دخپریدو نیټه : 2006-05-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
آيا افغانستان د يو نژادي کورنۍ جګړې په لور روان دی؟
زردشت شمس- کابل
زردشت شمس- کابل
په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو د کاپي او بياخپرولو څخه ډډه وکړﺉ .
په دې نژدې ورځو
کښي د افغانستان په جنوبي ، جنوب شرقي، شرقي او حتیَ په مرکزي سيمو (دکابل په شمول) کښي په ځانمرګي او نور وسله
وال بريدونو کښي لا زيات شدت ليدل کيږي چه نړيوالو ته او په خصوصي توګه افغانانو ته د ډير تشويش وړ حالت دی- که
دولتي چارواکي ډير هم ادعا وکړي چي د دښمن دغه حرکات دومره مهم او د تشويش وړ نه دي او يو ډير محدود عناصر په
دغه قسم فعاليتونو کښي د پرديو په اشاره بوخت دي خو دا څر ګند حقيقت دی روان وسله وال پاڅون يا ځانمرګي ب
يدونو په پورته يادو شويو سيمو کښي تر ډيره حده دبياودانولو کارونه ځنډولي او يا يې بيخي په ټپه درولي دي-
ښوونځيو ته د زدکونکو او ښوونکو راتګ کم شوی او په ډيرو سيمو کښي د ښوونځيو لمنځه وړلو په سبب زمونږ زيات شمير
بچيان د زدکړي نه محروم دي-او بالاخره دغه حالت د دولت او ولس تر منځ ډيره فاصله رامنځته کړې-
دوسله
والو دغه انساني ضد عمليات دوه اړخه لري- يو دا چه دافغانستان د سولي او پرمختګ دايمي دښمنان نه غواړي چي
افغانستان په خپلو پښو ودريږي او په نړيواله ټولنه کښي ځانګړی حيثيت ولري- دوۍ په دوامداره توګه دافغان ولس او
دولت ضد عناصر په مادي او معنوي توګه سمبالوي او دې ته يي اړ کوي چه خپل کور وران کړي او خپل ورور ووژني- زمونږ
د نا پوهی او دڅه نورو مشکلاتو په اساس دوی په دی مقصدکښي تر ډيره حده کامياب شوي- دويم دا چي ولي دغه افغانان
د دښمن په وينا دخپل ورور وژني لپاره ځان وژني ته تياريږي-
دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيري ميډلن
البرايټ يو مشاور دانيال کنسولټور دغه موضوع لازياته سپړي او وايي: مختلف نژادونه د افغانستان نفوس تشکي
وي- مګر ددوی په سر کښي يو نژاد وجود لري- د ی د يو سياست پوه او د افغانستان متخصص بارنټ روبن دخولی داسي ليکي:
پښتانه د افغانستان افتخاري نژاد دی او همدا دليل دی چي ْ افغان ْ هم په لغوي مانا د پښتون يو تغير شوی
نوم دی او په اصل کښي افغانستان د پښتنود هيواد مانا ورکوي او تر څه حده دغه صحيح هم ده - که څه هم داسي رسمي اح
ساييه نشته - دعراق دسني عربو په څير پښتانه د پخوا راهيسی په ملي بڼه سياسي قدرت په لاس کښي لري- سره له دې
چي نور اقليتونوتاجک، ازبک او هزاره هم په محلي توګه قدرت درلودلی دی- هر وخت بهرني يرغل د افغانستان د م
ي وحدت سبب ګرځيدلی لکه د شوروي اتحاد سره د مبارزی پر مهال، مګر له دې وروسته ډير ژر نژادي نښتي رامنځته شوي-
ځيني طالبان د مهاجرينوپه کمپونو کښي وزيږيدل - نيم پښتانه د کرښي نه پوري غاړه پراته دي چي په تيوري کښي د
نن ورځي افغانستان له پاکستان څخه جلا کوي- کله چي دوی يو منلی جنګي قوت شو نو د جنوب او شرقي ولايتونو
پښتنو ورله تود هرکلی ووايه- دغه هرکلی ددوی د مفکورې په ملاتړ نه و بلکي ددوی د امنيت او ثبات د ټينګولو په
اساس وو- د طالبانو په کرښو کښي ډير لږ تاجک، ازبک او هزاره افغانان وو ځګه چه دغه قومونو په خپلو ساحو کښي خپل
ځانګړي او محبوب مشران لرل چا چي د طالبانو سره مقاومت کاوه -
افغان کورنۍ جګړه چه د ٢٠٠١ کال پوري يې دوام
درلود دتسليم شويو عسکرود دسته جمعي وژنو او د غير مسلح ملکي وګړو د وژني تاريخ لري- د هاغو د جملې نه يوه
پيښه دا وه کله چه څه کم لس کاله وړاندی د کال ١٩٩٧په پسرلي کښي طالبانو د کمي مودې لپاره مزارشريف د جنرال ما
ک سره دجوړجاړي پر اساس ونيولو خو ډېر ژر د وسله والو برېدونو سره مخامخ او څو ورځي پس يې ښار له لاسه
ورکړو په زرګونو پښتانه عسکر له هغوی ( هزاره ، تاجکو او ازبکو ) لخوا ووژل شول او په دسته جمعي قبرونو
کښي خښ کړای شول- د انتقام دغه لړۍ دوام درلود او کله چه څه موده پس طالبانو بيا مزار ونيولو نو په زرګونو هزا
ه يې ووژل- همدارنګه پيښي د امريکا د ٢٠٠١ کال د حملې نه وروسته تر سره شوې- د بشري حقوقو د څارني کميسون په
وينا:
د افغانستان په شمال کښي پښتانه په پراخه پيمانه د زور زياتي، وژني، جنسي تيري (تجاوز)، وهل
ټکول او د چور چپاول ښکار شول- دوی په خاصه توګه په نښه شول ځکه چي دوی په نژادي اساس د طالبانو سره تړلي وو-
دانيال زياتوي چه ددغه نژدې تير شويو خونړيو نژادي مشکلاتو په رڼا کښي دا د حيرانتيا خبره نه ده چه
افغانستان يو ځل بيا په نژادي کرښو د بيلتون طرفته روان دی- پينټا ګون په دې خطر پوهيدو کله چي دوی د ٢٠٠١ کال
عمليات شروع کول او ددغه کار لپاره يي شمالي ټلواله وګمارله ځکه چي ددوی ټولي مليشې د غير پښتنو نه تشکيل شوي
وې- کله چي لويې جګړې پای ته ورسيدې نو د شمالي ټلوالي جنګسالارانو هر يو ازبک رشيد دوستم، تاجک اسماعيل
خان او محمد فهيم، او هزاره کريم خليلي په ولايتونو کښي قوي قدرت ترلاسه کړ- اندازتهٌ دغه تغيراتو د پښتون
ام (نوي دولت سره) مينه کمه کړه او محتاط شول- ان تر دې چي د پښتون کرزي اود څه نورو پښتنو په شاملولوسره هم
ددوی دغه يره چه د يو غير پښتون اتحاد لخوا محکوم شوي ورکه نه شوه- ډير لږو غربي سازمانونو چا چي دروانوحا
اتو په اړه د افغان ولس دفکر او احساس باره کښي څيړني کولې ، ښايي چي د پښتنو په سيمو په خاصه توګه
دجنوب او جنوب شرقي ولايتونو لکه کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا او پکتيکا کښي دخلکواينده لپا
ه احساسات اوس هم غير اطميناني او د تشويش وړ دي –
په ٢٠٠٥ کال کښي د واشنګټن د ستراتيژۍ او بين الم
لي علومو څانګي په ټول هيواد کښي سروې وکړې چي د اجتماعي عدالت، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او امنيت په اړه د
افغانانو نظر وګوري- پښتنو سيمو دتاجکو،ازبکو اود هزاروو په مقابل کښي په موافقانه ډول دغه تحولات خراب ګڼلي
دي- په ٢٠٠٣ کال کښي انټر نيشنل کرايسس ګروپ خبرداری ورکړو چي پښتانه د کرزي د ادارې او د بون د پروسې نه م
نحرف کيږي-
دانيال وروسته ليکي چي روان ځانمرګي بريدونه د خرابو حالاتو نښي دي او که چيري د دغه مملکت
دغه ستر افتخاري قام حس کړي چي د بيا ودانولو په پروسه کښی دوی برخه نلري نو دغه حملې به د عراق غوندي د کو
نۍ جګړې شروع وي- او که چيري داسي ونشي او افغانان (پښتانه) داسي حس کړي چي دغه بيا راپيدا شوي طالبان د کرزي او
دکابل د حکومت نه ددوی ډيره نمايندګي کوي نو ددغه ځان وژونکو حملو خبرونه به په کندهار کښي داسي عام شي لکه په
کربلا کښي چي دي او افغانستان به يو ځل بيا د ګډوډۍ ښکار شي-
ددانيال ددغه څيړنو په تاييد د کابل اداره او
نړيوال قوتونه کوم چي په افغانستان کښي موجود دي بايد دغه موضوع ته ډير زيات متوجې او حتمي اقدامات وکړي-د لي
ي پرتو سيمو پښتنوته په دولتي اداره کښي مناسب ځای ورکړي ددوی د رواجونو او عنعناتو قدر وکړي او دوی ته
دا باور ورکړي چي دوی د دې مملکت مهمه برخه تشکيلوي او دوی ته عملاٌ دا وښيي چي دا دولت ددوی شريک دولت دی- که
چيري دولت وکولی شول چي د پښتنو سيمو دغه محروميتونه له منځه يوسي نو يقيناٌ چه زمونږ دښمنانو ته دا ناشوني
ده چه يو افغان د بل افغان د مرګ لپاره تيار کړي .