دخپریدو نیټه : 2020-07-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ښکلې ماڼۍ
م. ظریف عنایت زی
لنډه کیسه
زموږ په سیمه کې دغې لوړې درې پوړیزه ودانۍ چې په سپینو مرمر ډبرو سینګار شوې پر لاره يې د هر تېرېدونکي پام ځان ته اړاوه د کوټو لوی لوی قنډیلونه یې له ورایه ښکارېدل، ډېر خلک خو به چې نوي دې سیمې ته راتلل کله به چې ددې ماڼۍ په مخکې تېرېدل هرومرو به د نندارې لپاره څو شېبې د هغې په مخکې تم کېدل.
زما د دفتر لاره هم په همدې لوري وه او هره ورځ چې کله د دې ښکلي کور ترڅنګ تېرېدم ډول ډول موټرو به ورته تګ راتګ کاوه داسې ښکلې نجونې او ځوانان به ترې راوتل چې د کوڅې خلک به ورته ګوته په غاښ و. ما به د دې کور د اوسېدونکو او ډول ډول موټرو او شتمنیو په لیدلو له ځان سره ویل دا څومره بختور خلک دي خداي څومره شتمني ورکړې او په دې کوڅه کې هر څوک د عزت په سترګه هم ورته ګوري ځکه نن سبا خو هغه د چا خبره کار د نوي لستوڼي دی.
خو له څو ورځو راهیسې مې ورته پام شوی چې له دې کوره د ژړاګانو او زاریو غږ راځي، د ورځې دوه او کله خو درې ځله ددې کورترڅنګ تېرېږم او هر ځل د ژړا آواز ترې راځي ته وا چې کوم لوی ماتم پکې دی. دې چارې زه هک پک کړم لنډه دا چې له ځان سره مې وپتيله چې هرومرو به د دې کور له کوم غړي څخه په دې اړه پوښتنه کوم. هماغه و تېره ورځ کله چې بیا ددې کور مخې ته ورسېدم په همدې وخت کې یو د پاخه عُمر سړی چې خیرنې جامې، زړه توره شلېدلې لنګۍ یې پر سر وه او له یخنۍ یې ژامې لړزېدې له کوره راووت او د انګړ د دروازې تر څنګ پېتاو ته لاس تر زنې خواشینی کښېناست کله مې چې له لېرې د هغه په خواشینې بڼه سترګې ولګېدې لومړی مې غوښتل ترې تېر شم خو بیا مې زړه راغونډ کړ او ترڅنګ یې کښیناستم، له سلام او روغبړ وروسته مې ځان وروپېژاند او په ډیر ادب مې ترې پوښتنه وکړه.
-اکا وبخښه، ته په دې کور کې باغواني يا کوم بل کار کوې او ولې دومره خواشینی یې.
د هغه له سترګو اوښکې روانې شوې سوړ اوسیلی یې وایست او په داسې حال کې چې اوښکې یې د پټکي په شمله پاکولې وې ویل:
- زویه خداي دې کپیر(کافر) ته داسې ژوند نه ورکوي لکه ماته یې چې راکړی
- د دې کورغړي لکه چې سم چلند نه درسره کوي او یا لږ تنخوا درکوي؟
- کاشکي په ګېډه له چا سره مزدور واي خو له دې چلنده او هره شېبه د خپلو اولادونو له سپکوسپورو خلاص واي.
- اکا سپینه خبره وکړه زه دې په مطلب پوه نه شوم.
- زویه، ما په ټول عُمر کې ډېر زحمتونه او کړاونه تېر کړل هره سختي او ستونزه مې پرځان ومنله خو بچیانو ته مې د لیک لوست ټولې آسانتیاوې برابرې کړې اوس مې چې درې واړه زامن لوړ منصب ته رسولي او د آرګاه بارګاه خاوندان شول لوړ معاشونه اخلي دومره لوي کور او پراخه شتمني لري خو زموږ ژوند د سپي دی، یو وخت ډوډۍ مو په ښه زړه نه ده خوړلې خدازده چې خداي به د کومې ګناه بدل رانه اخلي.
- اکا ډېر دې خواشینی کړم خو ودې نه ویل چې دا هره ورځ د کومې ښځینه د ژړا غږ هم راځي.
په داسې حال کې چې د اوښکو څاڅکي یې یوه پر بل پسې په ګیره ښکته روان وو وې ویل:
-هغه زما مېرمن ده چې هره ورځ د خپلو نګیندو لخوا سپکې سپوري اوري او آن کله کله خو یې وهي ټکوي، زويه، چې خپل اولاد چاته په درد ونه خوري پردۍ ښځې مو څه پروا لري. د اوس زمانې اولاد چاته په درد نه خوري خداي دې چا ته داسې زامن نه ورکوي چې زه یې لرم.
په همدې خبرو کې وو چې یو ښکلی وروستی ماډل موټر راورسېد او کله چې سپین ږیري پر هغه سترګې ولګیدې خبره یې پرې کړه او زرپاڅېده غوښتل يې چې کور ته ننوزي خو موټر د سترګوپه رپ کې راورسید کله چې د دروازې په مخکې ودرید یوځوان چې توره دریشي یې اغوستې وه او عینکې یې په سترګو وې سپین ږیري ته مخ ورواړاوه او په تونده بڼه یې ورته وویل دلته څه کوې ننوزه کور ته. په داسې حال کې چې د سپین ږیري له سترګو اوښکې روانې وې کورته ننوت.
ماله ځان سره وویل ریښتیا چې خوښي اوسوکاله ژوند هېڅکله په ډېره شتمنۍ کې نه دی.