قرآنکریم د ټول اسلامي امت دستور ، قانون او د هغه د نهضت اساس دی ، د هغه په وسېله الله تعالی انساني
ټولنه د جهالت له تیارو ځخه د پوهني رڼا ته او له ګمراهي ځخه هدایت ته راباسي او په هروخت کي له فتنو ځخه د نجات
یوه غوره وسېله ده او له شهواتو او شبهاتو ځخه یو ښه محافظ او ساتونکی دی . ځمونږ په موجوده عصر کي چي فتنې پرله
پسې او ډېري شوي دي او زیات ګواښ یې ځواني طبقې ته متوجه دی ددې اړتیا احساس کېدله چي څرنګه یو ځوان چي له دې فتنو
ځخه د خلاصون هڅي کوي د خلاصون او پاکدامني اهم مرجع ته چي د الله تعالی کتاب قرآنکریم دی رهنمایې کړو په داسي
حال کي که چا په دې قرآنکریم منګولي ولګولې نو کله به هم لالهانده او بېلاري نشي .
مونږ د ځوانانو ټولنه نن ورځ دې ته زیاته اړتیا لرو چي په څه شکل د
الله تعالی له کتاب سره تعامل وکړو ددې لپاره د هغو صحابه وو ځوانانو د حالاتو څېړل ضروري
وګڼل شوه څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ پاتي شوي او له هغه ځخه یې زدکړي کړي دي او د الله
تعالی له مقدس کتاب سره د تعامل په لاره کي ځلانده مشالونه دي .
د تفوق لپاره بې کچه مینه
د الله تعالی د کتاب او د هغه په علومو کي
دتنکیو صحابه ځوانانو بې انتهاء حرص او بې کچه مینه دې حد ته رسېدلي وه چي د بخاري او مسلم
په یوه حدېث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت په دې ګماري چي د قرآني علومو په هکله له څلورو اصح
ابو ځوانانو ځخه معلومات تر لاسه کړي : عبد الله بن مسعود، سالم مولی أبي حذیفه ، أبي بن کعب او معاذبن جبل
د بخاري او مسلم په یوه ح
دیث کي أنس رضي الله تعالی عنه د معاذ بن جبل تر څنګ د یوه بل تنکي ځوان صحابي زید بن ثابت رضي الله تعالی عنه
په هکله ددې شاهدي ورکوي چي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کي څلورو ځوانانو چي ټول له انصارو ځخه وو
قرآنکریم رایو ځای کړی وو چي هغوی أبي بن کعب معاذ بن جبل أبوزیداو زید بن ثابت رضوان الله تعالی عنهم أجمعین
دي .
څلور
ځوانان
راځي ځما ځوانانو وروڼو
چي همدغه څلور اصحاب ځوانان له نژدې ځخه وپېژنو چي قرآنکریم هغوی کوم مقام ته ورسول او
هغوی په قرآنکریم او د هغه په علومو کي څومره برلاسي لاس ته راوړي دي:
ځوان عالم معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه
اهل السیر او اسلامي تاریخ پوهان په دې هکله ټول
په یوه رایه دي چي دا ځوان صحابي په اتلسمه هجري سنه کي د عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کي د عمواس په طاعون
کي وفات شوی څوک وایې چي د وفات په وخت کي یې عمر ۳۳ کاله وو او نور وایې چي ۳۸ کاله وو نو د هجرت په وخت کي به یې
عمر په یوه حساب پنځلس او په بل شل کاله وي . نو راځۍ چي وګورو چي قرآن کریم دا شل کلن ځوان کوم مقام ته ورسولو؟
قرآنکریم معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه تر مشرانو او کشرانو صحابه
کرامو په فقه او علم کي وچت کړ او دا هلته څرګندېږي کله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکي خولې ځخه
واورې چي هغه وایې :
أعلم أمتي بالحلال والحرام معاذ
بن جبل . رواه أحمد،
په حلال او حرام
باندي ځما د امت تر ټولو ستر عالم معاذ بن جبل دی ، په بل حدیث کي فرمایې :
وأخبر عنه أنه يأتي يوم القيامة إماما للعلماء قد سبقهم جميعا
برتوة، أي رمية سهم أو رمية حجر.
معاذ بن جبل (رض) به د قیامت په ورځ د علم
اوو د امام په حیث را څرګند شي چي له هغوی ټولوځخه به د یوه ویشتل شوي غشي د هدف په اندازه مخ ته را روان وي
.
قرآنکریم معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه هر نېک کار ته
رهنمایې کړی وو ددې ګواه کعب بن مالک(رض) دی چي د معاذ(رض) په هک
ه فرمایې :
كان معاذ بن جبل شابًّا جميلا سمحًا من خير
باب قومه لا يسأل شيئا إلا أعطاه.
معاذ بن جبل (رض) یو ښایسته خوش
اخلاقه او د خپل قوم په ځوانانو کي تر ټولو غوره ځوان وو چي چا به څه ځیني وغوښتلو تش لاسی یې نه واپس کولو ضرور
به یې څه ورکولو
وعن أبي مسلم ا
خولاني قال: أتيت مسجد دمشق فإذا حلقة فيها كهول من أصحاب محمد وإذا شاب فيهم أكحل العين براق الثنايا كلما
اختلفوا في شيء ردوه إلى الفتى، قال: قلت لجليس لي من هذا؟ قالوا هذا معاذ بن جبل .
ابومسلم الخولاني (رض) فرمایې : ددمشق مسجد ته ورغلم یوه ډله خلګ
حلقه دي چي په دوی کي سپین ږیري صحابه کرام هم وو په دوی کي یو تور سترګی کم عمرځوان چي د مخي غاښونه یې برېښېدل هم ناست دی چي کله به په یوه مسأله کي د هغوی په مینځ کي اختلاف
پېښ شو ده ته به یې مخ ور واړولو او هغه ځوان به فیصله ور وکړه ، ماله خپل انډیوال ځخه پوښتنه وکړه چي دا ځوان څوک
دی هغه راته وویل چي دا معاذ بن جبل (رض) دی .
په اخېر
کي هغه مېډال کفایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته عنایت کړ او ورته ویې ویل والله إني لأحبك . ځما د قسم په خدای وي چي زه له تاسره مینه لرم آیا تر دې به بل ستر ویاړ
او لوی د عظمت مېډال بل وي؟ هيڅکله نه .
ځوان شاګرد عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه :
بل نوی ځوان هلک عبد الله بن مسعود (رض) هغه ځوان شاګرد دی چي رسول الله صلی ا
له علیه وسلم هغه ته دالقب پخپله ورکړی دی راځۍ ددې ځوان له خولې ځخه پخپله قصه واورو
هغه وایې : زه یو نوی ځوان هلک وم د عقبة بن معیط رمه مي پووله رسول الله صلی الله علبیه وسلم او أبوبکر رضي ال
ه تعالی عنه له مشرکینو ځخه را تښتېدلي وو راغللو او ما ته یې وویل :
يا غلام هل عندك من لبن تسقينا؟ قلت: إني مؤتمن ولست
ساقيكما فقال النبي صلى الله عليه وسلم: هل عندك من جذعة لم ينز عليها الفحل؟ قلت: نعم فأتيتهما بها فاعتقلها
النبي صلى الله عليه وسلم ومسح الضرع ودعا فحفل الضرع ثم أتاه أبو بكر رضي الله عنه بصخرة منقعرة فاحتلب فيها
فشرب وشرب أبو بكر ثم شربت ثم قال للضرع: اقلص فقلص فأتيته بعد ذلك فقلت: علمني من هذا القول قال: إنك غلام معلم
قال: فأخذت من فيه سبعين سورة لا ينازعني فيها أحد "[رواه أحمد وهو صحيح].
وه هلکه ؛ څه شېدې در سره شته چي را باندي ویې څښې ؟ ما ورته وویل :
چي دا پسونه له ماسره د مالک امانت دي اوپه تا سو یې شیدې نشم څښلای ، رسول الله صلی ال
ه علیه وسلم راته وویل : چي یوه وچه مېږ نشته چي مینده نه وي ور باندي ختلی ؟ ماورته وویل : شته ، وچه مېږ مي
ونیوله او ورته رامي وستله رسول الله صلی الله علیه وسلم وتړله
د هغې په تیو یې لاس تېر کړ او دعا یې وکړه د مېږي تي له شیدو ځخه ډک شولو أبوبکر رضي الله تعالی عنه یوه ژوره
ډبره (چي لوښي ته ورته وه) راوړه او مېږ یې په کي ولوشله او دوی دواړو هغه شېدې وڅښلې او وروسته بیا ما هم وڅښلې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه
تي ته وویل چي (د مخکي په شان) کوچنی شه هغه کوچنی شولو ، زه ورته راغلم او ورته ومي ویل چي دا دعا ماته هم
اوښیه هغه (ص) راته وویل چي ته ځوان زده کوونکی یې بیا ما د رسول الله صلی الله علیه وس
م له مبارکي خولې ځخه اویا سورتونه یاد کړل چي چا راسره په کي اختلاف نه دی کړی .
عبد الله بن مسعود (رض) له قرآنکریم سره ټینګه علاقه در
ودله او د هغه مقام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نزد ډېر وچت وو، دی هغه شخصیت وو چي رسول الله صلی الله
ور ځخه د قرآنکریم د تلاوت کولو غوښتنه کړي وه
كما في الصح
يحين أن النبي قال له: "اقرأ علي . قال : قلت : اقرأ عليك وعليك أنزل ؟ قال : إني أشتهي أن أسمعه من غيري . قال : فق
أت النساء حتى إذا بلغت : { فكيف إذا جئنا من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيدا } . قال لي : كف ، أو أمسك . فر
يت عينيه تذرفان .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : د قرآنکریم تلاوت را
باندي واوروه ، عبدالله بن مسعود (رض) ورته وویل چي قرآنکریم په تا نازل شوی دی او زه یې درته تلاوت کړم ؟ رسول
الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ځما دا خوښېږي چي د بل له خولې ځخه یې واورم ، ما د سورة النساء تلاوت پیل کړ
تر څو چي{ فكيف إذا جئنا
من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيدا } ته را و
سېدلم رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چي په همدغه ځای ودرېږه، کله چي ما ورته وکتل له مبارکو سترګو یې
اوښکي را رواني وې .
د آیت ترجمه ده
: نو څرنګه به وي کله چي مونږ (دقیامت په ورځ) له هر امت ځخه یو ګواه راولو او تا په هغوی باندي شاهد و ګ
زوو.
دا هغه نبوي
هادتنامه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن مسعود (رض) ته ورکړه کوم چي د هغه په ښکلي تجوید او
ښکلي صوت او دهغه د زړه په خضوع او خشوع دلالت کوي که داسي نه وي ولي بل چا ته نه وایې
چي هغه ته قرآنکریم واوروي ، دا یوه بله شهادتنامه ده چي د مخګینۍ شهادتنامې تایید کوي (ص) فرمایې
:
(مَنْ سَرَّهُ
أَنْ يَقْرَأَ القُرْآنَ رَطْباً كَمَا أُنْزِلَ، فَلْيَقْرَأْهُ عَلَى قِرَاءةِ ابْنِ أُمِّ
عَبْدٍ).
که څوک په دې خوشا
ه کېږي چي قرآنکریم لکه څرنګه چي نازل شوی دی هغسي تازه یې تلاوت کړي نو دابن أم عبد په
قراءت د یې تلاوت کوي . او ابن أم عبد عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه دی کوم چي د ځان په هکله فرمایې :
: مَا نَزَلَتْ آيَةٌ مِنْ كِتَابِ اللهِ إِلاَّ وَأَنَا أَعْلَمُ أَيْنَ نَزَ
َتْ، وَفِيْمَا نَزَلَتْ .
د
رآنکریم هیڅ آیت نه دی نازل شوی مګر زه په دې خبریم چي هغه آیت په څه کي او چېرته نازل شوی دی .
عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه هغه
شخصیت دی چی د صحابه کرامو سترو شخصیتونو د هغه په فضل او برتري اقرار کړی دی ، علقمة رضي الله تعالی عنه وایې
یو سړی عمربن الخطاب (رض) ته راغی او ورته ویې ویل : له داسي یوه سړي ځخه درته راغلی یم چي قرآنکریم له یاد ځخه
یکي او لولي ، عمر (رض) وارخطا شولو او هغه سړي ته یې په غصه کي وویلو هلاک شې ځان ته د پام دی چي ته څه وایې ؟ هغه
سړي ورته وویل : رېښتیا درته وایم، عمر (رض) ور ځخه وپوښتل چي داڅوک دی چي له یادو ځخه قرآن لولي؟ هغه ورته وویل : عبد الله بن مسعود دی ،عمر(رض) ورته وویل : چي بل څوک تر هغه زیات عالم ددې حقدار نشته
چي قرآنکریم په یاد تلاوت کړي او بیا یې وویل چي مااو أبوبکر (رض) له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه په خپلو
غوږونو آورېدلي دي چي هغه وفرمایل :
(مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَقْرَأَ القُرْآنَ رَطْباً كَمَا أُنْزِلَ، فَلْيَقْرَأْهُ عَلَى قِرَاءةِ
ابْنِ أُمِّ عَبْدٍ).
که څوک په دې خوشا
ه کېږي چي قرآنکریم لکه څرنګه چي نازل شوی دی هغسي تازه یې تلاوت کړي نو دابن أم عبد په
قراءت د یې تلاوت کوي . اومونږ ته معلومه شوه چی ابن أم عبد عبد الله بن مسعود رضي الله
تعالی عنه دی
بل ځوان صح
ابي زيد بن ثابت رضي الله تعالی عنه:
کومه بې کچه مینه چي مونږ په نورو صحابه کراموکي ګورو په هماغه اندازه یې په تنکي ځوان
زید بن ثابت (رض) کي وینو ، دا هغه ځوان دی چي قوم یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راځي او په ډېر ویاړ سره و
ته وایې :
هذا غلام من
بني النجار معه مما أنزل الله عليك بضع عشرة سورة، فأعجب ذلك النبي صلى الله عليه وسلم وقال: "يا زيد، تعلم لي
كتاب يهود؛ فإني والله ما آمن يهود على كتابي". قال زيد: فتعلمت كتابهم ما مرت بي خمس عشرة ليلة حتى حذقته،
وكنت أقرأ له كتبهم إذا كتبوا إليه، وأجيب عنه إذا كتب"[رواه البخاري وأحمد].
دا ځوان له بني نجار قبیلې ځخه دی او ورسره په یاد څولسه
سورتونه د قرآنکریم دي کوم چي په تا نازل شوي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په تعجب کي شولو او ورته
ویې ویل : زیده؛ ځما لپاره د یهودو د ژبي لیک او لوست زده کړه ځکه چي زه قسم په خدای دی له یهودو ځخه قرآنکریم مح
فوظ نه ګڼم ، زید وایې : چي تر پنځلس ورځو په کم وخت کي مي د یهودو د ژبي لېک او لوست زده کړ او په کي ماهر شولم
بیاچي به کله د هغوی لېکونه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راتللو مابه ورته ژباړل او د هغوی په ژبه کي مي یې
ځوابونه لیکل .
دا هم
باید تاسوته معلومه وي چي زید بن ثابت هغه وخت اسلام قبول کړ کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې
ته تشریف راووړ او عمر یې څه د پاسه لس کاله وو او د بدر غزا ته هم د ماشومتوب په وجه پري نه ښودل شو ، د أحد په
غزا او وروسته په نورو غزواتو کي شرېک شوي دي ، دا تنکی ځوان هغه څوک وو چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم به
کومه وحی راتله هغه به یې لیکله او د مدینې منورې له اوو مشهورو فقهاوو ځخه وشمېرل شو ، دا هغه عالم ځوان وو چي
عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنه به سره له دې چي د ستر منزلت او عالي مقام خاوند وو د معلوماتو د لاس ته
اوړلو لپاره د هغه کورته ورتللو او ویل به یې :
العلم يؤتى ولا يأتي .
علم ددی حق لري چي خلګ ورته ورشي نه دا چي هغه خلګو ته ورشي . دا عالم ځوان هغه څوک وو چي عمر بن الخطاب
رضي الله تعالی عنه د خپل خلافت په دوران کي قاضي وټاکلو او د هغه په نه موجودیت کي د هغه نایب وو او د أمېر الم
ومنین دندي به یې سرته رسولې .
د هغه مقام او منزلت دلته معلومېږي چي د أبوبکر رضي الله تعالی عنه د خلافت او بیا د عثمان رضي الله
تعالی عنه د خلافت په دوران کي دوه ځلي د قرآن کریم د رایوځای کولو د مراقب شرف ورته ح
اصل شولو ځکه یې دا شرف هغه ته سپارلو چي هغه دټینګي حافظې ،
دیانت ، تقوی او خوشخطي له پلوه د بشپړ اعتماد او باور وړ شخصیت وو الله تعالی د ورځخه
خوشاله شي .
بل ځوان
صحابي سالم مولى أبي حذيفة رضي الله تعالی عنه
سالم یو د ټیټي رتبې مرییی (غلام) وو چي د أبو حذیفة په کور کي
به یې چوپړ وهلو اسلام د هغه شان وچت کړلو او د قرآنکریم په برکت هغه د اصحابو په مینځ کي د عزت او عظمت ستر م
ام پیدا کړ د فضایلو او ښو اخلاقو یو ځلانده مشال و ګرځېدلو ، د هغه اخلاق او تقوی د هر چا لپاره یو سمبول جوړ
و ټولو اسلامي ارزښتونو د هغه په غوښه او وینه کي خوځښت کولو ، دادی له قرآن او اسلام سره د هغه د بې کچي میني په اساس دپرون ورځی ټیټ رتبه غلام نن خپل بادار أبوحذیفه بن
عتبة خپله ورېره فاطمه بنت الولید بن عتبه هغه ته د هغه د اسلامي ستر شخصیت کېدلو په
وجه ور په نکاح کوي .
د أبوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه د خلافت په زمانه کي چي کله له مرتدینو سره جګړي پیل شوې نېکمرغه خاتمه د
همدغه ځوان زلمي صحابي په برخه شوله چي د مرتدینو په مریو یوه تېره توره وه د یمامې په ورځ
چي کله د زید بن الخطاب له لاسه د مهاجرینو بیرغ ولوېدلود هغه په مبارکولاسونو وچت شولو او بیا یې له دې وېري چي اسلامي بیرغ یې له لاسه و نه لوېږي ځان ته یې په ځمکه کي ژور
غار وکېنلو او په هغه کي یې په ښي لاس بیرغ او په کېڼ لاس یې توره چلوله تر څو یې ښی لاس د یوه مرتد په توره غوڅ
کړل شو په کېڼ لاس یې بیرغ وچت کړ او په لوړ آواز یې دا آیت کریمه تلاوت کولو تر څو د م
تدینو د تهاجم په نتېجه کي یې د شهادت جام و څښلو انا لله و انا الیه راجعون .
{ وكأيّ من نبي قاتل معه ربيّون كثير، فما وهنوا لما
صابهم في سبيل الله وما ضعفوا وما استكانوا والله يحب الصابرين}
ګڼ شمېر انبیاء داسي وو چي خدایې ملګري به یې په خواکي جنګېدل کله
هم د الله تعالی په لاره کي د ورپېښېدونکو ستونزو او آزموینو په وړاندي سرټیټي ، کمزوري او عاجزه نه شول او ا
له تعالی صبر کوونکي انسانان خوښوي .
دا زلمی شهېد هغه څوک ووچي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په
ملګرتیا د الله تعالی حمدوثنا ویلي ده :
الحمد لله الذي جعل في أمتي مثلك [رواه أحمد].
ټوله ستاینه هغه ذات لره
ده چي ستا په شان ځوانان یې ځما په امت کي پیدا کړي دي .
نور زلمي شخصیتونه:
یواځی همدغه یاد شوي ځوانان نه دي چي د قرآنکریم په بېساري م
ینه خړوب وو بلکه د صحابه وو په مېنځ کي نور هم ګڼ شمېر زلمیان په سترګو کېږي چي د قرآنکریم اد د هغه د اسرارو م
ینه وال وو چي د هغوی له جملې ځخه یو هم عمروبن سلمة رضي الله تعالی عنه دی هغه وایې چي
مابه له هغو اصحابو ځخه چي له مدینې منورې ځخه به مېلمانه او یا مسافر راتللو د قرآنکریم په هکله معلومات
ایوځای کولو تر څو مي زیات قرآنکریم په حافظه کي ځای ونېولو او چي کله مکه مکرمه فتح شوله زمونږ د اقوامو وفدونه
اونماینده ګان د اسلام د قبلولو لپاره هلته ته تللو ځما پلار
هم د خپل قوم په نمایندګي د اسلام د منلو لپاره هلته ولاړکله چي هلته په اسلام مشرف
ولو او بېرته راتللو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
قدموا أكثركم قرآنًا قال: فنظروا وإني لعلى حِواء عظيم(أي مكان فيه
عدد كبير من الناس)، فما وجدوا فيهم أحدًا أكثر قرآنًا مني، فقدموني وأنا غلام"[رواه أحمد].
په تاسو کي چي د یوچا زیات قرآنکریم په
یاد وي هغه په لمانځه کي مخته کوۍ او کله چي هغوی راغللو زه یې د یوې غټي ټولۍ په مېنځ کي ولیدلم او تر ما زیات قر
نکریم د چا په یاد نه وو زده زه په ټولو کي کم عمره زلمی وم او لمانځه ته یې مخکي (امام) کړم .
په همدې شکل بل زلمي صحابي براء بن عازب
ضي الله تعالی عنه وایې چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته تشریف راووړ زه د لسو کالو وم او د قرآنک
یم غټ سورتونه مي زیات تره یاد وو [طبقات ابن سعد].
د ټول امت د ستر فقیه او عالم او ستر مفسرعبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنه په
هکله به ټول خبر وي چي کله رسول الله له دنیا سترګي پټولې هغه تر لسو کلونو معمولي غوندي اوښتی
وو.
د قرآنکریم د ح
املینو فضیلت :
څه چي
مونږ یاد کړل هغه زمونږ د زلمیانو لپاره ژوندۍ نمونې دي زمونږ زلمیان کولای شي د هغوی
په پلونو خپل پلونه کېږدي او هغه برم چي صحابه وو زلمیانو د قرآنکریم په برکت لاس ته راوړی وو هغوی یې هم خپل
کړي او خپلي د ځواني بهتریني شېبې د الله تعالی د کتاب حفظ او یادولو ته وقف کړي ، ولي نه، ځکه چي زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم زېری راکوي
او فرمایې :
خيركم من
تعلم القرآن وعلمه"[رواه البخاري].
په تاسو کي غوره هغه څوک دی چي پخپله هم قرآنکریم زده کړي او نوروته یې هم
وښیي او ور زده یې کړي .
بل
داچي قرآنکریم د یو چا په سېنه کي پروت وي هغه هم په ژوند کي په نورو برتري لري ځکه چي شریعت هغه څوک د امامت ح
دار ګڼي چي په قرآنکریم کي مهارت لري چي دا حدیث شریف یې ښکاره ثبوت دی :
يؤم القوم أقرؤهم لكتاب الله، فإن
كانوا في القراءة سواء فأعلمهم بالسنة..."[رواه مسلم].
د قوم امامت به هغه څوک کوي چي د قرآنکریم غوره لوستونکی وي او که په دې کي سره
مساوي وو بیا هغه څوک د امامت حقدار دی چي په سنت نبوي کي زیات علم او خبرتیالري .
او له مړیني وروسته هم د قرآن کریم د حافظ مقام
وچت دی ځکه چي أحد د غزا په شهېدانو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته په لحد کي د تدفین د اولیت حق و
کولود چاچي قرآنکریم زیات په یاد وو او یایې د قرآنکریم په هکله معلومات اضافه وو او په خپله یې د قیامت په ورځ
د هغه لپاره د ګواهي وعده ورسره کړي ده، آیا دا ویاړ زمونږ د قرآنکریم مینه والوزلم
یانو لپاره کفایت نه کوي چي د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی ګواه شي :
فعن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال:
كان النبي صلى الله عليه وسلم يجمع بين رجلين من قتلى أحد، ثم يقول: "أيهم أكثر أخذًا للقرآن؟" فإذا أشير له إ
ى أحدهما قدمه في اللحد؛ فقال: أنا شهيد على هؤلاء يوم القيامة..."[رواه البخاري].
جابر رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی ا
له علیه وسلم به د أحد شهېدان دوه دوه کسان په یوه قبر کي ښخولو او پوښتنه به یې کوله چي د چا د قرآنکریم په هک
ه معلومات زیات وو؟ چي څوک به په ګوته شول هغه به یې ړومبی لحد ته ښکته کولو او فرمایل به یې چي : زه به ددې کسانو
د قیامت په ورځ ګواه یم .
بل دا
چي د یو چا قرآنکریم څومره زیات په یاد وي په هماغه اندازه به یې په جنت کي مقام هسک وي لکه په دې حدیث شریف کي
چي د انسانیت رهنما زمونږ ستر پېشوا صلی الله علیه وسلم فرمایې :
عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم
قال: "يقال لصاحب القرآن اقرأ وارتق ورتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرأ بها" [رواه الترم
ذي وأبو داود].
عبد الله بن
عمرو رضي الله تعالی عنهما روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: د قرآنکریم خاوند ته به د
یامت په ورځ وویل شي چي تلاوت کوه او په جنت کي لوړځه ځکه چي ستا منزل به هلته وي چېرته
چي وروستی آیت تلاوت کړې (سبحان الله)
داسی نصوص او روایتونه ډېر زیات راغلي دي کوم چي یې د اسلام د لومړۍ قافلې ځوانان د قرآنکریم د حفظ او
تلاوت او د هغه په علومو کي د مهارتونو د لاس ته راوړلو په لور هڅول آیا دا به غوره نه وي چي مونږ هم خپل ځوان
نسل دې لورته تشویق کړو څومره د خوند خبره به وي که مونږ هم د صحابه وو له کاروان سره یوځای شو .
خبره یواځي د قرآنکریم د یادولو نه
ده
د رسول الله ص
ی الله علیه وسلم په ځوانانو ملګرو کي یواځي خبره د قرآنکریم تر حفظ پوري مختصره نه وه چي تجوید او تلاوت یې و
ي بلکه د قرآنکریم ځخه یې احکام او حدود زده کول او هغه یې په خپل ژوند او د ژوندانه په
چارو کي عملا تطبیق کول اصلي مقصد وو ، د قرآنکریم حفظ خو ددې سترو مقاصدو د لاسته
اوړلو لپاره یوه وسېله ده چي انسان به د هغه تلاوت کوي او د تلاوت په وخت کي به د هغه په مفاهیمو او معانیو کي
ژور فکر او سوچ وهي او په خپل ځان ، کورنۍ ، چاپېریال او ټولنه کي به هغه په عملي شکل تطبیق کوي عبد الله بن م
سعود رضي الله تعالی عنه فرمایې :
كان الرجل منا إذا تعلم عشر آيات لم يجاوزهنَّ حتى يعرف معانيهنَّ، والعمل بهنَّ"[أخرجه الطب
ي].
په مونږ کي چي به کله
یوچا لس د قرآنکریم آیتونه یاد کړل نور به تر هغه وخته په مخ نه تللو چي ترڅو به یې د هغو لسو آیتونو په مفهوم
ځان نه وو پوه کړی او عمل به یې نه وو ورباندي کړی .
دقرآنکریم نوروته ورښوول او ورزده کول
ځوانانو اصحابو دا هم درک کړی ده چي د قرآنکریم یادول له
هغوی ځخه دا غواړي چي د هغه د تعلیم واجب هم ادا کړي او دا یې خپله فریضه ګڼله لکه څرنګه چي ددې حدیث شریف محتوا
ور باندي دلالت کوي .
خيركم من تعلم القرآن وعلمه"[رواه البخاري].
په تاسو کي غوره هغه څوک دی چي پخپله هم قرآنکریم زده کړي او نو
وته یې هم وښیي او ور زده یې کړي . همدا وجه وه چي عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه د
خپل خلافت په زمانه کي مجمع بن جاریة رضي الله تعالی عنه کوفې ته د قرآنکریم د تعلیم او ښووني لپاره واستولو
.