نوشين اربابزاده - ګاردين ورځپاڼه : د کرزي درې هيلې
د له هغه نړيوالې تګلارې سره سره ، د افغانستان ولسمشر د پټو او غليو سياستونو ريښتينی پيداوار ”محصول“ دی چې په ۱۹۸۰ مه لسيزه کې راپورته شو
پخواني ولسمشر کرزي ته د هېواد په نازکو حالاتو کې نامناسبه څرګندونې او نامناسب حرکتونه ښه نه ښايي. پيشو د خدای د رضا لپاره موږک نه نيسي.
نوټ : د ښاغلي کرزي درې ړومبنيو هيلو او د خليلزاد ورپېرزو کولو ته داسې انګېرل کيږي چې ورکړه خو د الله تعالی ده، خو زموږ د تخت وتاج (ارګ) واک له خليلزاد سره دی. وړم ځل يې کرزي ته ورکړی وو، خو دا ځل يې لکه چې ملا هبت الله و ملا برادر يې له شيرمحمد عباس ستانکزي سره په ګډه د ”جينو بوتل“ په څېر په تمه کړي دي. ځکه خو جان بولټن پخپل کتاب او خپلو څرګندونو کې همدې ټکي ته اشاره کړې چې خليلزاد غواړي ”دا ځل ارګ طالبانو ته د سرو زرو په لوښي کې ورکړي“. شرير و فسيد ش ع س پخپلو څرګندونو کې د نظام (حکومت) او د ټولو ملکي ونظامي ملي بنسټونو د نړونو ګواښنې کوي. د ښاغلي کرزي غوندې هوښيار وچالاکه سټه چې خليلزاد په کلونو تېر ايسته، نو د دې ساده باده ملايانو به څه حال وي؟
د خپرېدو نېټه :
درې نۍ، د ۲۰۰۸ ز کال د مئ ۶
ولسمشر کرزي د ۲۰۰۳ ز کال د جون مياشت کې د اکسفورډ په سَينټ انټوني کاليج Oxford St. Antony College کې وينا وکړه. کاليج داسې انګېرله چې يو شمېر خلک به يې خبرو ته غوږ ونيسي. ولې هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او لوډسپيکر هم لګېدلی وو چې ډېرو خلکو به يې خبرې اورېدلې وي. زما تر اوسه ښه ياديږي. ما په خوښۍ او وياړ سره د دې لپاره ګډون کړی وو چې ښاغلی کرزی دلته د نوي افغانستان لپاره استازيتوب کوي. ما د خبرو لپاره هېڅ تياری نه لرو، خو په ورته وخت کې دا يوه اندېښمنه او هيله بښوونکې وه.
پيغام يې روښانه وو چې مذهبي سختدريځي د افغانانو لپاره يو ډول دښمن دی چې د هغې رامينځته کېدل د يو لړ واقعيتونو پورې تړاو لري په تېره بيا د مجاهدينو له لورې د بهرني ملاتړ په اړه په قصدي توګه زياتی او همداسې لويديځې ديموکراسۍ ته نه پاملرنه له دې سره سره چې دوی ته په بار بار ويل شوي وو، ولې بيا هم پېښ شول. اوس موږ ته اړينه ده چې موږ ټول په ګډه د دغه نړيوالې سختدريځۍ په خلاف چې په هر ځای کې راپورته کيږي سر يو شو او يو بل ته د مرستې لاسونه ورکړو. ما ته هېښنده دا وه چې د نوموړي په وينا کې څه خاص پيغام نه وو، بلکې له شيرزاد سره په ګډه د جارج بوش د هغې ورسپارل شوې لارې يو ښه مؤثر وړاندې an effective presentation کول وو.
کله ناکله دا هلکان د اسلام پر ضد دي. يا : ((که نړۍ وېښه شوه)) او ويې ويل : ((دوزخ، ښايي افغانان پر سمه وي)). په يوې داسې لوبه کې ګېر دي چې وړاندېينه يې ګرانه ده، خو د علي بابا او د څلوېښتو ته ورته ده. د سيپټېمبر له نهمې وروسته هغه د طالبانو په خلاف د يو ((اتل)) په څېر چې نړيوالو يې ملاتړ کړی وو ولاړ. (چېرته چې په نړۍ د هېواد راتلونکی ولسمشر په خپل هېواد کې د غل په څېر پټ وي). هغه د خپل محلي ملا (عالم) په کور کې پټ وو.
مګر راځئ چې د خوند (ذوق) او رښتينولۍ (صداقت) له مخې کيسه د هغه نقش لوبوونکي ولسمشر کرزی ته وسپارو. "ما دی [عالم] راوبللو ، ما وويل : زه غواړم چې نن شپه زما لپاره د يو شمېر قومي مشرانو سره ناسته برابره کړئ." هغه وويل ، ښه ده. دروازې بندې وې ، د کور دروازې تړل شوې وې ، قومي مشران په دېوال راوختل ، له دېوال څخه يې کودتا وکړه ، درې ، څلور يې راته وښودل ، ځکه چې زه له طالبانو څخه وېرېږم. " (هغه ځوان نسلونه چې د طالبانو په څېر به په دوديز ډول په ډېرو درنو او مخورو قومي مشرانو باندې واک ولري په افغانستان کې د ټولنيزو نورمونو د سقوط يوه بېلګه ده.)
زما په ياد دي چې ځان يو ډول ناارامه بولم. په هر حال دا اکسفورډ وو او له نړيوالو اړيکو د کريم – ډې - لا - کريم سره ولسمشر کرزي ته په غوږ وو چې هغه د بالغ اله دين په څېر خبرې کولې (وينا کوله). محصلين دېته په غوږ ول چې “اوس به ((په بوتل کې جيني چې په يو پټ (غلي) ځای کې ښکته/کوزه شوې او د دريو هيلو د ورکړې وړانديز يې کړی وو“ ترې څه واوري.
crème de la crème
/ˌkrɛm də la ˈkrɛm,French kʀɛm də la kʀɛm/
noun
the best person or thing of a particular kind.
"the crème de la crème of the dancers has left the country"
لږ وروسته زه د کرزي د وينا په پوره مانا (موخه/مقصد) پوه شوم چې ولې ورته غوږ وم په داسې حال کې چې زه يې په اندېښنه (تشويش) کې پرې ښوولم. د هغه له نړيوال چلند (تګلارې) سره سره هغه د جلاوطني سياست هغه ناوړه پيداوار (محصول) وو چې په اتيايمه لسيزه په ډېره کچه په پاکستان او په لږه (کمه) کچه په ايران کې رامينځته شوی وو. هغه لاملونه چې مخکې بل ځای کې روښانه (تشريح) شوي په پاکستان کې فضا د سياسي بشپړتيا، يووالي او د همکارۍ پياوړې روحيه نه وه. پټې ناستې عامې وې، لکه : سياسي انګېزې (توطيې/دسيسې)، ترورونه او فساد په پراخه کچه خپور وو.
امريکايي وګړ پېژندونکی David Edwards د خپل کتاب لپاره له يو بوډا (سپين ږيري) افغان سره مرکه کړې وه. هغه ته داسې ويل شوي وو. هغه د طالبانو له مخه راتلونکی وضعيت (حالات) داسې رالنډوي :
په ۱۹۸۳ ز کال کې يو ماښام چې زه د پېښور ښار په يو زوړ کور کې اوسېدم له کوره ووتم. هلته پر سړک يو ړوند سوالګر ولاړ وو چې سوال (ګدايي) يې کوله. زما ملګري ما ته رامخامخ کړ، ځکه خو هغه غږ وکړ :
ډاکټر صاحب، دلته راشه! کله چې زه ورغلم، سوالګر راته وويل : ((هغه د يو نوي ګوند لپاره پيسې ټولوي چې هغه امير دی. هغه خپل نوی ګوند حزب چور وچپاول اسلامي - د اسلامي غلو او تالانګرو ګوند - يې بولي او له ما يې هم د مرستې غوښتنه وکړه که څه مرسته ورسره کولی شم.
سوالګر په خپله کيسه کې پخپلو پرله پسې څرګندونو زياتوي چې په پېښور کې د افغان سياستوالو په مينځ کې درز رامينځته شوی. لکه څنګه چې د ګوندونو نومونه اسلامي دي دوی ټول يو اسلامي لامل ته ژمن ول. دوو ته اسلامي ګوندونه ويل چې يو يې د حکمتيار او بل يې د خالص له لورې چلېدل (مخته وړل کېدل). هلته د افغانستان يو اسلامي ټولنه وه، د قرآن خدمتګار، د افغانستان اسلامي محاذ او داسې نور. له ايډيولوژيک پلوه دوی لږ په خپلو کې سره وېشل شوي وو. د وږيو په څېر د واک په تمه پخپلو کې هڅول شوي وو. د دوی ترمينځ د دښمنۍ رښتينې څپه هغه وخت ښه ترا څرګنده شوه چې په ۱۹۹۲ ز کال کې مجاهدينو د کابل واک له لاسه ورکړ. پايله يې کورنۍ جګړه شوه چې طالبانو ته يې لاره اواره کړه. ولسمشر لکه د نورو ناهيلو مجاهدينو په څېر، د طالبانو لومړنی خواخوږی وو. کرزی او کرزي ته ورته نور ډېر ننني لوړپوړي حکومتي چارواکي نن د همدغه نړيوال پېچلي سياست پيداوار (محصول) دی چې خپلې شخصي ګټې يې پر ملي ګټو مخته کړي دي. له همدې امله په زرګونو افغان کډوال لا هم له پاکستان و ايرانه اړ ايستل شوي، خو هغوی هلته لا تر اوسه د اوسېدنې هېڅ اسانتياوې نه لري.
دېته په پام سره، د اوسنۍ ناکامې ادارې لاملونه هم څرګنديږي چې تاسې يو څوک له پېښوره ايستلی شئ، خو پېښور يې له ياده نه شئ ايستلی. د جهاد په لومړنيو ښو (سپېڅلو) ورځو کې چې په لنډه موده کې د شوروي خلاف بېلا بېلې ډلې جوړې شوې د کرزي خپلو چارواکيو هغه په ډېر شرم کې راوست. دوی د کرزي پر خلاف د خپلو څوکيو (واک) لپاره سره يوځای شول، خو يو هم له خپلو حکومتي پوستونو نه تېرېدل. دا يو ځلې بيا پېښور وو او بيا هم دا هر څه د غربي ديموکراسۍ له برکته (له امله) تر سره کېدل.
نوشين اربابزاده د خپلې ليکنې په پای کې داسې وايی :
له مخکې نه د کرزي د بخت وړاندېينه يې په ګټه وه،
بالاخره په بوتل کې جني (پېری) نه يوازې د هغه په کيسه کې، بلکې په بُن کې راښکاره شو. خليلزاد چې د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړی استازی وو کرزي ته درې هيلې ورکړې :
• قصر ”ارګ“ راته جوړ کړه،
• ملګري مې وزيران کړه،
• باچا (واکمن) مې کړه.
خليلزاد ورته وويل :
بس وشوه، وشوه، وشوه يا په بله مانا پوره، پوره، پوره شوې يا په ډانګ پېيلې توګه درمې کړل، درمې کړل، درمې کړل. ”ابرکادابرا“.
د بغداد له تلو مخکې يې دا وويل ((ابرکادابرا)).
له بغداده زنګ راغی او زه بايد همدا اوس ولاړ شم.
ښه شپه - شيرزاده.
د بيا ليدو په هيله (که ژوندي وو).
genie (جِن / پېری)
Cambridge dictionary
a magical spirit, originally in Arab traditional stories, who does or provides whatever the person who controls it asks
=-=-=
Noun: a spirit of Arabian folklore, as depicted traditionally imprisoned within a bottle or oil lamp, and capable of granting wishes when summoned. Compare with jinn.
له پيري سره پرتله کړی.
کولينز ډيکشنيري :
Collins
په کولينز انګليسي ډيکشنرۍ کې يې هم په فارسي و عربي کيسو کې يې پيری (جِن) بولي.
Genie in a bottle
په بوتل کې پېری ”جن“ [ايسار کړی / شوی پېری]
Female singer Christina Aguilera
Her hit single "Genie in a bottle" from her first album "Christina Aguilera".
Genie (genies plural)
1 n-count In stories from Arabia and Persia, a genie is a spirit which appears and disappears by magic and obeys the person who controls it.
2 If you say that the genie is out of the bottle or that someone has let the genie out of the bottle, you mean that something has happened which has made a great and permanent change in people's lives, especially a bad change.
♦ the genie is out of the bottle/let the genie out of the bottle
As for unconventional weapons, the genie is unfortunately already out of the bottle.
TSIF
That Shit Is Fucked
Guy 1 : Gawd Damn this is some good ass ice cream.
Guy 2 : Let me get a lick of that shit dawg.
Guy 1 : TSIF
Guy 2 : Come on, you know I'm straight busted till the furst of da Month.
genie in a bottle
A foreplay method in which a woman’s partner rubs her magic bean 3 times and a little genie pops out to grant her every wish.
Hey girlfriend how was last night?
Oh my, you wouldn't believe it, he gave me a genie in a bottle.
Daaam, u lucky girl.
Idiom: the genie is out of the bottle
Definition
Idiom: the genie is out of the bottle / let the genie out of the bottle
• to make information (that has a great effect on someone) known to everyone
• to allow something to happen that cannot be changed or reversed afterwards
Example sentences
• I tried to keep my pregnancy a secret but my secretary found out and now the genie is out of the bottle.
• The genie is out of the bottle—my boss didn’t quit, he was fired.
• The genie's been out of the bottle since women were allowed to earn their own income.
• The genie was let out of the bottle when President Trump started to use Twitter as his main form of communication.
• I can tell by the way that you're looking at me that the genie is finally out of the bottle. I wanted to tell you myself but everything had to be confidential until the deal went through.
• I bet Facebook never imagined how they'd be letting the genie out of the bottle when they created their platform.
• It's supposed to be a surprise so please don't let the genie out of the bottle.
• If I ever find out who let the genie out of the bottle about our new product line they're going to be in serious trouble.
• Did we let the genie out of the bottle when we gave permission for our staff to work flexible hours?
Abracadabra is an incantation used as a magic word in stage magic tricks, and historically was believed to have healing powers when inscribed on an amulet.
a word said by magicians when performing a magic trick.
دا چې نن بيا پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی، حکمتيار، ډاکټر عبدالله، صلاح الدين او داسې نورو بيا بېللاري خپله کړې او د ترنده مېږو په څېر کله يو او کله بل لوري ځغلي، رمباړې وهي او حکومت ننګوي، نو دا سړي ته هاغه د ډاکټر نجيب الله تېر مهال رايادوي چې :
((زه خو به دوی ته حکومت پرېږدم، خو چې دوی خپلو کې سره يو شي)).
له بده شامته د ټولو پوچو او بېهوده ”اعتصام بحبل الله“ شعارونو سره سره بيا هم تر ننه په دې څلورو لسيزو کې دوی ونه تاوانېدل چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا او د ملي ګټو په پار سره يو شي. قرآن کريم داسې څه عادي کتاب نه دی لکه څنګه چې دې جهادي ډلو ټپلو ورسره برخورد وکړ. دا هغه ستر با ارزښته کتاب دی چې اسمانونو، ځمکې او غرونو ورته زړه ښه نه کړ، خو انسان ورته اوږه ورکړه او ويې منلو، ځکه خو الله تعالی پرې اشرف المخلوقات هم کړ.
دا چې ښاغلی حکمتيار بيا د نجيب د وخت د ملي ځواکونو د پاشلو وړاندېينې کوي او لا تر اوسه هماغه خوبونه ويني او له بل لورې بيا طالبي شرير الأشرار ش ع س لا څو ځلې مخکې هم د ملي اردو (ځواکونو) د ړنګولو اشارې ورکړي دي او پخوانی ولسمشر به دا ځل د شهيدې بينظيرې پرځای به دا ځل د مريم نواز په پښو کې پرېوځي او ورته به ژاړي. پروېز مشرف خو ترې فيلمرغ جوړ کړ، خو خدای دې خير کړي چې باجوه به ترې څه جوړ کړي؟
دا چې ښاغلی خليلزاد بيا له جهادي پيره تر دې دمه زموږ د جهادي وطالبي پيريانو ((جنياتو)) په دې ټولو لويو او وړو لوبو کې ښکېل پاتې شوی دی. کله د ژباړن او کله د استازي په توګه چې تېر ځل يې د ”جيني بوتل“ يا په بله مانا په بوتل کې د ايسار کړي پيري ((جن)) پايله په بُن کې راښکاره شوه چې پخوانی پاچا ارواښاد محمد ظاهر شاه يې د ملت د بابا په نوم تېر ايسته او واک يې کرزي ته په لاس ورکړ او دا ځل به يې د ”جينې بوتل“ چېرته چپه او نتېجه ورکوي؟ د طالب په نوم دا ټوله لوبه چې نصيرالله بابر يې تخليقي (زېږني) او ارواښاد مولانا سميع الحق معنوي او مولانا فضل الرحمن يې ملاتړی او خواخوږی، نظاميان وڅارګره اداره يې روزني او نور ورپسې مخته امريکا، برتانيا وسعودي + امارات يې تغذيوي او هر اړخيز ملاتړي کيږي. له پيله دا دومره اوږده لوبه چې په پيل کې د مجاهد په نوم شروع او بيا د طالبي پير کې د پخواني پاچا په نوم مخته وړل کېده، خو چې د رښتينې وخت شو هغه يې يوازې او يوازې د ((د ملت د بابا)) په نوم قانع او پر يخ تېر کړ. ښاغلي خليلزاد بالاخره هغه په بوتل کې ايسار کړی پېری چې په مُډرنه اروپا کې يې د بُن په کنفرانس راښکاره کړ او هلته يې چې له مخکې نه يو بل پېری د ملا محمد عمر مجاهد په نوم د نصيرالله بابر په مرسته رامينځته او ټوله هغه سيمه يې د هغه بېسواده ((اُمي)) تر پوښښ لاندې راوستې وه چې له پيله تر مرګه چا په سترګو ونه ليده.
خبرې يې په پيل کې څلور وې چې دوه خپلې يې سرته ورسولې او د حکومت او د طالبانو يې پرځای لانجمنې پرېښوولې چې څه نتېجه به پرې مرتبه شي يا نه؟ ان تر دې چې جان بولټن او ټرمپ دواړه هم پخپلو کې سره د نوموړي په چل وفرېب او چالاکۍ سره پوهيږي. له طالبه يې وختي خپل کوچ ترلاسه کړي، خو چې له حکومته به اوس څه ترلاسه کړي؟
دا چې شرير شع ستانکزی حکومت نه مني او له بل لورې بيا د ملي ځواکونو او د ملي بنسټونو د ړنګولو خوبونه ويني، نو هغه متل دی چې : ((اسپه چې مونجيږي د موګي پر زور)) نوموړي ته به چا رښتيني او يا په دروغو ډاډ ورکړی وي چې داسې اوتې بوتې وايی. دا به د امريکا لپاره هم په درنه پرېوځي چې د دوو لسيزو جوړ کړی نظام بيا د هماغه سرزوري و نامنونکي طالب پر لاس ړنګوي او ټول ارزښتونه له پامه غورځوي.
له ښاغلي حکمتيار هيله کيږي چې د هغه زاوه وال خبره په پام کې ونيسي چې د کومې ونې لاندې تېرېده او که ناست وو، خو په ونه کې ناسته مرغۍ پخپلې ژبې خبرې کولې (چڼېده)، نو ده ورته له لاندې نه پورته کتلي او ورته يې ويلي : ((توتان د زاوې خورې او صفت د فتېوات کوې))، نو ښاغلی حکمتيار چې اوس له حکومته تغذيه کيږي او امتيازات اخلي، نو دا ورته اخلاقًا په کار نه ده چې د خپل ګاونډي په بربنډه لاسوهنه سترګې پټوي او لا بيا هم د سردار عبدالقيوم خان ملاتړ کوي چې پروېز مشرف ته يې ويلي وو :
((امريکايان بايد داسې بريدونه وکړي، چې د کابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو.))
پر موږ خو د چا په دې څلوېښتو کلونو کې زړه يخ نه شو او لا بيا هم زموږ د پلازمينې دوړې پخپلو کوڅو کې د ليدو په تمه دي، نو ولې له پښتون ژغورنې له غورځنګ سره خپله خواخوږي نه ښيي؟
پايله :
تېر ته په کتو الله تعالی دې خير کړي چې د ښاغلي کرزي او ملا محمد عمر مجاهد په نوم دوه ځلې د يو ملتپال تکنوکرات سياستوال او بل د بېسواده ((اُمي)) په نومونو هلته په پاکستان کې د آی ايس آی په غوجل او دلته يې بيا په مُډرنه اروپا کې د بُن په کنفرانس کې ((genie in a bottle)) مو تجربه او ازمايلي دي. وبه ګورو چې دا درېيم ځل به څه ډول پېری وي؟ او چېرته به راوځي او څوک به يې روزنه (پالنه) کوي؟ په تېر کې خو موږ دوه ډوله جنيات (پيريان) وليدل، خو دا ځل به څه ډول پېری (جني) وي؟ د دوه مخکېنيو ښکاره توپير خو دا دی چې يو ساده باده نيمچه ملا او بل يې بيا ښه زرنګ، چُست وچالاک دی او هېښنده لا دا چې دواړه له يوې سيمې هم دي، خو دا ځل به له کومې سيمې راپيدا کيږي؟ هغه ساده باده نيمچه ملا او بړېڅو يې د نجيب سر وخوړ، خو الله تعالی دې خير کړي چې دا ځل به کوم په بوتل کې ايسار کړی پېری (جن) د غني سر وخوري او افغانستان به له يو لوی غميزې سره مخ کړي. خو الله تعالی دې هېڅکله داسې څه نه کوي، نه هېڅکله نه چې بيا د خپلو او بېګانه غمازانو له لاسه د تل لپاره د ناپوهيو (جهالت) او برباديو په ناپايه ګرداب کې بند پاتې شو. امين ثم امين
په پای کې زما او د ټول افغان ولس هيله له دغه مُډرنه اروپا کې له بوتله د رايستل شوي پيري (جِني) څخه دا ده چې په داسې حساسو شېبو کې له هر ډول بې نزاکته څرګندونو او حرکتونو څخه د خپلو زده کړو او اخلاقي پلوه هم وساتي. که موږ د ايمان څښتنان وای، نو داسې به مو نه کول.
د کرنيل امام د افغانستان د جهاد داستان پر بنسټ هلته خو د مشر ملا صاحب او د بړېڅو موخې او ځانګړتياوې يې روښانه شوي چې :
کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :
ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :
• ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
• د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
• څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟
د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.
زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.
مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.
مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.
په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.
اغا شاهي :
ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
• وسله به د دوی پر لاس ويشي،
• وسله به د دوی پر خوښه ويشي،
• کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.
ضياءالحق :
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
وخت به هر څه روښانه کړي چې دا ځل د ښاغلي خليلزاد د ابرکادابرا Abracadabra ناره کوم لور او د چا په ګټه راوڅرخي؟ موخې او ځانګړتياوې به يې څه وي؟
د دې ځينو ځينو خو لا له وخته مخکې د نظام د ړنګولو خوبونه ليدل، خو چې د خبرو مېز ته راشي وبه ګورو چې څه ارغزې برغزې له خولې راوباسي؟ له طالبه خو ګيله په کار نه ده، ولې ملتپال سياستوال د بُن جِني د انګېلا ميرکل په غېږ کې د خليلزاد په لاس په بوتل کې د ايسار شوي او راايستل شوي مُډرن جِني او د شمشتو مُفسر به څه کوي؟ د هغه چترالي ملا له زوی نه خو هم ګيله په کار نه ده.
په درنښت
Karzai’s three wishes
Karzai's three wishes | Opinion | The Guardian (theguardian.com)
What went Wrong after Bonn?
What Went Wrong after Bonn | Middle East Institute (mei.edu)
The Karzail year: From hope to recrimination
The Karzai years: From hope to recrimination - BBC News