راځي او کله ځي ،کله که په هغه ځمکه واقع شوه ،چې تاسوپکې شتون درلود، نودفرار په نیت ترې مه وځئ اوکه کله موپه کومه سیمه کې ددې وبا دپیښیدو په باب خبر واورید نوهلته مه ورځئ!
نوموړې حدیث شریف کې له ورایه دقرنطین تلقین او په کوردناستې موضوع څرګندیږي اوخلکوته دځای په ځای کیدو توصیه کیږي !
ددې څخه ښکاري چې دنړۍ دانسانانو ګناهونه او جرایم نور تردې پولې پورې رسیدلې وو،چې الله تعالی یې نور په باب دیوې وبا (کرونا) دنزول پریکړه کړې وه او همدایې ورته مقدر کړي وه .
دسپوږمۍ مدار او دکهکشان سیاروته ختلی مغرور انسان!! چې (دمریخ ،زحل او عطارد او.....)سره لوبي کوي او د(ناسا) هوابازانو دملکوت دنظام نندارې ته میاشتې میاشتې فضایي سفرونه کول ،دیوه کوچني ژوی (کرونا) چې په سترګو هم نه کتل کیږي، تر تهدید لاندې راوست ،لویدیځ او ختیځ کې میشت انسان یې په کور کې قرنطین ،دده مخ او لاسونه یې پر ماسک او دست کشو وپوښل ،له ستړې مشي او اجتماعي ناستو نه یې لیرې کړ ، مجلل لوبغالې یې تش کړل ،لوبې یې سانسور کړي ....داسې ناروغې موننداره کړه ،چې عموما طبابت یې له درملنې نه عاجزشو !
خولکه چې څنګه ام المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها فرمایي :چې دا وبا دکفارو لپاره عذاب او مومنانولپاره رحمت دی، ښایې دنړۍ دمسلمانانو دزړونوټکورشي او پدې به ډاډه وي ،چې وبا کې مړمسلمان شهید دی...المطعون شهید.،الحدیث .
په(المسند الجامع لابی الفضل ج۳۸ص۱۰۸) کې حضرت عایشه رضی الله عنها روایت کوي: چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دطاعون(وبا)پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل :چې دا دالله تعالی عذاب دی ،چې چاته یې خوښه شي ورلیږي یې او دا طاعون یا وبا الله تعالی دمومنانو لپاره رحمت ګرځولی ،نوداسې یوه بنده به نه وي ،چې طاعون هلته واقع شي اودابنده پدې سیمه ښارکې پاتي شي، پداسې حال کې چې صبرکوي او دالله تعالی نه داجر اوثواب هیله مند وي او پدې پوره باوري وي، چې ده ته (کوم مرض یا مړینه) نه رسیږي مګرهغه چې الله تعالی ورته لیکلې وي (نوکه ددې طاعون وبا څخه ومړ)مګرداچې ده ته به دشهید اجر ورکړای شي !
هو!
افغانستان هم یو له هغو هیوادونوڅخه دی، چې دکرونا وایروس پکې دخپراوي په حال کې دی او واکمن یې لکه دنورو مبتلا شویو هیوادونوغوندې ددې وبا دکنترول ځواک نلري اونه یې دمعالجې چاره سنبالولای شي .
-------------------------
دوباګانو تاریخي پس منظریا شالید!
مونږ دې لیکنه کوښښ کړی ،ترڅوهغه نبوي احادیث اودتفاسیروحوالې رانقل کړو، چې دځمکې دخاورینې کرې څخه ددې وبا(کرونا ) دټغر دټولیدو په باب بشارتونه او وړاندیونې له ځانه سره لري او داحادیثو په رڼا کې به هغه ورځې هم په ګوته کړو ،چې دکرونا دوایروس دقلع اوقمع نښې اونښانې پکې په ګوته شوي دي ،خودمقام دزیات وضاحت لپاره مووپتییله څو ددې بشارتونو له تذکر نه مخکې دنړیوالو وباګانو لنډ شالید یا تاریخی قدامت باندې رڼا واچوو!
په( البدایة والنهایة لاسماعیل الدمشقی )او هم په (الاستذ کار لابی عمر المری )کې دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه د روایت په استناد لیکي چې :امیرالمومنین عمر فاروق رضی الله عنه دشام په سفر روان شو،چې کله (سرغ)ځای ته چې شام سره یوه نږدي پرته سیمه ده ورسید، دشام داسلامي لښکرو قوماندانان حضرت ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه اونور ورسره مخامخ شول اوورته یې وویل چې شام کې وبا خپره شوي .
امیرالمومنین عمر رضی الله عنه دورسره مله صحابه وو رضی الله عنهم سره چې اهل بدر ،انصار او دقریشومشران هم پکې وو، سلا اومشوره وکړه، چې دوئ دقریشوڅخه پرته په مختلفونظریو وویشل شول، چا ورته شام ته دتللو او چا دنه تلو مشوره ورکړه، چې همدا مهال عبدالرحمن بن عوف رضی الله راغی او ددې موضوع دحل لپاره یې وویل ،چې ماسره ددې په باره کې علم شته ،اودرسول الله صلی الله علیه وسلم داحدیث یې ولوست چې الفاظ یې دادي : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول إذا سمعتم به بأرض فلا تقدموا عليه وإذا وقع بأرض وأنتم بها فلا تخرجوا فرارا منه قال فحمد الله عمر ثم انصرف .
ژباړه :رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې :کله تاسوپه کومه ځمکه کې دوبا په ظهور پوه شوئ ،نو هلته مه ورځئ! اوچې (وبا)په کومه ځمکه (سیمه ) کې رامینځته شوه، چې تاسو پکې وئ، نوبیا ترې مه راوځئ! نوعمر رضی الله عنه ددې حدیث په اوریدلو سره دالله تعالی حمد ووایه او له کاروان سره بیرته د(سرغ) مقام څخه مدینې ته راوګرځید!
په البدایه والنهایه )کې لیکي: چې امیرالمؤمنین عمررضی الله عنه څلور ځل شام ته تللی ،او د(سرغ)پورې هغه وخت سفرکړی وو،چې هغه وخت د(عمواس )مشهوره وبا لا نه وو ګډه شوي او دا (۱۶هـ) کال و ،چې بیا د(ابواسحاق )په روایت د(عمواس )مشهوره وبا په (۱۸ هـ) کال کې رامینځته شوه او دحضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه ،حضرت ابوعبیده بن جراح رضی الله او یزید بن سفیان رض اونور کبار صحابه کرام او مشران پکې شهیدان شول !
(البدایه والنهایه )لیکي : چې ددوئ دریواړو له شهادت څخه وروسته چې په طاعون (وبا )باندې شهیدان شول ،حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه دشام دلښکرو قوماندان شو اوهغه خپله لومړنۍ خطبه کې وویل :چې دا وبا یا طاعون یو اور دی اوددې نه محفوط ځای ته تلل پکار دي، که څه هم پدې خبره پرې معاذبن جبل رضی الله عنه او نورکبارو صحابه کرامو رضی الله عنهم اعتراض وکړ،خو نوموړې دمسلمانانو لښکر چې لومړی (جابیه ) کې ځای پر ځای شوی وو، په غرونو او وادیو کې خپور کړ، چې له امله یې نور زیان ونه لید او څښتن تعالی وژغوره !
په (البدایه والنهایه )کې لیکي: چې بیاپه ( هـ۴۴۹)کال کې دفقراوغربت په وجه بغداد اواړوندو کلیو کې خلکو جیفې او مردارې خوړلې ،چې همدا مهال بخاری اوڅنګلوریو سیموکې دوبا او لوږې له امله په یوه ورځ کې (۱۸۰۰۰)انسانان مړه شول ،چې ددې وژونکې وبا له امله ټول مړې (۱۵۵۰۰۰۰ )پنځلس لکه او پنځوس زره انسانانو ته پداسې حال کې ورسیدل چې خلک به پدې ښارونو تیریدل ،نویوازې تش بازارونه او خالي لارې او سرکونه به یې ننداره کول ،دروازې به تړلې او د انسانانو نه شتون به په سیمه اوښآرونو کې وحشت خپورکړی وو.
علامه ابن قیوم جوزي رح وایې : چې همدا مهال داذربیجان څخه هم دوبا خبرونه راغلل، چې ډیری انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ،همداسې په (اهواز) او(بواط)کې هم وبا ګډه شوه او دفقراومسکنت له وجه هم ډیروخلکو ژوند له لاسه ورکړ،تردې چې خلکو دلوږې له کبله دسپو او مړوشویو انسانانوغوښې خوړلې ،ترڅوخلکوعباداتو ته مخه کړه، صد قات یې ورکول پیل کړل او له حرامو نه راوګرځیدل .
په (الاستقصا فی اخبار مغرب الاقصی )کې لیکي :چې په (۸۴۶ هـ)کال کې په المغرب کې د(عزونه )په نوم یوه ستره وبا خپره شوه ،چې پدې وبا کې کبار علماء او چارواکي وفات شول ،بیا په (۸۴۹ هـ)کال دذوالحجې میاشت کې ددې وبا له امله د(فاس )لوی مفتي ،محدث او عالم شیخ ابومحمد عبدالله العبدوسي هم وفات شو،چې ورپسي دهمدې اوږدې وبا له امله په کال (۸۷۲هـ) دذی الحجې په وروستیوکې په (فاس)کې امام الجماعت شیخ ابوعبدالله محمدبن قاسم الاندلسي چې په( القوري) باندې مشهور وو وفات شو.
له اسلام نه وړاندې بني اسرایلو باندې هم داسې وبایي امراض راغلې وو او ډیری انساني زیان یې وراړولی وو،لکه دعایشې رضی الله عنها په مذکور حدیث کې موچې ولوستل ،چې د وبا یا طاعون یوه برخه د مخکنیو امتونوڅخه ځمکه کې پاتې ده ،چې چاته دالله تعالی خوښه شي ورلیږي یې !
دوبا نورې داسې بیلګې هم ډیرې شته، خو دلیکنې دحوصلې دکمښت له امله موپدې بسنه وکړه او دوبا ګانو څوامثال موولیکل ،کنه دانسانیت تاریخ دداسې وباوو او طاعوني ناروغیو څخه ډک دی او شمیرل یې خورا سخت دي .
----------------------------
دوبا(کرونا) دورکیدو او ختمیدو زیری!
دوبا دعواملواوتاریخي شالید یا منظرکشۍ څخه وروسته اوس دا داراسپړو چې وبایی ناروغۍ یا نن سبا دا کرونا وایروس چې وبایي بڼه یې خپله کړي ، کله دځمکې له کرې څخه خپل ټغر ټولوي او آیا پدې باب داحادیثو په ذخایرو یا کتابونوکې کومه وړاندیونه شته او کنه ؟
دانوهغه پوښتنه ده ،چې هرڅوک یې ځواب ته ډیر لیوال وي او دهرچا ورته تلوسه وي ، داسلام ستر پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم لا څوارلس پیړۍ مخکې خپل امت ته ددې په باب لارښوونې کړي دي، چې مونږ به یې دتفصیل پرځای غورچاڼ راواخلو !
دامام طحاوي رح د(مشکل الاثار) په څیرمسانیدو کې دامام ابوحنیفه رح په (مسند ابي حنیفة ج۱/ص۳۰۰)کې داحدیث داسې رانقل شوی چې :ابن المقرئ وایې چې مونږته امام ابوحنیفه حدیث بیان کړی ،هغه ته عطاء بن رباح خبرورکړی ،او عطاء له ابوهریره رضی الله عنه څخه اوریدلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې کله سبا مهال ثریا (پیرونې ) یا دستورومجموعه راوخیزې ،نوالله تعالی له هر ښار او سیمې څخه آفتونه ،وباګانې او بلیات پورته کوي !
دحدیث متن داسې دی : وقال ابن المقرئ : ثنا أبو حنيفة ، أخبرني عطاء بن أبي رباح ، أنه سمع أبا هريرة ، يقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : « إذا طلعت الثريا غدوة ارتفعت العاهة عن كل بلد » رواه القاسم بن معن ، ويونس بن بكير ، والصلت بن الحجاج ، وجعفر بن عون ، ورواه عسل بن سليمان ، عن عطاء
(3) العاهة : الآفة والداء المتلف لما أصابه .
همداحدیث امام جلال الدین سیوطی رح هم د طبراني له اوسط څخه،بزار ،احمد اونورونه رانقل کړی او وایې چې له (العاهة) څخه موخه یا معنی مراده وبا او ناروغي ده ،چې دادی جنسا هغه حوالې هم ستاسو مخکې ږدم ،چې کومې د(ثریا ) پیروینې ستوریو دطلوع له امله دکرونا دلیرې کیدو وړاندوینه کوي :
إذا طلع النجمُ ارتفعت العاهةُ عن كلِّ بلدٍ (أحمد ، والبزار ، والطبرانى فى الأوسط عن أبى هريرة)
أخرجه أحمد (2/341 رقم 8476) والبزار كما فى كشف الأستار (2/97 رقم 1292) والطبرانى (2/78 رقم 1305) . قال الهيثمى (4/103) : فيه عسل بن سفيان وثقه ابن حبان وقال يخطئ ويخالف ، وضعفه جماعة ، وبقية رجاله رجال الصحيح . وأخرجه أيضًا : أبو نعيم فى الحلية (7/367) .
وللحديث أطراف أخرى منها : "إذا طلع النجمُ صباحا" ، "إذا طلعت الثريا" ، "ما طلع النجم" .
ومن غريب الحديث : "النجم" : الثريا . "رفعت العاهة" : من نحو مرض ووباء أو ما فى مالهم من نحو إبل وثمر .
2319- إذا طلع النجمُ صباحا رُفِعَت العاهةُ (أحمد ، والطبرانى فى الأوسط عن أبى هريرة) [المناوى]
(جامع الاحادیث لجلال الدین السیوطی ج۳ص۳۴۱)
دابوهریره رضی الله عنه د (ثریا )ددې حدیث شان ورود داسې وو، چې لکه څنګه چې (امام احمد دعثمان بن عبدالله بن سراقه ) له طریق نه رانقل کړی ،چې دا وایې ما له (ابن عمررضی الله عنه) نه دمیوو دپلورلو دوخت په باره کې وپوښتل : نو (ابن عمر رضی الله عنه) راته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دمیوو دپلورولوڅخه ترهغې پورې منع کړي، ترڅو چې دا(العاهه ) یعنې وبا او ناروغي ورکه شي، نوداوایې چې ماترې وپوښتل: چې دا به کله پورته کیږي؟ نوده راته وویل: چې کله اسمان کې ثریا راوخیژي!
تفسیرقرطبي/ ج۷ص۵۱/، تفسیر حقی او تفسیر روح البیان هم همدا حدیث رانقل کړی او وایې (ثریا) چې کله اسمان کې سهار وخت راوخیژې ،نو میوې پخیږي او وباګانې او مرضونه پورته او ختمیږي ،نوداډول احادیث اسلامی امت ته خصوصا او ګرد انسانیت ته عموما ددې بشارت او زیری ورکوي، چې کله اسمان کې د(ثریا)پیروینو ستورو ټولګه راوخیژې، نو انشاءالله تعالی چې دکرونا وبا به له منځه لاړه شي او عموما انسانان به ددې وایروسي وبا څخه نور خلاص شي !
اوس داخبره چې (ثریا)پیروینې / ستورې کله او کوم سهار داسمان په مدار کې راخیژې ؟ ترڅو دکرونا وبا دټغرټول او دانسانانودزیان کچه کمه شي ،داهغه موضوع ده ،چې مفسرین اومحدثین یې په باب ویشل شوي او مختلف نظریات نظر لري، چې اجمال به یې دلته رانقل کړو:
1-قول : دامام قرطبي دتفسیر پراساس د(ثریا) ستوري چې له امله به یې دځمکې څخه د وبا وبلا لیرې کیږي او میوې ورسره پخیږې، هغه دزیږیزتاریخ دمیۍ میاشت (۱۲)دوولسم تاریخ دی ، چې درمضان دمیاشتې د(۲۰)شلمې نیټې سره سمون خورې، چې همدا خبره حافظ ابن عبدالبر رحمه الله په ( التمهید ) کې لیکلې ده ،چې( ثریا)پیروینې ستورې دمۍ دمیاشتې په (۱۲) نیټه راخیژې ، دقرطبي عبارت داسې دی چې :
عن عطاء عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "إذا طلعت الثريا صباحا رفعت العاهة عن أهل البلد" . والثريا النجم ، لا خلاف في ذلك. وطلوعها صباحا لاثنتي عشرة ليلة تمضي من شهر أيار ، وهو شهر مايو.
۲- قول : تفسیر روح البیان لاسماعیل الاستانبولی / ج۳ص۵۸ او (تفسیر حقی ج۲ص۵۰۰) کې داسې لیکي: چې( ثریا ) پیروینې ستورې چې له امله به یې میوې پخې او وباګانې او نا روغۍ له ځمکې نه ورکې شي، دپسرلې وروستۍ میاشت ده ،یعنې ددې تفسیرونو په وینا نږدي دجوزا میاشت راځي !
قرطبي د(شهر ایار)نه مراد دمۍ میاشت اخلي ،چې درمضان میاشتې له شلم سره سمون خورې اوتفسیر روح البیان للاستابولي او تفسیرحقي د(شهر ایار) څخه په غالب ګمان دپسرلې دریمه میاشت چې جوزا راځي مرادوي !
لکه ددې تفاسیروددې عبارت نه چې له ورایه څرګندیږي :.... وطلوعها صباحاً في اثنتي عشرة تمضي من شهر أيار وهو آخر الشهور الثلاثة من أول فصل الربيع وهي آذار ونيسان وأيار.
۳-قول : شرح الزرقاني علی الموطا )کې لیکي: چې د(ثریا)پیروینې ستورې داوړې په لومړۍ میاشت کې راخیژي اوهغه وخت وي، چې ګرمې ډیره وي اود میوو دپخوالې موسم وي اودلیل کې یې دصحیح البخاري هغه روایت راوړی چې زید بن ثابت به ترهغې پورې میوې نه پلورلې ترڅوبه چې پکې زیړه او سره تفکیک شوی نه وه .لکه پدې عبارت کې چې لیکي :
وطلوعها صباحاً يقع في أول فصل الصيف وذلك عند اشتداد الحر وابتداء نضج الثمار وهو المعتبر في الحقيقة، وطلوع النجم علامة له وقد بينه بقوله في رواية البخاري من طريق الليث عن أبي الزناد عن خارجة عن أبيه فزاد على ما هنا فيتبين الأصفر من الأحمر.
(شرح الزرقانی علی موطأ مالک ج۹ ص۲۰۶)
۴-قول : حافظ ابن حجر رح په فتح الباري کې لیکي چې : ثریا ستورې داوړې دفصل په لومړیو کې هغه وخت سبا مهال راخیژي ،چې حجازکې ګرمې سخته شوی وي اودمیوود پخیدلو لومړی سر پیل شوی وي ،همداسې (علامه المناوي )هم خپل (تفسیر فیض القدیر) کې لیکلې دي .
دپورتنیوهغو اقوالوغورچاڼ پدې راڅرخي چې( ثریا )پیروینې ستورې ،چې دالله تعالی دحکمت له مخې به یې په طلوع سره دځمکې نه وباګانې (کرونا) ورکه شي، داسمان په افق کې دثوردمیاشتې په وروستۍ لسیزه یا دجوزا په میاشت کې چې ګرمي پیل شوي او میوې پخیږي رادبره شي، چې دنبوي صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له مخې به ورسره ځمکې کې خپرې ناروغۍ او وباګانې ورکې شي، دعلماوو څیړنې دهمدې خبرې توثیق او توکید کوي ،چې همهاله اوسني طبابت او طبي څیړنو هم داخبره هم ورسره مصادفه کړې ده ،چې وایې داوړې او ګرمۍ په راتلو سره به (کرونا )دځمکې نه ورکه شي ،نوبویه چې داسلام دستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم څوارلس پیړۍ مخکي وړاندوینه اوسني ساینسي اوطبي لابرتوارونو ومنله او له رویه یې داسلام حقانیت نور هم جوت شو!
(صدق الله وصدق رسوله الکریم)
----------------------------------------
خپلې لیکنې ته دپوهاند استاذ فضل ولي ناګار په خوله (دکوم نابغه شاعر)په هغه زمزمه شوې بیت دپای ټکی ږدم چې د ثریا او ثری نږدیوالی یا تقارب پکې دنړۍ دمحبت رمزښودل شوی :
له ثری تریا که فکر وکړي
په څلور کونجه غوغا دمحبت ده
پای
۱۴۴۱هـ رمضان المبارک ۱۷نیټه .
-------------------------------------
ماخذونه :
۱-(المسند الجامع لابی الفضل ج۳۸ص۱۰۸)
۲-التمهيدلما في الموطا من المعاني والاسانيدج12ص260)
۳- أحمد (5/207 ، رقم 21855) ، والبخارى (6/2557 ، رقم 6573) ، ومسلم (4/1738 ، رقم 2218) . وأخرجه أيضًا : عبد الرزاق عن معمر فى الجامع (11/146 ، رقم 20158) .
4-(المعجم الکبیرالطبرانی )
۵- الاستقصا فی اخبار مغرب الاقصی ج۲ ص۲۷۶
۶ـ(الموطأ نسخة نادرة)
7-(الجامع الاحکام القران للقرطبی)
8-(مشکل الاثار)
۹ (جامع الاحادیث لجلال الدین السیوطی ج۳ص۳۴۱)
10 -(مسند ابی حنیفة ج۱ص۳۰۰)
۱۱- (تفسیر حقی ج۲ص۵۰۰)
۱۲- تفسیر روح البیان لاسماعیل الاستانبولی (ج۳ص۵۸
۱۳-(البدایة والنهایة لاسماعیل الدمشقی ج۱۳ص۹)
۱۴- (شرح الزرقانی علی موطأ مالک ج۹ ص۲۰۶)
15- الطبري: شرحبيل بن حسنة بدل خالد. (2) أخرجه البخاري في
الانبياء 54 وفي الحيل 13، ومالك في الموطأ في المدينة 22، 23،
24. (3) أخرجه الامام أحمد في مسنده ج 1 / 182 و 4 / 195. (*)
16-فتاوي الشبكة الاسلامي, رقم الفتوى 72163 أيام الحسوم والثريا
تاريخ الفتوى : 01 صفر 1427
17- الخبر في الطبري 4 / 201 والكامل في التاريخ 2 / 558 في
حوادث سنة 81 ه