مسجد(Mosque) د کلمي په اعتبار د سجدې کولو ځای او وخت
ته ویل کېږي ځکه چي دا د عربي په ګرامر کي دظرف زماني او مکاني صیغه (توری) دی ، خو په اسلامي شریعت کي له هغه
ځای او ودانۍ ځخه عبارت دی چي محراب ولري او اذان په کي وچتېږي او د قبلې لورته برابر وي اوهلته مسلمانان په
اجتماعي شکل د الله تعالی له خوافرض کړل شوي لمانځه ته پنځه وخته حاضرېږي تر څو یې په یو ځای په جماعت سره ادا
کړي .
که له نن ځخه لږ څه د تېر تاریخ پر مخ ور تېرشو ویلای
شوچي مسجدد پنځه وخته د جماعت د لمانځه تر څنګ یوه مذهبي، دیني ، ټولنېزه ، سیاسي ،
اقتصادي او تربیوي موسسه وه چېرته چي به مسلمانانو د اسلام په ابتدا کي له همدغه ځای
ځخه دا ټولي چاري پر مخ بېولې ولو که یې په نن سبا کي هغه قیادي رول نسبتاً له مېنځه تللی دی .
درې م
سجدونه د ځمکي په مخ داسي دي چي الله تعالی ورته بېل خصوصیتونه ورکړي دي په همدغو د
یو مسجدونو کي د عبادتونو اجر او ثواب د نورو مسجدونو په پرتله څو ګونه زیات دی او د اهمیت په لحاظ یې مونږ په
ترتیب سره یاوو:
لومړی مسجد المسجد الحرام دی چي په مکة المکرمة کي د اوسنۍ نقشې له مخي په کعبه مشرفه
راتاودی .
دوهم مسجد المسجد النبوي الشریف دی چي په المدینة المنورة کي د
سول الله صلی الله علیه وآله وسلم د روضې مبارکي خواته واقع دی .
درېیم مسجد المسجد الأقصی دی چي
په البیت المقدس کي واقع دی چیرته چي زمونږ ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه سفر کړي او هلته یې
په خپل جسم اوروح په روحاني شکل د ټولو انبیاوو امامت کړی دی ، هغه سلیمان بن داوود
علیهم السلام جوړ کړی څو ځلي یې ترمیم شوی دی او وروستۍ بناء یې د عبد الملک بن مروان په لاس په ۷۲ هجري ۶۹۱ مېلادي کي شوی ده چي تراوسه لاشته خال خال ترمېمونه یې په دې وروستيو پېړیو کي په دې
وجه شوي دي چي د غاصبو یهودانو له خوا ورته زیانونه اوښتي دي لکه په تېره پېړۍ کي چي اور په کي ولګول شو، دا م
سجد مسلمانان زیات ځوروي ځکه چي د یهودو په ولکه کي دی او هره ورځ یې توهېن او اهانت کېږي او مسلمانانو ته دا
توهېن د برداشت قابل نه دی .
په دې اساس چي له مسجد ځخه ددین او دنیا د رغونې چاري پرمخ بېولي کېږي هغه
د اسلامي ټولني سرلیک او د پېژند ګلوي شعار او څلی دی ، سرلیک خو ځکه دی چي له همدې ځای ځخه ټولي هغه قوماندې او
پرېکړي پلي کېږي کومي چي د انساني ټولني د خدمت لپاره د یو مسلمان دندي او واجبات ټاکي .
کوم
فعالیتونه چي یو مسلمان یې په مسجد کي د الله تعالی له حکم سره سم سرته رسوي هغه د نور ژوند د سموني لپاره یوسم
بول دی کوم څه چي یو مسلمان مکلف دي په مسجد کي مراعات کړي هغه په ده فرض ده چي په به
ني ژوند کي یې هم په پام کي وساتي .
د مثال په توګه که مونږ په دې مکلف یو چي مسجد ته د لمانځه لپاره د
کالیو او بدن له طهارت ، نظافت ، پاکي او صفایې سره په ښکلي شکل ورشو په بهرني ژوند کي هم په مونږ لازمه ده هغه د
جامې او بدن نظافت مراعات کړو ځکه خو مسجد ددیني او دنیوي چارو د امتزاج او ګډون یوه ژوندۍ بېلګه دی
.
مسجد هغه ځای دی چېرته چي مسلمانان هلته د مړه او ژوندي ، روغ او ناروغ ، وږي او مسکین او همدا راز د مسلمانانو په اجتماعي اړیکو یو او بل خبروي .
په مسجد کي امام او
نور داعیون ضرورهفته وار اسلامي درسونه ورکوي هلته د جمعې په ورځ خطبه ورکوله کېږي
چي په هغه خطبو کي د ژوند په لارو او چارو او همداراز مسلمانانو ته د ورپېښو ستونځو او مشکلاتو په هکله وینا
ګاني کېږي ، د اخلاقي ارزښتونو او د مسلمانانو تر مینځ په اړیکو او معاملاتو مفصلي
خبري کېږي چي له مسلمان لمونځ کوونکي ځخه غواړي چي کله له مسجد ځخه ووزي په خپل ورځني ژوند کي هغه بیان شوي اصول
عملي کړي په همدې شکل مسجد هغه رسالت چي دین او دنیا یوله بل سره نښلوي سرته رسوي کوم چي د هغه په اساس یې وجود
مېنځ ته راغلی دی ځکه خو مسجد په اسلامي فرهنګ او ټولنه کي د قدر وړ او ارزښتمن مقام لري .
که د م
سجد بنیانګذاري یواځی د پنځه وخته لمانځه او عبادت لپاره وای بیا به الله تعالی په زیاتو قرآني ایتونو کي د
هغوي په جوړولو او په پابندي سره ورتګ او حاضرېدلو دومره ټېنګار نه وای کړی او نه به رسول الله صلی الله علیه
وسلم هغه ته دومره په ارزښت قایل شوی وای ، ددې ټولو آیتونو چي د مساجدو په هکله په قرآنکریم کي راغلي دي او د
هغو ټولو نبوي ارشاداتو چي د مساجدو د فضېلت په هکله یې امت ته وړاندي کړي دي مقصد دادی چي هغه د اسلامي ټولني د
راهنمایې مرکز او د ښېرازۍ سرچینه ده ، که داسي نه وي نو الله تعالی مساجدو او قبلې ته څه ضرورت نلري او هغه له
مسجد او قبلې ځخه غني او بې پروا ذات دی کوم چي فرمایې :
اینما تولوا فثم وجه الله .
هر
ورته چي (په لمانځه کي) مخ واړوې هلته الله تعالی شته .
په بل ځای کي فرمایې:
ليس البر
أن تولوا وجوهكم قبل المشرق والمغرب ولكن البر من آمن بالله واليوم الآخر ... الآیة
دانېکي نه ده چي د
ختېځ او لوېدېځ خوا ته مخونه اړوۍ لېکن نېکي داده چي په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان ولرۍ .
د مسجد
له تاسېس ځخه مقصد دادی چي هلته زیات مسلمانان رایوځای شي او هلته د لمانځه تر څنګ نور هم زیات عبادتونه پر ځای
کړي .
دلته یوه بله خبره چي یادول یې ضروري ګڼم هغه دا چي کله د عبادت کلمه ذکرشي زموږ زړونو هغه م
فهوم تېرېږي چي هغه لمونځ روژه او نوافل دي خو داسي نه دی د عبادت مدلول پراخه بڼه لري ددې لپاره چي نور هم ښه پوه
شو اول د عبادت دکلمې معنی ته باید ځېرشو ، عبادت او عبودیت غلامي مرېییتوب ته وایې او
عبد غلام یا مریېی ته وایې له عبادت ځخه د معبود کلمه جوړه شوی ده چي معنی یې ده هغه بادار چي د هغه غلامي کېږي که
په دې مفهوم وپوهېږو نو په عین وخت کي به د غلام او بنده په واجباتو هم وپوهېږو چي د هغه څه سرته رسول دی کوم چي
ورته خپل بادار امر کوي او دهغه له هدایاتو سره سم ژوند تېرول دی .
د تېر بحث په اساس مونږ مسلمانان
په دې مکلف یو چي هرڅه د الله د تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د هدایاتو په رڼا کي ترسره کړو او خپل
ټول کړه وړه د اسلام په چوکاټ کي منسجم کړو که داسي وکړو نو مونږ د الله تعالی بشپړ عبادت کړی دی او که یواځی
مونځ عبادت وګڼو او نور هرڅه مو له اسلام ځخه خلاف وي نو الله تعالی د ونکړي عبادت مو نېمګړی دی .
په دې
اساس که مونږ وایو چي مسجد د ټولو عبادتونو د تکمېل منبع ده نو د عبادت وسیع مفهوم مو مقصود دی چي هغه له ټول
ژوندانه سره تعلق لري ځکه خو مسجد د دین ، دنیا ، لمونځ او اخلاقي ارزښتونو تر مینځ د تماس يوه مرکزي کړۍ ده
.
که مونږ وایو چي په مسجد کي دنیوي خبري مکروه دي او هغه یواځي د عبادت ځای دی په دې باید وپوهېږو چي
له دنیوي خبرو ځخه مو غرض هغه بې مقصده خبري دي چي یواځي دنیوي چاري په کي سپړو، که مونږ ددېن له نظره دنیوي چا
ي په مسجد کي څېړو ددې اجر تر نفلي لمانځه زیات ده ځکه چي د نفلي لمونځ تعلق یواځي له لم
ونځ کوونکي سره دی چي هغه ته یې ثواب ورکېږی او د دین په رڼا کي ددنیوي امورو او معاملاتو دڅېړلو تعلق له ټولني
او دالله تعالی له بندګانو سره دی چي د ټولو انسانانو نېکمرغي په کي مطلوب دی .
څرنګه چي زمونږ هېواد او ټولنه د بیارغوني په حالت کي قرارلري او دا کار له مونږ ځخه زیاته قرباني
غواړي د وخت د غوښتني په اساس مونږ په موجوده وخت کي هغه څه ته اړتیالرو چي هغه په الله تعالی زمونږ عقیده
ټېنګه کړي زمونږ ولس او هېواد چي له سترو ګواښونو سره مخ دی دهغوی اخلاق او ژوند و رغوي
.
په دې اساس په مونږ لازمه ده چي د الله تعالی له اجر ځخه پرته نور د چا
د احسان او مرستي انتظار ونه باسو او د اوسنۍ اوضاع په نظر کي له نېولو سره خپلي اص
احي هڅي ګړندۍ کړو د هېواد او هېوادوالو د اخلاقي بیا رغوني لپاره یوازینۍ لاره همدا ده چي مسجد ته په ټولنه کي
هغه مقام ورکړو چي مخکي یې درلودلو، خپل ژوند حتی الامکان له مسجد سره ونښ
وو، خپل هغه ټولنېز فعالیتونه بېرته مسجد ته منتقل کړو کوم چي به مخکي هلته تر سره
کېدل ، تر هرڅه د مخه په خپل هېواد کي د امامانو دروزني لپاره مدارس تأسیس کړو ، دهغوی د روزني لپاره علمي کاد
ونه له اسلامي نړۍ ځخه استخدام کړو د اسلامي نړۍ د علمي ماهرینو او د تعلیم په ډګر کي
د هغوی له تجارباتو او مهارتونو ځخه د خپل هېواد د زامنو دروزني لپاره ګټه واخلو تر
څو د خپلو مساجدو لپاره غوره پېش امامان وټاکو چي په علمي پانګو بېله افراط او تفریط
ځخه غني وي اود اخلاقو په عالي معیارونو او تقوی موصوف وي ، په مساجدو کي د ماشومانو ، ځوانانو، او سپین ږې
و لپاره هفته وار درسونه او اصلاحي تقریرونه پیل شي ترڅو خلګ د خپل دېن په مزایاووخبر اوپوه شي ، د مساجدو په څنګ دیني کتابتونونه پرانېزو چي په ساده پښتو ژبه ژباړل شوي کتابونه په کې د
کتني او استفادې لپاره موجود وي ، دمسجد په خوا کي د ماشومانو او ځوانانولپاره هلته
د زدکړي او لوست روزنتونونه(حجرې) جوړي شي ترڅو هغوي پوه کړل شي چي زمونږ دین صرف د
عارونو او یا له ژوندانه ځخه د بېلو عبادتونو نوم نه دی بلکه دا د ټولني د نېکمرغي یو زېری او د هغې د رنځونو او
کړاوونو علاج دی ، ددې لپاره چي د ټولني په ژوندانه کي د مسجد وړانګي خپرې شي په کار
داده چي مسجدد ټولنيزو ټولوخیریه کارونو د پیل نقطه جوړشي .
په همدغه صورت کي به مسجد د ټولني په
اصلاح او سمون کي خپل زوړ رول ولوبوي او په ټولنېز جوړښت کي به
ورځخه مطلوب کار واخېستل شي په همدې شکل به زمونږ ژوند نېکمرغه او ټولنه به مو پرمختګ وکړي او که اوس په دې
کار لاس پوري نکړو نو بیا خدای مه کړه له افغانستان ځخه به یوه نوي اسپانیا جوړېږي کوم چي
دداسلام ددښمنانو یو زوړ آرمان او موجوده پلان دی .
عبدارحمان بابا(رح) ښه وایې
:
تروخت
تېري اوبه بېرته نه جاروزي
نه جاروزي تېر ساعت په بېـــرته بیا