مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-26   مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي

دوالدینو حقوق او له هغوی سره د چال چلند آداب

قدوسي سلیمانخېل
الله تعالى په قرآن كريم كي په مختلفو ځايونو كي له تو حيد ځخه وروسته د والدينو د حقپالني امركړی دی او په نبوي احاديثو كي هم په دې هكله ډېر ټینګار شوی دی څرنګـه چي دا ناروغي زمونږ په مينځ كي ډېره  پراخه او تيت شوي ده او په حقوق العباد كي د اوليت مقام لري په دې اساس دې موضوع ته هم د لوستونكيو پام را اړوم الله تعالى او دهغه رسول الله عليه وسلم هغه كسان ډېر بد مع في كړي او په ډېر سخت الهي عذاب یې تهديد کړي دي څوك چي د والدينو اطاعت نه كوي او د هغوي نا فرماني كوي تاريخي واقعات هم په دې شاهد دي چاچي د والدينو اطاعت او خدمت كړي هغه په دنيا كي هوسا، سرلوړي  او د عزت مقام ته سيدلي دي او چاچي د هغوي دلآزاري كړي او ياد هغوي لپاره سردرد جوړ شوي او يا ئي هغوي ته په سپكه كتلي  اويائي هغوي ځـورولي دي هغوي په ژوند كي لالهانده بي عزته په ټـولنه كي منفور او بالاّخره په ډول ډول مصيبتونو او جنون اخته شوي دي داخو پرېږده چي په آخرت كي هم له موعود دردناك عذاب سره مخ دي دا يو داسي مشكل او خطرناكه رنځ دي چي كه الله تعالى د وْنكړي يوڅوك په دې رنځ  اخته شي او د والدينو په ژوند ددي مرض علاج ونكړي بيائي د هغوي ه مرګ ځخه وروسته علاج ډېر مشكل دي څرنګه چي دا ناروغي زمونږد موجوده عصر په ځوانانو او اولادونو كي په پراخه پـيمانه ليدله كېږي  په دې اساس دا موضوع  د قراّنكريم او احاديثو له مخي څېړوالله تعالى په قراّن عظيم الشان كي فرمائي :
ووصينا الإنسان بوالديه حسناً.
اومونږ انسان ته دده له مور اوپلار سره د ښه س وك اواحسان امر كړی دی .
بل ځائ الله تعالى فرمائي :
واعبدوا الله ولا تشركوا به شيئاًوبالوا دين إحساناً.
اوتاسي دالله تعالى بندګـي كوۍ او له هغه سره په عبادت كي شريك مه نيسۍ او له مور او پلار سره  احسان اوښه سلوك كوۍ
بل ځای الله تعالى فرمائي :  
 ووصينا الإنسان بوالديه حملته أمه وهنا علـى وهن وفصاله في عامين أن اشكرلي ولوالديك الي المصير. 
او مونږ انسان ته د هغه دمور او پلار په متعلق امركړی دی مورهغه ستوماني سربيره په ستوماني په خيټه كي ګرزولي اودوه كاله ئي هغه ته پرله پسي پـيۍ يا شیدې وركړي دي، (ددي امرموكړی دی ) چي زما او دخپل مور اوپلار شكر ادا كړۍ  ماته مو بـيرته راګـرزيدل دی پس له مرګـه ځخه .
 بل ځای  الله تعالى فرمائي : 
 وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّل مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّب ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً*
او ستا رب فيصله كړي ده چي له الله تعالی ځخه پرته د بل چا عبادت مه كوۍ او له مور اوپلار سره ښه كوۍ (په تيره بيا)كله چي کله له هغوي ځخه يو او يا دواړه د عمر لويښت ته وْرسېږي نو د هغوی په مخ كي د اُف په اندازه د پريشاني او خفګان اظهارمه كوۍ او هغوۍ مه تر ټۍ او له هغوي سره نرمي او پستي خبري كوۍ اودهغوي په وړاندي دعاجزي او انكسار وْزر ټیټـه وۍ او دا دعا ورته كوۍ چي اې زماربه په دوی رحم وْكړې لكه څرنګه چي ئي زه وړوكی پاللي وم .
په بل ځای كي الله تعالى فرمائي :
  وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَاناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهاً وَوَضَعَتْهُ كُ ْهاًوَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْراً حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً َالَ رَب أَوْزِعْنِي أَنْ أَشكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ َعْمَلَ صَالِحاً تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُريَّتِي إِني تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِني مِنَ الْمُسْلِمِينَ* أُوْ َـئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُواْ وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصدْقِ الَّذِي كَانُواْ يُوعَدُونَ*
او مونږ انسان ته د هغه له مور او پلار سره د اح سان امر كړی دی په خېټه ګرزولی دی خپلي مور په تكليف سره او زېږولي ئي دی په تكليف سره اود حمل او پيئ وركولو نيټه ئي دوه نيم كاله (پرله پسي ستوماني) ده ترڅو چي انسان ستر شو او څلويښتو كالو ته وْرسيدلو وْويل (انسان) اې زماربه ماته توفيق راكړه چي ستا د هغه نعمت شكرپه ځائ كړم كوم چي تا په ما او زما په مور او پلاركړی دی او چي هغه نيك عمل وْكړم كوم چي ستا خوښ وي او زما اولاد نيكان وګرزوې زه تاته توبه كاږم او زه له مسلمانانو ځخه يم ، دا هغه كسان دي چي مونږ له دوي ځخه د دوی ښه عمل قبلوْو او د دوی ګـناهونه بښو دجنتيانو په ټولۍ كي دي داهغه يښتوني وعدې دي چي له دوي سره به (په دنيا كي) كيدلې .
كه مور او پلارخپل اولاد په ګناه اومعصيت امركوي اطاعت به ئي په معصيت كي  نه  كوي او له دې ځخه به د بد سلوكي لپاره بهانه هم نه جوړوي په هغه علاوه به هم چي ترڅو هغوی ژوندي وي ښه سلوك ْورسره كوي الله تعالى فرمائي :
وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَى أَن تُشْرِكَ بِى مَا َيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلاَ تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِى الدُّنْيَا مَعْرُوفاً.
او كه هغوي تا په دې ګماري چي له ما سره شريك ْونيسې اوته په هغه خبر نه ئي نو مه ئي منه او په دنيا كي ښه ملګرتيا ْورسره كوه
   عن أنس وغيره أن النبي صلى الله عليه وسلم لما صعد المنبرقال:آمين آمين آمين  قيل يارسول الله علام أمنت ؟ قال: أتاني جبريل فقال: يامحمد رغم أنف امرىء ذكرت عنده فلم يصل عليك، قل:آمين، فقلت آمين، ثم قال رغم أنف امرىء دخل عليه شهررمضان ثم خرج فلم يغفر له،قل: آمين، فقلت آمين، ثم قال: رغم أنف امرىء أدرك والديه أو أحدهما فلم يدخلاه الجنة، قل: آمين، فقلت آمين. (ابن حبان وغيره)
له انس رضي الله تعالى عنه او نورو اصحابو ځخه وايت دی چي  كله رسول الله صلى الله عليه وسلم منبرته پورته شو درې ځـلي ئي وفرمايل آمين آمين آمين پوښتنه ځ يني وْشوه په څه شي دآّمين وْكړ يا رسول الله؟ هغه(ص) وْ فرمايل : ماته جبريل عليه السلام راغی  او ویې ويل چي اې محمده د هغه سړي پوزه د په خاوروسپېره  شي د چا په مخ كي چي ستا نوم ياد شي او په تا درود وْنه وائي وْوايه مين ما وْويل آّمين , بيا ئي راته وْويل: دهغه سړي پوزه د په خاوروشي چاته چي دروژې مياشت راغله او وْوتله اودده ګـناهونه په كي وْنه بښـل شول  وْوايه آمين ما وْويل آمين  بيا ئي راته وْويل:  د هغه سړي پوزه د په خاوروشي چاچي خپل پلار اومور يو او يا دواړه ژوندي وْموندل  او هغوي دی جنت ته  داخل نكړ وْوايه  آمين ما وْويل آمين .
عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال رغم أنف، ثم رغم أنف ثم رغم أنف رجل درك والديه أحدهما أو كلاهما عند الكبر ولم يدخل الجنة. (مسند الامام أحمد)
له ابي هريره رضي الله تعا ى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل : پوزه د ئي په خاوروشي بيا د ئي  پوزه په خاو وشي بياد ئي پوزه  په خاوروشي كوم سړي چي خپل پلار اومور  په لو ي عمر كي يو او يادواړه وْموندل او (د هغوي د خدمت او احسان اوښه سلوك په وجه ) جنت ته داخل نشو.
وعن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله ع يه وسلم: رغم أنف رجل ذكرت عنده فلم يصل علي، ورغم أنف رجل دخل عليه شهر رمضان فانسلخ فلم يغفر له، ورغم أنف رجل درك عنده أبواه الكبر، فلم يدخلاه الجنة. (سنن الترمذي وغيره)
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه بل وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل:  د هغه سړي پوزه د په خاورو شي  د چا په مخكي چي زه ياد شم او په ما درود وْنه وائي او د هغه سړي پوزه د په خاورو شي چاته چي د روژي مياشت راغله او ځيني وْوتلو خو ګ ناهونه ئي په كي وْ نه بښل شول او د هغه سړي پوزه د په خاورو شي چاچي خپل مور او پلار په لوي عمر كي وْ موندل او هغوي دی جنت ته داخل نكړ .
عن معاوية بن جاهمة السلمي أن جاهمة جاء إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال يارسول الله أردت الغزو وجئتك أستشيرك فقال: فهل لك من أم ؟ قال نعم قال: الزمها فإن الجنة عند رجليها . (أح مد و النسائي)
له معاويه بن جاهمة السلمي ځخه روايت دي چي دده پلار جاهمه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او ورته وئي ويل زه جهاد ته ځم او له تا سره په دې هكله د مشورې لپاره راغلي يم دوي (ص) ورته وْويل چي مور د شته؟ هغه وْويل هو, دوي (ص) وْرته وْويل دهغي په خدمت كي پاته شه ځكه چي جنت په حقيقت كي د هغې له پښو سره دي .
عن المقدام بن معد يكرب عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: إن الله يوصيكم بآبائكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بالأقرب فالأقرب. (ابن م اجة والبخاري في الادب)
له مقدام بن معديكرب ځخه روايت دی  چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل : په تحقيق سره الله تعالى تاسي ته د پلرونو په احسان امر كوي , په تحقيق سره الله تعالى تاسي بيا د مورانو په احسان امركوي, په تحقيق سره  الله تعالى د مورانو په احسان امركوي, په تحقيق سره الله تعالى د مورانو په اح سان امركوي,  او بياپه تحقيق سره درجه په درجه د نژدي خپلوانو په احسان امركوي.
عن عبدِ الله ابن مسعودٍ ـ قال: سألتُ النبيَّ صلى الله عليه وسلم أيُّ العملِ أحبُّ إلى الله عز وجل ؟ قال: الصلاة على وقتها. ق ت: ثمَ أيُّ؟ قال: ثم بِرُّ الوالدين . قلت: ثم أيُّ؟ قال: الجهادُ في سبيل الله. (البخاري ومسلم والترمذي وا نسائي و غيرهم)
له عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي : ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه الله تعالى ته د غوره عمل پوښتنه وْكړه هغه په ځواب كي وْ فرمايل:  لمونځ په خپل وخت باندي كول,  ماوْويل بيا كوم عمل الله تعالى ته غوره دي؟ دوی (ص) وْ فرمايل : له مور او پلار سره احسان كول, ما وْويل بيا كوم عمل الله تعالى ته غوره دي؟ دوي (ص) وْ فرمايل: د الله تعالى په لاره كي جهاد كول..
عن عبد الله بن عمرو رضيَ الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن من أكبرِ الكبائر أن يَلعنَ الرجلُ والِدَيه . قيل يا رسول الله، وكيف يَلعَنُ الرجل والِدَيه؟ قال: يسُبُ الرجلُ أبا الرجل فيسبُّ أباه، ويسب أمَّه فيسب أم َّه. (البخاري ومسلم والترمذي)
له عبد الله بن عمرورضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى االله عليه وسلم وْ فرمايل:په ټـولو لويو ګـناهونوكي زياته ستره ګناه خپل مور اوپلارته ښکنځل كول دي  پوښتنه وْشوه چي يارسول الله څرنګه به څوك خپل مور اوپلار ته ښکنځل كوي ؟  هغه (ص) وْ فرمايل:يوڅوك چي د بل پلار ْوښکنځي هغه د ده پلار ته ښکنځل وكړي ,دبل مور ته ښکنځل وْكړي هغه دده مور ته ښکنځل وْكړي (داداسي دي لكه پخپله چي يو څوك خپل مور اوپلار ته ښکنځل كوي).
جاء أعرابيٌّ إلى النبيِّ صلى الله عليه وسلم فقال: يا سولَ الله ما الكبائر؟ قال: الإشراكُ بالله. قال: ثم ماذا؟ قال: ثم عقوقُ الوالِدَين. قال: ثم ماذا؟ قال: اليم ينُ الغَموس. قلت: وما اليمينُ الغموس؟ قال: الذي يقتطعُ مال امرىءٍ مسلم هو فيها كاذب. (البخاري)
يو اع ابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وْرته وْ ئي ويل چي يارسول الله  سترګـناهونه كوم دي؟ دوي (ص) و ته وْويل: له الله تعالى سره  شريك نيول  هغه اعرابي ورته وْويل له هغه وروسته بيا بله كومه ګـناه تر ټـولو ستره ده ؟دوي (ص) ورته وْويل: دوالدينو عقوق يا دهغوی له اوامرو سرغړونه, هغه بيا وْويل له هغه وروسته بيا بله كومه ګـناه تر ټولو ستره ده ؟ دوي(ص) ورته وْويل: د غموس قسم ، راوي وائي ما پوښتنه ْوكړه د غموس قسم كوم دي؟  سول الله صلى الله عليه وسلم وْ فرمايل: دا هغه قسم دي چي يوڅوك د هغه په ذريعه د مسلمان مال ځان ته  وْوهي او ده په دروغو دا قسم كړي وي .
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  رضا الله في رضا الوالدين وسخط الله في سخط الوالدين. (الحاكم والبيهقي)
له  عبدالله بن عمررضي ا له تعالى عنهما ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل  د الله تعالى خوشالي د موراو پلار په خوشالي كي ده او د الله تعالى غصه او قهر د موراو پلار په غصه كي دی ..
 يعني كه له اولاد ځخه موراو پلار خوشا ه وي الله تعالى به هم  ځيني خوشاله وي. او له  چا ځخه چي مور او پلار خفه وي نو الله تعالى به هم هغه اولاد ته په قهر وي .
د والدينو په هكله نور هم زيات اّثار او احاديث راغلي دي دلته مو په همدي اكتفاء وْكړه  د وا دينو سره د ښه سلوك او احسان او د هغوي د اطاعت يوه ثمره په دنيا كي داهم وي چي دهغه انسان اولاد صالح , مطيع او د هغه خدمت ګـذار او فرمانبرداروي او څوك چي له والدينو ځخه سركش ، عاق ، او له هغوي  سره بي ادبه ، شوخ چشم ، ګستاخ او بي حيا وي د هغوي په اولاد كي هم دا خويونه هرومرو راځي ځكه چي الله تعالى بنده ته په  هماغه عمل سزا وْر كوي كوم چي ئي دي مرتكب شوي وي علماء كرام فرمائي چي:
(  الجزاء من جنس العمل ) د عمل بدله د عمل له ذات ځخه وي.
او په حديث شريف كي هم دا راغلىدي چي:
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال سول الله صلى الله عليه وسلم: عفوا عن نساء الناس تعف نساؤكم وبروا آبائكم تبركم أبناؤكم ومن أتاه أخوه متنص ا فليقبل ذلك منه محقا كان أو مبطلا فإن لم يفعل لم يرد على الحوض. (الحاكم و المستدرك)
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وْ فرمايل تاسي د خلګـو له ښځـو ځخه پاك لمني شۍ ستاسو ښځي به پاك لمني شي له خپلو پلرونو سره ښه سلوك او احسان كوۍ ستاسو زامن به له تاسو سره ښه سلوك او احسان كوي او چاته چي د هغه وروردهغه د خوشاله كولو لپاره راغي او عذرئي وْويلو د هغه عذر د قبول كړي كه په حق وي او كه په ناحق او كه ئي وْ نه منلو د حوض كوثر اوبه به وْنه څښي.
عن الحسن رضي الله عنه أنه سئل ما بر الوالدين قال أن تبذل لهما ما ملكت وأن تطيعهما فيما أمراك به إلا أن يكون معصية. (الاستذكار)
له حسن رضي الله تعالى عنه ځخه يو چا پوښتنه ْوكړه چي له مور اوپلار سره  ښه سلوك څه شي دي؟ هغه په جواب كي ْورته ْوويل چي په خپله دارائي لاس مه ځيني نيسه اوڅه چي ستا ملكيت وي په هغه كي د تصرف واك وركړه او چي څه درته وائي هغه منه م ګركه د هغوي په اطاعت كي ګناه وه بيا ئي مه منه .
ددي موضوع په اخيركي زامنو او اولادونو ته زمونږ توصيه داده چي كه هغوي خداناكرده د والدينو په نا فرماني او سركشي اخته وي سر له اوسه د توبه وْباسي د هغوي په پښو كي د وْرغړي په دي كي ډېر لوی عزت دی د هغوي سختي خبري او منتونه او غصې د د خپل ځان لپاره عار او پـيغور او شرم نه ګڼي والدين د جنت كلي ګاني دي دهغوي ژوند د غنيمت وګڼي  كه نه نو د هغوي له مرګه وروسته بيا ندامت او پښيماني هيڅ ګټه نلري, له هغوي سره  ښه سلوك كول په دنيا او اّخرت كي د اولاد كاميابي ده  هر زوي بايد ددي احساس وْكړي چي هغه كه په ټـولنه كي هر څـومره مهم رول لري او كه هر څومره لوړ مقام ته رسيدلي وي بايد د والدينو په حضوركي ځان وړوكی ماشوم وګڼـي او د والدينو په مقابل كي ځان داسي كم ْوګڼي لكه غلام د بادار په مخكي او هم ئي په حقيقت كي د هغوي په وړاندي حيثيت همداسي دی .
كه له يوچا څخه د والدينو په ژوند د هغوي په حق كي تقصير شوي وي او هغوي اوس مړه وي نو هم په دې شكل د هغوي حقوق په ځاي كېږي چي هغوي د هروخت په دعا كي ياد ساتي د هغوي له خپلو خپ وانو سره او د هغوي له دوستانو او آشنايانو سره د ښه تعلقات وْساتي احترام د ئي كوي او احسان د وْرسره كوي هم دا رازد هغوي توصيي او موعظت د په دي نيت عملي كړي چي په دي كار الله تعالى خوشاله كېږي او كه والدين ژوندي وای په دي كار خوشاله كيدل
عن ابن عمر رضي الله عنهما عن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال إن أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولي الأب. (البخاري في الأدب ومسلم وأبو داود والترمذي وابن حبان وا بيهقي)
له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: په ټولو نيكيو كي ستره نيكي داده چي سړی د پلار له خپلوانو سره د هغه له مرګه وروسته تعلق او خپلوي ْوساتي .
عن أبي أسيد رضي الله عنه قال كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم فقال رجل يا رسول الله هل بقي ع ي من بر أبوي شيء بعد موتهما أبرهما به قال نعم خصال أربع الدعاء لهما والاستغفار لهما وإنفاذ عهدهما وإكرام صديقهما وصلة الرحم التي لا رحم لك إلا من قبلهما. (أحمد والبخاري في الأدب وأبو داود وابن ماجة والحاكم وا بيهقي)
له ابي اسيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله  عليه وسلم ته يوسړی راغي ْورته ْوئي ويل آيا زمادموراو پلار له مرګه وروسته د هغوي په ما كوم د احسان حق شته چي هغه پوره كړم  رسول ال ه صلى لله عليه  وسلم ْورته  ْوويل چي هو څلور شيان دي موراوپلار ته به دعا كوې او له الله تعالى به مغفرت ْو ته غواړي اودهغوي وعدې به پوره كوي او د هغوي د دوستانو عزت به كوي اود دوي په واسطه چي څوك ستا خپلوان دي له هغوي سره به  خپلوي پالي.
عن ابن عمر رضي الله عنهما قال جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم  فقال يا رسول الله إني أذنبت ذنبا عظيما فهل لي من توبة فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  ألك والدان قال لا قال ألك خالة قال نعم قال فبرها إذن. (مشكاة المصابيح)
له ابن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي يو سړی رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغی او وئي ويل يارسول الله مايوه ستره ګناه كړي ده آيا زما لپاره به توبه  وي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم ْورته ْوويل آيا ستا مور اوپلار ژوندي دي؟ هغه ْوويل نه دي ژوندي رسول الله صلى االله عليه وسلم ْورته ْوويل آّيا خاله لري؟ هغه ْوويل هو خاله مي شته رسول الله صلى االله ع يه وسلم ْوفرمايل په همدغه وخت كي له هغي سره احسان كوه (دا ستا لپاره د توبي د قبول ذريعه ده.)
په یوڅو ټکو کي له والدینو سره د چال چلند آداب :
هر مسلمان ورور ته چي کله دا بحث ګوري ور ته لازمه ده هغه کړنلاره ځان ته خپله کړي په کومه چي د هغه مور او پلار ورځخه خوشاله کېږي او د ځان پاره یوه لایحه جوړه کړي تر څو په عملي تطبیق کي یې ورته آسانتیا وي مونږ دلته ځیني ضوابط د تجربې او اسلامي اصولو له مخي ذکر کوو امید دی چي هغه به له اولاد سره بهترین مرستیال او مددګار ثابت شي :
۱- له والدینو سره پرله پسي احسان کول
۲- خوږې او پستې خبري کول
۳- له ګناه ځخه پرته د هغوی هره خبره منل
۴- د هغوی د نفقې اړتیاوي پوره کول په تېره بیا د عمر د لویښت په مرحله کي
۵- په مختلفو مناسبتونو کي هغوی ته سوغاتونه ورکو
۶- په هغوی خپل غږ نه وچتول او د اًف اظهار نه کول
۷- هغوی په خپل نامه نه بلل بلکه په هغه وصف ورته آواز کول کوم چي د هغوی خوښېږي
۸- د والدینو له خوا په متوجه ضرر او تکلیف باندي صبر کول
۹- تل ورته د خیر او نیکو دعا کول
۱۰- په هره ممکنه وسیله د هغوی خدمت کول
۱۱- د هغوی زیات ملاقات کول
۱۲- د ملاقات او رخصت کېدلو په وخت کي په قلبي مینه د هغوی ټنډه او لاسونه ښکلول
۱۳- په هر وخت او حالت کي د هغوی په حضور او غیاب کي د هغوی له توهین او سپکي ځخه ځان ساتل
۱۴- د هغوی له مړیني وروسته ورته دعا کول خیرات پسي کول او د هغوی وصیتونه عملي کول
۱۵- د هغوی له وفات ځخه وروسته د هغوی له دوستانو او خپلوانو سره خپلوي پالل
۱۶- د هغوی په مخ کي پټه خوله کېناستل او په احترام سره د هغوی خبرو ته غوږ اېښودل
۱۷- د هغوی په حضور کي له داسي حرکاتو ځخه ځان ساتل چي هغوی یې بې ادبي ګڼي او یا ورته اذیت پرې رسېږي
۱۸- د هغوی د راننوتلو په صورت کي خپل حالت م نضبط کول او فورا ولاړېدل  او چي تر څو هغوی کېناستلي نه وي نه کېناستل
۱۹- په ضروري کارونو کي له هغوی سره م صلحت کول او د هغوی رایه عملي کول
۲۰- د هغوی له اجازت ځخه پرته کارته اویا په سفر نه تلل
۲۱- که هغوی ناصا ح وي نو په نرمي سره هغوی سمي لاري ته دعوت کول او د هغوی له اصلاح ځخه نه مایوسه کېدل او په الله تعالی باندي دا حسن ظن ساتل چي هغه به هدایت ورته وکړي
۲۲- نېکي لاري ته هغوی په نرمي او ښو اخلاقو سره دعوت کول
۲۳-  هغوی ته د لمانځه روژې اونورو فرایضو ور زده کول
۲۴- که ځیني لرې وې په تیلیفون باندي ورته اطمینان او ډاډ و کول
۲۵- ښځه باید  د هغوی د عقوق او نه احسان سبب جوړ نه شي
۲۶- تر والدینو وړاندي خوراک نه کول ، نه کېناستل ، تګ نه کول
۲۷- له کور ځخه تر وتلو مخکي د هغوی پوښتل چي ستا خدمت ته ضرورت لري او که نه ؟
۲۸- د هغوی د رایې مخالفت نه کول او سخت او دردوونکي ځوابونه نه ورکول
۲۹- که هغوی په یو منکر او غیر شرعي کار ووینې نو نرمي او حکمت له لاسه مه ورکوه
۳۰- د هغوی د خوشاله ساتلو لپاره ورسره خوږې او خوشاله کوونکی خبري او ټوکي کول
۳۱- د ژوندانه په چارو کي ورسره مشوره کول او د هغوی هدایات په پام کي نیول
۳۲- که د هغوی په هدایاتو کي تاخېر وشي نو د هغوی ددلګېري لپاره د عذر وړاندي کول
۳۳-  دسلام کولو په وخت کي د هغوی ټنده او یا اس او یا دواړه مچول
۳۴- د سپین ږیرېتوب په مرحله کي د هغوی د روغتیا خیال ساتل او ماهره ډاکټرانو ته د هغوی ښکاره کول او دوا او ښه غذا ور ته چمتو کول
۳۵- وخت ناوخته ور ځخه تپوس کول چي هغوی له تاسو ځخه خوشاله دي او که نه که خفه وي نو د خفګان د اسبابو پوښتل او حتی الامکان هغوی خوشاله کول
۳۶- خپل اولاد ته ښودل چي ستا د م ور او پلار له تا ځخه زیات احترام وساتي او زیات اطاعت یې وکړي
۳۷-  د رنځ په وخت کي تل د هغوی په خواکي پاته کېدل او د هغوی د رنځ چاري پخپله سمبالول
الله تعالى د ټولو اولادونو ته د والدينو د خدمت او ښه سلوك او اح سان تو فيق وْركړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery