مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-09-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د سیاسي بېثباتي قضیه-پنځمه برخه

عبدالستار ایوبي


زموږ اوسنی واکمن نظام افغانانو ته خو نامشروع دی چي دی، اوس که افغانان په هره لاره چي وي فقط د ۲ ملیونه په شمیر عاقل، بالغ نارینه او ښځي دا ږغ پورته کړي چي نه ولس مشر زموږ خوښ دی، نه یې کابینه او نه دا تیري سوي ټولټاکني راته قبولي وې. اشرف غني و دده کابینه خو پرېږده، ډاکټر عبدالله، دده ملاتړي او ټول کاندیدان او د هغوئ ملاتړي به دا نړیوال نیمګړی مشروعیت هم د لاسه ورکوي (افغانان که دا خبره نه مني یو وار دي یې امتحان کړي....). زموږ افغانانو لپاره د دې کار ګټه دا ده چي سبا و آی ایم ایف ته په ډاډه زړه ویلای سو چي د افغانستان په نوم دا سودي قرضې تاسو خپلو اجیرانو ته ورکړي دي. سود یې هم د هغوئ څخه وصول کړئ. موږ یې نه درکوو. که بیا هم دعوه لرئ، راځۍ چي و یوې نړیوالې معتبري محاکمې ته ولاړ سو چي په عدالت باندي فیصله راوکړي. دا خبره پر خپل ځای حقیقت ده چي د تیري سلیزي له ها خوا راهیسي د افغانستان او پاکستان په دولتي سیکټور کي داسي فلټرونه نسب دي چي مخلصه، صادقه، خواریکښه او راسخي عقیدې مسلمان خو پرېږده، د ځایي ولسونو اهل او قابل خلګ چي ځانونه مړه کي لا نسي تر تیریدلای چي مهم دولتي موقف ته ورسیږي پرته له دې چي د ځینو لوچګانو غیر اخلاقي غوښتنو ته غاړه کښې نه ږدي. په یوه حساب که ورته وګورو نو په ټوله اسلامي نړۍ کي داسي حالت تر سترګو کیږي. د دې فلټر څخه یوازي داسي لوچک خلګ مهمو موقفونو ته تیریدای سي چي د شخصي جاه طلبي ها خواته نه خدای ج پیژني نه شریعت او نه هم ځانونه د هغه ولس برخه بولي چي د هغوئ د مالیاتو څخه د دې موقف معاش ورکول کیږي. دا د ولسونو ټولنیز مسئولیت دی چي په ګډه داسي فلټرونه پیدا او لیري کړي څو د ټولني ریښتني با استعداده بچي مهمو موقفونو ته لاره پیدا کړي څو حکومتونه یې د دوئ د مشترک دین، کلتور، نظریاتو او غوښتنو استاذیتوب وکړي او دوئ ته عرضه کېدونکي خدماتو په کمیت او کیفیت کي ښه والی راسي. دا چي د افغانانو ولس مشر ته خپله د ده لخوا ټاکل سوو د ریاست امنیت ملي نغمې او منګلان ډکټیشن ورکوي یا د افغانانو امیر المومنین د خپل جانبه په رسمیت پیژندل سوو علماء اکرامو سره د چارو په اړه مشورې کوي، د افغانانو لپاره یوه معما ده چي د دې نظام اصل د کوم ځایه را اخیستل سوی دی؟ دا کوم دین دی چي ملاهیبت او ډاکټر غني یې دواړه پیروان دي؟ د غني د ملي انسجام طرحه او د عباس ستانکزي د اهل حل وعقد طرحه د یوه خره دوه غوږونه دي. علماء په کوم اساس ځانونه سپېڅلي بولي؟ ایا حضرت ذکریا علیهه سلام او یحیا علیهه سلام د همدغو علماوو په سفارښتنه د وخت د کافر واکمن لخوا په شهادت ونه رسول سول. ایا همدغه علماء نه وه چي درې اولني الهي کتابونه یې تحریف کړل او په وروستي اسلامي شریعت کي هم حیلې او شرېلې راباسي؟  افغانان یوازي دا خوښوي چي واکمن هم د دوئ د خپلو ټاکل سوو استازو لخوا وټاکل سي او هغه واکمن هم په ملي چارو کي د خاد د جاسوسانو یا علماء اکرامو پر ځای د دوئ د رسمي استازو سره په رسمي ډول د چارو مشورې وکړي. زموږ علماء باید تنها د معلمینو رول ولوبوي (دا یوازینۍ لاره ده چي دا میاشتانې و هفتګۍ ځان ته حلالي کړي) نه دا چي د یهودو و نصاراو د راهبانو او ربیانو پر لاره ولاړ سي؛ او د هیواد استخباراتي ادارو دنده دا ده چي د بهرنیو دولتونو مخفي سازشونو په اړه معلومات راغونډ او پر وخت یې د ذیدخله ادارو سره شریک کړي. کوم احمق دوئ ته دا رول ورکړ چي تاسي داخلي او خراجي پالیسئ جوړي کړئ؟ په کوم عقل.... په کوم منتق..... استخباراتو ته دا حق ورکول کیږي چي د هري ادارې رسمي اورګان ته خپل ایجنټان د مقرري لپاره ورمعرفي کړي. په ډیموکراسي کي سوچ کفر دی چي د ولس استازی حکومت دي په ولس پسي جاسوسان ایله کوي. دا داغسي خبره ده لکه د کور مالک چي په درې زره افغانۍ مزدوره ونیسي چي د کور صفایي سترایي کوه او دا مزدوره پر خپل سر راولاړه سي او د کور مالک زوی یا لور ته یوه نیمکه په لاس کي ور ایږدي چي غوږ ونیسه چي مور او پلار دي په خونه کي یوازي سي، څه سره وایي او څه سره کوي؟
چي خبره سره رالنډه کړو او موضوع بیرته د افغانستان د رواني سیاسي بېثباتي قضیې ته واړوو، خبره د لوچګي ده او غیر مسئوله کسانو ته د واک سپارلو ده. افغانانو داسي کسانو ته خپل واک سپارلی دی چي هغوئ دوئ ته کوم مسئولیت نه دی منلی. هغوئ د واک څخه په خپله ګټه استفاده کوي او افغانان پوښتنه، ګردیږنه نه سي ځني کولای، ځکه چي په لمړۍ ورځ یې د ماموریت شرایط نه دي ورسره واضح کړي.

دا پیل سوي صلحي پروسې د افغانستان د سیاسي کړکیچ موضوع یو څه سره غونډه منډه کړه که نه د خبري سر او سربر ورک وو. اوس دومره وسول چي د خبري سر اوسربر تر یوې اندازې پیدا سو. افغان ولس او هم د امریکا د ولس دا ارمان خو تر سره سو چي د طالبانو مشران او د امریکایانو مشران مخامخ سره کښېنستل. افغانانو یوه ګټه دا وکړل چي د طالبانو د لوړ پوړ رهبران یې وپېژندل. پخوا خو به یو د ملامحمد عمر یا اختر منصور او یا هم ملاهیبت الله تش نومونه به یې اوریدل. کله کښینستل، چا کښینول، قصه ډوبه جاله وه. اکثره به امیر المومنین مړ سوی وو، میاشتي میاشتي به خپله طالبان نه په خبریدل. نه افغانان او نه عام طالبان په دې پوهیدل چي دا بیکفایته قومنده کوم احمقان ورکوي چي په روانو شرایطو کي د جګړې په ساحو کي د طالبانو د ستري غونډي جوړي کړي څو امریکایي الوتکي یې په اسانه بمبار کړي یا په مناسبو درنو وسلو باندي د اکمالولو پرته دوئ ته پر سترو ښارونو باندي د تهاجمي بریدونو امرونه کوي چي په سلهاوو او زرهاو طالبانو شهادت ته زمینه برابره کړي. اوس چي د رسنیو په عکسو او عکاسیانو کي وینو، ډیري څیرې داسي پکښې دي چي د طالبانو لږ او د پخوانیو کمونیسټانو و پخواني شمالي ټلوالي استازي ډیر راته ښکاري. عام جنګي طالبان چي اکثریت یې د پښتني قبیلو غړي پاته سوي دي، دا معلومات نلري چي د دوئ د پخواني او اوسني نظام سیاسي او اداري چوکاټ کي د شمال لږکي اوزبک او تاجک تعصبي پاړسکان او یا پخواني خلقیان او پرچمیان قصداً د ښکیلو دولتونو د استخباراتي ادارو په لارښونه ځکه مقرریږي چي هغوئ په جګړو کي د دوئ پر بیځایه تلفاتو باندي خوا نه بدوي. که چیري احیاناً زموږ په پښتني قبیلو کي داسي بې وجدانه پیدا سي هغوئ ته هم ترفیع ورکوي. دا چي د صلحي پروسه ځنډنۍ سوې یا د بندیانو تبادله دومره د ځنډ او خنډ سره مخ ده یوازینی علت یې داغه دی چي څنګه او په کومه پلمه د افغانستان جګړې ته ادامه ورکړل سي. جنرال میلر، زلمی خلیلزاد، اشرف غني او عباس ستانکزی یو ځل بیا هغه فلاپ سوي پلان په بیارغولو بوخت دي چي  طالبانو ته د افغانستان ۱۶ جنوبي ولایتونه ورکړل سي او پاته افغانستان د اوسني فاسد رژیم په لاس کي پرېښودل سي څو افغانان په خپل منځ کي سره وویشل سي او جګړه ادامه ولري. دا چي افغانان اوس پوهیدلي دي چي دا پلان په افغانستان کي یوازي د دې هیواد د شمال شرقي کونج (کابل، ننګرهار، کنړ، بدخشان، پنجشېر او لوګر) یو محدود شمیر متنفذي کورنۍ دي او په دواړو خواوو کي یې د پرېکړو واک د بهرنیو استخباراتو د ملاتړ په مټ په خپل لاس کي اخیستی دی. هزاره، اوزبکو او شاړو لږکیو متنفذین ورسره مل دي. خپل ولسونه هم د لوچګانو په مټ په ظالمانه طریقه اداره کوي او د هیواد په نورو برخو کي هم یو قرآن وهلی، خدای وهلی، فاسد اوظالم لوچک پسي ګرزي او اړوند د واک موقف په لاس ورکوي، تنها د دې لپاره چي د دوئ لپاره افغانان وداړي او غیر قانوني باج راټولو وعده ورسره وکړي. کله چي موقفونه پر دوئ بالا بود سي بیا نو خپل قانوني او غیر قانوني اخښیان پسي رامخته کړي، پر هغو یې وېشي (یعني مطلق نیپوټیزم روان دی). په روانو شرایطو کي چي د کابل ادارې کومي لوچګیو او برګیو ته لاس اچولی دی، که د یوه ویښ ولس په هیواد کي یوه د دوئ د سلهاوو کړنو څخه هم حکومت پېښه کړي، د هغه هیواد مخلصه سیاسیون فوراً د انقلاب راوستلو په لټه کي کیږي، په نړۍ کي ګوري چي حد اقل یو داسي ابرقدرت پیدا کړي چي د ظالم حکومت او د هغه ملاتړو بهرنیو مرجعګانو په وړاندي لازمه مرسته ورسره کولای سي. کله چي داسي ملاتړ پیدا کړي د هیواد څخه بهر انقلابي حرکت اعلانوي، د ولس د مینځه څخه نوې مجهزه اردو جوړوي، نوې موقته پلازمینه جوړوي او د ډیکټاټور رژیم څخه د هیواد نیول سوي سیمي ازادوي. په روانو شرایطو کي هم د افغانانو لپاره بله چاره نه بریښي، غیر له دې چي د پلازمیني څخه خپل سیاسي استاذي (که چیري موجود وي...) راوغواړي، خپل رهبران دې ته اړ کړي چي د هیواد څخه بهر د افغان ولس سره خواخوږي لرونکي دولت په قلمرو کي یو انقلابي حرکت اعلان کړي. دا چي طالبان د یوه وسلوال ځواک په صفت موجود دي او په قطر کي دفتر هم لري. فقط او فقط د هیواد شمال شرقي کونج پوري اړه لرونکي مشران یو طرف ته کړي چي د جاسوسي، شیطانت او منافقت تاریخچه یې روښانه او معلومه ده. د طالبانو د هغه تیر حکومت په دوره کي هم د دوئ جاسوسي او غدر وو چي طالبان په ګلدره او شکردره کي بند پاته وه. دا د مراداري انډی انس حقاني رنګ لا د شیطان دی او د ده د حقاني شبکې په برانډ د امریکایانو قتلونه سوي دي. القاعده هم دې شبکې په نس کي افغانستان ته راغلل. په کابل کي د ټولو ځانمرګو بریدونو مسئولیت هم د داعش ترمخه دوئ په غاړه اخیستې. طالبانو په کوم عقل دا د قاچاقو غوټه په خپله غیږه کي پرېښودل. تر هر څه وړاندي مهمه دا ده چي د متباقي افغانستان ولسونه د افغانستان د شمال شرقي کونج څخه خپل سیاسي دسترخوان جلا کړي. د افغانستان د نن ورځي تقریباً د ټولو رسمي سیاسي احزابو رهبري د همدې محدودي سیمي څخه ده او په پاته افغانستان کي چي په ازاده پښه سیاسي فعالیت کوي، هغه هم د دې سیمي ناقلین دي چي د هلمندیانو، زابلیانو او کندهاریانو په نوم ږغونه پورته کوي او د مدني فعالیت په نوم مدني چغالیت ډرامه پر مخ بیایي. دا چي د کابل اداره طالب بندیان داسي په ناز و نخرو ازادوي، طالبانو ته هیڅ اړتیا نسته چي تر ابده ورته انتظار سي. په قطر کي د طالبانو رهبري نور د خپلي عیشپرستي لپاره پلمي نه سي جوړولای. هم افغان ولس ولیدل او هم ټولو طالبانو چي شانګهای تړون هم همکاري ته ورته لیواله دی، په امریکا کي هم یوه مقتدره سیاسي ډله ورسره همکاره ده. دوئ باید یو څه فعالیت ښکاره کړي. د خپل واک لاندي سیمو کي خپل جنګیالي په عصري وسایلو سبنهال کړي. دلته پراته قیمتي معدنونه دي هغه هیواد ته په ټيکه ورکړي چي د دوئ جنګیالیو ته د عصري وسلو د استعمال روزنه ورکړي او پر دوئ عصري وسلې وپلوري. که د کابل واکمنان خبرو ته ورسره نه وي اماده هیڅ ستونزه نسته. د اوسني نظام سره ملګرو هغه سیاسیونو او چارواکو سره دي یوې موافقې ته ورسیږي چي هغه د واکه څخه ګوښه سوي دي یا محرومه پاته دي او واقعاً صلحه غواړي، د هغوئ سره یوځای دي یو ملي ډیموکراټیک وسلوال مقاومت اعلان کړي. انشاء الله هیڅ څوک به یې مخي ته درنګ ونه کړای سي. دا یو نیم ملیونه خاین تش په نامه افغانان به د ۳۷ نیم ملیون کړیدلي او قهریدلي ولس په وړاندي څه مقاومت وکړای سي. د کابل واکمنان تر هغه ډیر زیات ضعیفه دي، څومره چي په ظاهره ښکاري. د دوئ په وزارت خانو کي هر ورځ د زنا او لواطت محفلونه ګرم وي. د دوئ خدمتګاران ټول په عیاشیو، مسکراتو، مخدراتو او دخانیاتو روږد دي. موږ افغانان د پنځو ابرقدرتونو د جملې څخه تنها د یوه ابرقدرت واقعي ملاتړ ته اړتیا لرو چي د کابل اوباشانو ته شکست ورکړو. دا چي دوه و درې راسره ودریږي خو بیا بیخي هیڅ غم نسته. زموږ هیواد د معدنونو څخه ډک دی. او ښه ګرانبیه معدنونه دي. زموږ زړه دلته درد کوي چي په ملیارډونو ډالر د امریکا د ولس په افغانستان کي مصرف سول، عسکر د امریکا د ولس پکښي ووژل سول او د افغانستان لیتهیم، یورانیم، او نور ګرانبیه عناصر یو څو ډیموکراټ ګوند سناټوران او کانګریسوال په ناچیزه بیه پر ایران، چین یا روسیه باندي پلوري. موږ وایو چي امریکا دولت دي په رسمي ډول د یوه تړون د لاري دا معدنونه راوباسي، خپله دي هم ګټه وکړي او موږ ته دي هم فایده راورسوي. په بهرنیو هیوادونو کي میشت افغانان دي د خپلو هیوادونو ولسونه دې ته وهڅوي چي په افغانستان کي ښکیل خپلو دولتونو سیاسي فشار راوړي چي د اشرف غني، عبدالله، امرالله صالح، دوستم، محقق په شان اوباشانو د ملاتړ او تقویې څخه لاس واخلي او د افغانستان په اړه یوه جدي سیاسي پالیسي غوره کړي. که زموږ واکمنان د ولس د منځه څخه هغه خلګ په ښکاره او مرموز ډول وژني چي د دوئ د ظلم پر ضد ږغ پورته کوي نو ولس ته هم پکار ده چي د دولتي مامورینو د منځه څخه هغه کسان په نښه کړي چي د واکمنانو د فساد آلې ګرزیدلي دي. نور باید د یو نیم ملیون خلګو استازو ته اجازه ورنه کړو چي پر دې پاته اوه دیرښنیم ملیون خلګو باندي خپل فساد وتپي. دا چي زموږ په چاپیریال کي شانګهای تړون مخ په تقویې روان دی او د پاکستان و افغانستان د لاري د بحیره عرب تودې اوبه ورته د توجه وړ دي او په افغانستان کي امریکا او د هغه متحدین ښکیل دي، دا یو فرصت دی. که افغان ولس تنها د پخواني دربار غلام بچه ګانو و کورنیو ته د دې فرصت څخه د ګټي پورته کولو اجازه ورکوي نو د راتلونکي څو سوه کلونو لپاره د فقر، غربت، بېعزتي او سرګرداني ژوند مبارکي همدا اوس لا باید ټولو افغانانو ته ووایو..... ځکه چي د ذلت، فقر، غربت. بېعزتي او سرګرداني د ژوند څخه د نجات یوازینۍ لار د افغانانو لپاره په یوه ږغ د سیاسي او اداري اصلاحاتو په غوښتنه او د دې اصلاحاتو په نفاذ کي ده، په خپلو سیمو کي د نظم او ثبات راوستلو چارو کي په مستقیم ګډون کي ده، په خپل منځ کي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نفاذ کي ده. د خپلو اولادونو په سالمه روزنه کي ده او دنجیبو اوصافو په غوره کولو کي ده. دا چي زموږ روحانیون خپل مریدان لواطت ته تشویقوي، زموږ علماء د هر ماړه او زورور خواهشاتو سره سم د دین چوکاټ ورته تنګوي او پراخوي یې... ځیني ماړه خو تر دې اندازه مست دي چي د کندهار علما یوه ناروا ورته روا نه کړي، ځي د مصر د الازهر پوهنتون د کافر مفتي څخه د خپلي خوښي فتوا راوړي... مسکین د روزانې مزدور د د روزانې په مزدوري کي غلا کوي.... کسبکاره مو په کسب کي خلګ خطا باسي.... و ډیکټاټوري ته نه د اسلام قانون مشروعیت ورکوي او نه هم د کفر قانون. خو تنها یو حالت ډیکټاټوري او د ډیکټاټور هر ظلم جایز ګرزوي او هغه حالت دا دی چي بشپړ ټولنه لوچکه سي. لوچګي د ټولنیز ژوند یوازینی اصل وګرزي... بیا نو لکه دا د خاد او ملي اردو پخواني لغماني او لوګري صاحب منصبان چي کله کله په عامو مجلسو کي وایي چي افغانان د سوټي مسلمانان دي... دا یوازي د سوټي په زور اصلاح کیدای سي، دا خبره یې بیا صدق هم کوي. که د دې هیواد تاریخ راواخلو نو څو زره کاله ها خوا ته یې اوسیدونکو د اریانا نوم پر کښیښود یعني د نجیبو خلګو ټاټوبی او ځانونه یې آرین بلل یعني نجیب خلګ... پښتونخوا او پښتون هم ورته معناوي لري چي د نجابت دا دود د پیړیو پیړیو په اوږدو کي زموږ اجدادو تر موږ رارسولی دی. هو داسي شرایط پر دې هیواد راغلي دي چي د نورو ځایونو څخه ښکیلاک ګر او نیواکګر راغلي دي، دلته یې خپلي کالونیاني جوړي کړي دي او د خراسان په نوم یې دا سیمي بدرنګه کړي دي. د نجابت دود یې په لوچګي بدلولو هڅه کړې ده خو د خپل د دې لوچګي د کلتور په سبب یې نوي رامنځته کړي ټولني بیرته د بینه تللي او دا هیواد خپلو اصیلو نجیبو کوچیانو او بزګرانو ته ورپاته سوی دی. دا ځل د هغه پخوانیو خراساني لوچګانو یوه بله دسیسه د ځایي خلګو پر ضد په کار اچولې ده او هغه زموږ په ټولنو کي د لوچګي سلوک ته ترویج ورکول دي. نن زموږ ډیر کشران او مخور د لوچګي په مرض اخته دي.
 په پای کي باید دغومره ووایو چي په ولس کي د لوچګي فرهنګ یا سلوک عام کیدل د ډیکټاټوري نظام ته مشروعیت ورکوي او دا دواړه پدیدې بیا په ټولنه کي ټولنیزه او سیاسي بې ثباتي راولي او بالاخره ټولنه د بینه وړي. چي کله ټولنه د بینه تلو په حال کي وي نو بیا داسي حالات پر راځي لکه د ټوپکیانو په پنځو کلونو کي چي د افغانستان حالات وه....... کله چي یوه ټولنه د بینه ولاړه سي د هغه ټولني ټول غړي بې عزته کیږي او د نورو متمدنو ټولنو د غړو مریان او مینخیاني ګرزي.
 د افغانستان د د سیاسي ثبات په موضوع کي خو بل مغلقوالی نسته چپله دې چي د دواړو ښکیلو خواوو په عالي رهبري کي د آی ایس آی ایجنټان ناست دي چي نه جګړه سړیدو ته پریږدي او نه هم دا اجازه ورکوي چي یوه ډله دي پر بلي غالبه سي. اوس نو که ښکیلي خواوي طالبان و حکومت وبولو او که طالبان و امریکایان، عین موضوع ده، فقط د آی ایس آی پر ځای شاید د کوم بل اورګان نوم ولیکل سي. تر کومه پوري چي د کشرانو یا عسکرو موضوع ده... ایا د ترکي، حفیط الامین، ببرک او نجیب پر دولتي عسکرو او جلبیانو زړه خوږیدی او که د حضرت صاحب، و رباني و حکمتیار صاحب پر خپلو مجاهدینو زړه خوږیدی؟ او که د لوی ملا صاحب (ملا عمر) پر عامو طالبانو خوا بدیدل چي څوک به ورته راغلی چي شهیدان یې راوړي دي، ده به پوښتنه وکړل چي بازان دي که ټپوسان؟ (بازان داوطلب وه او ټپوسان یې هغه جلبیان بلل) چي ملاهیبت او دا نوی ماربیچړی ملا یعقوب به د جبهې پر طالبانو خوا بده کړي.... سوال دا دی چي نن موږ د لوی ملا صاحب زوی ملایعقوب په ټپوسانو کي حساب کړو او که په بازانو کي؟ چي تر ننه پوري یوې جبهې ته تللی نه دی، یو څاڅکی وینه یې توی کړې نه ده او دی د نظامي کمیسیون مشر ټاکل کیږي. جلبیانو که بله سپېڅلې پدیده نه لرله ، د خپلي کورنۍ د ځمکي، کور جایداد د ضبط څخه ساتلو لپاره مرګ ته تلل، داغه هم یو اتلوالی دی چي د ملایعقوب پلار بیا هم ټپوسان بلل. کاشکی دی ژوندی وای چي د سر په سترګو یې لیدلي وای چي تر ټولو ستر ټپوس د ده خپل زوی دی. یوه خبره دي زموږ مشران په خلاص دماغ وسنجوي چي پاکستان په زرهاوو مدرسو کي په ملیونونو پاکستاني ټپوسان روزلي دي او که طالبان د جګړې د لاري د افغانستان ۱۶ جنوبي ولایاتو ته سقوط ورکړي نو د ډیورنډ کرښي د ها خوا قبایلو څخه هغه پښتانه به د طالبانو په جامو کي پر موږ مسلط سي چي د مهاجرت په شپو کي یې تر پنجاپیانو ډیر تضاد راسره لاره. هغوئ په کمیت کي بیخي ډیر دي خو د جنګ زمریان نه دي. دا کله کله چي اورو چي په معروف یا ارغسان کي پر سرحدي پوسته ۳۰۰ طالبانو برید وکړ چي ۲۵۰ یې مړه سول او هغه نور په تېښته بریالي سول، هغه دا پاکستاني طالبان دي. د جنګ خلګ نه دي. هو د تعصب، سپکولو او ربړولو فوق العاده استعدادونه لري.  دا چي د افغانستان وزارت دفاع، ریاست امنیت ملي او وزارت داخله په اطرافو کي پر ولسونو بمبارونه کوي، دا د آی ایس ای د یوه منظم پلان برخه ده. د دې بریدونو د لاري آی ایس آی د خپلو هغو لاسپوڅو علماوو، مفتیانو او شیخانو فتنو (فتواوو) ته قوت ورکول غواړي چي زموږ د ښارونو پر اوسیدونکو باندي د مرتد او واجب القتل فتواوي ورکړي او زموږ د صحراوو خلګ زموږ د ښهرونو پر قتل عام باندي مامور کړي (دا خبره بیخي نوې نه ده، کله چي کندهار ښار و مجاهدینو ته سقوط سو؛ صاحب جان صاحبزاده د کندهار ښار خلګ واجب القتل وبلل او د اطرافو څخه به کندهار ښار په هوانونو او توپونو ویشتل کیدی). دا چي موږ د ښارونو او هغه سیمو خلګ چي دولت ته مالیات ورکوو او د خدماتو څخه یې مستفید کیږو په ښکاره توګه زموږ تعلق د دې حکومت سره ثابتوي. دا چي د دې حکومت ځواکونه هر ځای خلګ وژني موږ قانوناً او شرعاً په دې وژنو کي ورسره شریک یو. زموږ د ښارونو اوسیدونکي چي نور مو هیڅ په وس نه وي پوره، دغومره خو کولای سو چي پر دولت ږغ وکړو چي په صحراوو کي د افغان ولس پر ضد جنایتونه او جګړه بنده کړي او تر اوسه پوري چي کوم جنایتونه سوي دي، د ریاست امنیت ملي، وزارت دفاع او وزارت داخلې ښکیل منصوبین د دندو ګوښه او څارنوالیو ته معرفي سي. که موږ دا کار ونه کړو نو هغه د کمونیسټي نظام د سقوط وروسته حالاتو سره به یو ځل بیا مخامخ سو. یو ځل کمونیسټو خلقیانو او پرچمیانو د کلیمې ویلو په ګناه وژلو، بیا روسانو د مجاهدینو د طرفدارانو په نوم وژلو، آخر دوستمي ملیشو زموږ په وینو ځانونه خړوب کړل. بیا چي کله مجاهدین صاحبان واک ته ورسیدل، د ذاکر شریف صاحب جان صاحبزاده د کندهار ښار اوسیدونکي ټول واجب القتل وبلل او د مجاهدینو په جامو کي د آی ایس آی نورو ایجنټانو پر بازارونو هوانونه اورول او موږ یې وژلو. نن چي لږ شا ته د تیرو ۴۰-۴۵ کلونو مسافې ته وګورو دا هره طایفه چي دلته یې د واک څخه سوء استفاده کړې ده په خپل نوبت یې په یو نه یو ډول اړیکه د آي ایس آی سره لرل. د خلقیانو پر مشرانو چي د افغانستان ځمکه تنګه سول چیري یې پناه یووړل؟ پاکستان ته..... کله چي طالبانو کابل ونیوی، د میکرویان ۲، میکرویان ۳ او میکرویان ۴ کافران چیري وتښتیدل؟ پاکستان ته...... د پاکستان لمړی نمبر دښمن احمد شاه مسعود د خپلو عسکرو لپاره دریشئ چیري خریداري کولې؟ په پآکستان کي..... د طالبانو حربي مخالف قومندان حاجي قدیر چیري اوسیدی؟ په پآکستان کي.... کله چي پر طالبانو تنګسه راغلل، عام خدای پاري طالبان یا ووژل سول، یا ونیول سول او یا یې د څلورمي درجې د اتباعو په شان د ذلت ژوند لاره. ډیر یې ګوانټانامو ته ولاړل، لاکن هغه نور شکر خواره لکه حقاني خیل، زاړه کمونیسټ طالبان، سلفي طالبان چیري ولاړل؟ پاکستان ته...... روان شرایط ډیر حساس دي. کیدای سي چي د ډیري خرابي خوا ته ولاړ سي او یا هم د ډیر سمون خوا ته.... که چیري زموږ د قومونو، ولایاتو، ولسوالیو او کلیو متنفذینو د استخباراتي عناصرو سره داغسي پټي استخباراتي معاملې کولې نو تر سوریې، عراق او لیبیا به بدتره حال ته ودریږو. د نجات یوازینۍ لاره همدا ده چي د میدان وردګو څخه راکښته داسي تر کندهار، ارزګان، هلمند او فراه څخه تیره بیا تر بادغیس او فاریاب پوري ټول پښتانه په یوه صلاح د جګړې د یوه جهت سره ملګري سي او د مقابل جهت ټول نظامي او استخباراتي تاسیسات او شبکې ور ړنګي کړي. جهت دي دوئ انتخاب کړي چي هر یو انتخابوي. په خپل منځ کي دي د راتلونکي نظام سیاسي او اجرائیه واک د ورورۍ په فضاء کي ووېشي او د راتلونکي سیاسي نظام په اړه مشترک نظر غوره کړي. د افغانستان د پیړیو پیړیو بېثباتي به د ورځو او اونیو په زمانه کي دبینه ولاړه سي. د خدای ج پار دي موږ مسلمانان یو او اهل السنت والجماعت حنفي مسلمانان یو او بیا پښتانه یو. خپل منځي اصول، قوانین او شریعت مو معلوم دی. زموږ خپل منځې جګړه پر څه باندي ده؟؟؟؟؟ کابل هر څومره ژر چي کیږي باید د بې مسئولیته لوچګانو د منګولو څخه یې خلاص کړو. دا د کابل اوباشان په هیڅ چا باندي بند واز نه دي. خدای ج خو ګرسره نه پېژني. د اولس په قصه کي خو نه دي. پخوا به مو د امریکایانو ګوډاګیان بلل. اوس خو هغه دی امریکایان هم ورته وایي چي بندیان ایله کړه اوصلحه وکړه. چین داغه ورته وایي، روس داغه ورته وایي. د هیڅ چا دا نه مني. دوئ دي خپله ووایي چي د چا دا مني....، دوئ د چا په وړاندي مسئولیت لري؟ موږ به هغوئ ته قناعت ورکړو.... خو دوئ موږ ته نه سي ویلای.... ولي؟؟؟ په نړیواله ډیپلوماسي کي یوه اصطلاح ده، «د نامشروع امر ځنځیر چي په انګلیسي کي (illegitimate chain of command) ورته وایي د قومندې نامشروع ځنځیر ودې ته وایي چي د پای سړی نه وي خبر چي په لمړي سر کي قومنده چا ورکړې ده... او دا ډول رهبري نظام په ټولنه کي مطلقاً یو غیر اخلاقي، غیر منتقي او غیر قانوني نظام دی چي په بشري ټولنه کي د انسان د وجود د سرطاني ټیومور حیثیت لري چي کله کله د خبیث سرطان خط سیر انتخابوي او ټوله وجود (یعني د اوېجي پر مخ ټوله بشري ټولنه) د مرګ کندي ته رسوي.. دا ځنځیرونه په یوه مشخصه ټولنه کي هغه وخت خپلي ریښې ځغلوي چي کله د یوه هیواد، یوې ادارې یا یوې ټولني رسمي رهبري موقفونه د داسي کسانو لاس ته ولویږي چي خپل شخصي خواهشات او شهوات د خپلو وجایبو فوق ورته ښکاریږي. داسي خلګ دي چي ځانونه په ناقانونه بازار کي پلوري. د یوه ځان پلورلي انسان مثال د یو مخفي مریي دي چي د ظاهري خپلواکي او ملکیت لرلو سربیره د بل د اشارو مریی وي. د بشریت د تاریخ د لمړنیو کلونو څخه چي کله یو انسان بل انسان ته مسئولیت سپاري نو یوه داسي خپلواک شخص ته یې سپاري چي هغه ازاد، عاقل، بالغ او لایق وي. هغه د مسئولیت د قبولیت پر مهال د اړوند مسئولیت ادا کولو لپاره خپله علاقه څرګندوي او تعهد کوي. خپلواک انسان تر ټولو ستره سرمایه د ده حیثیت او اعتبار وي. هغه د خپل حیثیت او اعتبار ساتلو لپاره سپارل سوی مسئولیت د پوره کولو لپاره خپله هڅه کوي. کله چي د لوی ټولواک احمد شاه بابا د مور څخه د هغه د لښکر غدارو سردارانو لخوا خپرې سوي اوازې په اړه پوښتنه وسول چي دوئ وایي چي احمد شاه بابا د پاني پت په جګړه کي شکست خوړلی او تښتیدلی دی. د ده مور جواب ورکړ چي ما داسي زوی نه دی ځیږولی چي هغه دي د جګړې د ډګره وتښتي. جاسوس یا مخفي مریی نه حیثیت پېژني، نه شخصي اعتبار په قصه کي وي، عقاید او ارزښتونه که ولري یا یې ونه لري، دی یې ځان پر پالنه مکلف نه بولي. داسي کس چي د روزانې د مزدور په صفت هم پر یو چا تاوان سي نو د هغه ورځي مزدوري ورکوي او رخصتوي یې چي د نورو مزدورانو اخلاق ورخراب نه کړي. نن د کابل ټوله اجرائیه نظام دولس مشر څخه نیولې بیا تر ولسوال او ملک پوري د داسي خلګو لاس ته ورلوېدلی دی. افغانان باید هوښ وکړي او لاس په کار سي....  او دا حالت به داغسي نه پاتیږي. داسي ښکاري چي د خلیلزاد او مایک پمپیو پلان دي چي د افغانستان جنوبي سیمو ته د طالبانو په وړاندي سقوط ورکړي او د کابل اوسنی فاسد نظام بقاء تامین کړي څو جګړه او فساد لا زور پسي واخلي. د دواړو خواوو په رهبریو کي ولس پلوه افرادو د وژني پروسته ادامه ولري او د واک ټولي سرچینې اوباشانو ته پاته وي.  دا چي زلمی خلیلزاد ولي دا غواړي، د میرمني د هویت په اړه یې پلټنه وکړئ، هر څه به درته واضح سي. د خلیلزاد کاناډایي میرمن د هغه یهودي سازمان مشره ده چي په نړۍ کي علني د اسلام د محوه کولو حرکت پر مخ بیایي او د اسرائیل د تاسیس او پراختیا لپاره متداومه مبارزه کوي. دا چي یهودي سازمانونو د شرق و غرب تر منځ بحر کي د امریکا او برطانیې د شکست ټېکه اخیستې ده، طبعاً به دوئ د چین او امریکا تر منځ پېښیدونکي جګړې پر مهال د برطانیې او امریکا د شکست لپاره فعالیتونه کوي. ددې لپاره چي چین د جاپان، ټایوان او جنوبي کوریا د لاندي کولو لپاره په غټ زړه جګړه وکړي باید د مرکزي اسیا لخوا څخه  بېغمه وي. په تاریخ کي یو واري پخوا هم چین د نړۍ د لاندي کولو تکل کړی وو خو په مرکزي اسیا کي د عربانو سره په جګړه کي ماته خوړلو سره یې مرکزیت د بینه ولاړی او نړۍ ځني وژغورل سول. دا ځل خلیلزاد ته دنده سپارل سوې ده چي په مرکزي اسیا کي سیاسي ثبات د بینه یوسي او د امریکا، برطانیې او اروپا پر ضد هر څومره نفرت چي کرلای سي وېکري، څو دا سیمي د برطانیې او امریکا د سیطرې څخه ووځي او چین ته په سیمه کي د خپل نفوذ پراختیا زمینه برابره سي. کله چي د چین او ایران ائتلاف په لاره کي  کوم خنډ پاته نه سي، بیا دوئ په بشپړ بریالیتوب سره به په خلیج عربي کي د مریکا او برطانیې پر شاه رګ یو نهایي او موثره وار وکړي. د ایران د یهودي پلوه پاسدارانو په لاس د عربستان په خرابولو او حرمین  شریفین د بینه وړلو سره به یوې خوا ته د فارس لرغونې امپراتوري راژوندۍ کیدلو امکانات برابر سي او اسرائیل ته به هم د عربو د ځمکو د پراخ غصب او د اسرائیل د پراختیا زمینه برابره سي (اسرائیل تر ننه پوري چا ته د نوو ځمکو د نه غصبولو تضمین نه دی ورکړی. د روسانو خو د څو نسلونو څخه دا کسب دی چي جنګونه په ټېکه اخلي، باوجود چي د چین پیاوړتیا د دوئ هم په تاوان ده. د منګولیا ستره ځمکه به چین د روسیې څخه د ځمکو لاندي کولو څخه راونه ګرزوي خو روسان اوږدمهال فکر نه کوي، هغه ګړی هغه مصلحت سنجوي. افغانان باید د تیر په شان اجازه ورنه کړي چي په مفته په دې سیاسي لوبو کي په دریم او څلورم لاس استعمال سي. موږ نن په دیده سترګو وینو چي د صلحي په وړاندي خنډ جوړونکي د دواړو اړخونو په عالي ترینه رهبري کي موجود دي. د امارت ویاند زبیح الله مجاهد خو درې داسي فاولونه وکړل چي که د لوبي مشرتابه د شرم یوبشري حس لرلای د دې شرم د احساس له مخي به یې ګوښې ته کړی وای.  باید پښتانه قبایل په خپلو سیمو کي واک په خپل لاس کي واخلي دولتي ځواکونو ته هم اخطار ورکړي چي جګړه دي نه کوي که نه دا قول اردوګاني او قرارګاوي به یې د ولسي ځواکونو لخوا ولوټول سي او طالبانو ته هم ووایي چي پر شریعت برابر اربکیانو او چارواکو د وژلو څخه لاس واخلي. پاته سول هغه لوطي، زاني، ظالم او غله چارواکي؛ د هغوئ لیري کولو امر الله ج او د الله رسول ص کړی دی. هر څوک چي د هغوئ د دندي څخه په ګوښه کولو په هڅو کي لټي کوي هغوئ د ایمانه خلاصیږي او مرتد به د دې دنیا څخه ځي.... د هغوئ په لیري کولو کي باید ولس، طالبان، د کابل رژیم سره ولاړ منتفذین ټوله لاس سره یو کړي. بهرني دولتونه هم باید په دې اړه اعتراض ونه لري ځکه چي دوئ خپله څو څو ځله د دولت څخه د اداري فساد د ختمولو غوښتنه کړې ده. دا چي دولت دا کار نه کوي، نو هر چا چي دا کار وکړ باید تقویه یې کړي. ښه خبره داغه ده چي افغان قبایل په خپل منځ کي یو انسجام رامنځته کړي او د راتلونکي دولتي اداري نظام پر څرنګوالي یوه اعلانیه هوکړي ته ورسیږي. چي دوئ په خپل منځ کي هر فیصله سره وکړه، د عملي کولو خلګ یې ډیر دي. د افغانانو مشترکه اړتیا د اسلامي شریعت د حنفي فقهي تابع سیاسي او ټولنیز نظام دی چي قوانین، مسئولیتونه او خدمات یې په عادلانه ډول په ټول ولس باندي په متجانس کمیت او کیفیت سره وېشلي وي. دا نظام پښتون محوره او اقلیت شموله وي او د دې نظام د بقاء لپاره په عصري تجهیزاتو مجهزه ملي اردو وي چي رهبري او عمله یې د ټولو پښتني قبیلو څخه تشکیل سوې وي. پر لوچګي باندي بشپړ بندیز وي او د ټولو شخړو فیصلې په عدالت سره د اسلام او پښتونوالي د اصولو په رڼا کي کیږي. تر کومه ځایه چي کافر او فرقیز اقلیتونه دي، ټول هغه ملیتونه چي د پښتنو سره په معنوي ارزښتونو کي شریک نه دي، باید د ذمیانو په صفت حقوق ولري. د رسمي دندو څخه معاف وي او یوازي د اقتصادي فعالیتونو اجازه ولري. دا ډیر خوندور اصول دي. امریکایان دي یې په خپل هیواد کي نافذ کړي، بیا دي وګوري چي کورونا مرض د مظاهرو او فساداتو سره یوځای ورکیږي که نه...... دا چي هلته  نن د تور پوستانو د حقوقو په نامه څه انډوخر موجود دی، دا ټوله یوه پلان سوې پدیده وه. هندوساتي تورپوستان د هندوستان څخه وروستل سوي دي هلته د واک تر ګدیو رسول سوي دي چي دا فساد یې رامنځته کړی دی (که نه افریقایي تورپوستان په زړه صفاء خلګ دي دسیسه بازه نه دي؟). دا زموږ د لغمان هندوستانی لا په چوټ کي هلته ورغلی دی او غټ سړی ځني جوړ سوی دی. ځان پښتون نورزی معرفي کوي خو په اصل کي هندوستانی جت دی او د مور له خوا تاجک.... په موږ کي خو متل سته چي پردی زوی نه زوی، په امریکایانو کي لکه چي داسي متل نه سته کنه دا پردو زامنو ته به یې هیڅ کله دومره واک نه ورکولای.
موږ مستضعفین یو، پر موږ د جهاد فرضیت ساکت دی: که چیري د طالبانو رهبري خپلو مجاهدینو ته د عصري تجهیزاتو او روزني بندوبست نه سي کولای باید خپل کشران تر غوږو ونیسو او ځني رایې ولو. په قرآن مجید کي د جهاد د فرضیت حکم پر مستضعفینو باندي ساکت دی. کله چي موږ د جهاد توان نلرو نو د جهاد مسئولیت هم نه لرو. تر کومه پوري چي د کوکنارو چوکیداري ده، خدای پاک ج هیڅ ځای په قرآن مجید کي نه دي راوړي چي د کوکنارو د کښتګرو د کروندو ساتنه وکړئ. ځکه نو د کوکنارو د کښتونوحفاظت پر موږ فرض نه دی. قاچاکبر پوهیږي، حکومت پوهیږي. هو که طالبان رښتیا جهاد کول غواړي باید زموږ هغه ځوانان چي ورسره ولاړ دي، د هغوئ پر ظرفیتونو دي پانګونه وکړي، د انساني بمونو کار دي نه ځني اخلي. تر سر تیر داوطلبان چي هر څومره زیات سي، مفتي صاحب ته حق نلرې چي ځانمرګی ځني جوړ کړې. د خپلو خواخوږو دولتونو په مرسته د یوې معاصري اردو په توګه راتنظیم کړي، روزنه دي ورکړي، پیلوټان، ټانکیسټان، تخنیکي متخصصین دي ځني جوړ کړي، مجهز دې کړي طیارې، ټانکونه او عصري نظامي سیسټمونه دي په اختیار کي ورکړي. د دوئ تر سیوري لاندي د بلیارډونو ډالرو د مخدره توکو قاچاق شروع دی، د پنځه لکه مجهزي اردو خرچه یې د پوزي نصوار نه ده. هغه ونډه چي په مفته کي آی ایس آی ته رسیږي، په هغه پیسو دي طالبانو ته اردو ورجوړه کړي چي په ګډه کابل ونیسو او دې جګړې ته د پای ټکی کښیږدو. کله چي زموږ معزز او محترم قاچاقبر په ارګ کي خپل ملګری واکمن نصب کړي دا اوسنی کاروبار به یې څو چنده ورته ګټمن کړي، دوئ به هم یو څه د عزت خاوندان سي. موږ دلته داسي معدنونه لرو چي همدا اوس یې برطانیې یا امریکا ته په ټېکه ورکړو، شاید اټوم بم لا را ته ومني. دا زموږ د پښتنو لپاره لوی شرم دي چي په ۲۱ میلادي پېړۍ کي د سوپر ټوکانو په شان لرغوڼي ټیکنالوجي سنبهال الوتکو باندي بمباریږو. دا زموږ د زلمیانو سپکاوی دی، د هغوئ د پلورنو او میندو سپکاوی دی چي د کارټوني څرخکو په وسیله بمبارونه راباندي کیږي. او که طالبان واقعاً د جګړې ګټلو اراده لري نو د هر څه تر مخه دي د افغانستان د پښتنو قبیلو سره دواک پر سر خبري خلاصي کړي. په دوهم پړاو کي بیا هزاره او په اخیره کي د تاجکو او اوزبکو نوبت راځي. تر کومه پوري چي اوسنی ولس مشر او کابینه یې ده، د هغوئ سره خبري ځکه مهمي نه دي چي دا یو څو تعمیرونه او چوکۍ چي دوئ د پردي زور په مټ اداره کوي، دا به یا د سر په بیه ساتي او یا به یې پریږدي. ولس به خوشحاله وي چي د سر په بیه یې دفاع وکړي څو د تیرو او روانو ظلمونو بدل د اخیستو زمینه ورته برابره وي. پښتانه نور د پرديپاله او نالایقه مشرانو څخه تر پوزي پوري راغلي دي. که د بهرني ځواک انډول برابر هم وخیژي، د داخلي ځواک مقابله به د یو نیم ملیون او ۳۷ نیم ملیون خلګو تر منځ وي. بیا چي الله تعا لی ج هم د ۳۷ نیم ملیونو ملاتړی وي، دا یو نیم ملیون خاینان به خدای خبر چي پښې ټینګي کړای سي. که چیري طالبان دا ادعاء لري چي د افغانستان د شمال شرقي کونج رهبران صادقانه ورسره ولاړ دي نو بیا دي ورته ووایي چي د کابل د وزارت دفاع، وزارت داخلې او ریاست امینت ملي د هغه ټولو منصوبینو لیسټونه او هویتونه په په ډاګه کړي چي د تیرو ۲۰ کلونو راهیسي د بې محاکمې وژل کیدلو لپاره افغانان انتخابوي او بیا د بهرنیو او داخلي نظامي امکاناتو په مټ هغوئ وژني او یا د افغانانو په وژنو کي یو نه یو ډول دخالت لري. که دوئ وایي چي دا نه سي کولای نو د دوئ او حقاني شبکې لخوا ترسره سوي هغه مغلقو عملیاتو کیفیت څه وو چي د کابل په حساس ترینو اهدافو باندي تر سره کیدل. دا خو خر لا پوهیدلای سي چي د دولتي امنیتي او کشفي ادارو د کارمندانو د مرستي پرته دا عملیات ناممکنه وه. دوئ دي خپلو هغوئ ارتباطیانو ته ووایي چي د افغانانو د مجرمینو هویتونه برملا کړي (په دې شرط چي په کابل کي د طالبانو ارتباطیان او جنګي جنایتکاران یو خلګ نه وي.....که نه هیڅ څوک پر ځان عریضه نه کوي). دا ډیره مهمه ده چي په روانو حالاتو کي د افغانانو د قاتلینو هویتونه رسنیز سي څو ولس وکولای سي چي په خپلو امکاناتو سره خپل مشروع غچ واخلي. دا چي د کابل رژیم د اصلي مضرانو په نښه کول خو لیري خبره ده، د هغوئ رسوا کولو ته مو هم زړه نه ښه کیږي نو بیا څرګنده خبره ده چي تحریک او د تحریک اهداف هیڅ ارزښت نه درته لري. د چم، فریب او دهوکې لپاره ورسره ولاړ یاست لکه ها تیر پلا چي ستاسو د دهوکه بازي د لاسه په زرهاو طالبان په شهادت رسیدل او د ګلدرې اوشکر درې تر خطونو هاو خوا ته یې پرمختګ نه سوای کولای. افغانان نه غواړي چي د افغانستان کشاله د مسئله کشمیر یا مسئله فلسطین رنګ واخلي. افغانان نور د دې جګړې منتقي پایله غواړي. که چیري طالبان د دوئ اړتیاوو ته جواب نه سي ویلای نو بیا به افغانان د خپلو قاتلینو سره و یوې موافقې ته ځانونه ورسوي چي زاړه قتلونه در معاف، زړې غلاوي درته معاف، راسئ چي سیاسي واک په عدالت سره په خپل منځ کي سره وویشو. او که یوې خوا هم لاره نه ورسره وړل، بیا دي هم نه مایوسه کیږي، الله ج خو لري. فقط یو بل ته دي نیتونه صفاء کړي، یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د یوه قوي ولسي مینډیټ سره دي د بهرنیو ابرقدرتونو سره مستقیماً معامله وکړي. د دواړو طرفو پاک خلګ د ځان ملګري او په دواړو طرفو کي د رذیلو او بېشرفه خلګو پر ضد جبهه ونیسي. الله تعا لی ج به حتماً د نجات یوه لار ورته راباسي. تر کومه پوري چي د خلیلزاد موضوع ده، په روانه ډرامه کي یې خسرګني ښه ټیټه او رسوا سوې ده. لا به هم رسوا سي. که د صلحي د پروسې د ناکامولو بل هیڅ تاوان ورونه رسیږي، دا تاوان خو یې کړی دی چي د ستراتیجیکو چارو د متخصص په توګه چي امریکایانو کوم اعتبار ورکاوه، هغه به نور هیڅ نه سي پاته، چي د افغانستان په شان یوه وړوکي قضیې په حلولو کي پاته راغلې سوډله... ته هم ځان ته عقلدانه وایي. دا دکتوراوي، ماسټریاني، ریسرچونه، مقالې ګرده دي د درواغو وه. کله چي د شمال شرقي افغانستان د متنفذینو څخه د سیاسي دسترخوان جلا کولو خبره کیږي، په دې معنا نه ده چي خدای مه کړه د ګران هیواد د تجزیې خبره کوو یا د دې سیمو د عام ولس د محرومیت اراده لرو. د دې څخه یوازي او یوازي هدف دا دی چي زموږ سیاسي مشران دي نور هغه سیاسي ساختارونه پریږدي چي د تصمیم نیولو واک یې د افغانستان د شمال شرقي کونج د خاینو او پلورل سوو متنفذینو په لاس کي وي، لکه د کابل اداره او د افغانستان اسلامي امارت. دا خلګ د پاکستان د آی ایس آی سره د معدنونو، مخدراتو، مسکراتو او دخانیاتو تر څنګ د فحشاء په دایمي کاروبار کي شریک دي او د جګړې، دولتي اداري فساد او ظلم دوام ته موتقد دي. د تیرو ۴۵ کلونو ناخوالو ثابته کړې ده چي دوئ خپل خط سیر نه بدلوي. دوئ د بهرني استخباراتو سره پټ ډیلونه کوي، د هغه ډيلونو په مټ ځانونه واک ته رسوي او فساد ته ادامه ورکوي، که یې څوک مخي ته دریږي هغه دبینه وړي. په قطر کي د طالبانو او امریکایانو تر منځ یوه فیصله کونکی تړون او د هغه په تعقیب صلحه یوازي او یوازي هغه مهال امکان لري چي دا د آی ایس آی معنوي زامن او د افغانستان د شمال شرقي کونج رهبران یې منزوي نه سي. دا چي د افغانستان په وزارت دفاع، وزارت داخله او ریاست امنیت ملي پخواني خلقیان، برچمیان او د ټلوالي سیکسورکران امر الله صالح په مشري په بیغمه زړه  افغانان وژني؛ د زړه ورتیا لامل یې بهرنۍ استخباراتي پشتیباني او د طالبانو په رهبري کي د دوئ د پټو ارتباطیانو موجودیت دی.... په آینده کي به د افغانانو لمړی ستر دښمن هغه وي چي دوئ ته عامه بخښه کوي. افغانان نور عامه بخښه نه غواړي. د خپلو قاتلینو او مجرمینو په داریدل یې ستر ارمان دی او دې ارمان ته به دوئ ځانونه رسوي ولو چي هر څومره ستره قرباني ځني وغوښتل سي. انشاء الله!
په هند، پاکستان او افغانستان کي د اهل السنت والجماعت حنفي مسلمانانو ضد نظامونو نصبول او بقاء د انګلیس لپاره هغه وخته پوري ګټمن وه چي دا سیمي د انګلیس په سیطره کي داخلي وې. دا چي اوس پر دې سیمه باندي د دوئ نفوذ مخ په ټولېدو دی، دوئ دوه انتخابه لري. یو دا چي خپل دا د مکر بازار نور ټول کړي او په دې سیمو کي ریښتنو ډیموکراسیو ټینګښت او ولس محوره نظامونو د تاسیس لپاره خپل باقي نفوذ وکاروي. او دوهمه لاره دا ده چي دا هر څه په داغه حال پرېږدي او ځني ولاړ سي او داسیمي د پخې غذا په توګه چین اواېران ته ورپرېږدي چي دا ډیکټاټوریاني نور هم په چاغي سي او د خپل واک لړۍ نوره هم وغزوي او نړۍ ته لا غټ سر درد ځني جوړ سي. تر کومه پوري چي د ریښتني ډیموکراسي خبره ده، تاریخ موږ ته دا درس راکوي چي ډېري وړوکي ډیموکراسیاني وې چي د ډیرو سترو ډیکټاټوریو مخه یې ونیوله. که نن د اسیا په زړه کي، جنوبي اسیا کي، شرقي اسیا کي، مرکزي اسیا کي، اسیا میانه کي او جنوبي اسیا کي د غرب ملتونه د ډیموکراسیو په تاسیس کي پانګونه کوي، دا پانګونه به په لنډ او اوږدمهال کي د دوئ په درد وخوري..... او که دا سیمي په کالونیالیسټي طرز اداره کوي نو تر هغو دي یې خوري تر څو چي تر دوئ بل زورور راځي، دوئ د دې تیار دسترخوانه ولاړوي او بیا خپله پر کښېني څو خپله تلپاته لوږه په کراره وساتي. البته موږ چا ته دا مشوره نه ورکوو چي شاته پاته تجهیزات دي د دښمن استفادې ته پرېښودل سي. پخوا چي به کوم لښکر پر شا تګ کاوه نو خپل پاته تجهیزات به یې سوځل څو د دښمن لاس ته ونه لویږي او د دوئ د تعقیبولو توان یې لا ورزیات نه کړي........


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery