د اوسنيو چارواکو لپاره د منلو وړ نه دي .
حبــــــــيــــــب الله _ غمـــــــــــــــــخـــــــور
مالمو سويډن ٢٠٠٤ _ اګست ٤
څه موده پخوا د انترنټ د يوې پاڼي په مټ (( په کابل کي مرموزي پلټني )) تر نامه لاندي يو په زړه پوري مطلب خپور شو . د دمطلب ليکونکي د موضوع په هکله دخپلو سترګو ليدلی حال ليکلی ؤ چي د هر ويونکي وجدان ته يې تکان ورکاوه . په هيواد کي د پرديو په لمسون د کورنۍ جګړې د پيل نه بيا تر همدې اوسنيو شېبوپوري زموږ وطن په خرابو بدل ، تر دوه مليونه زياتو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، له يو مليون زيات معلولين او معيوبين افغان ولس ته په ميراث پاته شول ، د افغان له توره بخته دا لړۍ اوافغان وژنه همدا اوس هم روانه ده .
که افغانستان په فزيکي لحاظ دخاورو سره برابر شو او ښارونه کنډواله شول نو فرهنګي او تاريخي ارزښتونه يې هم د جنګسالارو، ټوپکسالارو او هيواد دښمنو له لاسه په امان کي پاته نشول . نه يوازي دا چي موزيمونه چور اوتالا شول پر خپل سر کيندني شروع او تاريخي اثار ئي په بهرنيو بازارونو کي وپلورل شول او يا د مذهبي تنګ نظرو لخوا د پرديو په لمسون او هڅونه له منځه ولاړل .
دهغو تاريخي او فرهنګي اثارو شمېر چي د جنګسالارو او فرهنګ دښمنه واکدارانو لخوا په بهر کي پلورل شوي او يا خپلو بهرنيو بادارانو ته ډالۍ شوي شمېر يې هيچا نه دی معلوم او نه به معلوم شي ، ځکه داسي څرګنديږي چي دا واکداران به تر ډيره پدې جنګ ځپلي هيواد کي دافغان اولس پر اوږو د قدرت پر ګدۍ ناست وي . او دخپل قدرت او واک ساتلو لپاره پخپل ټول توان او طاقت په زياته سپين سترګي تلاښ کوي ، ځکه همدا علت دی چي د حقيقت په ويلو ناارامه کيږي .
که د سپيڅلي وجدان خاوند دا مقاله چي ( د کابل د ښار دخواجه صفا په زيارت کي پلټنو ) مسئله چي د مطبوعاتو د قانون او اساسي قانون په اساس دهغه مکلفيت له مخي چي هر افغان يې لري ليکل شوېده ولوليدابه ورته څرګنده شي چي د ليکوال هدف د خپل سريو بربنډ مثال او د تاريخي اثارو دغلا کولو مسئله د چارواکو غوږوته رسول او په هغود افغان ولس خبرول وه،ولي دا ددې باعث وګرځيدل چي دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير دومره حياجاني او خپه شو چي آن يو غښتلی ليکوال ، ژورناليست او دپېژندل شوي فرهنګي ټولني مشر ښاغلی عبدالاحمد محمديار يې بيله دې چي هر څه بايد د قانون له مخي سرته ورسيږي په خپل زور ، تنظيمي شناخت او اړيکو نه په استفادې سره په کابل کي لوی څارنوالۍ ته راوغوښت چي له هغه نه به همدا نن ٢٠٠٤ ږ کال د اګست څلورمه ددوهمي ورځي لپاره سوالونه کيږي .
سوال پيدا کيږي :
١ _ که چيري د خواجه صفا په زيارت کي پلټني خپل سري او غيرقانوني وي او د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير له هغه نه خبر نه وي اوس خبر شو ، بايد ددغه شان فرهنګي غلو مخه ونيسي او د مقالې له ليکوال نه مننه وکړي .
٢ _ که چيري رښتيا هم ښاغلی وزير صاحب اويا دهغه تنظيمي يارانو چي د کابل او په هيوادکي دهيواد د اوسنۍ بي امنه حالت نه په استفادې سره هر څوک پاچا او امر دی دوی هم موقع غنيمت بللې دغه نږدې په کابل کي پاته شوي فرهنګي اثار چورچپاول او په بهر کي يې خرڅ کړي . په دې صورت کي نه يوازي ددې مقالې ليکوال بلکي هر هغه څوک چي د هيواد د فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع کوي اوهغه د افغان ولس تاريخي او ملي افتخارات او پانګه بولي نه يوازي لويي څارنوالۍ ته راوغوښتل شي اوزندان ته په ليږلو تهديد بلکي کله کله لکه دوی چي عادت کړی مرموزيې له منځه وړلای شي . تر څو چي دا واکداران وي افغان ولس او د افغانستان د فرهنګ او تاريخي اثارو ملاتړ کوونکي به چوپه خوله پاته نه شي .
٣ _ په هر حال سره له دې چي له پورته نه تر کښته ټول چارواکي د قانونيت ، مسئونيت اوعدالت نارې سورې وهي ، د مطبوعاتو دازادۍ او دموکراسۍ ډبره پر ټټر ټکوي په يوه وړه خبره چي هغه هم درواغ نه بلکي حقيقت دی يو ژورناليست او ليکوال په ٢٤ ساعتوکي له کندهارنه کابل ته عاجل وغوښتل شو . ايا په کندهار کي د مرکزي حکومت دڅارنوالۍ چارواکي او اداره فعاليت نه لري ؟ ايا هلته پر هغو کارمندانو چي په دولتي څوکيو کي کار کوي اعتماد نشته چي د وزير صاحب د شخصيت داعادې دا ډول مسئله دي وڅېړي اودفاع دي وکړي ؟ ، ايا د قانون پلي کول يوازي اويوازي په کابل کي محال دي ؟، چي دا پخپل ذات کي دا مانا لري ګويا مرکزي حکومت په ولاياتو کي کوم واک نلري هر څه سمبوليک دي .
٤ _ که په رښتيا هم د مطبوعاتو ازادي په نسبي توګه وي ؟ اوکه هر افغان دا دنده لري چي د خپل هيواد او ..... فرهنګي ارزښتونو اوتاريخي اثارو څخه دفاع اوملاتړ وکړي ، بيا نو ولي د بېنوافرهنګي ټولني د مشر ښاغلی محمديار سره دا ډول سپک چلند کيږي ؟ په دې بايد هر څوک پوه وي يو پښتو متل دی چي وايي (( په يوه څاپېړه د زرو مخ خوږيږي )) اوياوايي چي (( په زور کلي نه کيږي )) موږ له بهر نه وينو چي هره ورځ دکابل په خپرو شويو مطبوعاتو کي داسي ليکني او په ليکنو کي داسي جملې ، نومونه او اصطلاحات د يو شمېر چارواکو او آن د ولسمشر په نوم او ادرس خپريږي چي په هيڅ اخلاقي نورم او دمطبوعاتوپه ژبه کي يې داستعمال جواز نشته ، هلته ولي د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير چوپه خوله پاته وي او له څارنوالۍ نه دمقالې د ليکوال څخه د تحقيق غوښتنه نه کيږي ؟
ممکن علت يې داوي چي دا چارواکي چي دکابل په ځينومطبوعاتو کي يې سپکاوی کيږي په يوه لوی اوځينو ته دنه زغملو وړپښتون قوم پوري تړلي وي ، او اوس خو هر څوک خپل لاس په پښتنو پاکوي ، او ځانته دا جرئت اواجازه ورکوي چي د پښتو اوپښتنو په وړاندي يي هرچي څه زړه وغواړي هغه سرته ورسوي ،د مثال په توګه که دا عادي ، خوار اوبي دفاع پښتانه وي چي په ولاياتواو کليو کي ژوند کوي هغه د طالب او طالبانو د ملاتړو په نامه ځپي، اوکه چارواکي وي او دهغوی سپکاوی کيږي نو دا دليل راوړي چي .. (( در کشور ازادي مطبوعات است برادر هر کس حق دارد هر چيزي که بخواهند ميتواند بنويسد )) ، زه وايم : بلې برادر، پشتون ليکوال وژورنالست نيز حق بايد داشته باشد هر کسي که ميخوهدافتخارات تاريخي واثار فرهنګي را به غارت ببرد رسوا سازد و در مطبوعات داخلي کشور و بيرون از مرز مطالب ومقالات به نشر بسپارد .
زما په نظر که په يوه او بله بهانه د پښتو ژبي او يا بلي هري ژبي ويونکی چي حقيقت وايي او هغه په خپلو ليکنو کي انځوروي او د بې استحقاقه چارواکو کړنو او درغليو ته ګوت نيونه کوي په يو او بل شکل تهديد او چوپتيا ته اړيږي ، پايله به يې زړه بوګنوونکې وي . په غټ ګمان فکر کيږي چي دا ټول کارونه او دسيسې د يوه سنجول شوي پلان او پروګرام له مخي تر سره کيږي .
موږ نه غواړو د افغان دښمنه کسانو په کړنو او دښمنيو نور قومونه له ځانه خپه کړو، ځکه په دې ښه پوهيږو او ټينګ باور لرو چي دا ډول کسان په خپلو قومونو ، او سيمو کي هم په خلکو کي کوم اعتبار او عزت نه لري ، خو له بده مرغه تر اوسه لا هم تنظيم ، قومندان او جنګسالار مسلط دی ، ځکه هغوی چوپه خوله پاته دي . دا ورځ به ژر وي اوکه ليري راتلونکې ده چي افغان ولس د ټولو قومونو او ژبو ويونکو د صبر کاسه به ډکه شي يو متل دی چي وايي (( چې په دېګ کي وي په کاسه کي به ټول راڅرګند شي )) په دغه حساسو شېبو کي چي د ټولو درغليو سره سره دولسمشرۍ لپاره ټولټاکني رارواني دي او په مخ کي يي بيا د ملي شورا لپاره دټولټاکنود سياسي مبارزې ميدان يو په بل پسي توديږي ددا شان خپل سريو پښتون دښمنه عملونو مخنيوی د ښاغلی حامد کرزي يوه ملي او وطني دنده بولو کنه دا ځل به ملک په يوه بل اور کي کباب شي او د لمبو دودونه به يې د ټولي نړۍ د ازار سبب وګرځي .