محمد شفیق حقپال
انسانانوکې ډار هم مثبت اوهم منفي اړخونه لري . که ډاردوه ډوله وارزوو نو یو داسې ډاردی چې د انسان د پایښت لپاره ضروري ګڼل کیږي، دبیلګې په ډول که موږ د اورد سوځیدوڅخه ونه ډارشو اولاس ورړو نو خامخا به مو وسوځي، دغه راز که دګناه نه ونه ډارشو نو هرومروبه په ګناه اخته شو، که چېرې د محاکمې اوپولیسوونه ونه ډار و نوڅومره به جنایتونه په نړۍ کې ډیر شي، که چیرې له مکروبونو نه ونه ډارشو اوهغه ته ورنږدې شو نو په څومره نا وغیو به اخته شو...
بل یې داډول ډاریا ویره وي چې نه یواځې داچې ګټورنه وي بلکي انسان ته زیان هم رسولای شي اود ایمان دکمزورتیا اواروایي ناروغیو لامل ګرځي، دبیلګې په ډول که موږ دکورڅخه دباندې ونشو وتلای په دې فکر چې موټربه موووهي اویا بله کومه ناوړه پیښه به رامنځته شي، که چیرې له ناروغیو نه چې لاراپیښه نه ده اوموږ وویرږو، که چیرې له ځانه سره فکر وکړو چې وروسته له مړینې به زما دکورنۍ حال څه ډول شي، که چیرې وایو چې که زه داسفروکړم نو څومره ستونزوسره به مخ شم، که چیري ووایو که کال ته وچکالي شي اویا قیمتي شي نو څرنګه به ژوند وکړو، که چیرې ددین اوهیواد له دښمن څخه ویره وکړه اوورته تسلیم شو...
(له هیڅ شي نه دومره مه ډاریږی لکه په خپله له ډارڅخه .)
لویدیزو څیړونکو اوا واپوهانو هم د ډار په اړوند خپلې نظریې لري دبیلګې په ډول فروید انګریزڅیړونکی ډارپه درې برخو ویشی: م نطقي ډار، اخلاقي ډار اوناسم ډار. دنوموړي په وینا منطقي ډار د انسان لپاره ډیرمهم اوحیاتي دی اوکه چیرې دا ول ډارنه وی نود انسا ن پایښت له خطرې سره مخامخ کوي . دبیلګې په ډول که دچا لامبووهول نه وي زده اودی په ډیرو اوبو کې له لامبو وهلونه ونه ډارشي نو خامخابه په اوبو کې غرق شي .
دفروید په اند ناسم ډارهغه وي چې د انسان له ناخبره ضمیر څخه سرچینه اخلي اودناڅرګندو عواملوپه وړاندې ډار ته ویل کیږي چې اصلي ریښه يې څ ګنده نه وي خو ډار دانسان په مغزوکې وي اوکوم روښانه دلیل هم نه لري، چې داډول ډارد جسم او روح لپاره ډیر مض او زیان لرونکی وي . لکه یووخت یوه پیښه نه وي رامینځته شوې اوموږ یې له پیښیدونه ډاریږو، یاکله هم که دشپې له خوا چیرته بهروځو په خپل فکر کې د ډول ډول پیښو اوموجوداتو انځورجوړوو چې اصلاْ موجود نه دې، خوپه موږ اغیزه کوي اوناکرارحالت ته مو راکاږي .
اخلاقی ډارچې فروید یې وژدانی ډارهم بولي په ټولنیز حالت پورې اړه لري، لکه مذهبې اود ټولنې د قواعدو نه مراعاتو لو په وړاندې ډار.
ډارڅه شی دی؟ په یوناني ژبه کې ډارته (فوبيا ) وایي او دخپل شاوخوامحېط اوڅیزونو څخه بیریدوته ته ویل کیږې چې کیدای شي فی النفس وجود ونه لري .
دلمړي ځل لپاره په ارواپوهنه کې دډاریا فوبیاکلمه استنلي په ۱۹۲۴ زیږیز کال کې وکاروله ده ۱۱۲ ډوله د ډار ډو ونه په نښه کړل .
کولای شو په خلکوکې د ډارکچه معلومه هم کړو، په اتلسمه پیړۍ کې پوهانو ډاردسترګودکسي دخوزیدوله مخې اندازه کاوه خود تیرې پیړی پهپای کې پوهانو وکولای شول ډارد انسان د پوستکې له مخې اندازه کړي، خو اوس دا امکان رامنځته شوی چې وکولای شو د ډاریاویرې کچه یا اندازه دکمپیوټر له مخې معلومه کړو.
د ډا ناسم ډول چې د انسان د اراوایي کمزورتیا، روغیتایي ستونزواوغم اواندیښنې سبب ګرځي په ډیروانسانانو کې وجود ري چې باید عاقل او با تدویره کس یې د لمنځه وړلو په فکر کې شي .
بیځایه اوناسم ډارڅخه مسلمانان هم منع وی اوهغه د ایمان کمزورتیا بلل شوې . مسلمان د بیلګې په ډول کله چې د دین له دښمن سره د مبارزې په حال کې وي له ډارنه منع شوی . قران په دې هکله فرمایی : اومه ډاریږی او مه غمجن کیږی تاسو بریالی یاست که چیری یاستی مؤمنان. (آل عمران - ۱۳۹). دغه رازدجګړې په وخت کې مسلمان باید دښمن ته شا نه کړي مګرکه د تاکتیک اود بیا یرغل په خاطروي .
بیځایه اوناسم ډارد انسان په ژوند کې ډیرې بدې اغیزې رامنځ ته کوي، انسان له ډیروبریاوو نه بې برخې کوي . د حدیث شریف مضمون دی چې وایي (بې زړه سوداګر له ګټې محروم دی).بې زړه تو ب ان د دنیا په معاملاتوکې ښه نه وي . په تی وبحثونو کې موڅرګنده کړه چې د ډار زمینې په ذهنونو اوماغزوکې له کوچینوالي کینول شوي وي . چې نېغ په نېغه دکورني چاپیریال د مور،پلار، معلم اونوروپالونکو په کړنو اوغبرګونونو پورې اړه پیداکوي . ډیرشمیرداسې کسان لیدل وي چې له ډیرو نه پیښوشویو پیښو یاهم له مشرانو سره دخبرو، یاهم له بېوزلي یاهم له یو غږ یا له نوروشیانو سره پرته له دې چې ده ته په ریښتیا سره هم کومه خطره پیښه کړي ډاریږی اواندیښنه کوي .
کله هم وسوسې د انسان ژوند ورتریخ کړي، ډیرداسې پیښ شوي چې د روانو پیښو، ټولنیزماحول اونورو ډیروشیانونه انسان ته اندیښنه اووسوسې پیداشي، په ذهن کې له خیالي دښمن یاهم له داسې کس نه چې دی یې دښمن فکر کوي ډاریږي . اونورې ډول ډول وسوسې اندیښنې چې پیښږی.د ویرې، وسوسې، اندیښنې اوغمجنوالي د اغیزې کچه په بیلابیلو انسانانو کې فرق کوي، په ځینوکې ډی زوروی خوپه ځینو ډیره اغیزه نه کوي . چې دا بیاهم په تیرژوندانه، چاپیریال ، د روزنې اوعقیدې په څرنګوالي پوري اړه پیدا کوي . دپیغمبر (ع) یو ه دعا داسې وه چې ویل به یې : لویه خدایه زما عورت پټ وساته اوله ډارنه خلاصون راکړه( مسندامام احمد)
ډیره اغیزمنه لارد ډاراو وسوسې دله منځه وړلو لپاره په تیره بیا مسلمان ته هم غه د خپل دین د اوامروعملي کول اودینې اومذهبي لارښونو ته غوږنیول اوپرځان یې عملي کول دي چې بیځایه ډا اووسوسې د انسان په وجود کې ترډیره بریده راکموي اوهم په تمرین اودکلکې عقیدې په درلودوسره یې بیخي له منځه وړ ای هم شي .
لارښوني :
ایمان په خدای اوایمان په تقدیرانسان له ډیرې ویرې ژغوري هغه څوک چې فکر کوي یواځې خدای د هرڅه واک په لاس کې لري اوپرته له ده نه له هیچا نه ډارپه کارنه دی اوداوګنې چې بیځایه ډارستره ګناه ده اومسلمان باید معتقد واوسي چې د ده مرګ د ده ژوند د ده درد اود ده هرڅه د خدای په لاس کې دی . ق ان فرمایي : نه رسیږی موږ ته هیڅ مصیبت مګر هغه څه چې آلله (ج) لیکلی وي، هغه زموږمولادی اوپر ده توکل کوي مومنان. .(توبه- ۵۱ ) ، یا داچې: هیڅ مصیبت نه راځې چاته مګرپه اذن دالله اوهرڅوک چې په خدای ایمان ولري د ده زړه ته به خدای هدایت ورکړي .خدای په هرڅه ښه عالم دی .(تغابن- ۱۱). وګورﺉ هیڅ مصیبت دخدای له اذنه پرته چاته نه رسیږي نو بیا ولي څوک فکر ووهي، اندیښنه وکړی، یاوډارشي چې فلانی مصیبت به پیښ شي اوکه نه. که الله یکلي وي نو پیښیږی به اوکه الله ونه غواړي نوټول جهان هم که سره یو ځای شي هغه پیښولی نه شي . بیا څه ته وډار واواندیښنه وکړو. اوکله که څه پیښ شي بیانوڅه کولای شو خدای به دغه رازغوښتي وي.
که چیرې غواړی ډا اووسوسه ستاسو له زړونو لرې شي په اخلاص سره ایات الکرسي ووایاست ، دوسوسې اوله دښمن څخه د ډارپه وخت کې ناس اوفلق سورې ولولی په ماناکې یې فکر وکړی اوپه خدای توکل وکړی انشأالله ترډیره بریده به تاسو له ناوړوپیښو اودهغو له اغیزووژغورل شی . [که چیرې دشیطان له لوري وسوسه درورسیده خدای ته پناه یوسه چې هغه اوریدونکۍ اوښه دپوهې والادی.](اعراف -۲۰۰)
دلته پوښتنه رامنځته کیږی، که چیرې الله موږته یو مصیبت لیکلی وي نو بیا د قران دآیتونو لوستل به څه ګټه وکړي؟ باید وویل شی چې دلته مخکې له پیښې نه د زړه د ډاډ مسأله چې انسان بې زړه نه شي مطرح ده که نه هغه مصیبت چې الله لیکلی وي هغه به پیښیږی او دا به یې بدې اغیزی رالږی کړي . بل داچې کیدای شي په دعا سره الله ان تقدیرته بدلون ورکړي څرنګه چې دیو حدیث شریف له مضمون څخه څرګندیږي چی تقدیرپه هیڅ شی بدلیدلای نه شي مګر په دعا سره. اوکه د چا ایمان ډیر ټینګ وي نو کولای شي د قران اودعا په برکت په هرم صیبت باندي بری ترلاسه کړي اوپرده کومه بده اغیزه ونه کړي، اودهرې پیښې په وړاندی ټینګ اومقاوم ودریږي، څه ول چې زموږ پیغمبران د دښمانو په وړاندې دریدلي، دغه راز څه ډول چې کرام صحابه اونوردیني مشران د پیښواودښم نانو په وړاندې پرته له ویري دریدلي اومقاومت یې کړی په پای که یې څومره بریاوي لاسته راوړي دي.
مسلمان ته په کارده چې په ټولو هغو کړونو کې چې دی له ډاره کې منع شوی ویره ونه کړی اوخپله مسؤلیت ادأ کړی ، په ریښتیاهم چې ډیروته به داکارستونزمن وی اونه به شي کولای په خپلې ویري اوډارلاسبری ومومی، خودوی باید لمړی پوه شی اوځان په دې متقاعد کړی چې ویره ښه نه ده اودی باید ونه ډارشی وروسته له هغه دې د خپلې ویرې دکمولو اوله منځه وړلو لپاره اودلاروچارو دموندلولپاره مطالعه وکړی په تیره بیا قران عظیم الشان په مانا اوتفسیرسره باید ولولي، داحادیثو اوسیرت النبی (ص) مطالعه دې وکړی دارواپوهنې کتابونه دې مطالعه کړی.
( کله چې ډاراوویره ستاسو د دماغ دړه دروټکوي دلوی خدای نه دمرستې غوښتونکی شی اوښو افکاروته اجازه ورکړی چې ستاسو ددماغ ورورته خلاصه کړی.)
کله هم ډاریوازې یو فکر وي چې انسانان زور وي اوهغه پیښه چې ترې ډاریږي کیدای شي په سلوکې یی یوهم دپیښیدو امکان یې نه وي خو تاسو ترې ډاریږی یاکله هم یو پیښه چې څوک یې انتظارلري دومره د ډاریدو وړ نه وي اص اْ هغه عواقب چې موږ یې په خپل ذهن کې انځورووهسې نه کیږی اوډیرپه اساني سره هغه پیښه تیره شي .
ډی ې ښځې اونارینه شته چې دراتلونکی بې وزلی له ډاره یې ژوند په ځان ډیر ستونزمن کړی وي . حال داچې په راتلونکي کې یې ه اوس نه هم اقتصاد ښه شوی خودوی خپل هغه عمریوازې دډارله کبله په ستونزوکې تیروي .
که وکولای شي خپل خیالي ډار له خپلو ماغزونه وباسي نو پوه شي چې ستاسو ژوند به ډیر له خوښیو ډک شي.(ډارستاسو په دماغ کې یو منفي فکر دی هغه دمثبت فکرپه واسطه لري کړي،ځکه ډارپه میلیونونو انسانان وژلي دي)
. یو اکروبات یوازې په ډا باندې دبري په صورت کې کولای شي حیرانووکي کارونه سرته ورسوي . دغه رازکه یو څوک وغواړي بایسکل چلول زده کړي نو اول باید ډارله سترګو وباسي .سره له دې چې تمرین مهم دی خواصلي لامل په ډارغلبه ده.
له مغزونه دډارلیري کول به په لومړی سرکې یو څه ستونزمن وي خو که چیرې هرساعت اوهروخت ځان ته ووایو چې له دې شي نه باید ونه ډارشم او خپلو مغزوته دډارله ننوتونه مخنیوی وکړو نو ډاربه مه مو له ماغزو لیري شي .
تاسو به یو ډی ه کمزوری ښځه د ډارپه وخت کې لیدلی وي چي له ځانه دروند پیټی به له سوځیدو نه وژغوري .
که چیرې غواړی په خپل ډاربری ومومی نو له هغوڅیزونه چې ډاریږی همغه وکړی . دبیلګې په ډول که تاسو دیومشرسره له خبروډاریږی نوو شی له هغه سره خبرې وکړﺉ ستاسو ډاربه لرې شي . که چیري په شپه کې تاسې له کوروتونه ډاریږی؟ نو ووزﺉ په شپه کې ښه ډیر وګرځی ستاسو ډاربه ورک شي . (دهغه څه نه چې ویره لري ویې کړی په داسې کولو سره به مو ډار لری شي.)
ډاراوبې زړه توب کله هم دیوې ناروغی په څیر راڅرګندیږي . خو دایوازې خیالي ناروغي ده چي دفکر په بدلولو سره دهغې درملنه په اساني سره کولای شی . دبیلګې په ډول که چیرې له دې نه ډاریږﺉ چې خلک به تاسوته ګوري ستاسو په جامو اوستاسو په څیره اوستاسو په کړووړبه وخاندې نوپه دې پوه شی اوداځان ته ووایی چې هروخت هرڅوک تاسو ته پام نه کوی هرڅ وک نورډیر کارونه خلک دومره وخت نه لري چې تاته اوستا عیبونو ته وګوري په دې توګه ددې ناروغې درملنه کولای شی وکړی.
که یو ښارته کومه ناروغی راشي نو له ټولو لومړی دهغه ښار ډارن خلک په دغه ناروغي اخته کیږي . غلط افکارستاسو ترټولو غټ دښمنان دي ډیرخلک شته چې خپل غلط فکر له امله داسې فکر کوي چې پرچا ګران نه دﺉ اوخلک هغوﺉ نه خوښوي له دغسي فکرونو سره په دایمي اندیښنه اخته دي حال داچې دایوازې ددوی فکر دی اوبس.
( ډاراوویره یو فکر دﺉ چې ستاسو په دماغ کې یې ځای نیولی، نوآیا تاسو له خپل فکر نه ډاریږی؟)
امریکایی لیکوال دیل ګارنګی د (محمد داسلام سترپیغبر)د کتاب د لیکوال کیسه دده له خولې بیانوی چې په کې داسلام په ستروالی اوله دې لارې په ویرودبری اشاره کې شوې ده. هغه وایي:
دافریقا په دښتته کې مې یوستر درس لاسته راوړ. په کال ۱۸۱۸ میلادی کې دافریقا شمال لویدیځ ته لاړم اوپه صحرا کې مې ژوند وکړ اووه کاله مې هلته ژوند وکړ اودهغه ځای دخلکو ژبه مي زده کړه. دهغو ی غوند ې جامې مې واغوستی اودهغوی غوند ی خواړه مې وخوړل اودهغوې په مذهب کې مي تحقیقات وکړل ترڅو مې چي ( محمد داسلام پیغمبر ) ترنامه لاندې یو کتاب ولیکه هغه اووه کاله مې چي هلته تیر کړل زما دژوند ډیرې آرامه شیبې وې . ماپخوا ډیري تجربې کړې وې په پاریس کې له یو انګلیسی موراوپلارنه دنیاته راغلم وروسته مې زدکړي وکړې اودلومړۍ نړیوالې جګړې ترپایه وجنګیدم اوپه نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون وکړ.خو په دغه مسلمان میشته سیمه کې می هغه څه ترسره کړل چې تراوسه پری نه پوهیدم .
د۴ کاله جګړې په موده کې مې خیال کاوه چې دتمدن لپاره جګړه کوم خو ما په خپلو سترګو هلته ولیدل چې چې څه ډول ځان غوښتونکي سیاستمداران ددوهمې نړیوالې جګړې بنسټ غواړي کښیږدي اوڅه ډول هرڅوک دخپلې ګټې لپاره کارکوي اوڅه ډول یوبل ته ستونزي پیداکوي اویو دبل په مقابل کې له چلونو کاراخلي .
له جګړې او پوځ نه ستومانه شوی وم .په خپل ژوند کې دلومړی ځل لپاره په بې خوبۍ اخته شوی وم. خوپه ناڅاپې ډول می په ژوند کې یوغټ بدلون رامنځ ته شو اوهغه د(ته لاورنس سره چې په لومړی نړیواله جګړه کې ستري پیښې امنځته کړې ) د۲۰۰ ثانیو دملاقات په نتیجه کې وې د لاورنس په جګړه کې په دښتو کې له عربو مسلمانانوسره شپې تیرې کړې وې هغه زه وهڅولم څوچې په دښتوکې له عربومسلمانانو سره څه موده ژوند وکړم. په لومړي سرکې دغه وړاندیز ماته ټوکه ښکاره شوه خو بیا وروسته اړشوم چې همدا تصمیم ونیسم اولاړشم صحرا ته اودعربومسلمانانو سره ژوند وکړم( کیدای شي دی به دخبرټولولولپاره ګمارل شوی ؤ خودهغه ذکریې نه دی کړی).
په صحراکې عربومسلمانانو ماته واښوده چې څه ډول په خپلو اندیښنواوډاربریالی شم.
دی وایي چې دغو عربو ماته ویل هرکلمه چې په قران کې اغلی هغه دالله (ج) له لوری په محمد باندې نازله شوې ده نوځکه ،کله چې قران وایې خدای ته پیداکړی اودخیروش اندازه دخدای له لوری ده نو دوی هرڅه چې ورپیښ شي دخدای له لوري یې ګڼې نوله دې کبله پیښې په دوی کومه ستره اغیزه نه کوي اوخپل ژوند تیروي . اودا ددې مانا نه لري چې دوی دپیښو په وړاندې همداسې کښینې اوهیڅ هم نه ترسره کوي دوی هرڅه سرته رسوي خو په پای کې هغه څه چې ددوی په وس نه وي په هغه ډیرغمجن کیږی هم نه اوهغه دخپل تقدیرله امله ګڼي . ددې موضوع دروښانولو لپاره نوموړی لیکوال یو پیښه نقلوي وایي: یو وخت په همدغه دښته کې یوسترتوپان پیښ شوچې دری ورځې اوشپې یی دوام وموند اودومره ورانی اوتودوښه یې رامنځته کړه چې تابه ویل ویښتان مې وسوځیدل خو ه مې له خاوروډکه وه ستونی مې په درد ؤ سترګې مې سوځیدلې اوډیروارخطاوم خو دغو مسلمانو عربانوکوم شکایت نه در ودهغوی به خپلې اوږې پورته اچولې اوویل به یې همداموږ ته دازل په ورځ لیکل شوی ؤ، اوبله هیڅ چاره نه لرو پرته له دې چې داپیښې وزغمو.
کله چې توپان په کرارشوسمدلاسه یې خپل کارونه پیل کړل اوشکریې ایسته چې یوازې څلویښت په سلوکې څاروی یې مړه شوي اونورپاتی ؤ.
بله پیښه هم داسې وه چې یو وخت مې په شګوکې موټرچلاوه اویو لري دښته کښی وو چې ټایرپنچرشو بل ټایرموهم نه درولود ما شورماشورپه لاره واچاوه خو دوی راته وویل چې شورماشورڅه ګټه نه کوي په همغه ټایر وخوځیدوچې یو خت مو تیل هم خلاص کړل بیا په پښو روان شو څو چې خپل هدف ته ورسیدو دوی ویل چی دټایرپنچریدل به مو قسمت کې ؤ....
دغه لیکوال وایي کوم اووه کلونه مې چې په دغه صحرا کې تیر کړل داراته جوته شوه چې کوم داعصابو ضعف، لیونتوب اودشرابو بی ساری عادت چې داروپا اوامریکا خلکوخپل کړی ددوی له جنجال اوعجلې نه ډک ژوند رامنځته کړی چې په اصطلاح ورته تمدن ویل کیږی.
دغه فلسفه مي چې له صحرایي مسلمانو عربو
نه زده کړې له زرګونو نورومسکونو ماته راحت راپه برخه کوي .