دا دسيكولر ، خر څ شوي او تپل شوي خبرى په خوله ويل ډير اسانه خو ثبوتول يى زور او سند غوا ړي .
زه نه دامان الله خان او نه د نورو سلاطينو او اميرانو طرفداري كوم او نه د يوه داسى سياسي - اداري سيستم تاييد كوم ، چى د پورته لوري په خلكو په زور او يا نورو چلونو خپل واك چلوي . خو طبعاً د باچاهانو ، اميرانو او سلاطينو په منځ كى هم د ظلم د شدت او يا يو مثبت او منفي عمل له لوري تفاوت شته .
دامان الله خان مبارزه د انګريزانو سره ، د افغانستان د خپلواكۍ اخستل ، د انګريزي استعمار او اشغال ناولي لاسونه د مو ږ دوطن نه لڼډول ،دنورو په مقايسه د داخلي استبداد د درجې يو څه كموالۍ او د معاصرو علومو او فنونو د زدكړى او حاصلو لو د اشد ضرورت درك كول ، هغه مسايل دي ، چى زما په نظر قابل د تاييد او تمجيد دي .
همدا شان غلطياني او احساساتي برخورد يى په داسى يوه ټولنه كى چى د سواد كچه يى په هغه وخت كى ٩٩،٩٪ وه ، د منطقه اي او جهاني سياسي وضعيت په نظر كى نه نيول ، مملكت فقط د شاهي كورنۍ او د دربار
د ځيره خوارانو له لوري اداره كول او .. بيا منفي او مضر ا ړخونه دي چى بايد ورته بى غرضه ګوته ونيول شي او دعقل او خرد اهل يى د تكرار نه خود داري وكړي .
راغله خبره د سقاو دزوى او علماوو ته .
څه وخت چى ديو شخص او يوه قشر په هكله قضاوت كوو يا تاييدوو يى او يا ردوو يى بايد دهغوى دادعا ، عمل او نتايجو ارزونه دقيقه وكړو .
كه فرضاا دامان الله خان په باره كى دا خبره ومنو چى ظالم ، كافر او خر څ شوى و او واكداري يې دشريعت ضد وه او دهمدى وجهى نه علماوو د هغه په مقابل كى اقدام وكړ ، تر څو د ده واكمني سقوط او په ځاى يى شرعي نظام قايم شي ، دا خو ډيره سمه خبره ده چى ديوه طاغوتي ر ژ يم ځاى شرعي نظام ونيسي او د ټول افغان مسلمان ملت همدا ارزو وه او ده ، خو سوال دا پيدا کيږي چې :
ايا د امان الله خان د سقوط نه دسقاو دزوى غداري برحاله شوه او كه شرعي نظام ؟
دوهم دا چى ايا دامان الله خان نه مخكى او دهغى نه وروسته نظامونه شرعي وو ، چى دې عالمانو يى په مقابل نه تنها سكوت بلكى د دوام دپاره يى فعاليت كاوه ؟
دريم دا چى :
په دادومره زبردسته ، جيدو او شريعت غوښتونكو علماوو كى يو شخص نه پيدا كيده چى دزعامت او امارت دكولو لياقت ، اهليت ، ظرفيت او متانت ولري ؟ او په يوه غله ، جاهل ، قطاع الطريقه ، پدر ازار ، مردم ازار ، بدنام او مجرم پسى يى اقتدا وكړه ؟
ايا په شريعت كى يو عالم بايد د جاهل او لنډغر نه پيروي او اطاعت وكړي او كه معكوساً ؟
بيا په ټولنه كى دعلم او دانش څه ضرورت دئ ، خو همدا جاهلان به يى مديريت كوي ؟
څلورم ايا همدغه ديني عالمانو بيا ولى دسقاو دزوى سره چى خادم دين رسول الله يى نومولو دهغه وعدى او تعهد سره چى په قرانكريم يى قسم او مهر پرى لګولى و جفا وكړه اود يوبل د انګريز بچۍ (نادر) يى په تخت كيناوه ؟
حال دا چى همغه ديني عالمان او عين اشخاص وو چى دامان الله خان په پرزولو او د سقاو دزوى په قدرت راوستلو كى دخيل وو( دحضرتانو او پيرانو تر مشرى لاندې ).
اى زما د دين او وطن ورو ڼو ، لږ سوچ او ژور فكر وكړئ ، تر كومه وچ احساسات او سرسري دريځونه او ځان تباه كوونكي اقدامونه ؟
زه او ټول مسلمانان د ديني عالمانو قدركول او خبروته يى غو ږ نيول او خپل شخصي او اجتماعي ژوند د هغى مطابق عيارول يو ديني فرض بولي او ديني عالم ته د خپل معنوي ژوند مرشد او څراغ وايي ، دوى دحضرت رسول اكرم (ص) او انبياوو وارثين بولي او دجهالت او شيطاني تيارو نه دراوتلو د لار ښوونكو په حيثيت ورته قايل دي .
د دنيا په ژوند كى هيڅ منصب ، رتبه او مقام د ديني عالم او امام د منزلت سره نه برابروي .
خو كوم ديني عالم ؟
هغه ديني عالم چى خپل حاصل كړي ديني علم ته مخلص ، صادق ، وفاداره او متعهد وي .
هغه ديني عالم چى دنفس دخواهشاتو دارضا د پاره دين او ارشادات يى نه خر څوي .
هغه ديني عالم چى دحق ويل او بيانول او دهغى نه د دفاع په مساله كى نه دزور پروا لري او نه د زرو .
هغه ديني عالم چى د حق او باطل په مبارزه كى ځان قربانول او شهادت ورته ارمان وي .
هغه ديني عالم چى دمتجاوزو او اشغال ګرو سره په مقابله كى د خپل اولس سره يو ځاى د ازاد ۍ او استقلال د سنګر امامت كوي .
نه هغه ديني عالمان چى دظالم ، جابر ، خايين او جنايتكار حاكم د وحشيتوب او استبداد د بقا او دوام د پاره فتواوى صادروي .
نه هغه عالم چى دعوا د اسلام كوي خو خدمت د كفر او دهغوى دعمالو .
نه هغه عالم چى د مستبدو سلاطينو او اميرانو په دربار كى ديني احكام او ارشادات دهغوى په نفع تحريفوي او دمظلومو مسلمانانو په معصومو وينو د دربار د رضايت له پاره اودسونه كوي او د قدرت والاوو لورى خپله قبله ګرزوي .
نه هغه ديني عالم چى صورت يى اسلامي او سيرت يى ضد اسلامي .
د افغانستان او ټول جهان اسلام دروان مصيبت ، فقر ، احتياجى او عذاب عاملين همدغه درباري ، ابن الوقته او خداى ناترسه ديني عالمان دي ، چى د مسلمانو ملتونو داستبداد او ظلم ضد مبارزى په مخ كى خڼډ واقع شوي او عامو مسلمانانو د دوى د ديني منزلت د احترام له وجهى دظالمو او سفاكو رژيمونو نارواوى او بى عدالتۍ تحمل كړى دي ، كه نه وختي به يى لكه په نورو ملكونو كى د استبداد ما ڼۍ چپه كړى وى او د شر نه به يى ځانونه خلاص كړي وو .
خو د دوى منافقت ، ديني احتكار او دوه مخۍ مسلمانان په ابهام او تيارو كى ساتلي او د مسلمانانو د پيشرفت او د استعمار نه د نجات د پروسى مخه يى نيولى ده ، ځكه د دوى سره د اسلام او اسلامي امت غم نشته ، بلكى د خپلو نفسي خواهشاتو او شيطاني هوسونو دپوره كولو په مرض اخته دي .
نو دا د سقاو دزوى د قدرت ته درسيدلو او په تخت كينولو دسيسه دا نګريزانو يوه برنامه وه دامان الله خان دخپلواكۍ داعلانولو او دحاصلولو په مقابل كى ، تر څو نور استعمار ځپليو مستعمره هيوادونو كى څوك د خپلواكۍ غوښتلو جرائت ونه كړي ، كه نه ديوه غله او مجرم په وسيله يى هم انګريزان خلع قدرت كولئ شي او دا برنامه يى په افغانستان كى د درباري ديني عالمانو په وسيله عملي كړه .
نه داسلام خبره وه او نه د شريعت د انفاذ .
همدا كيسه د روسانو د ناكامۍ او وتلو نه وروسته دتنظيمي غلو په وسيله دروسانو له لوري د خپلى ناكامۍ دغچ اخستلو په منظور د شر او فساد يا تنظيمي وحشتواكۍ په برحالولو عملي شوه چى دوهمه سقاوي ورته ويلائ شو او همغه دسقاو زامن يى اكتوران و ، چى دخداى په فضل داسلامي امارت په راتګ سره دا توره دوره ختمه ، دواقعي مبارز روحانيت په وسيله د اولس د هيلو او غو ښتنو مطابق د افغانستان اسلامي امارت قايم شو او واقعي خپلواكي حاكمه شوه .
لاكن دا چى داسلامي امارت اولسي - خپلواكه او مستقلانه پاليسي د غربي استعمار ګرانو په سر كى يى امريكا د استعماري او استثماري طبيعت سره برابره نه وه او د دوى دشومو منافعو دحاصلولو دپاره يى اسلامي امارت خطر بللو ، نو بيا دشر او فساد عاملين د سقاو دلمسيانو په وسيله چى پرون يى د خپل نيكه خوسا هډوكي دخپل سياسي رذالت ، بدماشۍ او لو چكۍ د نمايش د پاره ديوه ګور نه بل ته انتقال كړل دريمه سقاوي او مصيبت راغئ چى تر اوسه دوام لري .
دلته تر اوسه دانسانيت درجى ته لا ځنى نه دي رسيدلي اسلاميت خو بيا هغه لوړه څوكه ده چى ور ختل ډيره حوصله ، تمرين ، فدا كاري او ايمان غوا ړي .
د داسى غلو ، بى سواده او لوفرو په وسيله لكه حبيب الله دسقاو زوى د اسلامي شريعت پياده كول او د اسلامي نظام دقايمولو دارمان دپوره كيدو غو ټې پورې تړل راهى است به تر كستان نه به كعبه .
نور په تشو شعارونو پسى دجذباتي تګ نه ،چى زده او زخمي يى كړو او دنابودۍ كندې ته د غور ځيدو دخطر سره يى مخامخ كړو بايد خودداري و كړو ، د شعور او تعقل نه كار واخلو او دشيطايانو په لاس درحماني بيرغ د جګولو او ښورولو د دسيسو او توطئو مفت او ارزانه وسايل ونه ګرزو .
والسلام .