دخپریدو نیټه : 2021-07-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لور- لومړی برخه
احمدجان نوزادي
لومړۍ څپرکی
۱۷ کلن زرغون په داسی حال کی چی پوره نه میاشتی یی د زوی د راتلو خوبونه لیدل، دادی اوس یی د خوبونو د پوره کیدو وخت را رسیدلی و، میرمنی یی د اولاد درد یاد کړی و او زرغون دشپی په دی توره تیاره کی، په تندو ګامونو د غازی ادی کورته روان و تر څو د زوی په پیدایښت کی یی دمیرمنی دایی توب وکړی.
زرغون ډیر هجانی و د برکلی لویه لاره یی بس یو څو ګامه کړه، ځان یی برکلی ته ورساوه، کوڅی ته داخل سو، شاوخوا یی و کتل چی د ملک د سپی سره مخ نه سی، طالع يي ښه وه، چی شپه تر نیمی زیاته تیره وه او داسی وخت و چی د ملک سپی هم د ټولی شپی تر غپولو او منډو وروسته په خوب ویده و(سپی معمولا د سبا یی خواته ویده کیږی). زرغون ځان د غازی ادی کورته ورساوه، ددروازه خواته ودرید یو لويه ډبره یی پیدا کړه، او د کور دروازه يي په زوره زوره ور و ګړزول. لا سم سهار نه و، ملا اذان نه و کړی خو سپیدی دمیدلی وی، اوداسی ښکاریده چی سهار نژدی دی. غازی ادی چی د کلی دایی او یوه مامره میرمن و، ددروازی د ټک ټک په اوریدلو سره هغه هم د شپی په دی وخت کی و پوهیدل چی بیا یی یو څوک و کمک ته اړدی، د ځایه را پاڅیده، بدنۍ یی را واخستل، ژر ژر یی اودس تازه کړ، په یوه لاس کی یی خپل لکړه واخستل او په بل لاس کی یی تیلی څراغ نیولی و، ددروازه لوری ته رهی سوه، خو دا لا دروازی ته نه و رسیدلی چی یو ځل بیا دروازه داسی و دربیدل تا به ویل چی څوک غواړی ماته یی کړی، غازی ادی د لیری غږ کړه، بس ده دروازه مه ماتوه دایم راغلم.
غازی ادی دروازه خلاصه کړه او سترګی يي پر زرغون ولګیدی.
- زرغونه زویه خیریت دی په دی نا وختی کی څنګه راغلی یی،
- هو خیر یت دی، غازی ادی، میرمنی می د اولاد درد یاد کړی دی او دلته راغلم تر څو تا د ځانه سره یو سم، ته خو پوهیږی چی د ټولو کلیوالو د امید سترګی بس یوازی و تاته دی، نور خو نو شکور دی زموږ په کلی کی نه روغتون سته او نه هم ډاکتر.
- سمه ده بچیه، ځه چی ځو.
لا تر اوسه هم تیاره وه، د کروندو د منځ باریکه او بز رو لاره تنګه او تاریکه وه، زرغون په داسی حال کی چی مخکی روان و، تیلی څراغ یی په لاس کی و او غازی ادی ته يي لاره رڼا کول د ځان سره په سوچو کی تللی و، زرغون پوره نه میاشتی د زوی خوبونه لیدلی و، هر وخت به یی د مور په غیاب کی سر د میرمنی و ګیډی ته نژدی کړ، مسکی به سو بیا به یی وویل: زویه بس ژر راسه، ډیر یوازی یم. سترګی می ستا لار څاری، بس راځه او د پلار انتظار دی نور پای ته ورسوه، په همدی سوچو کی د دواړه کور ته ورسیدل، غازی ادی کوټی ننوتل او د زرغون د میرمنی ملالی سره یو ځای سوه تر څو مرسته ورسره و کړی، زرغون د کوټی د باندی په دی تمه چی اوس به یی زوی پیدا سی، انتظار ایسته. انتظار خورا سخت و، ځمکی ځای نه ورکاوه، کله به کښیناست او دیوال به ته یی تکیه وکړه، په سوچ کی به ولاړ او د ځان سره به یی ویل: که خدای کړی وه، بس د یو سری د ستونزی به خلاص سم، نور به نو تربرو ته یوازی نه یم او کله بیا و درید د انګړ د یوه سره تر بله سره به لاړ، بیا به یی ځان دیوال ته تکیه کړ او سترګی به یی د کوټی خواته وی، خو د کوټی غږ نه را واته، عجیبه داوه، چې د زرغون سره اصلا د میرمنی د سلامتی غم نه و او هلته دننه په خونه کی بیا د زرغون میرمن ملاله د درد سره لاس او ګریوان و، خو داسی معلومیدل چی لا تر اوسه د ماشوم د پیدايښت وخت نه و.
د زرغون مور هم د غازی ادی سره یو ځای سول، او دادی دواړه هڅه کوی تر څو د ملالی سره مرسته وکړی. ملا اذان وکړ، خو لا هم تیاره وه، زرغون هم یو بدنۍ واخیسته او په داسی وخت کی چی سترګي او غوږونه يي د کوټی لورته وی، تر څو د زوی زیری پری وسی، اودس یی تازه کړ، اوس نو رڼا سوی وه، لمونځ یی ادا کړ، خو لا یی دوعا نه وه خلاصه چی د ماشوم ژړا یی غوږونه و تخنول، مسکی سو او په داسی حال کی چی دواړه لاس یی د الله دربار ته لپه نیولی وو، دوعا یی لا نه وه خلاصه چی غازی ادی د کوره سر را وایست، د زرغون سترګی پر ولګیدی او بیله دی چی دوعا بشپړه کړی د ډیره هیجانه یی وویل:
- غازی ادی زوی می پیدا سو؟
- غازی ادی لومړی و زرغون ته ښکته پورته و کتل، مسکی سوه، ویی ویل: زویه الله ج درته یوه ښکلی لور درکړه، مبارک دی سه او قدمونه دی نیکمرغه وی او سمدلاسه بیرته د ملالی سره یو ځای سوه تر څو خپل پاته دنده تر سره کړی.
زرغون د لور د نامه پا اوریدو خپل خوشحالی د لاسه ورکړه، څو واره دځانه سره و بنګیده او ورو یی وویل لور می پیدا سوه.
څو دقیقی هم هلته چپ پاته سو، سترګی یی و یوه نامعلوم لوری ته پاته وی. د څو شيبو مخکی خوبونه یی وران سوی وو، د ځان سره یی ویل، دا شرم چیری یوسم، په کوم مخ کلیوالو ته و ګورم، داسی معلومیدل چی ناهیلی سوی وی، ولاړ سو، پټو يي ټک واهه او د کوره ووت.
غازی ادی چی نا امیدی یی د زرغون په ټنده کی لوستی وه، دوباره د ملالی سره یو ځای سوه، او په داسی حال کی چی د ماشوم په پاکولو مصروفه وه، د ځان سره یی فکر کاوه، څه عجیبه ټولنه او عجیبه دود او دستور دی. د نړۍ ستر مشران د مور په غیږه کی نړۍ ته راځی، هلته یی پرورش مومی، هلته یی شخصیت شکل نیسی، ټول مورته درناوی کوی، د نړۍ کتابونه د مور په صفتونو ډک دی، ملا هم وایی چی جنت د مور تر پښو لاندی دی، او کله چی مور او پلار سره پرتله کوی، نو د مور حق د پلاره زیاته بولی، خو بیا ولی دا خلګ د لور په پیدایښت شرمیږی، ولی دا مخلوق د الله ج د رضا څخه سرغړونه کوی.
د زرغون ترش ټنډی او د زرغون دمور منفی برخورد، د ملالی سره، غازی ادی سخته زوروله. هو غازی ادی پخپله هم د یوی لور او یو زوی مور وه، په ځوانی کی یی خاوند د لاسه ورکړی و، پریکړه یی کړی وه، تر څو خپل ژوند د نورو سره و کمک ته ځانګړی کړی او میندی په دی و توانوی تر څو اولادونه یی سالم نړۍ ته راسی. غازی ادی ښوونځي نه وو لوستی خو د ژوند تجربو ورته ښودلی وه چی څنګه د میندو سره کمک وکړی، غازی ادی د ټولو ادی وه، د شاوخوا کلیو ټولو اوسیدونکو هغی ته ادی ویل.
غازی ادی په داسی حال کی چی د ماشوم په وینځلو مصروفه وه، نظر یی د زرغون مور ته کړ، هغه هم غصه ښکاریده او حالت یی د زرغون نه کم نه و، حتی تر دی چی ملالی ته یی د ماشوم مبارکی هم ونه ویل او کله چی غازی ادی ورته د لمسی مبارکی ورکړه، نو ځواب یی هم ورنکړ، خو غازی ادی خپل ځواب د هغه په ټنډه کی لوستی وی، او پوهیدله چی سخته ناراحته ده. غازی ادی نظر د ملالی په لور واړوه، د هغی په معصومانه څیره کی یی یو پټ او لوی غم ښکاریده، د زایمان دردونه یی د یاده وتلی وو، داسی ښکاریده چی د یوی اوږدی ناخوالی لپاره تیاری نیسی.
د غازی ادی غصه یی زیاته سوه، د یوی مور، یوی میرمنی او د یوی دایی په صفت دا حالت ورته د زغملو نه و، سخت خپه وه، البته دا لومړی ځل نه و او دا لومړی کورنۍ نه وه چی په کور کی یی لور پیدا سوی وه. غازی ادی ډیری ورته تجربی لرلی، غوښتل یی ملالی ته دلداری ورکړی او خواښی ته یی ور و پوهوی چی لور د زوی په شان د الله ج نعمت دی. په داسی حال کی چی ماشوم ته یی جامی ور اغوستی داسی یی وویل: ملالی الله ج دی زرځلی درته مباکر کړی، ډیره ښایسته او صحتمنده انجلی ده، خدای دی قدمونه نیک مرغه کړی، مخ یی د هغه خواښی ته واړاوه او زیاته یی کړه: زه یو څه ته حیرانه یم، چی ولی خلګ د زوی په پیدا کیدو په کلی کی ډزی کوی تر څو ټول خبر سی چی د فلانی زوی پیدا سوی دی، هغه ته څلويښتی نیسی، خو د لور غږ بیا هیڅ څوک نه اوچتوی دا په داسی حال کی ده چی موږ ټول د یوی مور بچی یو، بیا یی وویل: ټول نارینه د مور نه نړی ته راځي، د مور په غیږه کی لوییږی، ستر سړی ترینه جوړیږی ولی بیا هم د لور په پیدا کیدو خپه وی. بیا يي د زرغون مورته وویل: که ته نه وای نو زرغون به د کومه کیده. غازی ادی یو سوړ اسویلی وایست او بیا یی وویل: الهی ته دا ناوړه دود او دستور مات کړی.
په داسی حال کی چی د غازی ادی خبرو د تنکۍ میرمنی ملالی په وجود کی د ژوند روح پيا وړی کوله، په دی یی سوچی کاوه چی د غازی ادی خبرو به ددی پر خواښی څومره اغیزه پری ايښی وی، ددی اړیکه چی مخکی یی د خواښی سره چندان سمه نه وه، پسله دی به څنګه کیږی، ډیره ورته خوشحاله نه وو، خو د غازی ادی خبرو امیدواره کړی وه. ملاله ځوانه وه، ډیره ځوانه تر دی مهاله یوازی ۱۶ کاله پوره کړی وو، هغه لا مخکی د واده څخه د نا مناسبو دودونو قربانی وه. ځوانی میرمنی د ځان سره وویل: ملالی ته لومړی میرمن نه یی چی لور دی زیږولی، د کلی ټولو میرمنو حتی ټولو میندو ورته ترخی تجربی تیری کړی دی، زه یی هم باید تیری کړم. د غازی ادی خبری یی ( دنړۍ اتلان د میندو په غیږ کی زیږی او نمو کوی) په غوږو کی ازانګه کاوه، ملالی ته یی انرژی ورکول، دهغی په وجود کی یی د مبارزی روحیه پیا وړی کوله. هو!! خو لا تر اوسه ملاله ډیره وړه وه، نه پوهیدله چی ددی ناخوالو په وړاندی څنګه و دریږی، مقاومت وکړی او ناوړه دود او دستور ته ماته ورکړی. د غازی ادی خبرو د ملالی روح پیاوړی کړی و، تشویش یی ورو ورو کمیده، ارامه ښکاریده، سترګی یی و خپل لور ته وی او همداسی د هیلو او ناهیلیو سره په درانده خوب واوښتل.
سره ددی چی د غازی ادی خبرو د زرغون پر مور باندی هم اغیزه ښندلی وه، خو د خپلو هیلو ناکامی یی نه سوای لیدلای، د زرغون مور یو کال وړاندی خپل یوه دانه زوی زرغون ته هله ملاله و غوښتل چی خاوند یی د میراث پر سر د لیورونو له خوا ووژل شو. او دا د خپل ۱۶ کلن زوی زرغون سره ځانته پاته سوه. هو د زرغون مور غوښتل چی زرغون ډیر ژر زامن وزیږوی او دوی د یو سری څخه خلاص سی. پوره بشپړ کال یی د زرغون سره همدا خوبونه لیدلی وو، خو دادی اوس یی خوبونه په او بو لاهو سوه، او ملالی لور نړۍ ته راوړه. دوه متضاد فکرونه د زرغون د مور په سر کی په جګړه وه، د یوی لوری د غازی ادی خبری چی ویل به یی ( ټول د یوی مور په غیږ کی نړۍ ته راځی) چی دا خبره په رښتیا هم د کا ڼی کرښه وو، او د بل لوری یی د زوی تنها صورتی و، پریکړه یی نه سوای کولای.
خو څه به یی کول، اوس خو ملالی زوی نه بلکه لور زیږولی ده، او دا تقدیر خو څوک بدلولای نه سی، چاره یی نه درلوده باید ځانته یی قناعت ورکړی وای، البته د خالق غوښتنه به همداسی و،
غرمه نژدی وه، غازی ادی هم خپل دنده بشپړه کړی وه، نور نو باید خپل کورته ستنه شی، ملاله هم ویده وه، د ملالی خواښی سره ددی چی د غازی ادی سره ناسته وه خو سترګی او فکر یی بل ځای وه. غازی ادی هغه د فکرونو د ټاله را وايستل، ویی ویل: د زرغون مور زه باید لاړه سم، د الله په فضل ملاله او ماشوم دواړه ښه دی، نور نو زما دنده بشپړه ده او له دی وروسته ستا دنده شروع کیږی، تر څو مور او ماشوم ته پام وساتی.
غازی ادی ولاړه سوه، انګړ ته را ووتل، خپل پلاستیکی توری څپلی یی په پښو کړی، لکړه یی را واخستل، غوښتل یی نور نو خدای په امانی وکړی، د زرغون مور هم ورسره یو ځای وه، غوښتل یی تر دروازی يي بدرکه ګړی او د پښتو دود او دستور پر ځای کړی، خو د ملالی تشویش اوس هم د غازی ادی سره و، مخ یی د زرغون مور ته کړ او ویی ویل: ګوره ملاله ډیره ښه او با تربیه انجلی ده، او زه پوهیږم چی هغه ستاسو خپګان نه سی لیدلی، خو دا انجلۍ لا تر اوسه وړه ده، عمر یې کم دی او وجود یی کمزوری دی، د تاوتریخوالی توان نلری، زما مشوره داده چی د زوی سره دی خبری وکړه، دایی لومړی ماشوم دی، تر اوسه خو لا دواړه ځوانان دی، خیر دی د الله نا فرمانی مه کوی، خدای ج به ورته زوی هم ورکړی، زوی دی ارامش ته را و بوله، او نور ملاله د لور په زیږولو مه رټۍ، ګوره ته هم میرمن یی او مور یی زه هم میرمن وم او اوس مور یم، له هر چا نه زیات زه او ته د ملالی ستونزه درک کولای سو، خپل د کور خوشحالی په لوی لاس مه خرابوی.
د زرغون مور په داسی حال کی چی د غازی ادی و هری خبری ته یی د تاييد سر خوځاوه، خو دا ورته اسانه نه چی د کال خوبونه یی یوازی په یو څو خبرو او یو څو شيبو کی د یاده و باسی. هو، دا رښتیا وه چی د زرغون مور پخپله هم یوه میرمن او یو مور و، خو دا هم رښتیا وه، چی هغه یو خواښی وه، په سر کی یی دوه متضاد شیطانی او رحمانی فکرونه په جګړه بوخت و. بس د همدی سوچو سره غازی ادی ته مسکی سوه، مننه یی ترینه وکړه او هغه یی پر لوی خدای و سپارل.