دخپریدو نیټه : 2006-08-26 مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي
اخلاقي نېمګړتیاوي یا رنځونه
قدوسي سلیمانخېل
اعمل بعلمي وإن قصّرت في عم
ي ٭٭٭٭٭٭ ينفعك علمي ولا يضررك تقصيري
كه څه هم زه په خپل علم باندي په عمل
کولوكي كمزورۍ يم خو په هغو معلوماتو چي ما وړاندي كړي دي عمل ْوكړه ځما معلومات به ګټه درته ْورسوي او ځما
كوتاهي او نیمګړتیا تاته څه نقصان نه رسوي.
ټولنه يا اجتماع د افرادو يوې مجموعې ته وائي يعني ټولنه له اف
ادو ځخه جوړه او مركبه ده او هر فرد او يا وګړۍ د ټولني په جوړښت كي ځانګړی رول لوبوي كه د يوې ټولني افراد
نيكان، صالحين ، متدين، مخلص، بااحساسه ، بااخلاقه او پرهيزګاره انسانان وي هغه ټولنه هم هوسا نيكمرغه ،
خوشاله، درنه او وزن داره ټولنه وي او دالله تعالى د رحمت په سيوري كي وي او كه بالعكس د يوې ټولني افراد بد
اخلاقه، بي مسئوليته ، بي ايمانه، خداناترسه، منافق مزاجه،او بيدينه كسان وي نو هرو مرو به هغه ټولنه بدم
غه، سپكه او بي وزنه وي او دالله تعالى له رحمت ځخه به محرومه وي . زمونږ مقدس دين اسلام د انساني ټولني د
دائمي دنيوي او اخروي سعادت او نيكمرغي د فلاح او كاميابي يو الهي پيغام او زيری دي اسلام د انساني ټولني او
افرادو داجتماعي اوانفرادي ژوند د سمبالولو لپاره هغه معياري منل شوي اصول لري چي ورته مثال ئي په نورو نظ
ياتو افكارو او اديانو كي نه ليدل كيږي هم دا وجه ده چي هر چيرته په دنيا كي چي كوم غير مسلم ليكوالان داخلاقو
او يا انساني روش په هكله څه ليكي د هغوي د څېړنو سرچينه اسلامي موارد وي دا بيله خبره ده چي مونږ له دې خپل دين
ځخه په كومه اندازه فاصله لرو او څومره ځيني مستفيد يو اوس چي مونږ دې دين ته منسوب افراد يعني مسلمانان په كومو
رنځونو او اجتماعي بدمرغيو اخته يو دا ددې مذهب نقص نه دي دا زموږ بد مرغي ده د مثال په توګه كه رنځور د ډاكټر
پيشنهاد شوي درمل د هغه له هداياتو سره سم نه خوري دا د دوا او يادرمل او يا معالج كمزوري نه ده دا درنځور عيب
دي چي هغه له دوا ځخه د خپلي معالجې لپاره كار نه اّخلي دوا كه هرڅومره بيش بها او ديوې معتمدشرکت یا کمپنۍ وي
خو تر څو چي ئي رنځور ْونه خوري ددې دوا كه هر څومره تعريف ْوشي رنځور ته ئي فائده نه رسيږي او ډاكټر كه هر څومره
لوي متخصص ، تجربه کار او مشهور معالج وي او بين المللي شهادتنامې ْولري خو چي رنځور ئي هداياتو ته غوږ نه
نيسي او په هداياتو ئي عمل نه كوي د ډاكټر په شهرت او شهادتنامو ئي رنځ نه كمېږي او نه ختمېدای شي په همدې شكل
زمونږ د انفرادي او اجتماعي اخلاقي ناروغيو او هرقسم روحاني رنځونو علاج او درملنه د قراّنكريم او سنت نبوي
او د صحابه کرامو د سېرت په درملتون كي شته كه مونږ په ريښتوني معنا ْوغواړوچي له دي رنځونو ځخه جوړ شو او يا
زمونږ د رنځونو تشخيص ْوشي بايد همدغه نسخي په خپل عملي ژوند كي پياده كړو او كوم پرهيز چي مونږ ته راښیي هغه
په پام كي ْونيسو او ځان ځيني ْوساتو په هغه صورت كي به زمونږ رنځونه ختم او پريشاني به مو وركي شي اود خفګان ځاي
به خوشالي او د وحشت ځاي به مينه او محبت ْونيسي او هغه نيكمرغي او پيوستون چي په اوسني وخت کي زمونږ عنقا ده
بيرته به زمونږ ځالو ته راْوګرزي.
په همدي شكل دهغه چا هم جدي مراقبت ْوكړو څوك چي زمونږ تر څپیړه لاندي دي
او يا مونږ د هغوي مسئوليت په غاړه لرواو د قيامت په ورځ به الله تعالى له مونږ ځخه د هغوي د كړووړو پوښتنه كوي
اود هغوي بنيادي اصلاح په دې منظور پيل كړو چي راتلونكی نسل روغ او صالح نسل شي چي هم په دنيا كي زمونږ سرلوړي
وي او هم په اخروي دائمي ژوندكي زمونږ لپاره خير باقي شي ان شاءالله تعالى.
كوم اخلاقي رنځونه چي زمونږ په
مینځ کي وجود لري او زموږ په ورځني راشه درشه کي یې رېښې غزولي دي هغه په احاديثو كي هم د رنځونو په نامه يادي شوي
دي الله تعالى هم دا بيماري بللي دي فرمائي:
في قلوبهم مرض
د هغوی یعني منافقینو په زړونو
کي رنځ دی .
په حديث شريف كي راغلي دي
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم سيصيب
أمتي داء الأمم قالوا وما داء الأمم؟ قال الأشر والبطر والتكاثر والتنافس في الدنيا والتباعد والتحاسد حتى
يكون البغي ثم الهرج (المستدرك على الصحيحين)
نژدې ده چي ْوبه رسېږي زما امت ته د تيرو امتونو رنځ صحابه
ْوو پوښتنه ْوكړه چي د تيرو قومونو رنځ څه ْوو؟ (ص) ْوفرمايل: حرص او تكبر او ددنيا ډېرول او د هغې په لاس ته
اوړلو كي يو له بل سره سيالي كول او د تجاوز او تېري تر حده پوري يو له بل ځخه لېري كيدل او حسد كول چي انجام به
ئي لويه فتنه وي.
دا اخلاقي رنځونه به مونږ حتې المقدور هریو بېل بېل په راتلونکو بحثونو کي وڅېړو تر څو یې
اسباب او عوامل په ګوته کړو او هم به یې انشاء الله تعالی د علاج او درملني نسخې د اسلام له درملتون ځخه را
وباسو او ګرانو لوستونکیو ته به یې وړاندي کړو امېد دې چي مفید او ګټور به ثابت شي
الله تعالى ته د خپلي
بيوسي لاس پورته كوو چي هغه مونږ ته زمونږ د زړونو او نيتونو او اعمالو د اصلاح توفيق راكړي .