شريف بهاند - جرم ني ۷ سپټمبر۲۰۰۶
خونړۍ پولي
خونړۍ پولې
هغه د پام وړ او په زړه پورې لیکنه ده، چې د رالف پیترز له خوا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت د وسله والو
ځواکونو د Armed Forces Journal (AF J) د مجلې د جولای د میاشتې په گڼه کې خپره شوې ده. لیکوال په خپلې دغې لیکنې کې په کره کتنې
توگه د نړۍ په ځینو برخو، د ساری په توگه په افریقا او تر ټولو دمخه د نږدي او منځني ختیځ په ستراتیژیکو سیمو کې د
مصنوعي او غیر منصفانه پولو رامنځته کیدل تر نیوکې لاندې نیولي دي او وایي، چې: "د افریقا د دغو غیرم
نصفانه پولو په شأ و خوا کې تر اوسه په میلیونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه بهیر لا دوام لري. خو له
افریقا پرته دغه ډول تر ټولو غیرمنصفانه پولې ... په منځني ختیځ کې رامنځته شوې دي، چې له گټو څخه یې زیان ډیر
دی"(Ralph Peters, 2006, S. 1). نو ځکه پیترز په دغې سیمې کې د ځینو قومونو او مذهبونو، لکه کردانو، بلوڅانو او شیعه اع
ابو په وړاندې د تیرو زور زیاتیو او بې عدالتیو د له منځه وړلو په موخه د نوو پولو د رامنځته کیدو، د نوې احتما
ي نقشې طرحه وړاندې کړې ده، چې د نوموړی په اند د هغې په پلي کیدو سره، ښایي په دغو سیمو کې کړکیچ له منځه لاړ او د
قومونو، ملتونو او مذهبونو تر منځه عدالت رامنځته شي.
خو په دې اړه تر هر څه دمخه دا پوښتنه رامنځته کیږي، چې
دغه غیر منصفانه پولې په څه ډول، د چا له خوا، څه وخت او د کومو موخو له پاره رامنځته شوې دي؟ ایا دا په تیره پیړۍ
کې په اصطلاح متمدن، دیموکراتیک، د ولسواکۍ او قانون پر بنسټ ولاړ ستر ځواکونه، د ساری په توگه د اِن تِن ته
Entente د تړون غړي هیوادونه، بریتانیا، فرانسه، روسیه او ایتالیا نه وو، چې د لومړۍ نړیوالې جگړې په ترڅ کې د خپلو
سیاسي او تر ټولو دمخه اقتصادي موخو د ترلاسه کولو او د ملی گټو د ساتنې له پاره، دسایکس ــ پې کوت د تړون Sykes
Picot–Abkommen پر بنسټ په پټه توگه د منځني ختیځ سیمه په خپل منځ کې سره و ویشله؟ Hans, 1998, S. 40-46 Kronberger ) ایا د بریتانیا
حکومت د باالفور د اعلامیې Balfour -Deklaration له مخې د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د ټینگښت له پاره د
فلسطین په سیمه کې د اسراییلو د دولت بنسټ کینښود (وگوري: Seleman Saliba, Kaiserslautern, 1996/97)؟ ځکه د دوی په اند: "د عربي
هیوادونو په منځ کې، چې تل یو له بل سره په کړکیچ اخته وو، باید د داسې یوه دولت بنسټ ایښودل شوي وي، چې د
یهودانو له خوا اداره او د بریتانیا تر قیمومیت لاندې وي، په دې موخه چې په دې بې ثباته سیمه کې د بریتانیا اغیز
د تل له پاره تأمین شي" (Kronberger, 1998, S. 44 Hans). ایا د بریتانیا امپراتورۍ د خپل د سرو زرو د خول، بریتانوي هند، د ام
نیت او ساتنې له پاره د خپل ښکیلاکگر سیاست پر بنسټ او د ایران په خوښاوې په ۱۸۷۱ کال کې د گولد سمیت د تړون له
مخې بلوڅان سره و نه ویشل؟ او همدارنگه د همدې موخې له پاره په کال ۱۸۹۳ کې د ډیورند د کرښې په ایستلو سره یې د
افغانستان ستراتیژیکه سیمه، د خیبر دره، له دغه هیواد څخه جلا نه کړه او پښتانه قومونه یې سره و نه ویشل؟
(وگوري: شریف بهاند، ۲۰۰۱ ، مخ.۷ ـ ۱۲ ).
په لنډه توگه د تیر تاریخ په راسپړلو سره، سړی ته دا روښانه کیږي، تی
و سترو ځواکونو، چې اوس هم په نړیوال سیاست کې مهم رول لوبوي، د وخت له شرایطو سره سم د خپلو ملي او ستراتیژیکو
گټو په پام کې نیولو او د خپلې برترې د ساتنې په موخه، د تمدن، ولسواکۍ او د دیموکراتیکو بدلونونو د پراختیا او
همدارنگه د بشر د حقوقو د ساتنې تر نامه لاندې د نړۍ په نورو برخو، په تیره بیا په هغو سیمو کې، چې یا له ست
اتیژیکه پلوه مهمې او یا هم د کرنیزو او طبیعي توکو د زیرمو له پلوه بډاي وي او دي، لاسوهنې کړي. د لاسوهنو
بنسټیزې موخې له بیلا بیلو لارو پر یادو شوو زیرمو واکمنې وه او دا ډول سیاست اوس هم لا دوام لري. نو ځکه سترو
ځواکونو په دغو سیمو کې له خپلې خوښې سره سم، د دا ډول غیرمنصفانه پولو په ایستلو او د ملتونه او قومونه په ویش
سره، ځانته داسې دوست دولتونه رامنځته کړي، چې د هغوی په مرسته خپلې گټې تضمین او د دغو سیمو د طبیعي زیرمو د تا
ان له پاره قانوني لارې برابرې کړي.
اوسمهال هم یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې له یوېخوا، د یوازینی زب
ځواک، د متحدو ایالتونو او د هغو د ټلوالې د تیلو پاتې زیرمې مخ په خلاصیدو دي او له بلې خوا تر ۲۰۲۰ کال کې پورې
یوازې د متحدو ایالتونو د تیلو لگښت څه نا څه اویا په سلو کې باید له وارداتو څخه سمبال شي (وگوري: Jürgen, Wagner, 2003,
S. 50). نو ځکه د همدې لامَلونو پر بنسټ او د دغه هیواد د صنایعو د لومړنیو اومه توکو د اړتیا د سمبالښت تضمینول،
هغه فکتورونه دي، چې ورځ په ورځ د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست په بنسټیزې موضوع بدلیږي او دا ټولې هغه نښې
نښانې دي، چې کیدای شي، په راتلونکې کې د نړۍ پر پاتې زیرمو په تیره بیا، تیلو کړکیچونه رامنځته شي. که څه هم ان
اوس داسې بریښي، چې هغه لا پخوا پیل شوي دي. ځکه، کله چې د جگړو، ټولوژنو او پوځي کړکیچونو په اړه خبرونه تر غوږه
کیږي، سړی ته ډیر ژر روښانه شي، چې د هغو تر شأ د اومه توکو، تر ټولو دمخه د هغو زیرمې ستر رول لوبوي. نو په دا
ول سیمو او یا هم د هغوی په شأ و خوا سیمو کې جگړې په خورا شدت سره دوام لري او دا ډول جگړې تر زیاتې اندازې پورې
متحده ایالتونه او ټلواله یې د خپلو اقتصادي او سیاسي برترې ساتنې له پاره ترسره کوي. په دې اړه د متحدو ایا
تونو د ملی امنیت په ستراتیژې NSS کې راغلی: "ولسمشر [باید] په پام کې ولري، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته
اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې څخه وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه
کړي"(Jürgen, Wagner, 2003, S. 41).
دا چې په رښتیا سره د رالف پیترز د نوې احتمالې نقشې طرحه، په نړۍ کې د مصنوعي او غیر
عادلانه پولو او د قومونو، ملي او مذهبي لږکیو په وړاندې د بیعدالتیو او بې بیرحمیو له منځه وړل او د هغوی له
پاره د دولتونو رامنځته کول دي او که د دغو نوو پولو او رامنځته شوو دولتونو له لارې بیا هم په غیره مستقیمه
توگه د نړۍ د تیلو، گازو او د هغوی په پایپ لاینونو او د نورو طبیعي توکو پر پاتي زیرمو د واشنگټن کنترول او په
دې توگه د دغه هیواد د ترلاسه شوې برترې د خوندي کولو هاند و هڅه ده، یوې ژورې او هر اړخیزې څیړنې ته اړتیا لري، چې
ښایي هغه په راتلونکو څو اونیو کې د محترمو لوستونکو له پاره چمتو او وړاندې شي.
خو اوس یوازې د رالف پیترز د
لیکنې ژباړه د گرانو هیوادوالو د خبرتیا له پاره وړاندې کیږي،څو دوی په دې برخه کې ژور او هر اړخیز فکر وکړي او
ځانونه د پولو دا ډول بدلون ته، چې د هغه د لیکوال په اند، نه د زورزیاتیو له لارې، بلکې په دیموکراتیکه توگه او
د ټولپوښتنو له لارې به تر سره شي، چمتو کړي. ځکه په دې لیکنې کې نه یوازې د منځني ختیځ د ځینو هیوادونو، بلکې د
افغانستان او د هغه د کاوانډیو هیوادونو د زمکنۍ بشپړتیا په اړوند ژور بدلونونه تر سترگو کیږي.
باید یادونه
وشي، چې د دې لیکنې په اصلی متن (انگلیسی) کې له ډیرو څانگیزو اصطلاحاتو څخه گټه اخیستل شوې، نو ځکه د هغې د لا ښه
پوهاوی له پاره مناسبه وبلل شوه، چې پښتو ژباړه یو څه په آزاده او ساده ژبه تر سره شي. بیا هم ښایي د ژباړې په
برخه کې ځیني نیمگړتیاوې شوې وي، چې زه د هغه له امله له گرانو لوستونکو څخه بښنه غواړم. په پای کې د ښاغلی جاوید
او مړوند بهاند له هغې مرستې څخه، چې له ما سره یې د ژباړې د اصلاح په برخه کې تر سره کړې ده، د زړه له کومې مننه
کوم.
شریف بهاند
د برلین ښار
۹ / ۹ / ۲۰۰۶
اخځونه :
۱ـ شریف بهاند: د لویې لوبې په هنداره کې د افغانستان ځ
یدنه، یو جیوپولتیکي څیړنه، ۲۰۰۱
2- Hans Kronberger: Blut für Öl, der Kampf um die Ressourcen, Wien, 1998
3- J. Wagner: Das Öl und der Krieg: in: C.
Haydt / T .Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003
4- J. Wagner: das US – amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung: in: C. Haydt / T .Pflüger / J.
Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003
5- Ralph Peters: Blood borders: in: Armed Forces Journal, 06. 2006
6- Selaman Saliba: Die Geschichte des arabisch-israelischen
Konflikts, Kaiserslautern, 1996/97
یکوال: رالف پیترز
ژباړونکی: شریف بهاند
اخځای : http://www.armedforcesjournal.com
نړیوالو پولو تر
اوسه پورې خپله وروستې بڼه نه ده ترلاسه کړې. دا به ډیره بې انصافي او بې عدالتي وي، که د آزادۍ او ښگیلاک، مه
بانې [دارا] او بیرحمي، ترهگرۍ او قانون او همدارنگه د سولې او جگړې تر منځه د مصنوعي پولو او حصارونو په مرسته
بیلتون رامنځته کړي شي.
په نړۍ کې تر ټولو زیاتې له ظلم ډکې، مصنوعي او له عدالت څخه لری پولې په افریقا او م
نځني ختیځ کې رامنځته شوې دي. دغه رامنځته شوې پولې د اروپایي ځان غوښتونکو په مرسته (کومو چې په خپلو پولو کې په
پوره اندازه ستونزې درلودې)، رامنځته کړې شوې دي. د افریقا د دغو غیرمنصفانه پولو په شأ و خوا کې تر اوسه په می
یونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه بهیر لا دوام لري. خو له افریقا پرته دغه ډول تر ټولو غیرمنصفانه
پولې (د چرچیل د تیوری پر بنسټ) په منځني ختیځ کې رامنځته شوې دي، چې له گټو څخه یې زیان ډیر دی.
اوسنۍ نقشه
په داسې حال کې
چې د منځني خیتځ رامنځته شوې پولې دومره د کار وړ نه دي. خو دغه سیمه د پولو له ستونزو پرته، لا نورې زیاتې ستونزې
هم لري، دغه ستونزې له کلتوري رکود څخه نیولي بیا د حقوقو تر نابرابری پورې، مرکوني مذهبي توپیرونه، دیني
بنسټپالنه، تر ټولو سترې غیر مذهبي او اخلاقي هاندو هڅې د اسلام ستونزې نه، بلکې د هغو ټولو نه بري او بسټیز
عامل همدا رامنځته شوې پولې دي، چې زموږ خپلو دیپلوماتانو رامنځته کړې او اوس هغه د عبادت په څیر سپیڅلې گڼې.
په
دې لیکنه کې، په پولو کې د سمون د رامنځته شوې طرحې ضمیمه وړاندې شوې ده او په منځني ختیځ کې پر کردانو، بلوڅانو او
شیعه اعرابو باندې د زغملو شوو نارواوو، نا خوالو او تیروتنو، چې هغه لا تر اوسه هم دوام لري، بیرته جبرانول
په پام کې نیول شوي دي. خو د یادونې وړ ده، چې په دې نوو رامنځته شوو پولو کې بیا هم مسیحیان، بهایان، نقشبندیان،
اسماعیلیان او داسې نور لږکي په پام کې نه دي نیول شوي. یوه بله نه بښونکې تیروتنه، چې د هغې جبران ناشونی ب
یښي، هغه د ټولوژنو (ژینوساید) په وړاندې د مکافاتو په ډول د نورو د خاورې او یا سیاسي سیمې ورکړه ده، چې ښه بی
گه یې د تیرې پیړۍ په پیل کې د عثماني امپراتورې له خوا د ارمنیانو ټول وژنه ده.
اوس په منځني ختیځ کې د نوو پولو
رامنځته کیدو ته په نه پاملرنې او همدارنگه له دغې ستونزې څخه د خلاصون له پاره د خبرو اترو په نه کول سره به
هیڅکله په دغې سیمې کې سوله او آرامتیا رامنځته نه شي. د هغو کسانو له پاره، چې د دا ډول موضوگانو له طرحې، د ساری
په توگه د پولو بدلون او د نوو دولتونو او ملتونو له رامنځته کیدو څخه کرکه کوي او یا هغه نورو ملتونو او ډلو
ته خوش خدمتې بولي، باید وویل شي، چې د اوسنیو ستونزو د له منځه وړلو له پاره کیدای شي عادلانه لار وموندل شي،
خو دا شونی نه ده، چې هغه د ټولو له پاره، یانې له بوسپورس نیولي تر سنده پورې، د منلو وړ وي. د پولو د ټاکلو له
پاره یوازنې لاره د منطقی میکانیزم لټون او د ستونزو له تشدید څخه مخنیوی دی. د نړیوال سیاست د اصولو پر بنسټ،
له جگړې څخه پرته بله اغیزمنه او ځانگړې وسیله او لنډه لار نشته، څو د هغې په مرسته د غیر منطقي پولو په اړه پ
یکړې وشي زموږ تفکر او تعقل د منځني ختیځ د پولو په اړوند زموږ مخې ته پرتې او راروانې ستونزې راپه کوته کوي. زموږ
په وړاندې د انسانانو په لاس جوړ کړي داسې مسایل پراته دي، که موږ د هغو د حل له پاره لاره و نه مومو، نو په سیم
ه کې به د کرکې او تشدد دا اور هیڅکله و نه وژل شي.
هغو کسانو ته په ځواب کې، چې نوې پولې غیر اړینې او ان د هغو په
اړه فکر کول له واقعیت څخه لری مسأله بولي، باید یادونه وشي، چې په دغو پولو کې بدلون هیڅکله په خپل ځای ولاړ نه
دی او دغه شرایط هم هیڅکله ثابت نه وو. ډیرې پولې له کانکو او کوزووا څخه نیولي بیا د قفقاز تر غرونو پورې دومره
چټکې د بدلون په حال کې وي او دي لکه څنگه چې دولتونه خپل سفیران او استازي د سترگو په رپ کې بدلوي.
یو بل له ۵۰
۰ کلونو راپدېخوا له کرکې ډک تاریخي راز، چې" لا تر اوسه هم دوام لري" هغه قومي، ژبنې او مذهبي ټولوژنه ده. تر
ټولو دمخه د هغه پیل له دا ډول پولو څخه کوو، چې د امریکایي لوستونکو له پاره په زړه پورې او ډیرې حساسې دي: هغه
دا چې د اسراییلو له پاره داسې یوه هیله، چې دغه هیواد وکولی شي، له خپلو کاوانډیو هیوادونو سره په امن او سوله
کې ژوند تر سره کړي، نو اړینه بریښي، چې اسراییل د ۱۹۶۷ کال څخه مخکې پولو ته بیرته شا تک وکړي. تر ټولو مهمه
خبره دا ده، چې د اسراییلو امنیت په دې سیمه کې تضمین شي او د هغه له پاره د سیمو په پولو کې یو څه بدلون اړین ب
یښي. خو د بیت المقدس د ښار، چې تاریخ یې له زرگونو کلونو راپدېخوا په وینو لیکل شوی، او د هغه د شأ و خوا سیمو د
پولو ټاکل، چې د ټولو اوسیدونکو له پاره د منلو وړ وي، کیدای شي زموږ اوسني نسل د هغه په اړه پریکړه ونشي کړي.
د سیمې اوسیدونکي د خپل دین او گروهې (عقیدې) په نامه هڅه و هاند کوي، چې زیاته سیمه ترلاسه کړي، څو وکولي شي،
دوی په دې سیمه کې د تیلو زیاتې زیرمې، شتمنې او ځواک ترلاسه کړي. د دې موضوع په اړه زیاتې څیړنې او لیکنې شوې دي، له
همدې کبله به د هغې زیاته څیړنه په همدې ځای پریږدو او په داسې مسألو باندې به خبرې وکړو، چې تر اوسه پورې چا په
عوري توگه د هغو په اړه څیړنې نه دي تر سره کړي.
تر ټولو دمخه د بالقان او همالیا د غرونیو سیمو ترمنځه پراته
کرد اوسیدونکو سره همیشنې او تر ټولو زیاته بې عدالتي تر سره شوې او هغوی ته د یو
زاد کردستان په نامه هیواد، حق نه دې ورکړل شوی. د یوې ټولپوښتنې له مخې له ۲۷ ــ ۳۶ میلیونو پورې کردان په
دې سیمې کې استوگن دي ( دغه شمیرنه کیدای شي سمه نه وي، ځکه یوه دولت هم دکردان سرشیمرنه په ایمان داری او آزاده
توگه نه تر سره کړې او نه یې هم د دا ډول سرشیمرنې اجازه ورکړې ده). د کردانو دغه نفوس د عراق له اوسنيو اوسیدونکو
څخه زیات دی، که د کردانو د نفوس تر ټولو ټیټه شیمرنه [۲۷ میلیونه] هم په پام کې ونیول شي، بیا هم کردان په نړۍ کې
هغه ملت دی، چې د دومره نفوس سره سره ځانته د یو خپلواک هیواد خاوند نه دی. نه یوازې دا چې دوی ځانته یو هیواد نه
ري، بلکې په سیمه کې رامنځته شوو نوو حکومتونو پر دوی باندې تل نوې زورزیاتې کړې، که څه هم دوی د گزنفون Xenophon له
وختونو څخه راپدېخواپه دغو سیمو کې استوگن دي.
د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی ټلوالې د بغداد له ماتې و
وسته ستر چانس له لاسه ورکړ، ځکه دوی د دې پر ځای چې عراق په دری برخو وویښي، کردان یې دې ته اړ کړل، د عراق په ح
کومت کې، چې له بیلا بیلو قومونو [او مذهبونونه] څخه جوړ شوی، برخه واخلي. زموږ د دغې ناکامې ستر لامَل زموږ په
بې زړه توب او د راتلونکې له پاره د یو تصور په نشتوالی کې نغښتی و. نه یوازې دا، بلکې موږ کردان دې ته اړ کړل، چې د
عراق په نوي جوړ شوی حکومت کې برخه واخلی، کردانو متحدو ایالتونو ته د ښه نیت د ښودلو په غرض د عراق په نوی ح
کومت کې برخه واخیسته. خو که په آزاده توگه ټولپوښتنه تر سره شي، په دې کې هیڅ شک نه لیدل کیږي، چې په سلو کې سل
عراقي کردان به د ځان له پاره د یو آزاد هیواد غوښتونکي وي.
په همدې ډول په ترکیې کې هم کردان، له ډیرې مودې
اپدېخوا د دولت تر زورزیاتي لاندې ژوند تیروي او د دغه هیواد د پوځ د ناخوالو ښکار دي او هغوی ته "د غرنیو ت
کانو" لقب ورکړل شوی، تر څو خپل قومي هویت له لاسه ورکړي. که څه هم په کردانو باندې دا ډول تر سره شوې زورزیاتې
په تیره لسیزه کې د انقرې له خوا لږ شوې وې، خو دغو زورزیاتیو اوس یو ځل بیا شدد موندلي او له همدې امله سړی وویل
شي، چې ترکیې خپله یو پر پنځمه ختیځه سیمه او د هغې اوسیدونکي تر خپل نیواک لاندې راوستي دي. همدارنگه که د سوریې او ایران کردانو ته دا حق او آزادې هم ورکړ شي، هغوی ټول به هم له آزاد كردستان سره ژر تر ژره
خپل پیوستون اعلام کړي. خو د کردانو په دغو حقوقو باندې نه یوازې د نړۍ دیموکراتیکو دولتونو، بلکې نړیوالو
کمیسیونونو د ساری په توگه د بشر د حقوقو کمیسیون او داسې نورو سترگې پټي کړي، خو زموږ خبري رسني له دې څخه په
عادي او کم ارزښتو موضوگانو باندې تل تبصرې کړي او کوي. دلته د یادونې وړ بریښي: چې له "دیاربکر" نه نیولي تر "تب
یز" پورې آزاد کردستان به د لویدیځ د گټو د ساتلو داسې یو هیواد وي، چې بیلگه به یې له بلغاریا څخه نیولې بیا تر
جاپانه پورې نه وي.
راتلونکې نقشه
په سیمه کې د پولو په دا ډول رامنځته کولو سره به [توازنی
رد و بدل] د عراق دری سني مذهبه ولایتونه ځانته یو دولت رامنځته کړی، چې کیدای شي هغه وروسته له
سوریې سره د یوه تړون په ترڅ کې یو ځای شي. سوریه به خپل [لویدیځ] د مدیترانې سواحل یوه ستر لبنان ته
بایلي، چې دا به د لرغونی فوننزیا Phoenencia د بیا رامنځته کیدو په مانا وي. د پخوانی عراق سوی
ي سیمه، چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه مذهبه دي، داسې یو دولت رامنځته کړي، چې [زمکنې پشپړتیا به یې] د
فارس د خلیج د دواړو خواوو په اږدو کې وي. اردن به خپله اوسنې سیمه په خپل واک کې ولري او د سعودي عربستان د
سویلې سیمې یو برخه به هم دغه هیواد ته ورکړ شي. د یادونې وړ ده، چې د دې سیمې په دوو هیوادونو لکه سعودي عربستان
او پاکستان کې به زیات جغرافیایي بدلون رامنځته شي.
په اسلامي نړۍ کې د رکود ستر لامَل د سعودي عربستان د
پاچاهي کورنۍ ادعا په مکې [معظمې] او مدینې[منورې] ده. د نړۍ یو زورواکی دولت د اسلام سپڅلي ځایونه، مکه او مدینه
او خپل ولس د پولیسو په مرسته تر خپلې ولکې لاندې نیولي دي او دغه رژیم د هیواد د تیلو د خرڅلو له امله، ستر
عاید ترلاسه کوي ـ او د دغو عایداتو په مرسته دوی وکولي شول، چې د خپل وهابیت سخته او تنک نظره گروهه د خپل
هیواد له پولو بهر نورو سیمو کې هم خپره کړې. د حضرت محمد (ص) له وخته وروسته د تیلو په مرسته رامنځته شوی دولت
او د هغه پر بنسټ ولاړ ځواک، که د عثماني امپراتورۍاو د مغولو وخت په پام کې و نه نیول شي، په ټولیزه توگه تر
ټولو زیات اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه عربي هیوادونو ته زیان رسولی دی.
په داسې حال کې، چې د نړۍ نور دینونه
او خلک د اسلام د سپیڅلو ځایونو په اړه پریکړه نه شي کولی، څومره به ښه وي، که چیري د مکې او مدینې دغه واک د اس
امي نړۍ ټاکل شوې شورا، چې د وخت په تیریدو او وار په وار سره بدلون ومومي، ترلاسه کړې ــ لکه د اسلامي نړۍ
واتیکان ــ یو داسې ځای، په کوم کې چې د دې ستر دین په بیلا بیلو موضوگانو خبرې اترې تر سره شي، نه یوازې داچې وویل
شي، داسې دې وشي. که چیرې رښتنې عدالت په پام کې ونیول شي، کوم چې کیدای شي زموږ د خوښې وړ نه وي، نو د دا ډول عدالت
په پلي کیدو سره به د سعودي عربستان د ساحلي سیمو د تیلو زیرمې د شیعه عرب نوي رامنځته شوی هیواد ته ور په برخه
شي، چې په دغو سیمو کې استوگن دي او د سعودي عربستان سویل ختیځه سیمه به یمن ته ورکړ شي. که چیرې داسې وشي، نو د
سعود د کورنې له لاسه به اسلام او نړۍ ته لږ زیان ورسیږي.
ایران یو داسې هیواد دی، چې کړکیچنې او لیونۍ پولې لري.
دغه هیواد به خپله زیاته سیمه متحده آذربایجان، آزاد کردستان، عرب شعیه دولت او آزاد بلوچستان ته بایلي، خو
له اوسني افغانستان څخه به د هرات سیمه تر لاسه کړی. یوه داسې سیمه، چې تاریخي او ژبني ورته والي له فارس سره ل
ي. ایران به یو ځل بیا نه یوازې په خټه، بلکې د ژبنې له مخې سوچه فارس شي. دلته به تر ټولو ستره پوښتنه او مهمه مس
له دا وي، چې ایا د عباس بندر د ایران حکومت ته ور پریښودل کیږي او که د شعیه نوي دولت ته ورکول کیږي.
افغانستان، چې په لویدیځ کې کومه سیمه فارس ته بایلي، په ختیځ کې به د صوبه سرحد په بڼه، چې د پاکستان شمال
ویدیځ سیمه ده، ترلاسه کړي او په دې توگه به د دواړو خواوو پښتانه ورونه سره یو ځای شي (د دې ټول ویش لامَل دا نه
دی، چې موږ د نړۍ په نقشه کې د پولو بدلون غواړو، بلکې په دې سیمو کې استوگن خلک د دې غوښتونکي دي). پاکستان، چې یو
غیر طبیعي [مصنوعی] دولت دی، له دې ویش ترمخه د بلوچستان ایالت آزاد بلوچستان ته بایلي. پاتي طبیعي پاکستان به
د سند د سنید ختیځ ته پاتي او د کراچي ښار به یې لویدیځ ته پاتې شي.
د متحده عرب امارتو برخلیک هم روښانه نه دی.
کیدای شي، چې د هغه یو برخه عرب شعیه هیواد ته ورکړل شي (یو داسې دولت، چې له ایران سره سیالې او په سیمه کې سیمه
ییز توازن رامنځته کړې). دا چې ټول سختدریځه تمدنونه دوه اړخیزه بڼه لري، نو ځکه د دوبی دولت ته د پاتې کیدو (بقا)
حق ورکول کیږي، چې شتمن خلک په دې سیمه کې خپل هر اړخیزه کړه وړه تر سره کړی شي. کویت به په خپل اوسنېو پولو کې
پاتې شي او عمان هم په همدې ډول.
په هر صورت د سیمې د پولو دغه اټکلې بدلون د سیمه د ملی او دیني فکتورونو او یا
د هغو دواړو منعکس کونکی دی. که چیری موږ داسې یو جادویی دیوار ولرو، چې دغه پولې سره وویشي، نو یقیناً موږ به
دې ته ترجیح ورکړو. خو د اوسنیو پولو له کتنې ورورسته او د دې سیمو د پخوانیو پولو په څیړنې سره یوه خبره روښانه
کیږي او هغه دا چې د شلمې پیړۍ په پیل کې فرانسوي او انگریزي سیمه ییزې غلطې پریکړې د دې پولو په اړوند څومره ناسمې
وي او دې شوو پریکړو، چې له نولسمې پیړۍ څخه وروسته د یو بل په وړاندې [فرانسویان او انگلیسان] د شرمونکو جگړو د
بریاوو او د هغو د ماتو پایلې وې، دې سیمې ته څومره زیان رسولی دی.
د سیمو د پولو دا ډول جوړول [بدلون]، چې د سیمې
د خلکو هیلي منعکسوې، ښایي اوسمهال څه نا څه نا شوني وي. خو د وخت په تیریدو او د نا اټکل شوو پیښو په رامنځته
کیدو سره، چې د وینو تویدل به ورسره مل وي، طبیعي پولې جوړې شي. بین النهرین په څو څو ځله د نورو لاسه ورغلی دی،
دا څه نوې خبره نه ده.
اوسمهال زموږ په یونیفورم کې به نارینه او ښځینه د ترهکرۍ په وړاندې خپلې جگړې ته دوام و
کړې، د ولسواکې د پراختیا او پرمختک له پاره به هاند و هڅه وکړې او همدارنگه په سیمه کې به د شته تیلو په زیرمو
باندې واک ترلاسه کړي. له انقرې نه تر کراچی پورې په زور رامنځته شوی اوسنی انسانی ویش، فدرالیزم او په سیمه کې
سیمه ییزو توپیرونو، مذهبي بنسټپالنې ته تر ټولو ښه چانس برابر او یو داسې کلتور یې رامنځته کړي، چې د سیمې
اوسیدونکي یو پر بل تورونه لگوي او یو بل ته په سپکه سترگه گوري. دغه حالت ترهکرۍ ته ښه موقع په لاس ورکړې او په
سیمه کې یې داسې شرایط رامنځته کړي، چې اوسیدونکي یې په خواښنۍ سره خپلو پولو ته گوري او په لوالتیا سره دښمنان
ټوي.
په نړۍ کې ترهکرۍ ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده او باالمقابل د انرژۍ زیرمې مخ په محدودیدو دي. په دا ډول حا
ت کې ښایي د منځني ختیځ وضعه په راتلونکې کې ښه نه، بلکې لا نوره هم خرابه شي، که سیمه په خپل اوسني حالت پاتې شي،
نو دغه وضعه د ستر او له وحشت څخه ډک بدلون زیری ورکونکی دی، چې په کې ملت پالنه تل یو ځواکمن فکتور او اسلامي
سختدریځې د ژوند نور مال حالت گرځیدلی دی، نو دا شوني بریښي، چې په دا ډول حالاتو کې متحده ایالتونه او د هغو ټ
والې په راتلونکې کې هم له پر له پسي جگړو او کړکیچنو سره مخامخ شي. ښایي عراق په سیمه کې د هیلو او پرمختیا بی
گه وگرځي، که چیری په عراق کې روان بدلون په بریالیتوب سره پای ورسیږي، خو په سیمه کې موجوده ټول نور مسایل د
ورانکاری په لوری روان دي.
که په راتلونکي وخت کې د منځني ختیځ په اوسنيو پولو کې د ژبې، خټیې او گروهې (عقیدې) پر
بنسټ بیا کتنه تر سره نه شي، نو دا له احتمال څخه لری نه بریښي، چې په سیمه کې به نورې وینې، چې زموږ وینه به په کې
هم شامله وي، توي شي.
څوک ګټونکي دي؟ او څوک هم بایلونکي ؟
ګټونکي دولتونه:
افغانستان، عربی شعیه
هیواد، ارمنستان، آذربایجان، آزاد بلوچستان، آزاد کردستان، ایران، سپیڅلی اسلامی دولت، اردن، لبنان او یم
ن
بایلونکي دولتونه:
افغانستان، ایران، عراق،اسراییل، کویت، پاکستان، قطر، سعودی عربستان، سوریه، ت
کیه، متحده عربی امارات او د اردن د سیند لویدیځه غاړه .