دخپریدو نیټه : 2021-03-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کابل، افغانستان، ۱۹۳۴ دفیبروري ۲۴، دنجات ښوونځی.
ژباړن : رڼاګل اریوبزی
دلیک لیکونکئ: ویلهیلم فیدرز
دژباړن یوڅوخبرې:
په المان کې زما دتحصیل دوخت یو اشنا، فولکر باوش، دحمد کرزي حکومت په لومړي وخت کې دالمان دولت له خوا افغانستان ته واستول شواو هلته ۵ یا ۶ کاله پاتې شو. دنده يې په شمالي ولایتونوکې دښوونځیو جوړولودالماني پروژې مشري وه. کله چې المان ته بیرته راستون شو دځنې همکارانو سره يې په ګډه د « المان اوافغانستان » تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکه اوماته يې دکتنې له پاره را ولیږه. دکتاب سره دمل په توګه په کابل کې د « اماني ښوونځي » دیوه الماني ښوونکي، ویلهیلم فیدرز، یولیک چې په المان کې يې دخپل ښوونځي مدیر اوهمکارانو ته لیکلی، هم خپور شویدی. لیک د۱۹۳۴ کال دفیبروري په ۲۴ نیټه لیکل شودی، خوفولکر باوش دویلهیلم فیدرز دزوی، ډاکتر برودر زاکس فیدرز، څخه تر لاسه کړی دی او دکتاب سره یې دمل په ټوګه خپور کړی دی. زما په اند دالیک دافغانستا تاریخ د دې له پیښو اولانجوډک پړوکې څیړونکو ته دمالوماتویوه لنډه سرچينه کیدلی شي. نو ځکه مې په پښتو دهغه دژباړنې نیت وکړ. لاندې د لیک پښتو ژباړه وړاندې کیږي:
کابل، افغانستان، ۱۹۳۴ دفیبروري ۲۴، دنجات ښوونځی.
ښاغلی مدیر!
ستاسې دجولای د۳۰ نیټې لیک مې دلته تر لاسه کړ، دزړه له کومې مننه. تاسو او زموږ نورومسلکې ملګرو به په دې موده کې درسنیو له لارې دغه یا هغه مالومات تر لاسه کړي وي. دلته ( په افغانستان کې: ژباړن ) له اوړي راپه دې خوا داسې څه نه دي پیښ شوي چې څوک ورته خوښ شي. له پخوا راهیسي مې غوښتل چې خپل غږ ستاسې غوږو ته ورسوم، خو دلته د پستې تګ اوراتګ تر کلک سانسور لان دې دی. هعه څه چې افغانان يې لا نه لولي، د هغه سره هم ډیرځله انګریزان زیاته مینه ښيي. اوس په دې شیبه کې ماته له غیر رسمي لارې المان ته دلیک د درلیږلو امکان پیدا شوی دی. له دې امله دټولو مسلکې همکارانو څخه بخښنه غواړم چې هر یوه ته ګوښی لیک نه شم لیکلی. دلته په یو څه چټکۍ پرله پسې سیاسي پیښې رامنځ ته شوې. رښتیا داده چې په دې پیښو کې زموږ الماني ( اماني) ښوونځي خواښینونکی رول لوبولی دی. په اوړي کې زموږ یوه پخواني زوده کوونکي، چې په برلین کې په لوړو زده کړو لګیا و، هلته دافغانستان سفیر، چې دلومړي وزیرسکه ورور اود پخواني پاچا ( نادرشا ) د میرې ورور و، په ډزو وواژه. دقاتل دراستنولو په هکله خبرې اترې لا پای ته نه دي رسیدلي. باخبره سرچینې وايي چې دوژلو لامل غچ اخیستنه وه. دلويې رخصتۍ نه وروسته دښوونځي دپیل په لومړۍ ورځ زموږ یوه افغاني همکارچې په المان کې يې زده کړې کړې وې او دیوې سویډنۍ سره يې واده کړی و، دلته دانګلیستان په سفارت کې دوه انګریزان و وژل. ده غوښتل چې دانګلیستان سفیر و وژني اوله دې لارې افغان حکومت ته دانګریزانو سره ستونځې پیدا کړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې نن سبا دې کړنو دنادر خان حاکمه کورنۍ په نښه کړې ده. عظیم ( دانګریزانو وژونکی: ژباړن ) په دارشواو ځنې نور ښوونکي په دار وځوړول شول. د دې له پاره چې دپخواني پاچا نوم له سره دخلکو له یاد نه وایستل شي زموږ اماني ثانوي ښوونځی ( دامان اله ثانوي ښوونځی) په مکتب نجات ونومول شو. په دې توګه دنادر خان دهغوخدمتونو درناوی په ځای شوچې افغانستان يې دانقلابونو او غلو پاچا له لاسه ازاد کړ. د دې له پاره چې دکورنیو لانجونه دځوان نسل پام بلې خوا ته واړوي او هغه دځان پلویان کړي، تر ماسپیښین وروسته وخت کې يې په سپورت مشغول کړل. دنومبر میاشتې په پیل کې د دریو ښوونځیو تر منځ لويې سپورتي سیالۍ ترسره شوې او دنومبر په پنځمه نیټه نادرشا غوښتل چې ټولو، په لوبو کې وتلو زلمیانوته، جایزې ورکړي جایزې دارګ په بڼ کې ورکول کیدې. ټول زده کوونکې ـ دطب او دیني علومو زده کوونکي هم ـ دپاچا دهر کلي دپاره په منظم کتار ولاړ وو. شاه دخپلو ساتونکو سره را ووت، ترڅو دکتار تر مخ تیر شي او دهغه کتنه ترسره کړي. افسرانو په کمربند کې دتفنګچو دبکس تڼۍ پرانیستې پر یښې وې. پاچا دټول کتار دوروستۍ برخې نه دتیریدو په حال کې و چې دالماني ښوونځي دیوې ډلې له لورې یو ډز وشو. ما فکر وکړ چې دا به دمراسیمو دپیل ډزوي، خوور پسې دوې نورې ډزې هم وشوې او پاچا وړاندې تردې چې ساتونکې يې له وسلې کار واخلي، بیځانه په مځکه پریوت. قاتل، عبدالخالق، دثانوي دورې د دوهم ټولګي زده کوونکي، د دوهم کتار څخه ډزې وکړې.ځان يې دهعه چا تر شا پټ کړی و چې د ده تر مخه ولاړ و. دا حالت موږ ښوونکو له پاره ځکه ډیرخواښینوونکی وچې زموږ دالماني ښونځي دزده کوونکوله خوا دا دریم سیاسي قتل و. کیدای شي چي دا به دښوونې اوروزنې په تاریخ کې یوازنۍ بیلګه پاتي شي چې یوڅوک دې دپا چا دقاتل دټولګي ښوونکی وي. ټول په دې پوهیږي چې دا دهغه نوکر دزوی غچ اخیستونکی و، چې دپلار بادار يې په ۱۹۳۲ کال کې وژل شوی و.
طبعي ده چې تر دې پیښې وروسته زموږ الماني ښونځي راتلونکی برخلیک دوریښمو په نازک تار پورې تړلی دی. وايي چې دڅیړنو په پایله کې ښکاره شوه چې په ښوونځي کې د دسیسه جوړوونکو پټومنظمو ځالو شتون درلود. دپاچا قاتل او دثانوي دورې دلومړي ټولګي یوبل زده کوونکی، چې دقا تل سره په مرسته تورن شوی و، په برچو دمرګ په جزا محکوم شول. دثانوي دورې د دوهم ټولګي دوه نور زده کوونکي په دایمې بند محکوم اویوزیات شمیر نور زده کوونکي له ښوونځي وایستل شول. د دوو یاد شوو زده کوونکو تر څنګ دیارلس تنه نور افغانان هم په دار شول. دپوهنې معین د دار لاندې په وروستۍ دقیقه کې وبخښل شو. ښونځی تراوسه نه دی تړل شوی، خو دحکومت ترکلکې څارنې لاندې دی. موږ ډیرذکي زده کوونکي له لاسه ورکړل. څوک چې ترشک لاندې وو او څوک چې سیاسي وو، دښوونځي پریښودوته مجبور شول. ګمان نه کوم چې ښوونځی به له دې ګوزارونو نه وروسته بیا په پښو ودریږي. که څه هم زموږ تر لاسه هیڅ پوره نه وو، خو سره له دې هم د دې کورنیو سیاسي پیښو له امله المایانو ډیراعتبار له لاسه ورکړ. اوس نو ددې له پاره چې دا زلمیان ترسترګو لاندې وساتل شي، ترماسپیښین وروسته هم درس پیل کیږي. تردې وروسته تعلیمي کال داوس په شان په جولای کې پای ته نه رسوي اوغواړي چې رسختي ژمی ته ولیږدوي اودلیل هم دا راوړي چې افغانستان ډیر ځنګلونه نه لرې، نوځکه باید لرګي وسپمول شي.....ما اوه زده کوونکې درلودل، یو يې بندي شو اوپاتې يې دلیاقت له مخې دفلسفې اوریاضې په ګروپونو وویشل شول. داکا ر دفرانسې په بیلګي تر سره شو. دا هم شونې نه راته ښکاري چی دالمان نه به دولتي کمیسار دلته راشي. که څه هم دروژې په مبارکه میاشت کې لومړي وزیر او دفاع وزیر چای ته میلمانه کړي وو، خوسره له دې هم دوروستیو پیښو را په دې خوا دالمانیانو په وړاندې عامه ذهنیت په سم حالت کې نه و. زه په دې شک لرم چې دوی به زموږسره، چې دا هرڅه يې په خپلو سترګوولیدل، په مني کي قرار دادونه تمدید کړي.....
موږ المانیان په افغانستان کې ښې ډیرې پیسې ګټوچې ډیره برخه يې دخطر په وړاندې زموږ دبیمې په توګه راکول کیږي. دنا مسلمانواو کافرانو په توګه دمسلمانو په وړاندې زموږ دریځ له هرډول حقوقو بي برخې دی. ما غوښتل چې ددې هیواد شمال ته سفر وکړم، خو په۱۹۳۳ کال کې يې ددې سفر اجازه رانه کړه. راته ویل يې چې داسفر ډیر سخت دی، خو په حقیقت کې دوی نه غواړي چې موږ اروپایان ددې هیواد دکتو په نیت راووزو. موږ دلته یوازې دموټرو دسړک داوږدوالې په اندازه سفر کولی شو. له دې امله مې دځان له پاره داوړي رسختۍ په پیل کې یو موټر را ونیو. که څه هم موټرمې دسپورټی موټر نوی ماډل نه دي، خوسره له دې هم له ښاره پکې راوتلی شم. غواړم چې په مسیحي اختر کې دهند سرحد ته په سفر لاړشم. یو مسلکي ملګری به موچې، د جنوبي غربي افریقا نه راغلی، زموږ سره یوځای شي او دفلم اخیستونکي په توګه به ځان مشغول کړي. په اوړي کې دبلوچستان دسرحد سره دکندهار په ښار کې وم. هغه څه چې یو موټروان ترې خوند اخلې دپنچرۍ نیول دي. دسړک په سردبوټونو هغه میخونه پاشل شوې ووچې کاروانیانو له لاسه ورکړي وو. دکندهار ګرمي دزغملو نه وه. هلته هم چا دکندهار دشاوخوا دلیدلو اجازه نه راکوله. تل يې راته ویل چې داسیمه دغلو نه په امن کې نه ده. افغانان په رښتیا ډیر زیات ( زموږ ) په اندیښنه کې دي. یوه ورځ مې دا ویاړ په برخه شو چې والي دماښام ډوډۍ له پاره میلمه کړم. دا اسان کار نه دی چې دیوه ګنډونکې په څیر په پلتیو کښينې. دې ته دوالي هم پام شو، نو ځکه يې زما له پاره یو میز اویوه چوکۍ راوغوښتل. دې کار ته دوالي په شاوخوا کې ټول خاک په کتو شول. کندهار دشرق دنورو ښارونو په شان بې شکله ښار دی. دلته، په خدای پیدا کړي افغانستان، کې ژوند په رښتیا بې ډوله دی. د « یو زرو یوې شپې » داستان دمعجزو اوشتمنیو څخه ډیر لږ څه په نظر راځي. یوازنی شی چې په کندهار کې دلیدو وړ دی، هغه دښار دبنسټ ایښودونکې احمد شاه مقبره ده. ویل کیږې چې دلته قاتلان مقدسو زیارتونو ته ازاده پنا وړلی شي او هلته يې بیا دملایانو له خوا پالنه کیږي. بل نوزه دبامیان په مشهوره دره کې هم وم. دلته سړی داسلام نه دمخکې دورې دبودا لويې اوځواکمنې مجسمې، چې د ریګینو تیږوپه دیوال کې کیندل شوی دي، لیدلی شي. دلته دا بې شمیره کندې ښئي چې هغه په تیرو زمانوکې د بودايې راهبانو عبادت ځایونه وو. وايي چې په تیبت کې داسې تأسیسات زیات شته. کله چې دلته اسلام خپور شواو دپیغمبر(ص) شین بیرغ ورپیده، بودايي راهبان له دې ځایه وشړل شول. ویل کیږي چې دمجسمو دورانولو هڅه هم وشوه، ځکه په اسلام کې دانسان دمجسمې جوړول اوښودل منع دي. هلته دپخوا راهسي دفرانسې لرغون پیژندونکي په کار لګیا دي.
نور نودلته ژوند په شرق کې د معمولې ګډوډۍ سره سم تیریږي. هیڅوک نه پوهیږي چې سبا به څه پیښیږي. په تیره بیا پسرلی چې داځل دمعمول وخت نه وړاندې راورسیده، ځکه داندیښنې وړدی چې پکې دخیبر په شاوخواکې جنوبي قومونه راژوندي کیږي. خدای دي وکړي چې هرڅه ارام پاتې شي. انشاء الله. یو مسلکي ملګری چې دکور په لور روان دی، دالیک له ځان سره المان ته دروړي. دی دسانسور له لارې نه تیریږي. له تاسو هیله کوم چې دالیک به له ځان سره پټ وساتی او له لاسه يې ورنه کړی. نه غواړم چې زما له خوا دافغانستان په هکله څه خپاره شي. په ډیره مینه غواړم چې یوځل بیا اروپا ووینم.
پای