مېړني دي چې يادېږي !!
زريــن انـځـور / جرمني
په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ مجلس راپور
ه دې ځايه ولولی
درنو دوستانو ، قدرمنو هېوادوالو ، د چکنور ملا صاحب د ياد غونډې ګرانو
برخه والو !
د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د تاريخ د
نومياليو د ياد په لړ کې نن د داسې يو تاريخي شخصيت ياد کوو چې له څو اړخونو څخه د وطن د تاريخ په پاڼو کې د بيا
بيا ستايلو وړ دی .
چکنور ملا ((رح)) دافغانستان د معاصر تاريخ له هغو څېرو څخه دی چې خپل ټول ژوند يې
ه پرديو ښکېلاکګرو سره په مبارزو او جګړو کې تېر کړ . د دې په څنګ کې يې د خپل اولس د
سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې . په دې توګه موږ د ارواښاد
چکنور ملا صاحب شخصيت په څو جلا برخو کې بايد مطالعه کړو :
١ـ د هغوی د
خصيت تر ټولو ځلنده خوا دا ده چې د خپل وخت له سترو يرغلګرو سره يې په نره مبارزه
وکړه او د خپل وطن د خپلواکی په تاريخ کې ، د وطن د مېړنو په تاريخ کې او د افغانستان د
آزادۍ د لارې د جنګياليو په تاريخ کې يې خپل نوم په زرينو کرښو وليکه . له انګريزي ښکې
اک سره د اوږدو مبارزو او جګړو په بهير کې يې په تېره بيا د وطن د دفاع او ساتنې په ختيځو جبهو کې د تورې هنګامې او ولولې ګرمې وساتلې او د وطن د خپلواکۍ د ساتندويه او ګټندويه غازيانو لارښوونه يې په سمه توګه وکړه . د دغې سمې رهبری ټولې نښې نښانې همدا اوس هم د تحميلي پولې د دواړو غاړو په اولسونو کې د ستاينو د بېلګو په توګه خوندي
دي ، اولس يې اوس هم په وياړ يادوي او د اولسي سندرو او ملي ترانو په بڼه يې د خپلو خلکو په سينو کې پايښت او
دوام موندلی دی .
٢ـ د چکنور ملا صاحب (( رح )) د شخصيت يو بل ډېر مهم
اړخ دا دی چې هغه د دغو اوږدو مبارزو او مجاهدو په څنګ کې د
اولس د اصلاح په ستر کار کې هم لويه ونډه لرلې ده . زموږ ټولنه چې له بده مرغه د بديو
اوتربګنيو له بده رنځه تل کړېدلې ده ، خلک يې تل يو له بل سره په شخړو او جګړو اخته وي . ارواښاد چکنور ملا صاح
ب د يو نېک او خواخوږي شخصيت په توګه تل د ادلس د خپل منځي بديو او تربګنيو پر وړاندې
ولاړ و او دا يې د اولس د نېکمرغۍ او آبادۍ د لارې لوی خنډ باله . هغه تل د اولسي
خړو د هوارۍ او د دښمنيو د له منځه تلو او روغې جوړې له پـــــاره هلې ځلې کړې دي . په خلکو کې د هـــغه د جرګو ـــ مرکو او د روغې جوړې د هڅو ډېرې بېلګې شته دي .
٣ ـ د دې ټولو په څنګ کې ارواښاد چکنور ملا صاحب يو ديني عالم هم و . هغه يو ښه واعظ او خطيب و او تل يې
خلک د خدای ((ج )) د احکامو پلي کولو ته رابلل . هغه له خپلې پوهې څخه د خلکو د تنوير او پوهاوي لپاره ګټه اخيستله
او دا يې د وطن د پرمختګ او خوشبختۍ لاره ګڼله .
راځئ چې دلته د ارواښاد استاد الفت د هغې ليکنې يوه ب
خه راواخلو چې څلوېښت کاله پخوا يې د چکنور ملا صاحب په اړه کړې وه :
(( هغه کار چې ده د آزاد سرحد په مومندو او شنوارو کې کولی شو ، اوس يې يو رياست قبايل په ډې
و پيسو نه شي کولی . هغه غزا چې ده په تش ﻻس د خلکو د جذباتو په راويښولو کوله ، يوه عصري فرقه يې په توپونو او م
اشيندارو نه شي کولی.
هغه لويې دښمنۍ جګړې او دعوې به چې ده په يو څو خبرو فيصله کولې ، يوه ستره قضايي
ټولنه يې هغسې نه شي حل کولی .
دا دومره کارونه چې يو سړی په يوه سر کوي ،
هغه سړی بې څه نه وي او د دغسې سړيو پيدا کول څه اسانه کار نه دی . موږ بايد د خپلو ع
فاني او روحاني رجالو څېړنه او پلټنه يوازې او يوازې د دې لپاره ونه کړو چې دوی به د شپې څو رکعته نفل کول او څوم
ه اوراد او وظايف يې لرل ، بلکې د دوی هغه اجتماعي خدمتونه چې د خلکو د تربيت او پوهو
و په لاره کې يې کړي دي ، خلکو ته څرګند کړو او د دوی د فوق العاده ګۍ سر او راز ولټوو او دا ځانته معلومه کوړ چې
زموږ د خلکو روحيات څنګه دي ؟څنګه خلک په دوی باندې تسلط او نفوذ پيدا کولی شي او د تبليغ له لارې څنګه خلک ، څه
راز خدمت کولی شي .... ))
د ارواښاد استاد الفت په دغو خبرو کې هغه راز پروت دی چې د اولس خدمتګار
خصيتونه څنګه د اولسونو په تاريخي حافظه کې ساتل کېږي او تلپاتې کېږي . او هغه د خوشال بابا خبره : همدغسې مېړني دي چې
يادېږي په سندرو هم په وير !!
ګرانو دوستانو ،
په داسې حال کې چې يو ځل بيا د داسې نومياليو
شخصيتونو د لمانځنې او يادونې له امله د دې غونډې د منتظمينو نوښت ستايم ، يو دوو ټکو ته مو پاملرنه ﻻزمه ګڼم
:
١ ـ د ارواښاد چکنور ملا صاحب په اړه ارواښاد مولوي محمد عمر بلبل
افغان د اولسي شاعرانوبيلابيل شعرونه راټول کړي وو چې يوه لاسکښلی نسخه يې په پښتو
ټولنه کې موجوده وه . ما د (( نوميالي غازي )) په سريزه کې هم دا هيله څرګنده کړې وه او اوس يې يو ځل بيا راتاندوم
چې هيله ده د هغې نسخې پلټنه وشي او که خدای ((ج)) پيدا کړه چې ژر تر ژره چاپ ته چمتو او
خپره شي .
٢ ـ د چکنور ملا صاحب د لارې يو
ريښتينی ﻻروي او د هغه خلف ښاغلی سناتور غلام نبي چکنوري دی . ريښتيا هم چې (( هماغسې
سلف او همداسې خلف )) . په تېره بيا د اولس د اصلاح او سمون په لاره کې د خپل بزرګواره پﻻر د ﻻرې ﻻروی د ی . د جرګو
او مرکو له لارې يې ډېرې دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې دي او تل يې د خلکو په منځ کې خير او سوله غوښتي دي . سږ کال د هـ . ش .
په حساب د هغوی پنځه اتيايمه کاليزه ده . هيله لرم چې سږ کال به د هغوی دغه ٨٥ کاليزه
ولمانځله شي . د هغوی له کورنۍ ، مينه والو او له کلتوري مرکزونو په دې اړه د پاملرنې ښوښتونکی يم
.
هپله لرم تاسو دوستان به هم د دغو دواړو وړانديزونو په اړه په نننۍ يادغونډه کې پرېکړې وکړئ .
په درنښت
زريــن انـځـور
جرمني ، د کولن ښا
٢٠٠٦ ، د می پنځمه