لیکوال: شیخ محمد بن عبدالرحمن العریفي
اشاره سره سوه، ډېر رش وو، د ملګرو سره د وعدې يواځي یو څو دقیقې پاتي وې، خاص د دغي اشارې له امله، کاشکي چي لږ وختي راغلی وای، چي اوس تېر سوی وای.
هره ثانیه د یوه ساعت په شان را باندي تېرېده، یو ځل به مي ساعت ته کتل او بل ځل به مي اشارې ته کتل، زرغونه سوه، ارنګ مي وواهه، ټول خلک مي په تکلیف کړه، موټرونه روان سول، تر اول موټر تېر سوم، نږدې وو چي د بل موټر سره ټکر سوی وای.
زما موټرواني ټول ووېرول، کوښښ مي کاوه چي چابک ورسم، خو ونه سوه، وخت تېر سو، ملاقات مي له لاسه ورکړ، ملګري مي نه وه، تللي وه، مګر چیري؟ نه پوهېدم، آه او اسوېلۍ مي له زړه وکښل، کاشکي پوهېدم چي چیري تللي دي، د ځان سره کرار، کرار روان وم، د شاه لخوا د موټر د ارنګ سره په هوش کي راغلم، د موټر وان لوري ته مي وکتل او اشاره مي ورته وکړه:" چي څه در سوي دي؟" د فکرونو لړۍ مي پرې سوه، هوډ مي وکړ، چي ننه شپه کور کي روڼه تېره کړم.
خراب فکر نه وو، یواځنۍ لور مي ناروغه وه، ښه ده چي هغې ته نږدې اوسم .
د فیلمونو د خرڅولو یو دکان ته ودرېدم، یو څو فیلمونه مي انتخاب کړل او د کور په لور روان سوم، دروازه مي خلاصه کړه او خپلي مېرمني ته مي آواز وکړ:" چي چای او آجیل راوړه" مېرمنه مي اطاق ته داخله سوه، د ځان سره مي وویل:" ډېره، هرکاره ښځه ده! خامخا به اوس راته ووایي:" چي احمده! د الله جل جلا له څخه ووېرېږه"! دومره یې د دغو خبرو سره یې عادي کړی وم، چي بې احساسه سوی وم، مګر امر منوونکې مېرمنه وه، ډېره خوش اخلاقه وه، زما د خوښۍ لپاره یې اوبه ګرمول، چای او آجیل یې راوړل، مسکا یې وکړه او و یې ویل ": خامخا د ملګرو سره د شپې د ناستو څخه ستړی سوی یې او غواړې چي خپل کور کي اوسې "! و مي ویل ": رښتیا همداسي ده، راسه کښنېنه"، خوشحاله سوه او ویې غوښتل چي راسره کښېني، ولاړ سوم او د فیلم پیته مي سي ډي ته واچوله، د غزلي آواز ډېر پورته سو، عاجزي مېرمني مي خپل سر لاندي و ځړاوه او ویې ویل:" احمده ! د الله جل جلا له څخه ووېرېږه!".
او په داسي حال کي چي مایوسه او ناراحته وه د اطاق څخه ووتله، هغې غزلي نه اورېدلې، د غزلي ږغ او ژوغ او خندا د اطاق څخه دباندي واته.
او زه د چای په څښلو، د آجیل په خورولو مصروف وم او سترګي مي د تلویزیون په صفحه کي ښخي وې، اول فیلم خلاص سو، دویم فیلم هم خلاص سو، ساعت ته مي وکتل، چي د شپې درې نیمي بجې وې، ناڅاپه د دروازې )قلف ( و څرخېدی، په زوره ور ږغ کړ: " چي شي غواړې؟" ځواب یې را نه کړ، دروازه خلاصه سوه او ناروغه لور مي داخله سوه، لړزه مي وخوړه، لږ چپ پاته سوم،
ماته نږدې راغله او ماته یې وکتل او ویې ویل": بابا، پلارجانه! د الله جل جلا له څخه ووېرېږه!، بابا، پلارجانه! د الله جل جلا له څخه ووېرېږه" ! او ولاړه.
ور ږغ مي کړ ":سارا ! سارا ؟" مګر ځواب یې رانه کړ، ورپسې ورغلم، باور مي نه سوای کولای، چي دا زما لور وه؟ د اطاق دروازه مي خلاصه کړه، ګورم چي همدا ده، چي د مور په بغل کي ويده وه، خپل اطاق ته راوګرځېدم، فیلم مي بند کړ، د لور اواز مي اوس هم په اطاق کي ګرځېدی": بابا، پلارجانه! د الله جل جلا له څخه ووېرېږه"! کله چي به مي دا خبره ذهن کي راغله بدن به مي ولړزېدی، تندي مي هم خولې وکړې، نه پوهېدم چي څه درد او غم راته پېښ سوی دی.
د لور د اواز پرته مي بل اواز نه اورېدی، د لور د څېري پرته مي بل څه نه تر سترګو کېده، د هغې کلمو د څو کلونو پردې پورته کړي وې، زړه مي ډېر نا آرامه وو، ځان مي پر ځمکه وغورځاوه، کوښښ مي وکړ، چي ویده سم، مګر په وس مي نه وه پوره، وخت ډېر چابک تېرېدی، تېري سوي صحنې په ډېره بېړه سره زما مخ ته تېرېدل، د هري صحنې سره د لور د اواز تکرار به وو": بابا، د الله جل جلا له څخه ووېرېږه"!.
د اذان ږغ لوړ سو، بدن مي په لړزه سو او ټوله بدن مي لرزې واخیست، مؤذن وویل": الصلوة خیر من النوم" لمونځ تر خوب غوره دی، ومي ویل: رښتیا دي وویل: لمونځ تر خوب غوره دی.
آه، افسوس چي دا دومره کلونه ويده وم، اودس مي تازه کړ او د مسجد په لور روان سوم، په لاره چي روان وم، مګر لاره راته نا اشنا وه، د سهار خنک باد ملامتولم او ویل یې: دا دومره وخت چیري وې؟، تا به ویل چي د سهار مرغانوداسي ووايي : ښه راغلی وایوو هغه ویده ته چي بالآخره را ویښ سو!
مسجد ته داخل سوم، دوه رکعته لمونځ مي وکړ او د قرآنکريم په تلاوت مشغوله سوم، ډېره راباندي سخته وه، کلونه کېده، چي قرآنکريم مي نه وو تلاوت کړی، دا احساس مي کاوه، چي قرآنکريم مي ملامتوي: ولي دي دومره کلونه پرې ایښی وم، زه د الله جل جلا له کلام نه وم؟
د سورت زمر دغه ایت مي تکراروی چي الله عزوجل فرمايي: "قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ"[سُورَةُ الزُّمَر 53/]
ژباړه: اې پېغمبره! (صلی الله علیه وسلم) زما هغو) مؤمنو( بندګانو ته، چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د الله جل جلا به د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول الله جل جلا له ټولي ګناوي بخښي؛ هغه ښه بخښونكى او مهربان دى.
عجیبه ده، ټوله ګناهونه؟ الله عزوجل پر موږ څومره مهربان دی، زړه مي غوښت چي د قرآنکريم تلاوت ته ادامه ورکړم، مګر د لمانځه لپاره اقامت وسو، یو ګړی خپل پر ځای یخ پاته سوم، وروسته د خلکو سره د لمانځه په صف کي ودرېدلم، عجیبه لحظه وه، لمونځ پای ته ورسېد، د لمر راختلو پوري په مسجد کي پاتي سوم، کور ته وګرځېدم، د اطاق دروازه مي خلاصه کړه، سترګي مي په خپلي مېرمني او سارا ولګېدې، ویده وې، دوی مي پرېښودل او خپل کار ځای ته لاړم.
دا مي عادت نه وو چي، وختي کار ځای ته حاضر سم، همکاران مي زما په لیدلو حیران سول، ټولو په مسخرو سره یو بل ته مبارکي ویلې ! اهمیت مي ور نه کړ، سترګي مي دروازې ته وې، د ابراهیم راتلو ته انتظار وم، ابراهيم زما ملګری وو، تل به یې نصیحت راته کاوه، خوش اخلاقه او ښه ګذاره کوونکی وو، ابراهیم چي راغلی د خپل ځای څخه ولاړ سوم او مخته ورغلم، څه یې چي لیدل باور یې نه سوای کولای! د پوښتني په توګه یې وویل": احمده! دا ته یې؟" ورته ومي ویل": هو!" هغه مي خپل خواته راکش کړ او ورته ومي ویل": غواړې چي یو له بل سره خبري وکړو؟" ویې ویل": هو! مشکل نسته، په همدغه دفتر کي به خبرو وکړو"،
ورته ومي ویل": یا، راځه پارک ته ولاړ سو" ابراهیم چپ وو او زما خبري یې اورېدل، د تیري شپې جریان مي ورته بیان کړ، سترګي یې د اوښکو څخه ډکي سوې، مسكا یې وکړه او ویې ویل": دغه روښنایي ده چي ستا زړه یې روښانه کړی دی، بیا یې د ګناه په تیارو سره خاموشه نه کړې" .
هغه ورځ د دې سره چي د شپې هم نه وم ویده سوی، د خوښۍ او خوشحالۍ ورځ وه، مسکا مي په شونډو وه او کار مي په ښه توګه اجرا کاوه، مراجعین به ماته راتلل او زما څخه به یې مرسته غوښتل، د مراجعینو څخه یوه تن د خوښۍ او آرامۍ لامل و پوښتی؟
ورته ومي ویل:« دا د سهار د لمانځه برکت دی، چي په مسجد کي مي ادا کړی دی!» بېچاره ابراهیم به مخکي کارونه خپله یواځي تن کول او زه به په سوچونو کي ډوب وم! مګر نه یې شکایت او نه یې څه ویل، رښتیا هم چي ښه سړی وو.
هو! دا د ایمان خوند دی، چي د انسان زړه ته ننوري، وخت به تیرېدی او ما به د ستړیا هیڅ احساس نه کاوه، تر هغه چي ابراهیم وویل:« احمده! ښه نده، چي کور ته لاړ سې، د تیري شپې راهیسي نه یې ویده سوی، زه کارونه اجرا کوم» ساعت ته مي وکتل، یواځي یو څو دقیقې د ماپښین اذان ته پاتي وې، اراده مي وکړه، چي پاته سم، مؤذن اذان وکړ، ژر مي ځان مسجد ته ورساوه او په اول صف کي کښېنستلم، د هغو ټولو ورځو څخه چي د لمانځه په وخت به د کار ځای څخه وتلم پښېمانه وم.
د لمانځه وروسته کورته لاړم، کور ته د تګ په وخت کي مي د نګرانۍ احساس کاوه، یعني د سارا حال به څرنګه وي؟ نه پوهېدم چي ولي ښه احساس مي نه درلود، فکر مي کاوه، چي دا ځل د کور لاره د مخکي څخه اوږده ده، زړه کي مي وېره زیاته وه، سر مي د اسمان لوري ته لوړ کړ او د الله جل جلا له څخه مي وغوښتل چي لور ته مي ژر شِفاء ورکړي.
کور ته ورسېدم، دروازه مي خلاصه کړه، خپلي مېرمني ته مي آواز وکړ، مګر چا ځواب را نه کړ، په بېړه اطاق ته داخل سوم، مېرمني مي ژړل، ورته ومي کتل، په داسي حال کي چي ژړل یې ویې ویل:« سارا – مړه سوه» ونه پوهېدم چي څه وايي، په بېړه د سارا لوري ته وځغاستلم، هغه مي په سینې ټینګه ونیوله، ومي غوښتل چي پورته یې کړم، مګر لاس یې پر ځمکه ولوېد، بدن، لاسونه او پښې یې یخي وې، نه یې د زړه ږغ او نه یې د تنفس ږغ راتلی، د هغې مخ ته مي وکتل، عجیبه روښانه سپوږمۍ وه، ومي غوښتل چي را ویې پاڅوم، ومي ښوروله، مور یې فریاد وکړ:« سارا – مړه سوې ده، مړه سوې ده» او ژړا یې کوله، څه مي چي لیدل، باور مي نه سوای کولای، د خوب یوه صحنه وه، اوښکي مي را توی سوې، په زوره، زوره مي ژړل، ښایسته څېرې او نرمو ورېښتیانو ته مي کتل، ښکلول مي او ویل مي:« لور جاني! دا سي مه کوه!».
یاد مي سو، چي دا یو مصیبت دی، ومي ویل : « لاحول ولاقوة الا بالله، انا لله وانا الیه راجعون » ابرهیم ته مي تلیفون وکړ، ورته ومي ویل:« ژر ځان را ورسوه، سارا لورکۍ مي مړه سوې ده» زما د مېرمني سره نورو مېرمنو سارا ته غسل ورکړ، غسل چي یې خلاص سو، بدن یې په سپين کفن کي وپېچی، اطاق ته داخل سوم، چي د هغې اخیري دیدن وکړم، نږدې وه چي په ځمکه ولوېږم، خو ځان مي کنټرول کړ، تندی مي ور ښکل کړ، د هغې سره مي وعده وکړه، چي تر مرګه پوري به ثابت قدمه پاته کېږم، د هغې مور ته مي چي وکتل، سترګي یې سرې وې او د مخ بڼه یې الوتلې وه، هغې ته مي وویل:« غم مکوه! هغه د خدای په اجازه جنت ته تللې ده، شاید هلته سره یوځای سو، تیاره اوسه چي هغه زموږ لپاره شفاعت وکړي » وروسته مي دغه ایت « وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ مَا اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ كُلُّ امْرِئٍۭ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ[سورة الطور/۲۱]
ژباړه: كومو كسانو چې ايمان راوړی دى او د هغو اولادونه هم د ايمان په كومه درجه كښې د هغوى په نقش قدم روان سوي دي دهغوى هغه اولادونه به هم موږ (په جنت كښې ) له هغو سره يوځاى كړو او د هغو په عملونو كښې به هغوى ته څه خساره و نه رسوو . هر څوك د خپل كسب په بدل كښې ګرو دى.
مور یې ژړل، ما هم ژړل، د جنازې لمونځ مو ورکړ او د هدیرې لوري ته مو بوتله، د هغې جنازه مو وړله او یوه عجیبه صحنه مي لیدل، چي ژوند یې را روښانه کړی وو، هدیرې ته ورسېدو، وېروونکی ځای ته، د قبر لوري ته یې لاړو، د قبر سره و درېدلو، نو باید خپل لور قبر کي کښېږدم، ابرهیم خپل لاس زما په اوږه کښې ښاوه او ويې ویل:« احمده! صبر وکړه».
قبر ته ور ښېوه سوم، د ځان سره مي وویل:« دا ځای ستا کور دی، نن یا به سبا وي، د دې کور لپاره دي څه اماده کړي دي؟» ابراهیم ږغ راته وکړ:« احمده! نجلۍ ونیسه » هغه مي په غېږ کي ونیول، دا هیله مي درلوده، چي هغه په خپله سینه کي دفن کړم، په خپله غېږ کي مي ټینګه ونیوله، ښکل مي کړه، بیا مي په راسته طرف ویده کړه او ومي ویل:« بسم الله، وعلی ملة رسول الله » وروسته مي خښتي منظمي کښېښولې او د لحد ټوله سوریان مي وتړل، د قبر څخه را واختلم، خلکو د خاورو په اچولو شروع وکړه، په وس مي پوره نه وه، چي د اوښکو مخه ونیسم.