مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حضرت محمد ص دوصيتنامې په نوم يو ليک

صوفي زاده - هالنډ

مسلمانه وروره اومسلمانی خوری!
دا وصيتنام ه دشيخ احمد(چه درسول اکرم صلی الله عليه وسلم دروضی مبارکی او دحرم شريف د کنجيانو ساتونکی دی)  دنړئ  دټو و  مسلمانانو  لپاره دی.
شيخ احمد وايي چه: شپه دمحمد مصطفی صلی الله عليه سلم په حرم شريف کښی د قرآن پاک په تلاوت بوخت وم چه خوب را باندی غلبه وکړه او په خوب کښی می خوږ نبی صلی الله عليه وسلم وليدل چه راته فرم ايی:زماامتيانوته اووايه چه په همدی هفته کښی څلويښت زره کسان ددنيا نه بی ايمانه لاړل او دجاهليت په مرگ مړه شول، ښځی دخپلو دخاوندانواطاعت نه کوی،نرانو ته خپل بدن اوزيبائی بغير دستراو حجابه ښکاره کوی اودخاوندانو داجازت او خبرولونه بغيردکورونونه بهراوځی. مالداران ذکات نه ورکوی، دحج فريضه نه ادا کوی اوزما امتيان يوبل دبديو او منکراتو څخه نه منع کوی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خلکو ته اووايه چه: دقيامت ورځ ډير نږدی دی اوپه آسمان کښی به يوه ستورئ ظاهره شی چه ټولو خلکو ته به په وضاحت سره ښکاری، لمربه ځمکی ته نږدی شی، دآسمانونودروازی به وتړلی شی، قرآن پاک به دځمکی څخه ټول کړلئ شی اوآسمان ته به انتقال شی چه دهغی نه وروسته به د هيچا هم توبه نه قبليری.
شيخ احمد وايی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا وفرمايل: که چا دا وصيت نامه دمسلمانانو په منځ کښی خپره کړه نوزه به ئی په قيامت کښی شفاعت وکړم ،خير او برکت به ئی په نصيب شی اوپه رزق کښی به ئی پراختيا پيدا شی. خوکه څوک ددی نه خبر شی او ورته اهميت ورنکړی نو ډيرسخت گناه به ورته په غاړه شی، اوهم که څوک ددی وصيت نامی نه خبرشی او دمسلمانانو په منځ کښی ئی خپره نکړی او خلک خبر نکړی  نو دالله جل جلا ه درحمته څخه به محرومه شی ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما څخه وغوښتل چه خلک خبر کړم چه دالله تعالی جل جلاله څخه د گناهونو معافی وغواړئ او دخپلو د اعمالو په اصلاح کولو کښی کوششونه وکړئ.


څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه دځان په تباهئ کښی خپل د دښمن(شيطان) سره مرسته کوی.
څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه شيطان خپل دښمن گڼی خو بيا هم ورسره په يوه لاره ځی.
څومره بدبخته به وی هغه انسانان چه دڅو ورځو محدود ژوند د آرامتيا دپاره خپل دابدی ژوند دآرامتيا څخه تيريږی.
ای مسلمانانواوس هم ناوخته نده توبه وکړئ، دالله "ج" څخه دګناهونو معافی وغواړئ اوپه آخرت کښی دآرامتيا او کاميابی اسباب، د ت ونه مخکی وليږئ. دروژی مبارکه مياشت ددی نيک هدف دترسره کولو لپاره ډيره ښه موقعه ده اوداسی يوه  ښه موقعه بيا بيا نه راځی اوبيا زمونږ دعمرونو ضمانت چاکړئ چه مونږبه ترراتلونکی روژی مبارکی مياشتی پوری  ژوندی يو اوکه نه؟

گرانودوستانو! داوصيتنامه، نوې وصيتنامه نه ده اوپخواهم خپره شوې خو ديادوني لپاره او ددې لپاره چي دروژې دمبارکي مياشتي څخه په لوړه کچه نيکه استفاده وکړو ، راته ښه ښکاره شوه چي يو ځل بيا يې هم خپلوگرانوهيوادوالو ته وړاندي کړم.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسوورورسليمان شاه صوفی زاده ، ستاسودنيکودعاگانوپه هيله.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery