دخپریدو نیټه : 2006-09-02 مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي
دنړیوال جال (Internet) له لاري د الله تعالی لورته بلل
قدوسي سلیمانخېل
د الله تعالی
لورته د دینی پوهي په رڼا کي د خلګو رابلل تر ټولو کارونو غوره کارده چي یو مسلمان خپل وخت او ځان ورباندي مصروف وساتي دا ځکه چي دا د پیغمبرانو او
نبیانو علیهم السلام دنده ده ...
الله تعالی فرمایې : (( أدع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة )) راوبوله ستا د پروردګار د لاري لورته په پوهنه او
هوښیاري او په ښه ښکلي نصیحت سره .
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایې : (( لئن يهدي الله بك رجلا واحدا خير لك من حمر النعم))
که الله تعالې ستا په ذریعه یو چاته سمه لاره وښیي دا
تاته تر (هغو) سرو اوښانو غوره ده (کوم چي په عربو کي یې مخکي هم ډېر زیات ارزښت درلود
او اوس یې هم لري) .
د الهي او نبوي ارشاداتو له مخي په هر مسلمان باندي لازمه ده چي د ا
له تعالې لورته د رابلني لپاره د انبیاوو او مصلحینو او رېښتینو داعیونو کړنلاره تعقیب کړي ، په بېلابېلو ډګ
ونو کي د ژوندانه له نوښت سره له خلګو سره د تماس نیولو په طریقو کي هم ډېر زیات بدلون راغلی دی ، په تېرو وختونو کي به د داعیونو ګرزندویه ډلي د خلګو د ناستي ولاړي عمومي
ځایونو ، جوماتونو او بازارونو ته ددې لپاره ورتللې چي هغوی د الله تعالی لورته راوبولي خو د عصري تکنالوژي او
نویو پرمختللو وسایلو له کبله ددعوت کار هم بېله بڼه غوره کړي ده ، نن ورځ داعي د رادیو او تلوېزیون له لاري ، د کتابونو د نشرته سپارلو له لاري ، د مجلو
اوو رځپاڼو او کېسټونو د خپرولو له لاري ملیونونو انسانانو ته د الله تعالی پیغام آوروي ، د الله تعالی لورته د دعوت لپاره په ورته بڼه دا نړیوال جال (Internet) هم د څو عمده وجوهاتو پر اساس تر ټولو غوره پرمختللي وسېله
ده:
۱ـ په بېساري توګه ددې نوي حیرانوونکي تکنالوژي لورته د خلګو زیات پام : نن ورځ دا نړیوال جال د هر هغه چا لپاره
یو مرجع ګرزېدلی دی چي غواړي د یوې ټاکلي موضوع په هکله څېړنه وکړي ، د هر زده کونکي
پاره که هغه د مذهبي علومو وي او که د دنیوي علومووي یو د پناه ځای جوړ
وی دی ، په تېرو وختونو کي د اسلام په هکله د بشپړو او صحیح معلوماتو را یو ځای کول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کي یو
مشکل کار ګڼل کېدو خو نن ورځ وضعي بالکل تغیر موندلی دی اسلام د خلګو کورونو ،
پوهنتونونو ، بلکه د هغوی مخصوصو اطاقونو ته ننوزي یو نېوزیلندی ځوان چي اسلامي نوم یې احمد دی وایې چی هغه درې
کاله کېږي چي ددې نړیوال جال له لاري مسلمان شوي او پلاراومور یې د هغه په مسلمان کېدلو تراوسه لا نه دي خبر یوه بله امریکایې پېغله چي اسلامي نوم یې جمیله ده وایې چي ددې جال له لاري مسلمانه شوي
ده ، دا پېغله د اونۍ په درشل کي د ورځي په مهال د کار په ځای کي ددې جال له پاڼیو ځخه
اسلامي کتابونه چاپوي او د اونۍ په پای کي د هغوی په کتنه
د ر خصتي په مهال ورځي اوشپې روڼوي یو مسلمان داعي وایې چي په هره اونۍ کي ګڼ شمېر لیکونه د نړۍ له ګوټ ګوټ ځخه
ورته راځي چي په هغوی کي ځیني د لوېدیزو هیوادونو داتباعو وي چي د اسلام په هکله پوښتني او ګروېږني کوي .
۲- ددعوت لپاره ددې وسیلې کم لګښت : که یو انسان د یوه وړوکي کتاب د چاپولو
لپاره فکر وکړي نو په زرونو مبلغ لګښت به یې اټکل کړي او که همدغه کتاب
ددې جال له لاري خپور کړي نو هیڅ د یادولو وړلګښت به یې نه وي ، نن ورځ زیات تره نړیوال شرکتونه بې لګښته چوپړ
وهي چي د الله تعالی لورته داعیون له همدې چوپړ ځخه کار اخیستلی شي .
3- له دې وسیلې ځخه په ډېره آساني
سره کار اخیستل : ددې جال له لاري د الله تعالی لورته بلل یو ډېر آسانه
کار ده چي نه کورسونو او نه شهادتنامو..... ته اړتیا لري ډېرو وروڼو په ډېر لږ وخت کي په دې جال یا خو ځانته پاڼي
جوړي کړي ، یایې مرکې کړي او یایې لیکني خپرې کړي دي او ددې جال په هکله یې پوهنه دومره
زیاته شوي چي نور خلګ یې له هغوی ځخه زده کوي ، ما هم ډېر کم وخت کېږي چي دې ډګر ته مي را
دانګلي او د الله تعالې رحمت ده چي اوس ددې لیکني له لاري له تاسي سره خواله کوم .
۴- دا جال په زیات ترو وختونو کي له خلګو سره د مستقیم تماس وسیله نه
ده دا جال داعي ته وخت او مهلت ورکوي د مثال په توګه که هغه وېده وي یا م
سافر وي او یا په څه کار مشغول وي نو هم خلګ د داعي له لیکنو او یادهغه له هغو پاڼیو ځخه ګټه اخېستلی شي چي په
هغي کي داعي خپل دیني معلومات ځای کړي وي دا هغه خطیب امام او یا عالم ته ورته نه ده چي په مسجد کي خلګو ته دین
بیانوي ځکه چي د هغه د خوب ، سفر او مصروفیت په وخت کي خلګ له هغه ځخه استفاده نشي کولی خو ارزښت یې په خپل ځای کي
ته دی او وي به . په همدې شکل که یو څوک درځخه مخامخ د یوه دیني مسالې پوښتنه وکړي او
تاته د هغې ځواب معلوم نه وي نو ضرور به ورته وایې چي ماته نه ده معلومه خو که په دې جال یو څوک له تا ځخه پوښتنه
وکړي نو هغه تاته ددې بشپړ مهلت او وخت درکوي چي د هغې مسالې په هکله معلومات را یوځای کړې او یا له یوه عالم ځخه
پوښتنه وکړې او بیا هغه پوښتونکي ته ځواب ورکړې او داسي نور...
۵- ددعوت په ډګر کي ددې نړیوال جال وچکالي او
ه هغه ځخه د استفادې اړتیا : د زیاتي خواشیني ځای دی که ووایم چي له دې جال ځخه د استفادې په ډګر کي نړیوال له مونږ
ځخه ډېر پرمخ تللي دي اونن مسلمان داعیون په هغوی باندي د استفادې د مېتودونو د زده کولو کچکول ګرزوي او دا یو څ
رګند واقعیت دی چي څوک سترګي نشي پرې پټولای او دایوه ځانګړي د بحٍث موضوع ده چي څېړلو ته اړتیا لري .
نو
راځۍ چي سر له نن ځخه هغه وروڼه چي له دې جال ځخه ریښتوني ګټه اخېستلي شي دا هوډ وکړو چي نور
مونږ هر لیکونکی د خپل استعداد سره سم لومړی د خپلو پښتنووروڼو لپاره هغه لیکني پېرزو کړو چي هم په
دنیا او آخرت کي هغوی ته یو د خوشحالي زېری ورکړي
او هم مو آسماني رسالت او ددعوت مسئوليت چي د انبیاء
كرامو دنده ده سرته رسولي وي نن که مونږ مسلم
انان او په تېره بیا پښتانه په هر سرنوشت اخته یو دا زمونږ د پوهي طبقې دمسئوليت د نه احساس زیږنده ده چي هغوی ته
سپارلي شوي دندي یې کماحقه سرته نه دی رسولی الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ تېروتني راوبښې او له مونږ ځخه زم
ونږ د ستړي امت او ملت لپاره هغه کار واخلي چي هغه هم دا ځورېدلي او ځپلي په پښو ودروي
او هم د الله تعالی د رضا موجبات برابر کړي ( آمېن)