حیاء یو داسي صفت دی چي کله یې انسان
خپل کړي هغه له هر ډول بدیو او شرونو ځخه ساتي او د هغه اوهغوناوړو کړو وړو تر مینځ
فاصله زیاتوي کوم چي له یو داسي انسان سره مناسب نه وي چي هغه د کرامت او عزت څښتن وي
. حياء لکه څرنګه چي له انسانانو ځخه وي همدا راز له خپل ځان ځخه وي او په عین شکل له
الله تعالی ځخه وي ، له خلګو ځخه حیاء انسان له هر هغه کار ځخه راګرځوي چي هغه کار انسان د خلګو په نظر کي بد مع
في کوي ، او له ځان ځخه حیاء په پټه او تنهایې کي د انسان او هغه عمل په مینځ کي مانع ګرځي کوم چي د نورو په مخ کي
یې په ښکاره کولو باندي شرم محسوس کوي ، او له الله تعالی ځخه حیاء انسان له هر هغه قول وفعل ځخه لېري ساتي کوم
چي هغه معصیت وي او دده باور وي چي الله تعالی یې ویني .
د حیاء په هکله تېر تعریف مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې قول ته
نور هم نژدې کوي چي فرمایې :
الحیاء
ایأتي الا بخیر .
حیاء انسان د نېکي او خیر لور
ته بیایې .
او چاچي د حیاء څادر وغورځولو نو
هغه د هر کمینه او ناولي کار اهل وګرځېدلو ځکه چي هغه څه چي د انسان او ناوړه قول وفعل
تر مېنځ دېوال جوړوي هغه له خلګوځخه ، یاله ځان ځخه او یا له الله تعالی ځخه حیاء وي او بس
او کله چي دا دېوال لېري شي نو بیا هیڅ هم پاته نه شو او هرڅه چي دا بې حیاء انسان یې کول وغواړي کولی یې شي
.
او داسي چا ته چي د حیاء څادر نلري ټول خلګ
هم دا ښېرا کوي چي الله تعالی د رسواکړه او شرموه . داډول انسان د ټولني او خپل خاندان لپاره پېغور وي ، له هیڅ
ناوړه کار ځخه مخ نه اړوي ، یو اړخ یې هم دباور وړ نه وي ، نه یې وعده په وعده وي او نه د کوم مسئوليت احساس کوي
.
او په دې هکله زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایې :
ان مما ادرک الناس من کلام النبوة الأولی
اذا لم تستحي فاصنع ما شئت .
هغه څه چي د مخکي تېروشویو انبیاوو له ا
والو ځخه خلګو موندلي دي یو قول دا هم دی چي کله د حیاء نه درلودله چي کوم ناوړه او ناولی کار د خوښ شو کوه
یې ، کوم چي یو د شرف او عزت اومېړاني لرونکی انسان یې نشي کولای ، همداراز له رسول ا
له صلی الله علیه وسلم ځخه پو ښتنه وشوه چي آیا حیاء ددین یوه برخه ده؟ هغه په ځواب کي وفرمایل :
هل الحیاء من الدین ؟ فقال : بل هو الدین کله .
بلکه حیاء اوشرم ټول دین دی .
داډول کسان چي حیاء نلري حلال
او حرام ورته توپېر نلري تل په دروغو ډېر ټینګ قسمونه خوري او ځان رېښتونی معرفي کوي حال داچي هغه به درواغجن وي
قرآنکریم ددې ګواهي ورکوي الله تعالی فرمایې :
ویحلفون علی الکذب
و هم یعلمون (المجادلة)
هغوی سره له دې چي په دې یې باور وي چي دروغ وایې خو
قسمونه به خوري چي رېښتیاوایې .
همداراز دا ډول کسان په دروغو ګواهي او
هادتونه ورکوي څه به یې لیدلي نه وي او نه به خبر وي خو کله چي ځیني وغوښتل شي او یا ونه غوښتل شي خو ضمېر او
وجدان به نلري او تل به دې ته چمتو وي چي په دروغو ګواهي او شاهدي ورکړي .
دې ډول انسان ته په خپله سینه کي خپل ځان معلوم وي چي هغه له انسانیت ځخه رټل شوی دی او د انساني ټولني په م
خ یو تور داغ دی ځکه خو هرڅه کوي .
د خبري خلاصه داده هغه څوک چي حیاء نلري په هغه کي بالکل خیر نشته لاسونه ورځخه پرېمېنځل په کار دي ، نه یې چاته ګټه
سېږي او نه د خپلوانو او دوستانو او اقرباوو او نه په مجموع کي د ټولني په درد خوري .
د حیاء کمښت درجې لري څومره چي د یو چاحیاء کمه وي په هماغه اندازه یې د
سلوک او اخلاقو معیار ټیټ وي ، په مقابل لوري کي څومره چي د یوچا حیاء زیاته وي په
هماغه اندازه یې د اخلاقو معیار لوړ وي اود کمال خواته نژدې کېږي او د حیاء په وړاندي د خلګو بېل بېل مراتب دي
:
هغه څوک چي د ح
یاء معیار یې تر ټولو لوړ وي د هغه کار خوا ته ور نژدې کېږي هم نه کوم چي عیب جن وي دا
خو بېله خبره ده چي هغه به دا کار کوي ، حیاء د هغه لپاره یو ډال وي چي په منکراتو کي له لوېدلو ځخه یې را ګرځوي
هغه له ناوړو اعمالو او اقوالو او کلماتو ځخه ډېر لېري وي دا ډول انسانان د ټولني غوره طبقه او تر ټولو ښه
انسانان دي .
بله طبقه هغه کسان دي چي کله د یوه بد کار او یاناوړه عمل
اراده وکړي حیاء ورته خنډ واقع شي او له ځان اویا له خلګواو یاله الله تعالی ځخه حیاء یې مخي ته ودرېږي دې طبقې
انسانانو ته هم د خیر امید کېدای شي .
بله طبقه هغه انسانان دي چي حیاء یې
له هیڅ ډول ناوړه عمل ځخه نه راګرزوي په دې مفهوم چي بېخي حیاء نلري یواځیني شی چي هغه له ناوړه عمل ځخه راګرزوي
هغه د ناوړه عمل د سزاوېره او ډار وي دا هغه طبقه خلګ دي چي ویلای شو له الله تعالی ځخه نه وېرېږي اودانسانانو
او یا قانون له عقاب ځخه یې وېره شي .
بله طبقه هغه څوک دي چي نه یې له الله
تعالی ځخه او نه یې له قانون ځخه وېره شي او دجرایمو په ارتکاب کي یو په بل پسې یې تر هغه وخته لېڅي ور نغښتي وي تر
څو چي د جرم په حالت کي ونېول شي او د متهم په قفس کي ودرېږي بیا نو په هغه وخت کي له خجالت ځخه کله مخ یوې او کله
بلي خوا ته اړوي تر ځان د انځوروونکیو د عکاسي له کیمرو ځخه پټ وساتي او په ورځپاڼو او
خپرندویه وسایلو کي څېره لوڅه نشي او چي کله د بند موده ورته وټاکله شي په هغه وخت کي پښېمانه شي او د آزادي په
خوند هلته خبرشي .
بله طبقه هغه څوک دي چي نه له الله تعالی ځخه حیاء
ورځي او نه د قانون له منګولو ځخه وېرېږي او نه په هغه څه پښېمانه کېږي چي کړي یې وي دا طبقه مجرمین بد ترین د
انسانانو دي .
څرنګه چي حیاء د انسان د شرف او عزت د پېژندلو نښه ده په دې
اساس په هرمسلمان باندي لازمه ده چي هروخت د هغه قول و فعل له حيا ځخه سرشاروي دا د صالح مسلمان د پيـژندلو نښه
ده بي حيائي د یوه انسان د سپکتیا او بي حیایې نښه دي مونږ باید په خپلو ټولو کړو کي
په لومړي سر کي له الله تعالی ځخه حیاء مراعات کړو او په دوهم قدم کي په دې اساس چي مونږ په حیاء کولو مکلف یو او
زمونږ دین اسلام له سرځخه تر پایه حیاء ده هغه څه چي نه شرعا ښه کار وي او نه یې د الله تعالی بندګان ښه ګڼي په
تنهایې او د نورو په مخکي د مطلوبه حیاء په وجه ونکړو .
دلته به مونږ ځیني
هغه نصوص او روایات چي د حیاء په هکله په دیني کتابونو کي راغلي ذکر کړو ترڅو ښه
وپوهېږو چي حیاء یعني څه او ولي ؟
عن أبي أمامة قال
ال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أفش السلام وابذل الطعام واستحي من الله تعالى كما تستحيي رجلا من رهطك ذا
هيئة وليحسن خلقك وإذا أسأت فأحسن فإن الحسنات يذهبن السيئات. (الطبراني)
له ابي امامه رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه
وسلم وفرمايل : پيژاند او نا پيژاند ته سلام وراچوه او خلګوته ډوډۍ وركوه او له الله تعالى ځخه داسي حيا كوه
كه د خپل قوم له يوه هيبت ناكه شخص ځخه چي حيا كوې او خويونه د بايد ښه وي چي له چا سره د بد وكړو بيا ښه هم ورس
ه كوه ځكه چي نېك عملونه بد عملونه ختموي .
عن سعيد بن يزيد أن رج
ا قال للنبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم أوصنى قال استح الله كما تستحيى رجلا صالحا من قومك. (الدارقطني-
عب الايمان)
له سعيد بن يزيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دى چي يوه
سړي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل : چي ماته وصيت وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي له
الله تعالى ځخه داسي حياكوه لكه په خپل قوم كي چي له يوه نيك سړي ځخه حيا كوې .
عن أنس قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إن لكل دين خلقا وإن خلق هذا الدين الحياء. (م
سند أبي يعلى)
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله عليه
وسلم وفرمايل : هر مذهب اخلاق لري او د اسلام د دين اخلاق حيااو شرم دى .
عن عائشة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: إن ا
حياء من الإيمان وإن الإيمان في الجنة ولو كان الحياء رجلا لكان رجلا صالحا. (مكارم الأخلاق للخرائطي)
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه
و سلم وفرمايل : چي حيا د ايمان يوه برخه ده اود ايمان ځاى جنت دى او كه چيرته حيا
دسړي په څېره واى نو نېك او صالح سړی به واى .
عن سالم بن عبد الله عن أبيه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم مر على رجل من الأنصاروهو يعظ أخاه في الحياء فقال رسول الله صلى ا
له عليه وسلم دعه فإن الحياء من الإيمان (صحيح البخاري)
رسول الله صلى ال
ه عليه وسلم له انصارو ځخه يو سړي وليد چي خپل ورورته ئي د
حياپه باره كي نصيحت كولو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي پرېږده ئي , ځكه چي حياء د ايمان يوه
برخه ده .
مطلب دا چي په لنډ ډول بايد انسان
په دې پوه شي چي څوك حيا نلري د هغه ايمان نيمګړى دى او حيا له ايمان او عقيدي سره مستقيم تماس لري
.
عن أبي هريرة قال قال النبي صلى الله عليه ووسلم: الإيمان بضع
وسبعون أو بضع وستون شعبة أفضلها شهادة أن لا إله إلا الله وأدناها إماطة الأذى عن الطريق والحياء شعبة من ا
إيمان. (مسلم)
له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دى چي رسول الله
صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي ايمان څه د پاسه اويا(70) , ياڅه د پاسه شپېته (60) شعبې دى , بهترينه شعبه ئي لااله الالله (د الله تعالى د توحيد ګواهي وركول) دى او تر ټولو ټیټه شعبه ئي له لاري ځخه د ضرر ل
ي كول دى او حياء د ايمان يوه شعبه ده.
عن عبد الله بن مسعود
ال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم استحيوا من الله حق
الحياء قال قلنا يا رسول الله إنا نستحيي والحمد لله قال ليس ذاك ولكن الاستحياء من الله حق الحياء أن تحفظ
الرأس وما وعى والبطن وما حوى ولتذكر الموت والبلى ومن أراد الآخرة ترك زينة الدنيا فمن فعل ذلك فقد استحيا من
الله حق الحياء (سنن الترمذي)
له عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه
ځخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ دخپلو اصحابو يوې ډلي ته وفرمايل: لكه څرنګه چي حق د حياء
دى داسي له الله تعالى ځخه حياكوۍ ، صحابه وو ْوويل چي م
ونږ خو الحمد لله حيا كوو , رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : چي دغه حياء نه
ده له الله تعالى ځخه رېښتیني حياء داده چي سر او په هغه كي موجود اعضاء , او خيټه او دهغي خواوشاْوساتي او مرګ او آزمېیښتونه درپه ياد كړې
او كه څوك آخرت غواړي د دنيا زينتونو ته دشاكړي څوك چي داشيان وكړي نو په رېښتيااو
په حقيقت سره ئي له الله تعالى ځخه حياكړي ده.
عن أبي سعيد الخد
ي قال كان رسول الله صلى الله عليه وسلم أشد حياء من عذ
اء في خدرها وكان إذا كره شيئا رأيناه في وجهه صلى الله عليه وسلم (البخاري)
له ابو سعيد الخدري رضي الله تعالى عنه ځخه
وايت دى هغه فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ترهغي پاكي پېغلي زياته حيا د
لودله چي د خپل مخ په لوڅولو شرمېږي او چي كله به ئي له يو شي ځخه کرکه وشوه نو مونږ ته به د هغه له څېري ځخه مع
ومات كېدلو .
يومسلمان شاعرد حیاء په هکله
وائي:
إذا لمْ تخشَ عاقِبَةَ الليا
ي................................................................. ولم تسْتحيِ فاصْنَعْ ما تَ
اءُ
وربّ قبيحة ما حال بيني.............................................................................. وبين
كوبها إلا الحياء
فكان هو الدواء لها ولكن
......................................................................... إذا ذهب الحياء فلا دواء
إذا رُزق الفتى وجها وقاحا.................................................................... ت
لّب في الأمور كما يشاء
چي كله د شپو له انجام ځخه نه وېرېدلي او حياء د نه
وه نو چي څه د خوښه وه هغه كوه, ډېر ځله زما او د يوبدكار په مينځ كي حيا مانع واقع شوي ده د هري ګـناه علاج حياء
ده او چي حياء ختمه شوه بيا د ګناه علاج نشته , چي كله د ځوان مخ بي حياْواو بېشرم شي
نو چي ځـرنګه ئي خوښه وه هغسي دپه بدوكارونو كي ځان لړي .
بل داچي ملګرتیا او ناستي ولاړه هم له هغه چا سره چي حیاناک وي ځکه چي حیاناک انسان کله هم په يوه
داسي کار لاس نه پوري کوي چي هغه کار عیب ولري او ته به هم ورسره حیاناک شې ، که دکله د یوه داسي کار اراده وکړه
چي هغه غیر اخلاقي او عیب جن وو نو هغه به تاهم هغه کار ته نه پرېږدي .
علي كرم الله وجهه فرمائي:
أحبو الطاعات بمجالسة من يستحيا م
نه. (آداب الصحبة)
د حياناكو انسانانو په مجلس
او ناستي له نيكو كارونو سره مينه پيدا كړۍ .
عبدالله د امام احمد بن ح
نبل زوي رحمة الله تعالى عليهما فرمائي :
ما أوقعنى في بلية إلا صحبة من لا احتشمه. (آداب الصحبة)
زه تل
په مصيبت كي هغه چا اچولى يم چي ز ما به حيا نه ورځخه كېدله .
شاعر
وائي:
إذا قلَّ ماء ا
وجه قلَّ حيـاؤه ........................................................... ولا خير في وجهٍ إذا قلَّ ما
ه
چي كله د كوم مخ اوبه ختمي شي حياء ئي هم كمه شي په هغه مخ كي هېڅکله هم
خير نشته چي اوبه ئي ولاړي شي .
نوټ :
خو یوه خبره یاد ساتل ضروري ده چي کله له یوه مسلمان نارینه او یا ښځي سره داسي یوه پوښتنه پیداشي چي
د هغې په هکله ورته ددین حکم معلوم نه وي نو هرو مرو د پوښتنه کوي او حیاء یې باید مانع ونه ګرځي او ددې خبري د
تایید لپاره مونږ هغه حدیث رانقلوو چي له أم المومنین عایشة رضي الله تعالی عنها ځخه یې روایت شوی دی هغه فرم
ایې :
نعم النساء نساء الأنصارلم یمنعهن الحیاء أن یسألن عن أمر
دینهن .
د مدینې منورې د انصارو ښځي ډېري ښې ښځي دي حیاء یې له دې ځخه نه راګ
ځوي چي ددین په هکله پوښتنه وکړي . په دې اساس حياء باید انسان له یوه نېک او روا کار ځخه او همدارازله حقیقت او
رېښتیاویلو ځخه راو نه ګرځوي او له دې ځخه ماسوا په نورو ځایونو کي حیاء د انسان لپاره
ګېڼه وي چي انسان ورباندي ښه ښکارېږي او بې حیایې یوتور داغ دی چي د انسان څېره ورباندي بدنما ښکارېږي
.
الله تعالي ته لاس په دعا یو چي هغه مونږ او ز مونږ وروڼه ، خپلوان،
دوستان، او اولادونه او ټول مسلمانان نر او ښځي د حیاء په همېل ښکلي کړي (آمېن)