مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دچرنوبيل هستوي پېښې شل کلن تلين

ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ

(لومړی برخه)

ليکوونکی:

دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC)  پخوانی مسئول مشر دهستې فزيک پوه 

پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني)

 

په ١٩٨٦ م کال يانې شل کاله پخوا  داپريل د مياشتي په پنځه ويشتمه نيټه  د شپې په يوه نیمه بجه د چرنوبيل د څلورم بلاک هستوي بټۍ وچاودله او اتموسفير  ته راديو اکتيف مواد وشيندل شول. چرنوبيل (Tschornobyl) د اکراين (Ukrain)  هيواد يو کوچنی ښار دی چې هلته څلور هستوي بټۍ څنګ په څنګ سره جوړې شوې دي.  نوموړې هستوي ناوړه  پيښه د اتوم انرژي په تکنالوژي او پېښليک کې ځکه  يوه بې سارې غميزه ګڼل کيږی چې دنړی هرګوټ ته د نوموړی هستوي بټی راديو اکتيف  مواد خپاره شول چې په هر ځاې کې يې دوګړوروغتيا د خطر او انديښنې سره مخامخ کړې ده. که څه هم د چرنوبيل غمجنې پيښې علتونه هراړخيزګڼل کيږي خو دهغوې څخه دلته يو څو ديادونې وړدي. د بېلګي په ډول لکه دچرنوبيل هستوي بټی د مسئولو کار کونکود نا سم تخنيکي چلن او دنوموړې بټی په هکله دهغوې لږ پوهه او لږ روزنه (Training)  د يادونې وړدي.  . د چر نوبيل ناوړه پيښې دا   پوښتنه هم راپورته کړه چې د سولې په موخه داتوم انرژي تکنالوژي څخه  ګټه اخيستل  دومره  خوندې او بې  خطره کړنلاره نه ده  لکه چې پخوا  فکرکيدلو  بلکه د انرژي دلاس ته راوستلو يوه بله سر چينه لکه دلمر انرژي، د باد انرژي او نور ولټول شي.

چا پريال ته آزادشوي راديواکتيف ايزوټوپونه  

دچرنوبيل څلورم بلاک هستوي بټی کې لږ تر لږه   زر ټنه راديو اکتيف يانې وړانګې خپروونکي مواد پراته وو چې د يولړ راديو اکتيف ايزوټوپونو څخه تشکيل شوي وو. دنوموړو موادو  څخه اته ټنه اتموسفير ته وشړل شول او  په لومړيو لسوورځو کې د باد په واسطه لومړې  د اروپا شمال او جنوب   په لورې يووړل شوه. دراديواکتيف موادوڅخه يې يوه برخه   دځمکې پرمخ را پريوتل اوبله برخه يی دراديو اکتيف ګرد يا  ايروزول (Aerosol) په ډول   په اتومسفيرکې پاتې شوه. خو د   راديو اکتيف موادو زياته برخه  د چرنوبيل په ديرش کيلومترې دايره کې خواره شوه   چې  دهغه ځای ټول  چاپريال  ته يې دومره  زيات تاوان رسولې دی  چې تر سلګونو کالونوپورې د اوسيدلووړ نه ده. د بيلګي په ډول دراديواکتيف سېزيم ايزوټوپ (Cäsium-137)  ځانګړی کثافت په نوموړې برخه کې تر څلويښت کيوري په يو کيلو متر مربع سطحه کې اندازه شویدی(40 Curie/km2) . يو کيوري  (Curie)  داکتيويتی پخوانی واحد وه او د لږ څه يو ګرام راديم دوه سوه شپږ ويښت ايزوټوپ (Radium-226) اکتيويتي سره سمون خوري او يا په بل عبارت کله چې   اوه ديرش مليارده هستې په يوه ثانيه کې وچوې نويو کيوري اکتيويتي ورڅخه لا س ته راځي. نوموړی اکتيويتي د اوه ديرش مېګا بېکاريل سره مساوي دی.  داکتيويتې او سنی نړيوال واحد يو بېکاريل ټاکل شوی دی.  کله چې يوه هسته په يوه ثانيه کې وچوي نو د بېکاريل په نامه سره ياديږي.  ديوې مياشتې څخه وروسته دچرنوبيل راديو اکتيف ګرد د باد اوهوا  د حرکت په مرسته سره  دنړې ليرې  هيوادو لکه  امريکا او جاپان ته  ورسيده اودهغه ځاې چاپريال يې هم په راديو اکتيف موادو ککړ کړ.ځينې نورې شميرنې ( 1 ) د ا په ګوته کوي چې د ازاد شوو موادواکتيويتې د پنځوس مليونه کيوري څخه تر دوه سوه پنځوس مليونه کيورې پورې اټکل کيږي. دچرنوبيل په هستوي پيښه کې د راديو اکتيف موادو کچه د هغه اتوم بم په پرتله چې په دوهم نړيوال جګړه  کې په جاپان باندې واچول شو سل ځله ډيره وه. دراديو اکتيف موادوبله ډيره برخه دهستوي بټی په چاپريال کې په ځمکّه بيرته ښکته راولويدل . د بيلګي په ډول  د  سپينې روسي شل په سلو کې ځمکه او  پخپله د اوکراين هيواد  اته په سلو کې ځمکه په راديو اکتيف موادو  ککړه شوه چې د  اکتيويتي ځانګړی کثافت يې  يو کيوري په يو کيلو متر مربع سطحه (1Curie/km2) څخه هم اوړي .   د هستوي بټی د پلازمينې څخه لږ څه پنځوس په سل کې راديو اکتيف نجيبه ګا ز کسېنون (Xenon-133)  خپور شو او پاتې راديو اکتيف ايزوټوپونه چې دروغتیا په تړاو ډيردانديښنې وړ دي عبارت دي له:

 ايودين يوسلو يوديرش (Jod-131) چې فزيکي نيمايي وخت يي اته ورځې دی،  سېزيم يوسلو اوه ديرش  (Cäsium-137)    چې فزيکي نيمايي وخت يي  ديرش کاله دې، سټرونسيم (Stroncium-90) چې فزيکي نيمايي وخت يي  ديرش کاله دې او پلوتونيم (Plutonium-239) چې فزيکي نيمايي وخت يې څلرويښت زره کاله دې    (فريکي نيمايي وخت  هغې مودې ته ويل کيږي چې په هغه کې دلومړني وخت راديو اکتيف اتومونو شمير نيمايي ته يا نې پنځوس په سل کې راولويږي.) . نوموړي ايزوټوپونه دګاما هستوي وړانګې خپروي چې دبدن په حجروکې فزيکي ، کيمیاوي او بيالوژيکي نا وړه اغيزه ترسره کوي  او دټول بدن څخه هم تيريدلاې شي.

    دچرنوبيل هستوي پيښه څرنګه منځ ته راغله

دچرنوبيل مسلکي کارګروغوښتل چې دڅلورم بلاک هستوي بټی تخنيکي خواص لکه د تودوخي قدرت بدلون او د هغې سره سم د جنراتورونوپه مرسته  دبريښنا د توليد کولوکړنلاره په يوه غير عادې حالت کې  وازمويي :

 لومړی :  که   ديوه ناڅرګنده علت له مخې د باندې خواڅخه د بريښنا جريان دهستوې بټی لپاره بند (قطع) شي اوله دې کبله هغه عمده پمپونه ودريږي کوم   چې یخې  او به د هستوي بټی منځ او نوروبرخوته رسوي نو په يوه داسې نا څاپي پيښه کې  څومره امکان شته دې  چې داوتوماتيک سويچ په مرسته سره هستوي بټی  مړه شي اوپخپل سرکار ودروي.   

دويم:  تر څومره مودې پورې به جنراتورونه او توربينونه (Turbines) خپل ګرزيدونکې حرکت ته پايښت ورکړي کله  چې  دهغوې څخه د بخار رسولو منبع  پرې شي  د ا ځکه چې داوبو دبخار په مرسته سره توربينونه څرخيږي. توربين  يوه داسې دستګاه ده چې هلته د بخار جريان حرکي انرژي (خوځېدونکې انرژي) په څرخېدونکي مېخانکي انرژي بدليږي او په دې اساس د توربين څرخونه په ګرزېدلو راولي .

دريم : څرنګه چې    ديخو اوبو دجريان په زياتوالي اوکموالي سره داوبوبخار اندازه هم بدلون کوي او دهغې سره سم  دهستوي بټی قدرت  هم ښکته او  پورته ځي نو داهم ازمويل کيدل   چې که هستوي بټی ته  د يخواوبو رسولوعمده  پمپونو ته د بريښناعمومي سرکېټ له لارې  بريښنا وه نه رسيږي نو  د ډيزل ماښينو  په مرسته سره په اوتوماتيک توګه هغوې ته  بريښنا ور ر سيږي  او که نه ؟   

د چرنوبيل د څلورم بلاک د چاودنې اصلي سبب د مسلکي کارګرو ناسم چلن په دې باندې پيل شو چې:

لومړې:  مسئولو   کارګرو د هستوي بټی د اوبونلونو تړلي ګرزیدونکې سيستم ته ديخو اوبو درسولوپمپونو څخه په شعوري ډول بريښنا ليرې کړه اوهغوې له دې کبله کار نه کولو.

دويم : د او بو دکمښت سره سم د هستوي بټی قدرت ددريو ثانيو په موده کې د خپل اعظمي لوړ قيمت په پرتله سل ځله پورته ولاړ او له دې کبله  کارګرو د کنترول څخه ووتلو. 

دريم : مسئولو کارګرو ټولې هغه  لارې چارې او اوتوماتيک سيستمونه کوم چې د هستوي بټی د قدرت کنترول په اړوند ټاکل شوې وولکه د ضرورت سويچ (Emergency switch 0ff) دا زموينې  تر مخه غيرفعال او مړې کړې وو.

څلورم: مسئولو کارګروديورانيم سونګ موادو ددوه سوه يوولس ميلو څخه دوه سوه پنځه ميلې د هستوي بټی څخه راوباسلې او  يوازې شپږ ميلې  يې پکې پريښودلې. په نوموړی نا سم چلن سره  د هستوي بټی قدرت د پنځه ويښت په سل  کې هم را ښکته شو. د چرنوبيل ډوله هستوي بټی تخنيکي نيمګړتيا دنوروغربي نړی هستوي بټیو په پرتله داده چې په دومره کم قدرت کې نوموړی بټی خپل ثابت حالت د لاسه ورکوي او د کنترول څخه وزي.

 دا په دې مانا چې   قدرت يې په لومړيو څو ثانيوکې  ښکته نه راځي بلکې يوه نا څاپه پورته ځي  او بيا وروسته را ټيټيږي. مسلکي کارګرو د نوموړې بټی دغه ډول خواص په پام کې وه نه نيول .

دپورته ياد شوو پيښو په پايله کې دڅلورم بلاک هستوي بټی قدرت دڅو ثانيو په موده کې  د خپل اعظمي قدرت په پرتله لږ څه سل مېګا واټ پورته لاړ شه. همدارنګه  يورانيم راديو اکتيف سونګ مواد پخپله دهستوي چاودنې په کړنلاره کې دومره تاوده شول چې دتودوخي درجه يي  د سانتي ګراد په واحد سره  ددریو زروڅخه هم پورته ولاړه  اوله دې کبله د بټی ټوله هسته ويلې شوه. په پايله کې د چرنوبيل ټولې دستګاه اور واخيست  دا ځکه چې دهغې د سړولو لپاره په کافي اندازه   او به موجودې نه وې او هغه لږڅه پاتې او به هم سمدلاسه په بخار بدلې شوي.   په نتيجه کې   بيا د نوموړې  بټی په منځ کې د بخار  فشارد اوه سوه بار څخه هم واوښت. دنوموړې دومره بې ساري  لوړ فشار او تودوخي   په پايله کې دچر نوبيل هستوي بټی و چاوديدله. په نوموړې هستوي پيښه کې لومړی  دبټی دپاسه دوه زره ټنه کانکريټی پوښ هوا ته پورته  وشړل شو او ورپسې د پلازمینې  راديو اکتيف مواد اتموسفير ته وښيندل شول.   

 دچرنوبيل هستوي بټی تخنيکي جو ړښت

د چر نوبيل څلورم بلاک يو داسې هستوي بټی تشکيلوي چې قدرت يي يوزر میګا واټ او ددستګاه تيوپ يې  (RBMK1000) په نوم سره ياديږي. په ١– شکل کې د نوموړې هستوي بټې  تخنيکي جوړښت ښودل شوې دی(  (2

 

 

. ١- شکل : د چرنوبيل څلورم بلاک هستوي بټی تخنيکي جوړښت(RBMK-1000)  

 

١- ديورانيم سونګ مواد

٢-  دفشارنلونه

٣- دګرافيت موډراتور

٤- دبورکاربيد کنترولونکې ميلې

٥- دهیليم ګاز

٦- اوبه او يا بخار

٧- بخار بيلونکی

٨- توربين ته د بخارنل

٩- توربين

١٠ - جنراتور

١١- خاذن

١٢- د سړو اوبو پمپ

١٣- دسړواوبوډنډه يا سيند

١٤- داوبوبيرته وړلوپمپ

١٥- مخکې تودونکۍ

١٦- داوبو خاذن

١٧- داوبوپه څټ تلونکۍ نل

١٨- داوبولړونکی پمپ

١٩- داوبو وېشونکې برخه

٢٠- دهستوي بټی فلزي ديوال

٢١- دکنرېټ ديوال

 

د   چرنوبيل په هستوي بټی کې دسونګ چاوديدونکي موادو په صفت   يورانيم دوه سوه پنځه ديرشو U235  څخه کار اخيستل کيږي. نوموړې يورانيم دوه په سل کې غني شوي او  د چټکونويترونود سرعت راټيټولو لپاره يوې سوکه کوونکې مادې يا مودراتور(Moderator )  څخه کار اخيستل کيږي چې د ګرافيت (Graphit)  په نامه سره ياديږي.  دچر نوبيل هستوي بټی دجوشېدونکواوبود بټيو دډلې څخه شميرل کيږي. 

 

<TD style="BORDER-RIGHT: #ece9d8; PADDING-RIGHT: 5.4pt; BORDER-TOP: #ece9d8; PADDING-LEFT: 5.4pt; PADDING-BOTTOM: 0in; BORDER-LEFT: windowtext 1pt solid; WIDTH: 134.35pt; PADDING-TOP: 0in; BORDER-BOTTOM: windowtext 1pt solid; HEIGHT: 15.65pt; BACKGROUND-COLOR: transparent; mso-border-alt: solid

 

 دچرنوبيل هستوي بټی تيوپ  (RBMK1000) تخنيکی ډاتا يا مالومات

 

بريښنا قدرت

زر مېګا واټ

 1000 MW

د    سونګ مواد

يورانيم اکسايد

UO2

دټول يورانيم موادو کچه

يوسلو نوي ټنه

190 t

د غني شوي    يورانيم   کچه

دوه په سل

2 %   U235

دنويترونو موډ راتور يا سوکه کوونکې ماده  

ګرافيت

Graphit

  سړونکي مواد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery