(۱۲ قوس ۱۴۰۰)
دوهمه ستره حربه د دې مافیاوو بانډبازي ده چي د لاري یې دوئ د بشري ټولني د اشغال لپاره کار اخلي. د عادي جنایت او سازماندهي سوي جنایت توپیر په دې کي دی چي عادي جنایتکاره د څو جنایتونو وروسته یا خو نیول کیږي یا رسوا کیږي. سازماندهي سوي جنایات تر اوږدې مدې پوري دوام کوي او د عوایدو دایمي سرچینې ګرزي. فرق یې دا دی چي غیر سازماندهي سوې غلا کي غل د خپل شخصي مهارت او استعداد په زور د پولیس، چوکیدار، څارنوال، قاضي او شاهدانو په سترګو کي خاوری پاشي او خلګ شکوي. هر یو یې په لټه کي وي. هر څومره چي تکړه سي، یوه ورځ نیول کیږي. که ونه نیول سي د الله تعالی ج لخوا یو هدایت ورته وسي او توبه ګاره سي. کله کله حتا د نورو غلو دښمن هم سي. لاکن په سازماندهي سوې غلا کي بیا ملک، قاضي، څارنوال، پولیس، ولسي رهبر او چوکیدار ټوله د یوه بانډ په توګه سره شریک وي او غل د دوئ یو عادي قراردادي وي. په سازماندهي سوې غلا کي مهمه نه ده چي غل دي یو تکړه او با اسعتداده کس واوسیږي. فقط چي شوټ و شل نه وي، کولای سي چي یو بریالی غل واوسیږي. فقط او فقط باید خپل وجدان ویده وساتي که نه د خپل ژونده به هم لاس پریولي، ځکه چي دی یوازي غلاوي نه کوي بلکه د غلا واقعي شریکانو یعني قاضي، څارنوال، ملک، پولیس او چوکیدار رازداره هم دی. دا سازمانونه خپل ثروت د سازماندهي سوي جنایاتو د لاري برابروي او د سازماندهي سوي جنایاتو د ساتني لپاره پراخ بانډونه رامنځته کوي. دوئ د خپل رامنځته سوي جنایت په مقابل کي راپورته کیدونکې دعکس العمل پروسه هم انحصار کوي. د بیلګي په توګه چي کله یې اسلامي خلافت د فلسطین د ځمکي د اشغال لپاره د یهودو لخوا مطلق د بینه یووړ او د هغه د ځای ناستي په توګه یې د اسرئیل کالونیسټي پلازمینه رامنځ ته کړل، په ورته وخت یې د اسلامي خلافت د احیاء حرکت هم په فلسطین کي د خپلو سږمو لاندي د حزب التحریر په نوم رامنځته کړ. اوس که په اسلامي امت کي دومره عقل وای چي دا سوال ورته پیدا سي چي د اسلامي خلافت د احیاء ډله ولي په اسرائیل کي رامنځته کیږي؟ نو مسلمانانو به په بریالیتوب سره د اسرائیل د تاسیس مخه نیولې وای. یهودو حزب التحریر جوړ کړ. چي د نړۍ په هر کونج کي د اسلامي خلافت د احیاء مفکوره په څو کسانو کي پیدا سي، حزب التحریر د فرانسي، اسټرالیا، امریکا، برطانیې او فلسطین څخه په فضایي شټل کي ځان ورسوي او دا ځوانان پر ځان راټولوي لکه هغه د مچانو تلکه او بیا یې د بینه وړي (دلته په کندهار پوهنتون کي هم د حزب التحریر غړي پیدا سول چي د داعش لپاره یې جلب وجزب کاوه، بیا په د طالبانو د حکومت نیولو سره د طالبانو استخباراتو نه یوازي سپین کړل بلکه په کابل کي یې لوړ موقفونه هم ورکړل). په نړۍ کي د ښځو څخه د جنسي سوء استفادې، الکهولو، تنباکو، او مخدراتو مارکیټ د دې ډلي په انحصار کي دی. دې ډلي د دې کاروبار د ساتني لپاره په خپل مصرف د دې ټولنیزو مخربینو پر ضد فعالیت کونکي سازمانونه رامنځته کړي دي چي د دې فسادونو پر ضد یوه سمبولیکه، غیر موثره او بې ثمره مبارزه پرمخ وړي. بل داسي مرجع چي په واقعیت کي د دې فسادونو پر ضد راپورته کیږي، دا سمبولیک مبارزین تر ټولو تر مخه په خبریږي او هغوئ د خپلو حریفانو په توګه پیژني. لمړی خو خپله د خپلو حریفانو د بدنامولو او د بینه وړلو هڅه کوي. کله چي هغه ډیر مقاوم ثابت سي نو بیا یې په ځان کي د جذبولو او شریکولو هڅه کوي او که هغوئ همکاري ته اماده نه سي بیا نو خپل باداران پرې خبروي. دوئ چي کله د ښخو او ماشومانو د جنسي سوء استفادې کاروبار په لاره اچوي نو د حفاظت لپاره یې داسي یوه ټولنه هم رامنځته کوي چي ظاهري ایجنډا یې د ښځو او ماشومانو د جنسي سوء ساتفادې مخنیوی وي. کله چي د مخدره موادو کاروبار په لاره اچوي داسي یو نړیوال ځواک اداره پر چوکیداره کوي چي دتاسیس او فعالیت هدف یې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی وي. یو څو عملي بیلګي د ملګرو د پوهاوي لپاره. افغانستان د کافرو ځواکونو په لاس اشغال سو چي دا کافر اشغالګر اصلاً افغانستان ته د دې لپاره راغلي دي چي د دې هیواد ټولنه د دې یهودي انحصاري مافیاوو اشغال ته اماده کړي او د ټولني د دفاعي ځواک د بینه وړلو وروسته بیرته ووځي او دا مافیاوي پریږدي چي دلته د خپل دایمي نفوذ ریښې وځغلوي. اوس دا مافیاوي راولاړیږي د دې اشغالګرځواک پر ضد د طالبانو په نوم رامنځته سوې جبهه کي خپل خلګ ځای پر ځای کوي. کله چي د دې ټولني یو بااستعداده ځوان د بهرني اشغالګرو پر ضد د جګړې د هوډ تر څنګ د دښمن د شکست یو پیاوړی پلان هم ولري. دی په ډیر مخفي توګه ځان تر دې مقاومتي ډلي پوري رسوي، ځکه چي د خپل هدف ترلاسه کولو کي دا یوازینۍ مرستندویه مرجع بولي. دا همداسي دی لکه ښکاري چي د مارغه په دام کي بندولو لپاره د هغه د خوښي خواړه په تلکه کي ایږدي. کله چي دا شخص تر مقاومتي ډلي پوري ځان ورسوي او خپل واقعي جوهر ښکاره کړي، د اشغالګرو بادارن په خبریږي او د هغه د بینه وړلو لپاره پر وخت اقدام کوي او کزاره یي خلګ یې ژوندي او فعاله ساتي چي سم دلاسه بااستعداده مومنان جزبولو او دبینه وړلو پروسه جریان ولري او دوئ ته هیڅ کله ګواښ پیښ نه کړي. د فلسطین د مقاومت تر څنګ ټوله اوږدمهاله جګړې د دې تکتیک برخه دي. دا اوږدمهاله او صبر آزما ستراتیجي ده خو د یوه انسان لخوا د بل انسان څخه د ځمکي ملکیت ترلاسه کول هم یو ستره لاسته راوړنه ده چي په یوه صبرازمان ستراتیژي ارزي. د سترو ښارونو رامنځته کول او د وحشي طبیعت مطلق دبینه وړل یې یو بل مثال دی. کله چي یو انسان د یوه کلي یا د یوه ښار د خلګو سره د ټولنیزو اصولو پر سر په جنجال کي راسي، دی مجبور دی چي وحشي طبیعت ته کډه وکړي لکه ابراهیم علیه سلام چي د بابل ښار څخه کډه وکړل او یا نور پیغمبران علیهم السلام چي د خپلو یاغي قومونو د ښارونو څخه ووتل نو طبیعت ته به یې پناه وړل او د یوې نوي ټولني بنسټ به یې کښیښودی. دا چي نن زموږ په چاپیریال کي ځنګلونه سوځول کیږي، وحشي طبیعت چور او تالان شروع دی، ځنګلونه، څړځایونه، حتا بحري سرچینې په مختلفو پلمو د بینه وړل کیږي؛ دا په حقیقت کي د انسانانو د فردي خپلواکي د محدوده کولو د یوې ستري ستراتیژي برخه ده. یووخت به د یوه ښار د څو زرو اوسیدونکو د غذایي موادو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په سلهاو کلیو کي د کښت، کروندې، مالداري فعالیتونو باندي په لکهاوو خلګ بوخت وه او دا ښار بیا د نړیوال تجارت د لاري د اطرافي ژوند لپاره اضافي عواید او سرچینې برابرولې. هر یوه به کورنۍ درلودله او هره کورنۍ به د ټولنیز مسئولیت کي یوه فعاله شراکتداره وه چي د حکومت سره به یې د اقتدار په عملي کولو کي فعاله ونډه لرله. نن یوه ملټي نیشنل کمپنۍ ده چي دبشپړو بشپړو هیوادونو لپاره تولید کوي، په ملیونونو کاریګر لري چي د ارزښت، ماهیت او فکري سویې په اساس تر یوه مریي زیات نه دی. د دې کمپنۍ په ګرانبیه ماشینري یو خپلواک انسان د سلهاوو خپلواکو انسانانو په اندازه تولید کوي. دلته دغه فکر هیڅ څوک نه کوي چي دا خپلواک شخص خو یوازي تولید نه کوي. د ټولني د اداره کونکي ځواک لپاره یو صادقه ولاد هم روزي. د بحران په حالاتو کي د خپلو شخصي زخایرو څخه دولت ته مرسته رسوي. د چارواکو په ټاکنه کي د خپل خپلواک فکر څخه د ښه انتخاب لپاره کار اخلي. دا ملټي نیشنل کمپنۍ په لمړي سر کي لکه ځوان دیب د ټولني ټول بار یې پر سر اخیستی وي، کله چي بحراني شرایط راسي نو بیا دا کمپنۍ لکه مړ دیب پر ټولني رالویږي او په ملیونهاوو انسانان تر ځان لاندي چختاڼوي. دا مافیاوي یوازي سیاست او اقتصاد نه انحصاروي. دوئ د پوهانو د ټولنو په رامنځته کولو سره علمي مسلکونه لکه طب، زراعت، انجنري غرض هر هغه مسلک انحصارولو هڅي کوي چي زیات څخه زیات خلګ اړتیا ورته لري. د دې مافیاوو د بریا یو ټکی دا هم دی چي دوئ ځان ته ورته ساختارونه هر ځای تقویه کوي. که په یوه کلي کي یو شخص ملک وټاکل سي او هغه ملک د خپل ولس د خدمت پر ځای د خپل اقتدار د پراخولو هڅي پیل کړي. په دې لاره کي مړي وکړي، لوچګان یا د کرایې قاتلین وروزي، دا مافیاوي د لیري ځایه خپله مرسته ورسوي او د هغه ځواکونو په ځپلو کي مرسته ورسره کوي چي د ده د انحصار د تور د شلولو هڅي کوي (ښه بیلګه یې د کندهار یا هلمند ولایت حاجي بشر قاچاقبر دی). ښه بیلګه یې د سوریې د بشارالاسد حکومت وو. بشار الاسد مستقیماً شاید دې مافیاوو ته ډیر ستر باج نه ورکوي خو یو رسمیت شاید ورسره ولري. دده پلار په دوهم عرب اسرائیل جګړه کي د اسرائیل سره د بریا لپاره ډیري مخفي مرستي کړي وې. کله چي په دې وروستیو کي سني عرب د ده پر ضد راپورته سول، دې یهودي مافیاوو د خپلي اغیزي لاندي عربي استخباراتو ټولي ادارې د ده په ملاتړ وکارولې، حال دا چي دی دی د عرب نړۍ دښمن ایران سره نیژدې عقیدوي او استخباراتي اړیکي لري او د شانګهای تړون د لاسپوڅو څخه دی. زموږ ستر امام ابوحنبفه رح کورنۍ هغه مسلمانه کورنۍ وه چي د اسلام د څلورو خلفاء راشدینو دور یې تجربه کړی وو او هم یې د اسلامي سیاسي نظام سقوط ترخه څپه تجربه کړې وه. دا چي دا کورنۍ عربو ته د افغانستان د سیمو څخه انتقال سوې وه چي هغه مهال د فارس برخي وې نو د سیاسي نفوذ څخه بې برخي وه. زموږ امام اعظم صاحب رح دا ترخه مشاهدات په سترګو لیدلي وه چي یوه متنفذه کورنۍ د خپل اقتدار د وسعت لپاره څومره سترو جنایتونو ته لاس اچوي. د الله تعالی ج د وروستي پیغمبر ص لخوا چي خپل کهول بلل سوی وو یعني د بي بي فاطمې رض او حضرت علي رض کهول څومره په بې دردي سره د بني امیه او د هغه حلیفو قریشي قبایلو لخوا په شهادت ورسول سول. د امام اعظم صاحب رح دوراندیشه سترګو داسي یو سیکټور هم مشاهده کړ چي د عربو حریص سرداران ورته متوجه نه وه چي انحصار یې کړي. هغه د علم سیکټور وو. په یوه ټولنه کي دور اندیشه خلګ اکثره صنعت ته مخه کوي، چي صنعت آني ګټه نلري، ځکه نو رقابت هم پکښي نه وي. کله چي صنعتکاره یو صنعت پوختیا ته ورسوي چي ګټندویه سي نو بیا حریفان ځکه حریفي نه سي ورسره کولای چي دده په اندازه تجربه ورسره نه وي. امام اعظم صاحب رح هم یو صنعتکاره وو چي د وریښمو صنعت یې عربو ته راوړی وو. امام اعظم صاحب رح د فقهي او شرعي علومو په سیکټور کي دومره پراخه پانګونه وکړل چي د وخت واکمنان ځني په ویره کي سول. خو دوئ دومره ناوخته دا خطر درک کړ چي نور اوبه تر ورخه تیري سوي وې. د امام اعظم صاحب رح یو شاګرد وو په نامه د ابو یوسف چي فقهاء یې د قاضي ابو یوسف په نوم پیژني. ځیني خلګ په غلطي سره امام ابو یوسف هم ورته وایي خو هغه امام نه وو. قاضي ابو یوسف لکه دا زموږ د کندهار حاجي اغا لالی دستګیري (د خدای بخښلي شهید احمد ولي خان ډیر بد ځني راتلل) خورا د پرمختګ شوقي وو. پر ده باندي امام اعظم صاحب رح ډیر پانګونه وکړل چي د حنفي فقهي فکري مکتب خدمت ته ادامه ورکړي او د ده ځای ناستی سي. قاضي ابو یوسف د امام اعظم صاحب رح د شهادت وروسته لمړی شاګرد یې وو چي د وخت د ظالم حکومت د ستر قاضي موقف یې د لوړ معاش په مقابل کي قبول کړ. و قاضي ابو یوسف ته د امام اعظم صاحب رح د خدمت درک هغه مهال ولګیدی چي کله د خلیفه هارون رشید په غوښتنه د نورو لایقو قاضیانو د استخدام ته اړ سو. کله چي یې د کاندیدانو څخه امتحان اخیستی نو د حنفي مکتب یو بل شاګرد عریضه یې ولیدل. ده غوښتل چي د خپل هم مکتب علمیت امتحان کړي. هغه ته یې څو سختي قضایاوي ورمخته کړې. کله چي به هغه دا قضیې فیصله کړې او دده لیدو ته به راغلی، ابو یوسف پوه سو چي د امام اعظم صاحب رح مکتب څومره پراخ وو او تر ده ډیر لایق شاګردان یې روزلي وه. که څه هم د مذهبي رهبري انحصار ګر د امام اعظم صاحب رح په مذهبیانو کي پیدا سول چي د ضخیمو ضخیمو کتابونو د تصنیف د لاري یې د حنفي فقهي بنیادي اصولو څخه د مسلمانانو د توجه د لیري کولو هڅي وکړې خو د هغه سربیره د امام اعظم صاحب رح فکري مکتب نن هم داغسي غني دی چي داسي علماء او فقهاه ځني فارغه کیږي چي د وخت د ظالمو او انحصارګرو واکمنانو درباري علماوو فتواوي او په دین کي مداخلې په اوبو کي لاهو کوي.
په ننني عصر کي د وخت بانفوذه مافیا ډیر کاریدونکي تکتیکونه: دا چي د کاتولیک کلیسا او هم د قریشو د مافیا ډیر زور ختلی دی او د نړۍ په ډيرو چارو کي د یهودو سرمایدارانو مافیا سکه چلیږي نو دوه تکتیکه چي یهودي مافیاوي یې په ډیره فراواني کاروي. یو تکتیک یې د دولتونو د استخباراتي ادارو پیاوړتیا او انسجام دی او بل تکتیک یې په پر مختللو ټولنو کي د ناقلینو قدرت مندي ده. اوس که افغانستان ته وګورو دلته امریکا، پاکستان، اروپایي هیوادونه او نور سره ښکیل دي. د دوئ خپل منځي ډیپلوماټیکي اړیکي ډیري پیکه دي. نه یې د سیمي په اړه داسي تړونونه وکړل او نه یې داسي پروژې پلي کړې چي دلته د خپل لاسپوڅي حکومت خدماتي اړخ او اثروروسوخ تقویه کړي. البته موږ وینو چي سي آی اې، آی ایس ای او نوري استخیاراتي شبکې بشپړ فعاله دي، جګړې پلانوي، خپل لاسپوڅي تر لوړو موقفونو رسوي او د تورو بازارونو په تقویه بوخت دي. حال دا چي د دې ټولو هیوادونو استخباراتي فعالیتونو کومه مادي ګټه دې هیوادونو ته نه رسیږي. د دوئ بل کړي اور د افغانستان د تجارتي لارو څخه د غیر قانوني تجارت (قاچاق) ته ډیره وده ورکړل چي ګټه نامعلوم جیب ته روانه ده. وایي چي د افغانستان څخه ستانه سوي امریکایي عسکر څخه ملګري وپوښتل چي هلته څه قصې وې؟ ده جواب ورکړ چي ملګرې خره ګډوډي وه، ښه سو چي ځني راووتلو. موږ به طالبان وژل، طالبانو موږ وژلو. دریمي پارټۍ بیا موږ دواړه وژلو. ملګري پوښتنه ځني وکړل چي دریمه پارټۍ بیا څوک وه؟ امریکایي عسکر جواب ورکړ چي سي آی اې. اوس نو ګز پر کښیږدئ. جنرال رازق باندي طالبانو زاره وچاودل چي په قومنداني کي یې ووژني، په جګړو کي یې ووژني یا په بولدک کي یې ووژني. هیڅ ځای یې لاس نه ورته برابریدئ. آخر یې د کندهار د ولایت په هغه موشغار سرای کي د جنرال ملر تر سږمو لاندي چړې ته برابر سو چي په ګرده کندهار ښار کي دغه ځای وو چي د امریکایي ځواکونو د مستقیم نظارت لاندي وو. ډونلډ ټرمپ د ملابرادر او اشرفغني سره په کیمپ ډیوډ کي لیدلو پلان جوړوي، د دې پلان د شنډولو لپاره د کابل ښار د وزیر اکبرخان سیمه کي په داسي ځای کي یو امریکایي عسکر په ځانمرګي برید کي د بینه ځي چي هلته د یوې دقیقې لپاره هم د موتر درولو اجازه نسته. نن هم که د پیښي ویډیو وګورو او فقط د خره په اندازه عقل ولرو لا به پوه سو چي بریدګرو ته لارښونه داسي چا ورکول چي د دې امریکاي عسکر د موټر په خط سیر او حرکاتو څخه په دوامداره توګه باخبره وو. که د موضوع زریفو نقاطو ته متوجه نه سو او د پنډو پنډو توضیحاتو په رڼا کي د طالبانو د رهبري څخه فقط دومره پوښتنه وکړو چي د کابل په رړه کي امریکایي نظامیان او ملکیان وژلای سئ نو دا کابلي پشخول لکه دوستم، صالح، غني، عبدالله، یونس قانوني، سیاف او دا بلاو بدتر ولي نه سوای په نښه کولای چي د بهرنیانو د وتلو وروسته ستاسو د اقتدار په لاره کي یوازینی خنډ وه. اجازه مو نه لرل او که هغه نوري پیښي تاسي تش په نامه ځان ته منصوبولې او دا چي اصلي عاملین یې نور څوک وه. د ۹/۱۱ پیښه یر اسامه او یو څو عربانو باندي تاوان سول. لاکن کله چي په امریکا کي د افغان جګړې سره علاقه مخ په کمیدو سول موږ ولیدل چي هلته د تور او سپین تعصباتو، وسلوالو بریدونو پیښي په کثرت سره کیدلې. د ۹/۱۱ په ورځ هم د ولسي تلفاتو د لوړولو لپاره هلته موټر بم بریدونه سوي وه. اوس امریکایان پوه سوي دي چي د دوئ کورنی دښمن د دوئ په خپل منځ کي دی چي د دوئ د استخباراتو، لوړپوړي مامورینو او سیاسیونو یوه اعظمه برخه یې په لاس کي ده. یو بل ستر تکتیک چي دا مافیاوي کارځني اخلي هغه د غیر قانوني ناقلینو په واسطه د یوه اباد او ښیرازه هیواد اشغالول دي. دا یو ډیر لرغونی تکتیک دی چي یو وخت رومیانو کار ځني اخیستی وو. ویل کیږي چي د روم امپراتوري چي پراختیا وموندل نو ډیر ملتونه پکښي راګډ سول. رومیانو د دوئ په سیمو کي خپلي کالونئ جوړي کړې چي هلته به دوئ خپل عسکر او د هغوئ فامیلونه ساتل. د شاوخوا کلیو ځمکي ځایي خلګو ملکیت وې، هغوئ به کرلې او رومي کالونیو ته به یې باجونه ورکول. د دې باجونو څخه رومي عسکرو او جنرالانو معاشات ورکول کیدل. کله چي رومیانو د شمالي افریقا کورتاژ ښار فتح کړ نو د هغه ښاره څخه خورا زیات مریان په لاس ورغلل. هر رومي جنرال ته په سلهاوو مریان ورسیدل. بیا به نو دې رومي جنرالانو ځایي خلګ د خپلو مینو او ځمکو څخه وشړل، د هغوئ ځمکي به یې اشغال کړې بیا یې په خپلو مریانو باندي کرلې. بیا دا حربه د رومي تکتیک دایمي برخه وګرزیدل. کله به یې ځای میشتي قبایل په خپل منځ کي په جنګ واچولې. بیا به یې د ضعیف طرف په ملاتړ مداخله وکړل اوقوي طرف به یې مغلوب کړ. هغه ضعیف طرف چي جګړې به نور هم ضعبفه کړی وو، هغه به یې د ذلت امیزه شرایطو لاندي کړ چي یوې خوا ته به مرګ وو، بل طرف به تر مرګ بدتره ژوند وو. د روم د امپراتوري په اطرافو کي همدا ظالمانه سیاستونه وه چي د روم ډیموکراسي یې تر سیوري لاندي راوستل، د سناتورانو پر ځای د ټولني واک د جنرالانو لاس ته ولویدی او په وروسته وختونو کي د رومي امپراتوري پر ضد یې پراخ پاڅونونه رامنځته کړل. نن عصر کي دا یهودي مافیاوو څه کوي؟ ایا د سترو کارپوریشنونو او شاهي کورنیو د سیوري لاندي د خلګو کاروبارونه او ملکیتونه د کاذبو بحرانونو په راوستلو سره یو ځل ارزانه کړي او بیا یې په ناچیزه بیه رانیسي او وروسته په معاش درول سوو خلګو لاندي هغوئ پر ګټه اچوي. په دوو نړیوالو جګړو کي یې د جرمني، فرانسې، انګلستان او نورو هیوادونو ملیونونو انسانان ووژل، بیا یې د هغوئ عوضي د هند، پاکستان، ترکیې او نورو بېوزله هیوادونو په ملیونونوانسانان هلته راوستل او د خپلو مطیع مریانو په صفت یې هلته میشت کړل. هغه وژل سوي ملیونونو انسانان هغه وه چي په دې هیوادونو کي یې ملکیتونه او کوچني کاروبارونه لرل. هغوئ ځانونه د هغه هیوادونو مالکین بلل چي هر یوه څو څو نسله هلته اوسیدلي وه. دا نوي وروستل سوي انسانان بیا داسي وه چي هلته به د کرایې په ځایونو کي اوسیدل او د خپل کار او معاش سره به یې کار وو، په سیاسي مسائلو کي به مطلق بې سیواده وه. د هغه هیواد تاریخي ملي ارزښتونو او افتخاراتو په اړه به یې نه معلومات لرل او نه علاقه. پایله داغه سول چي هغه ملتونه اوس تش په نامه ملتونه پاته دي. د هغه ځایونو خلګ اوس لږ لږ دې دسیسې ته متوجه سوي دي چي د ناقانونه کډوالو پر راتګ سپک اعتراضونه کوي، د هیواد جغرافیې څخه ډیر لیري نامعلومه اهدافو لپاره کیدونکي جګړو مرموزه مصارفو باندي تندی ترشوي. خو یهودي مافیاوو هم د دوئ د توجه د پاشلو لپاره ډول ډول جنجالونه ورته جوړوي. دا چي د نړیوال سیاست محور اوس امریکا ده. اروپا، انګلیستان او د هغوئ ټولي مستعمرې اوس پر امریکا راټولي دي او د نړۍ د اقتصاد ډیره برخه هم اوس په امریکا کي ده. طبعي خبره ده چي د یهودي سازمانونو یوازینۍ پټه وسله (ثروت) هم د امریکا او د هغه اتحادي هیوادونو په کي ګرو کي ده. دا چي د یهودي مافیا د ثروت راټولولو آلې (ملټي نیشنل انحصاري شرکتونه) تر ډیره په دې هیوادونو کي موقعیت لري، د دې هیوادونو د ولسونو چوپړ هم دې مافیاوو پر ځان لازم کړی دی. دا چي د دې هیوادونو ولسونه ورځ تر بلي د خپلو ټولنیزو حقوقو په اړه پوهاوی او تقاضا زیاتوي. او ورځ تر بلي دې ته متوجه کیږي چي واکمنان یې باید د دوئ ملي حقوقو او ملي ګټو ته اولیت ورکړي، دا د یهودي سازمانونو لپاره د خطر زنګ دی. دا هغه حالت دی چي یهودي سازمانونو وختي لا پیشبیني کړی وو. همدا پیشبیني وه چي نن روسیه او چین او اټومي ابرقدرتونه دي او پر دې خبره تینګار کیږي چي ایران هم اټومي ابر قدرت سي. د یمن، سوریې، عراق، افغانستان، لیبیا او مصر کي د تیرو دوو لسیزو سیاسي تحولاتو تر ډیره حده پوري د دې سازمانونو د راتلونکو مخفي پلانونو په اړه غربیان پوه کړي دي. هغوئ که څه هم په دې پوهیږي چي د شانګهای تړون پروژه بل څه نه ده پرته له دې چي پر نړیوال اقتصاد باندي د امریکا، برطانیې، اروپایي اتحادیې او د هغه د ملګرو انحصار سره رقابت وسي. دا چي دا سازمانونه غواړي چي په فلسطین کي رامنځ ته سوې خپله کالوني خپلي ادارې لاندي نورو هیوادونو د ادارې مرکز وګرزوي؛ دا خبره هم اوس د چا څخه پټه نه ده پاته. په سپوږمۍ او مریخ کي د انساني ژوند د امکاناتو د پلټي هڅي خلګ پر دې باندي قیاسوي چي د دې سازمانونو عالي رهبري د یوې دریمي نړیوالي جګړې تابیا نیسي. دا چي په دې جګړه کي به اټومي وسلې هم کاریږي او د بشریت یوه ستره برخه به د بینه پکښي ځي او پر مجموعي بشریت باندي یې اغیزي نامعلومي دي نو ځکه د دې مافیاوو رهبري غواړي چي د جګړې د پیل څخه وړاندي هلته انتقال سي څو په نړۍ کي د خپلواکي دعوه لرونکي بشریت د محوه کولو په لاره کي ددوئ د شخصي ژوند خطر خنډ ونه ګرزي. یو عادي شخص به وایي چي ایا په نړۍ کي تر دې حده لیونیان هم د مرستونونو څخه دباندي وجود لرلای سي. جواب یې د کوئیډ-۱۹ غمیزه ده. دا چي د ووهان لابراتوار رازونه ورځ تر بلي افشاء کیږي، یو شخص ته سوال پیدا کیږي چي په دې کي به د چا څه ګټه وي؟ جواب یې ساده دی چي نن ورځ دولتونه په ملیونونو ویاله واکسینونو په بې سده ډیرو پیسو رانیسي. یو چا دا پوښتنه هم کړې ده چي د دې واکسین پر خامو موادو مصرف څو راځي او ګټه څومره پر اچول سوې ده. ډاکتران خو خبر دي چي واکسین تش سپیني اوبه دي چي مړژوانده د کرونا ویروسونه یا د هغه ځیني برخي پکښیکي دي. او د ویروس تولید بیا څه مصرف غواړي. حالات ورته مساعد کړه دی خپله په دقیقه او ثانیه کي چیچ کوي، تر ملیونونو اوړي. نیمی ژوندي وساته او په ښاورنو کي یې وښینده چي خلګ ووژني او پاته نیمایي یې مړه کړه او د واکسین نوم ورکړه، په پیسو یې د هغه ښار پر ژوندیو باندي خرڅوه. پلان چي تر ټولو ساده وي هغه تر ټولو ښایسته وي. دا چي ولس مشر هم درسره شریک وي، د عامي روغتیا وزیر هم درسره شریک وي، بیا نو پروژې او قراردادونه دي د نامي زو. هو دا د امضاء پر وخت چي دي لاس ستړی کیږي، دغومره خواري خو په هر کار کي سته. د دولتي خزاینو څخه په مختلفو پلمو پیسې کشول خو د دوئ ورځني فعالیتونه دي، لکه د مکتب معلم چي هره ورځ مکتب ته ځي، حاضري امضاء کوي، بیا د ورځي تقسیم اوقات ګوري او د هغه مطابق هر صنف ته ورځي او د هغه ورځي درس ورته وایي. د نړیوال بشریت لپاره هغه مهال خبره غوا کیږي چي دوئ یوه ستره زمینه وویني او بیا د هغه د لاسته راړلو لپاره د یو شمیر ملتونو د مخي لیري کولو لپاره یو شمیر ملتونو ته ټیکې ورکړي. لمړی خو دا خبره په یاد وساتو چي د سوفیزم (Sophism) فکري مکتب یو ډیر لرغونی فکري مکتب دی. د یونان د فلسفې پلار سقراط چي د فلسفې د علم بنسټ کښیښود او د هغه بنسټیز اصول یې کشف کړل نو د هغه اصولو پر بنسټ یې د اتن په ښار کي د سوفیسټانو شبکه کشف کړل. سقراط په دې و پوهیدی چي د ده د ټولني یو څو چالاکه اولټ انسانان، نور غالب اکثریت انسانان د پوسونو په شان پیایي. ده د دې فکري مکتب ټول اصول کشف کړل خو په عوض د دې چي د دې مکتب د پیرویانو په منځ کي د ممتازه مقام حاصل کړي او ځان هوسا کړي، ده هڅه وکړل چي دا غافل انسانان د هغوئ د تفکر د قوې په راویښولو سره د دې روان ټولنیز مکر پر ضد یو سپیڅلی انقلاب راولي خو ونه توانیدی. سوفسټان چي د ده په عزایمو پوه سول، داسي لوبه یې ورسره وکړل چي یا به خپل هغه اصول د پښو لاندي کوي چي ده یې پر عملي کولو تینګار کاوه او یا به مرګ قبلوي. سقراط خپل اصول وساتل او تر ژوند تیر سو خو سوفیسټانو خپل برخه ژوند تر پایه ښه په عیش و نوش تیر کړ. بیا که څه هم د ده شاګردانو د ده مبارزه مات کاڼي او تش ترازو پر مخ یووړل او د څو نسلونو په درشل کي یې خپله علمي مبارزه جاري وساتل خو د سوفیزم فکري مکتب یې مغلوب نه کړای سوای. د بشریت وروستی لارښود او خاتم الانبیاء سیدنا رسول اکرم ص په مدینه منوره کي د یوې خالصي اسلامي ټولني تاداو کښیښود خو د سوفیزم فکري مکتب بیا هم په مدینه کي د منافقینو د فرقې په شکل باقي پاته سو. په اسلامي تعلیماتو کي سوفیسټان د منافقینو په نوم نومول کیږي. د مدینې منورې منافقین خپله د رسول اکرم ص په ژوند کي وتوانیدل چي د اسلام یو جعلي نقل رامنځته کړي او خپل ځان ته یو بیل مسجد جوړ کړي. که څه هم رسول االله مبارک ص د الله تعالی ج په امر هغه مسجد ته د مسجد ضرار نوم ورکړ او د شپې په تیارو کي یې هغه وسوځاوه خو دې فتنې دوام پیدا کړ.