دخپریدو نیټه : 2006-08-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لنډي پسرلنۍ جملې ( دعيسی ستانکزي ژباړه )
محمدعيسی ستانکزی - اي
ان
ژباړه او راټولونه دعيسي ستانکزى / ايران
په يوۀ پسرلي کې مې په ٢٤ ساعتونو کې ١٣٦ ډوله آبو هوا وليدله
مارک ټواين
پسرلى
هغه وخت دى چې شپيلي ووهئ حتی که بو ټانونه مو له خټو او چيکړو ډک وي
بو بنت
منى دوهم
پسرلى دى ځکه چې هره پاڼه يې يو ګل دى .
البر کامو
په پسرلي کې د ورځې په پاي کې بايد دخټو او ګلانو بوی درنه ولټيږي
.
م
ارګرت اتود
پسرلى ښيي چې پاک خدای له ککړې ، وچې او بې روحې نړۍ څه جوړه وي .
ويرجيل کرافت
کله چې پسرلى تېرېږي سړى ته د ماشومتوب وخت او معصوميت ورپه زړه کوي ، دوبى په ذهنونو کې د تاندوالي او
خوشالۍ خاطرې پريږدي ، منى هم تيريږي او له هغه احترام او درناوى په يادګار پاتې کيږي او له ژمي د استقامت ياد
په ذهنونو کې تلپاتې شي .
يوکووانو
کله چې پسرلى شي واښه پخپله زرغونيږي .
تاوته چينګ
هيله کوم زمونږ پسرلى بيا راورسيږ
ي او مونږ د لمر د ځليدو له نعمته برخمن شو.
لسلس ګارت
ژمى د حکاکۍ او کندنکارۍ هنر دى
، پسرلى د اوبرنګ انځور دى دوبى د روغني رنګ نقاشي ده او منى ددرستو ټايلز دى
.
ستنلي هوروويټز
که دښمنان معصوم
انه سرګرميانې په کنترول کې ولري له فصلونو څخه په يې پسرلى او له ژوند څخه به يې ځواني اخيستې واى .
انوره دوبالزاک
د فصلونو له بدلون سره مينه تر هغه ډيره خوشالي لري چې څ
وک له پسرلىسره نهيلې مينه ولري .
جارج سانتانيا
پر حقيقت له تکې پرته قهر هغه پسرلي ته ورته دى چې په وچې او بې اوبو بيديا راشي .
جبران خليل جبران
يوازې انسانان د انسانانو شپې و
ځې بدلولای شي ، انسانان تل د خوښيو محدودونکى دى مګر ګوته په شمير کسان چې لکه پسرلي داسې دي .
ارنست همينګوې
هيڅ ژمى ابدي نه دى هيڅ پسرلى هم له خپل واره نه تيريږي .
هل بورلند
شيکاګو هغه ښا ر دى چې په پسرلي کې هم د مرغومي هوا لري .
نلسن
آلګرن
کله چې په
پسرلي کې د ګلانو له خواږ ه وږم څخه سر مسته ياست د هغه د ميوو خوند چې په مني کې
پخيږي نه شى څکلای .
سامو يل جانسن