د پوهنتون استاد
19/Aug/2021 کوښښ کوم په تبصره کي د ډير خيال پلو، (Utopian Idealism) د رسنيو خبری راپور،(Media news & reports) تاريخي سير (Historical Timeline) او د راتلونکي وړاندوينو او توطيو تيوري (Predictions & Conspiracy Theories) څخه صرف نظر وکړم او مستقيم د افغانستان په معضله کي د ښکيلو هيوادونو عمده منافع (Core Interests) د (Realpolitik & Pragmatism) په چوکاټ کي شرح کړم، البته ددغو اهدافو تر لاسه کولو لپاره کيدای سی ذيدخله طرفين د هر ډول سخت يا نرم قدرت او حربې څخه استفاده وکړي. د طالبانو لخوا په دومره چټکې سره د کابل ډراماټيک سقوط او د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف شرمونکي ماته به په پيړېو د سياسي او نظامي تحليل ګرانو په علمي او عملي محفلونو کي د تودو مناظرو او مباحثو د ثقل مرکز وي او په دی توګه به د نړيوالو اړيکو و علم ته يو نوی فصل د امپراتوريو قبرستان، هيره سوې او هميشنۍ جګړې (The graveyard of empires, the forgotten war, the forever war) په نوم ور اضافه کړل سی.
۱_ په افغانستان کې د امريکا ګټې او اهداف:)د سپټمبر د ۱۱ وروسته( د نړۍ په تاريخ کي تر ټولو ستر نظامي او اقتصادي قدرت (The Hegemonic Superpower) امريکا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته پنځه سترې جګړې (د کوريا، ويتنام، خليج جګړه، افغانستان او عراق) تر سره کړي دی، چي يوازي د 1991 کال د عراق په جګړه کي بريا حاصل کړی، څلور نور يي تقريباً په شکست منجر سوي دي.
ډونالډ ټرمپ د کابل سقوط؛ د ويتنام د پلازمينې سايګون تر سقوط او په ايران کي تر اسلامي انقلاب وروسته د امريکا سفارت او ډيپلوماټانو تر يرغمل کيدو، خطرناک او د امريکا په ټول تاريخ کي شرمونکی ياد کړ حتا د ولسمشر بايډن څخه يي د استعفاء غوښتنه وکړل. د تروريزم په وړاندې مبارزه (War On Terror) او د نړيوالو ترهګرو ځالې(Safe Havens) لمنځه وړل، د طالبانو د اسلامي امارت چپه کول، د بشر حقوقو او ليبرال ديموکراسي د اساساتو پر بنياد ملت جوړونه(Nation Building) او جمهوريت نظام قائمول، غربي کلتور او ارزښتونه رايجول، د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت او دايمي اډې څخه په استفاده د منطقې د قدرتونو (پنځه يي اټومی طاقتونه دی) نظارت او جيوپولټيکه محاصره، د مخدره موادو د کرکيلې او قاچاق مخنيوی، د طبيعي زيرمو او کانونو استخراج او داسي نور يي عمده اهداف وه خو د غلطو پاليسيو، د افغانستان د حکومت پراخه فساد، د منطقې د هيوادونو سره نيابتی تقابل او واشنګټن ته په افغانستان کي د ميشتو امريکايي جنرالانو او سفيرانو درواغجن راپورونه مخابره کولو پر مغروره امريکايانو سهار کړ او الله پاک وشرمول. ۲_ روسيه: افغانان د شوروي اتحاد او روسيې څخه متنفره دي او ښه خاطره ترې نلری، بل پلو روسيه هم خپلو امکاناتو ته په کتو زړه نه ښه کوي چې په نظامي لحاظ په افغان بغرنج کي ځان ښکېل کړی. روسانو د ناټو د يرغل څخه په اوئيلو کي حمايت وکړ حتا په منځني اسيا کي په افغانستان کي د عملياتو (Operation enduring freedom) لپاره د ماناس او کي ټو (K2) نظامي اډې په اختيار کي ورکړی چي وروسته د شانګهای سازمان د فشار له وجې وتړل سوې او همدارنګه کله چي پاکستان په ۲۰۱۱ کال کي د دوي په خاوره کي د بي پيلوټه الوتکو د بمبارۍ په اعتراض کي پر امريکايانو لوجستيکی لار وتړل، هم د منځنۍ اسيا هيوادونو ورته د (Northern distribution network) په نامه سهولت برابر کړي. د وخت په تيريدو سره ولسمشر پوتين يو ځل بيا روسيه په اقتصادي او نظامي لحاظ پر پښو ودرول او غوښتل يي تر څو
خپل د قدرت په تناسب معادلات د سره ترسيم کړی لکه په سوريه، کريميا، ګرجستان، وينزويلا کی د امريکا او غرب سره ښکر په ښکر سول او حتا د امريکا پر ټول دولتي سيستم يي د (Solar winds) په نامه سايبرې حملې وکړي او د متحده ايالاتو د جمهوري رياست په ټاکنو کي په لاسوهنې تورن سوه. روسيه د منځني آسيا جمهوريتونه (CARs) خپل د نفوذ ساحه(Sphere Of Influence) ګڼي او د ډليز امنيت تړون (CSTO) د لارې ځان د هغوي امنيتي قراردادي محسوبوی همدارنګه نه پريږدي چي د افغانستان څخه ترهګرۍ و آسيا ميانه، قفقاز (داغستان او چچنيا مشهوره په (Soft Underbelly) او خپله روسې فيدراسون ته منتشره سې او ثبات او امنيت تهديد کړی لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ(IMU) او نورې وسلوالې ډلې. د افغانستان څخه د مهاجرو، وسلو، مخدره موادو د قاچاقو مخنيوی، د امريکا تر وتلو وروسته د قدرت تشه ډکول او د خپل نفوذ پراختيا او کيدای سي نور کلتوری او اقتصادي اهداف هم ولري. افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پر وژلو يي جايزې کيښودلی، طالبانو سره يي تخنيکي، مالي او د پرمختللو وسلو (شب بين، سنايپر او هليکوپتر ضد توغندې) مرسته وکړل. د افغان سياسيونو او طالبانو ترمنځ يی د سولې مذاکراتو کوربه توب سره يي طالبانو ته ضمني رسميت او مشروعيت ورکړ، د ترويکا پلس (Troika plus) يا امريکا، روسيه، چين + پاکستان برنامه يي په لار واچول او حتا د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته، يو د لومړنيو ممالکو څخه ؤ چي سفارت يی نکړ بند، او په پنجشيرکي نوی مقاومت يي د طالبانو په وړاندي کمزوره او بي فايدې ياد کړ، پر سوليز حل يي ټيګار وکړ او شايد ژر د طالبانو دوهم امارت هم په رسميت وپېژني. روسيه د امريکا شکست او طالبانو بريا ته هم خوشحاله او هم انديښمنه ده؛ هغه په دي خاطر چي طالبان او روسيې په تير کي ترينګلې اړيکې درلودې، مثال د طالبانو لخوا د چيچنيا ازادۍ په رسميت پيژندل او د شمالي ټلوالې څخه د روسانو حمايت. روسيې په افغانستان کي د امريکا څخه خپل غچ واخيست، نړيوال حيثيت يی ور تبا کړ، متحدين يی د امريکا پر وړتيا او دفاعي تضمينونو شکمن کړل او شل کاله يی بوخت وساتل، بشری او انساني منابع يي ور ضايع کړی او د امريکا په نظامي او سياسي نيمګړتياوو يی ځان پوه کړ همدارنګه د موقع څخه په استفاده يي چي امريکا د تروريزم سره په جګړه مصروفه وه د يو ستر سيميز قدرت په توګه تبارز وکړ . روسيه اوس د طالبانو تحرکات د نژدی څخه څاري، راتلونکي وخت به ثابته کړی چي روابط به يی حسنه وي که متخاصم؟!
۳_ چين په افغانستان کي دري ستر سياسي، اقتصادي او کلتوري اهداف لري: چين خپل بهرني سياست شعار د درو شرارتونو (Three Evils) يعني تروريزم، بيلتون پالنه او مذهبي افراطيت (Terrorism, Separatism, Religious Extremism) پر بنسټ تعريف کړي دی. چين د امنيت د نګاه څخه د پامير واخان دهليز د لارې د سينکيانګ نيمه کورواکه ولايت کي د اويغور مسلمان وسلوالو (ETIM) څخه تهديد ويني او نه غواړي چې د افغانستان څخه اويغور مجاهدين تقويه سي. په ورستيو کي د طالب مشرانو چين ته سفر پر مهال دا د چين داخلي مسئله وبلل او تشويش يي ورته رفع کړ. په اقتصادي اهدافو کي افغانستان د وريښمو لارې، يو سړک يو کمربند (BRI) او پاکستان-چين اقتصادي دهليز (CPEC) په مسير کي پروت دی، د افغانستان طبيعي زيرمو لکه ميس عينک ته طمع او افغانستان د چين د بي کيفيته او ارزانه اجناسو لپاره يو ښه مارکيټ دی. په کلتوري برخه کي چين غواړي خپل د سياسي اقتصادي نظام ماهيت (Authoritarian Capitalism And Strongman's Rule) ، د بورس، سياحت، راډيو تلويزيون، د کرونا واکسين ډيپلوماسۍ د لارې چينی ارزښتونه په افغانستان کې رواج کړی. طالبان په راتلونکی کي د چين څخه د ډيرو اقتصادي مرستو هيله لری بل خوا چين هم پر نړيوال سټيج تر دا مهاله د طالبانو څخه ننګه کړی او د غربي هيوادونو څخه غواړي چي د فشار پر ځای همکارۍ وکړي ځکه چين اوس په نړيواله کچه د ظهور (The Rise Of China) په حالت کې دی او د تجارتي جنګ (Trade
War) تر څنګ د برحاله ابرقدرت امريکا سره د سترو قدرتونو په ستراتيژيکه سيالۍ کي د توسيډيډيز د عروج او زوال په تلکه (Thucydides trap) کي بند دي.
۳_ ايران اخوندی رژيم پر افغانستان د امريکا په يرغل کي مرسته وکړل، وروسته کله چي جورج بوش، ايران د شرارت محور(Axis of Evil) ياد کړ، د امريکا په مقابل کي ودريدي، البته په منځني ختيځ کي د ايران سپاه پاسداران قدس (Islamic revolutionary guard corps-Quds) پلوه شيعه مليشو لاسوهنې او د اټم بم د لاسرسي هڅې هم د امريکا سره د اختلاف عوامل وه. ايران د طالبانو سره په مزار شريف کي د ايراني ډيپلوماټانو وژلو او د شمالي ټلوالې (خاص ډول حزب وحدت) څخه د ايران د حمايت په خاطر وران ؤ خو د دښمن، دښمن دوست دی او هنری کسينجر په وينا: په سياست کي هيڅ دايمي دوست او دښمن نسته خو يوازې ملي منافع بيشکه دايمي دي (No Permanent Friends or Enemies, Only Interests). ايران غواړي په افغانستان کي د اقليت فارسی زبانو، شيعه ګانو په ځانګړي توګه هزاره ګانو حقوق بايد خوندی او په حکومت کي ونډه ولری. فاطميون ليوا يي ښه مثال دی. د سرحداتو او غيري قانوني کډوالو کنټرول، په افغانستان کي د ايراني سنی او بلوڅ بيلتون پالو فعاليت او سعودی عربستان د نفوذ څخه نظارت او د هلمند سيند اوبو موضوع همدارنګه ايراني توکو ته په افغانستان کي بازار پيدا کول د ايران د اوليتونو څخه دي. ۴_ هندوستان: که څه هم زموږ سره سرحد نلری خو بيا هم هند او افغانستان تاريخي اړيکې او کلتوری او ديني مشترکات لري ولي د افغانستان په باب يي بهرني سياست د پاکستان سره د رقابت پر محور راڅرخي. پاکستان د هند په مقابل کې په نورو ټولو جبهو کي ماته خوړلي ده خو په افغانستان کي يو ځلې د مجاهدينو په توسط د ډاکټر نجيب حکومت او وروسته د طالبانو لخوا اشرف غني حکومت سقوط هند ته سخته ضربه ورکړل. هند د طالبانو په مقابل کې د شمالي ټلوالې څخه په پراخه کچه حمايت کوي، يو هندي جنرال ليکي: هندوستان حکومت په تاجکستان کي د شمالي ټلوالې (Northern Alliance) د زخميانو لپاره يو مجهز روغتون جوړ کړ، خو تر افتتاح وروسته اولني زخمي چي و هم نه ژغورل سو احمد شاه مسعود ؤ. بله لانجه په ۱۹۹۹ کال کي د هندی طيارې د تښتولو او په کندهار هوايي ډګر کي د طالبانو لخوا يرغمل کولو مسله وه چي ددوي تر منځ يي بي اعتمادي جوړه کړه. هند د افغانستان سره ۳ ميليارده ډالره مرسته کړی لکه: پارلمان ماڼۍ، سلما بند، نظامي او جنګي وسلې او مهمات، بورسونه او داسي نور په هيڅ صورت نه غواړي چي دغه مرسته يي د طالبانو لخوا په اوبو لاهو سي. هند ويره لري چي طالبان به په افغانستان کې پاکستاني ترهګرو ډلو لکه جيش محمد، لښکر طيبه او لشکر جنګوي ته د تجهيز او روزنې پټنځاي برابر کړي تر څو په کشمير کي ځني استفاده وکړي. هند غواړي د تيرو شل کلونو د حکومت متحدين يي چي اکثريت غيري پښتون اقليتونه په شمول د سيک او اهل هنود دي سرکوب نسئ. دا چي هند د ډيموکراسۍ مور ګڼل کيږي غواړي په افغانستان کي يو ډيموکراتيک نظام وويني، هند په ورستيو کي کوښښ وکړ چې د افغانستان سولې په مسله کي معني داره او فعال حضور ولري خو د چين او پاکستان لخوا يي دا ارمان نسو پوره او د متن څخه و حاشيې ته ټيله کړل سو. خو بيا هم د امريکا او خليجي هېوادونو په مرسته د هند بهرنيو چارو وزير ډاکټر ايس جي شنکر او د ملي امنيت سلاکار اجيت دوول د طالبانو سره مخفي مجلسونه وکړل او د هغوي څخه يي امنيتي تضمين او د هند-پاکستان تر منځ تعادل
ساتلو ژمنې واخيستلي. خو د کابل تر سقوط وروسته يي ټولې قونسلګرۍ او سفارت بسته کړ او د پاڼ او پړانګ تر منځ ګير سو.
۵_ پاکستان: ډيورنډ فرضي کرښي او پښتونستان موضوع، د هند د حملې په صورت کي سټراټيجيک عمق سياست، په کابل کي کمزوري او د پاکستان ګټو ته ژمن حکومت ساتل، د هند نفوذ حداقل ته کمول، افغانستان موقعيت د انرژي وږې جنوبي آسيا او غنی منځني اسيا تر منځ د اتصال او پل په توګه (کاسا زر، ټوټاپ، ټاپي پروژې )، د سيندونو د اوبو مهار لانجه، د بلوڅانو ازادي فوځ (BLA) ته په افغانستان کي د پناه ورکولو مخنيوي، د پاکستاني طالبانو (TTP) سره د افغان حکومت او امارت اړيکې، د مهاجرت بحران (Kalashnikov culture) او داسي نور اهداف لری خو د تحريک انصاف پاکستان (PTI) ګوند په حکومت کي په ظاهره خپل شعار تبديل کړی او په افغانستان کي ناامنی او بي ثباتي په پاکستان کي په بي ثباتې تعبيروي. ۶_ اروپايي اتحاديه او منځنۍ اسيا هيوادونه (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان): امنيتي ګواښونه، د ترهګرۍ انتشار جلوګيری، د وسلو، انسانانو او مخدره موادو قاچاق مخه ډب کول، اروپا کي د کډوالې بحران (Influx of Refugees)، د ځينو غيری پښتون اقليتونو سره قومي خواخوږي لکه پان ترکيزم، سيميز اتصال (Regional Connectivity) او داسې نور يي عمده اهداف دي. د افغانستان دغه درو شمالی ګاونډيو هيوادونو د طالبانو بيرولو لپاره د روسيې سره په ګډه د افغانستان سرحداتو ته نژدي يو لړ نظامي مانورونه او تطبيقات هم اجرا کړل. په حقيقت کي د اروپايي اتحاديې اکثره هيوادونه د ناټو تر چتر لاندې په افغانستان کې په جنګي او حمايوي ماموريت (Operation Freedom's Sentinel) بوخت وه. ترکيې هم په ورستيو کي کوښښ وکړ چي د بين المللي قواوو د افغان همکارانو د ايستلو عملياتو (Operation allies refuge) لپاره د کابل هوايي ډګر امنيت په لاس کي واخلي او طالبان يي د خپل هيواد په اشغال تورن کړه. ترکيه چي په وروستيو کي پر ځان حساب کوي او سوريه، ليبيا، شمالي قبرس او ناګورنو قره باغ کي د سيميزو قدرتونو سره يي ځان ټکر کړ، په افغانستان کي د خپلو شخصي ګټو او اروپايي اتحاديه او ناټو کي د کريډيټ اخيستلو په لټه کي ده.
۷_ د خليج عربي هيوادونه (قطر، سعودي عربستان، متحده امارات) او اندونيزيا: په افغانستان يو لړ سيميز (منځني ختيځ) رقابتونه، سياسي،(د کفر او د هغوي لاسپوڅو حکومتونو په وړاندې د يو شمير اسلامپالو مجاهدينو حمايت او په اسلامي نړۍ کي د خپل هيواد د رهبرۍ داعيه او نقش پياوړي کول...) اقتصادي، کلتوري او مذهبي(سنی او شيعه) ګټې تعقيبوي. هيره دي نه چي د افغانستان سولې پروسه کي اندونيزيا هم رغنده ونډه درلود لکه پلازمينه جاکارتا د افغان جګړی د مشروعيت په تړاو د ديني عالمانو نړيوالې غونډې کوربه ؤه. د طالبانو نوي اسلامي امارت بايد ددغو هيوادونو و مشروع توقعاتو ته متوجه وي او بابيزه يي ونه ګڼي!
پای والسلام