دخپریدو نیټه : 2006-05-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د دريمې نړۍ د هيوادونو دښوونې او روزنې حالات
استاد شيراحمد ( نظامي)
داستاد شيراحمد ( نظامي) ليکنه :
دا واضح خبره ده چې دنړۍ داوسني عصر انکشافات اودژوندانه په مختلفو ساحو کښې دغه سرساموونکي پرمختګونه دمتمد نو او مترقي هيوادونودښه او بريالۍ ښوونې او روزنې له فيضه څخه منځته راغلي دي .
ددغو ساينسي او تکنالوژيکي وسايلو موډ رنتوب او پرمختګ ،ددوی د علمي څېړنو؛ دعلمي زده کړو او د علمي روزنو دﻻپياوړتيا لپاره د نويو ﻻرو اوسهولتونو زمينې برابرې کړي دي .ځکه نو ددوی علم او پوهه په چټکی سره مخ په وړاندې درومي او دژوندانه په هره برخه کښې يې سياسي،اقتصادي ،صنعتي او فرهنګي انقلابونه يې برياليتوب ته رسولي دي .
ګرانولوستونکوته به يقيناَََ دا پوښتنه په زړه پوری وي چې دداسې ستراوحيرانونکی پرمختګ اصلي او اساسي دليل به څه وي ؟
که دنړۍ تاريخونو ته مراجعه وکړودا به راته جوته شي چې ددغه متمدنو هيوادونو خلګ د 1453 ميلادي کال څخه وروسته يعنې د رونسانس په دوره کښې له درانه فکري خوبه څخه راويښ شول . لومړی دخپلو هوښيارو زعيمانوترقيادت ﻻندې يې وحدتونه منځته راوستل .دوهم د مفــــــاهمې لپاره يوه ژبه يې ومنل ؛ اوپه دريم قدم کې دغوبيدارو ولسونو پتيلي ؤ چی دانسان دسعادت او نيکمرغۍ يوازنی ﻻره دعلم او فن زده کړه ده ، نود زده کړې ؛ ښوونې او روزنې په اړونده نه ستړي کيدونکي زيارونه او زحمتونه وګالل ؛ چې په نتيجه کښی يې ونړيوالوته د مخترعينواومکتشفينو دوياړلي نومياليو يوډير اوږدلست وړاندې کړل .
د همدغو د ريواساسي او بنيادي ټکو په برکت نن ورځ همدغه هيوادونه د اعلی علمي ،عالي فرهنګي، غښتلی اقتصادي او بريالي اجتماعي مدارجو او پوړوته رسېد لي دي .
خو په خواشينی سره ددريمې نړی هيوادونه په تيره بيا د ختيځې اسيا هيوادونه چې يو وخت د تمدن په عالي مد ارجو کې ؤ ؛ ناببره دغفلت په داسې يو ژورخوب کښېوتلی دی ؛ چې بيرته راويښيده يې د تصور څخه بهر دی ؛ او يا ښايي کومه معجزه غواري ؟!
دوی د ژوند انه دډګر په هره برخه کښې په تيره بيا د ښوونی او روزنې يا تعليم او زده کړې په برخه کې ؛ دنړۍدمتمدنو هــيوادونو په پرتله ؛ پېړۍ پېړۍ وروسته پاته شوي دي او هيڅ ډول سيالي ورسره نشي کولای .
په نړۍ کښې د ښوونې او روزنې محققينو په دريمې نړۍ کښې دزده کړې ؛ ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالی عمده علتونه او عوامل داسې څېړلي دي :
1. د بې علمو او بيکفايتو زعيمانو د موجوديت له امله :
ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونوکښې البته د تاريخ په اوږدوکې د حکومت او دولت په راس کې د بې علمو ،مرتجعو ،لاسپوڅېو، فاسقو ،ظالمو ، خونخوارو،ډيکتاتورو او فاشيستوزعيمانود بې پروايي او عدم توجه له امله د ښوونې او روزنې د ودې او انکشاف لپاره اقد امات نه دي شوي .
دغه ډول مشران او زعيمان دمداريانو په شان خپل اولس اوخپل ملت يوازې په تشو وعدو خوشحاله کوي . تاريخ ثابتوي چې دوی حتا د بيت المال او ملي خزانوشتمني دښوونې او روزنې په عوض د خپلو فاسد واغراضو او هوسونو لپاره لګولي دي .
2. دغير علمي حکومتونو او نظامونوله امله :
ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونوکښې ددوامدار و کورنيو جـــنــګ جګړو او بي امنيتي له وجهې ؛ ياد حاکمانو د حاکميت د پايښت لپاره د جاسوسی ،ډيکتاتوری او دتملق پر بنياد نظامونه يې منځته راوستلي وي اود دولت چارې د بډو اخيستونکو ؛ رشوتخورومامورينو ؛خاينو پوليسواو اجير يا کرايي پوځ په ذريعه پر مخ بيايي ؛ چې د غلطو او جانبد اروقوانينو په موجوديت سره د حاکميت جلو د فاسدو
د رباريانو؛ قوماندان سالار ياټوپکسالارو ،سردارسالارو اويا د نوابسالارو په لاس کښې وي .دوی په خپلو ويشل شوي علاقو( وزارتخانو،رياستخانو او دفاترو ) کښې مطلق العنا ن پاتې شوي وي ؛دوي دپرګــــنو دتعليم او زده کړې په غم کې ځکه نه وي چې دعلم زده کړه په خلګوکې شعور او پوهه پيدا کوي، او پوهه دد وی دمـا هيت د څرګــند ونې سبب ګرځي او بيا وروسته ازادی غوښتونکو نهضتونه منځته را ځي .
3. د دولت، حکومت او خلګوداقتصادي کمزورتيا له امله :
د د ريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کې د حکومت او خلګو د اقتصادي کمزورتيا له امله هم ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه نه ده شوې .ځکه په دغه هيوادونو کښې د معادنو او طبيعي ذخايرو د نشتوالی ،لږوالی او يا هم پټ پاتيوالی ؛د بي کيفيته صنايعو ، د نفوسو زياتولی ، د خلګو بيکاري اوبي روزګاري او د قيمو زياتوالی او ګـــراني ددغو هيوادونو اقتصادي اړخ شد يد اَ کمزوری کړی وی .
بل شئ چې ددغه هيوادو نو اقتصاد کــمزورئ کوي د علمي او ميکانيزه کرهڼې نشتوالی دی . زراعت په دغه هيوادو نو کې ډير ساده او ابتد ايي بڼه لري ځکه نو بزګر ژز ستړئ کيږي ؛ ډيره مځکه نشي کرلی ، محصوﻻت يې لږ او ژوند يې خوار دئ او يا د مځکې دمحصوﻻتو يوازې 20٪ د بزګر او 80٪ د بي انصافو فيوډاﻻنو او زميندارو په ګد امو نوکښې ذخيره کېږي . ځکه نو بزګر مجبور شي چې خپل زامن له تعليم او زده کړې څخه وګرځوي او د خان فيوډال او زميندار په مزدوري يې و ګماري تر څو20٪ نور ورته وګټي اوتر بل فصله يې ګذاره په وشي .
د صادراتو لږوالی او د وارداتو ډيروالی هم ددې هيوادونو د بنيادي اقتصاد د کمزورئ کولو يو بل ستر دليل کيدائ شي .
په دغه هيوادونو کې ماشيني صنايعو دفني او ماهرو کارکوونکود نه موجوديت له امله وده نه ده کړې ؛ يوازې لاسي صنايعو د ابتد ايي شکل اود ناقصوالي له وجهې په نړيوال مارکيټ کښې د بهرنيو
د اسعاو د د لاسته راوړلو لپاره بازار نه لري ؛ او که چيرې هم ويې لري ؛ نو ډيره ګټه يې د بې انصافو تجارو په جورجينو کښې تويږي . دا نو هغه سود اګران دي کوم چې د خپل غريب اولس دلابيوسه کولو په تکل کښې دي .
دوی عمداَ داسې غير ضروري ،جعلي او نا قص شيان خپل هيواد ته وارد وي ،کوم چې په لږ وخت کښې ډيره ګټه په کښې وکړي .خومګردداسې يو توليدونکي فابريکې د واردولو په فکر نه وي کوم چې د ملت لپاره د يوې خوا د زده کړې او فني روزنې سبب وګرځي او خلګو ته دکار او روزګار زمينه مساعده کړي او دبلې خوا هيواديې د توليد اتو له نظره خود کفا شي ؛ تر څو نورد بهرڅخه د جعلي ، ګران قيمته ، کم دوامه اوناکاره توليد اتو واردولوته ضرورت پيدا نشي ، او يا د هيواد ځوان کاريګر ان يې نورو متمولو هيوادونو ته د خوارئ لپاره وﻻړنه شي .
ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونو کښې دمخدره موادو کاروبار دملي شتمنيو چور ، بې امنيتي ، غلا ، دا نسا نانو دپلورنې او د ما شو نو د قا چا ق کولو د بازارتودالئ ؛ ددغو هيوادونو نړيواال اقتصادي اعتبار له منځه وړئ وي ؛ او داسعارويا پولي واحدو ارزښت يې هم ورځ په ورځ له منځه ځي .
4. د مضحکورسم و روا جونو، عاداتو اود قيوداتو له امله:
ددريمې نړۍ په ځينو هيوا دونو کښې د مختلفو طا ئفو ، قومونو او پرګنو په منځ کښې دمختلفو مذا هبو ، عقيدو ، رسموروا ج او ډو ل ډو ل قيوداتو هم د خلګود زد ه کړې او د علم د حاصلولو مخه نيولې ده. دمثال په توګه :
• دتربګنئ ، تربورګلوئ او سيالي له مخې دکورنۍ د ضعيف اقتصادي حالت برسيره تر اندازې زيات د اوﻻدونو زيږول .
• دانجونو د تعليم سره مخالفت اويا شديد تعصب ښود ل او بې دليله يې هغه حرا م ګڼــل .
• ملا ماتونکي ولورونه ، جهېز ونه ،شير بهاوې او طويانه اخيستل .
• وښوونځۍ ته داستولو پرځای په کوچني عمر د خپلو اوﻻدنو (انجونو) ودو ل يا ( هلکانو ) ته واده کو ل .
او حتا د صغيرو انجونو او هلکانو په لمنه کې جنسي تيرئ او داسې نور مسايل ددې باعث ګرځيدلئ دئ چې په پرګنو کښې ټولنيز ډا ډ او اعتبار له منځه وﻻړسي او د ليک لوست او زده کړې دروازې وتړلې سي .
5 . دشديدغربت اوروغتيايي بحرا ن له امله :
په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ ، دوالدينو بيسوادي او د تعليم سره د هغوی بي علاقه ګي ، دبيکاري زياتوالئ ، دکثا فاتو ډيروالی ، دډول ډول مرضونو شايعوالی او داسې نور مسا ئل ، چې يو د بل زيږنده مسائل دي ؛ په دغه هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتيوالي يو بل ستر سبب ګرځيدلئ وي .
6.. د ښوونې او روزنې دناقص سيستم له امله :
په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ له امله او د حکومت او دولت داقتصاد دضعيفوالی له وجهې ، دښوونځيو د نشتوالی ، لږوالی او ليريوالی له يوې خوا او دبلې خوا دمسلکي ښوونکو او مسلکي اداره چيانو نشتوالی يا لږوالی او يا برخلاف د غير مسلکي او بي کفايتو ښوونکو او محافظ کارو اداره چيانو موجوديت او ډير والی؛ دناقصو او نامکملو تعليمي نصابونو ، مختلفو تعليمي نصابونو ، سياسي او يو اړخيزو تعليمي نصابونو او حتا د بهر څخه صادر شوي تعليمي نصابونو ال امله چې داړونده ټولنو اړتياوې نشي پوره کوﻻی ، د دريمې نړۍ په هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالې ستر او عمده عوامل بلل شوي دي . (والسلام )