زوړ نفاق اوعصري كته
مونږ دلته یوه داسي موضوع تر بحث لاندي نیسو چي هغه که په تیر ووختونو کي یو ستر انساني
عیب ګڼل کېدلو او په یوچا کي به چي دا خصلت موجود وو هغه به په پټ شکل او غلي بڼه سرته رسولو تر څو یو څوک و
باندي شک وانخلي او په همدغه خوي په انساني ټولنه او خپل چاپېریال کي ونه پېژندل شي ، خو نن سبا په مختلفو نوم
ونو زیات تره هغه چا دا خوی خپل کړی دی چي هغو د ولسونو چاري په لاس کي اخېستي دی او د همدغه حرفوي مهارت له لا
ی د هغو په سرنوشت باندي لوبي کوي ، تر هرڅه د مخه به دا ووایو چي دا کوم خوی دی چي
باید وپېژندل شي .
دا د نفاق وبا ده هغه وبا چي قرآنکریم د هغې
په هکله ډېر څه ویلي دي ،او د هغه په هکله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زیات احادیث رانقل شوي دي، او علماوو او پوهانو د هغه په باب ډېر مصنفات لیکلي دي، په قرآن کریم کي یوه بشپړه سوره
د همدغو بد بختو انسانانو چي دا خطرنا میکروب لري په نوم نومولي ده دا سوره د (( الم
نافقون)) ده ، یواځي همدغه سوره نه ده چي د همدغو بدمرغو په هکله یې وړاندېیني کړي دي بلکه له سورة البقره څخه
نیولي بیا د قرآنکریم تر پایه پوري په بېلابېلو ځایونو کي الله تعالی مسلمانان دې ته متوجه کړي دي چي د همدغو
انسانانو په باب وېښ واوسي او د هغوی د کړووړو څارنه وکړي تر څو یې انساني ټولني په جال کي ونه لوېږي او دهغوی
دا طاعوني میکروب نوري بشري جامعې ته سرایت ونکړي .
الله تعالی
فرمایې :
یاایها النبي جاهد الکفار والمنافقین
واغلظ علیهم و مأواهم جهنم و بئس المصير .
تفسیر او ترجمه :
اې پیغمبره له کفاروسره په هره وسیله اوله منافقینو سره د
خبو اترو او قناعت ورکوجهاد وکړه او د هغوی د فاسدو ارادو د مخنیوي لپاره په هغوی د خبرو او عمل سخت فشار واچوه
او که هغوی له خپلي باطلي مفکورې څخه راونه ګرځي د هغوی هستوګن ځای جهنم دی او جهنم د بد بېرته ورتګ ځای دی
.
د شرعي نصوصو له مخي منافق دوه ډولونه لري یو عقېدوي منافق
دي او بل عملي منافق دی ، عقېدوي منافقین هغه څو د ګوتو په شمېر کسان وو چي په مدېنه منوره کي الله تعالی د وحی په
ذریعه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هغوی ور وپېژندل ، هغوی په ظاهرې څېره مسلمانان وو او اسلام یې منلی وو
خو د هغوی خفیه حرکتونو مسلمانان ډېر ځورول هغوی اسلام د حقانیت په عقیده د زړه له رېښتینوالي سره نه وومنلی ب
که د خپلو مصالحو او ګټو د خوندي ساتلو لپاره یې هغه په موقتي ظاهري شکل فبول کړی وو او رسول الله صلی الله ع
یه وسلم هغوی تر هغه وخته د مسلمانانو په صفت پېژندل تر څو د الله تعالی له لوري د قرآنکریم په آیتونوسره د
هغوی پټي څېري رسوا شولې او عامو مسلمانانو ته هغوی په نښه شول او ور وپېژندل شول .
شریعت پوهان او مفسرین لیکي او دا داهل السنه والجماعه د څلو
و حقو مذهبونو اتفاقي درېځ دی چي اوس آسماني وحي قطع شوي او پیغمبر نشته په دې اساس عقیدوي منافقین مونږ نه شو
پېژندلای او نه هېڅ مسلمان او مفتي ته دا حق حاصل دی چي یو څوک چي په ښکاره د اسلام ارکان په ځای کوي او د تو حید
کلمه وایې هغه د ځینو منافقانه اعمالو په وجه په عقېدوي نفاق تورن کړي په دې هکله احتیاط لازمي دی او ژر تر ژره
په بېړه په یو چا باید ټاپه ونه لګول شي چي په زیاته خواشیني سره باید ووایم مسلم
انان بالعموم په تېره بیا هغه څوک چي دیني علم ته منسوبیت لري اد فقهي مرجع په مقام کي واقع دي په دې هکله ډېري
بېړنۍ فتواګاني صادروي چي نقصان یې په هرشکل د هغه شخصیت ته متوجه وی الله تعالی د بښنه راته وکړي د بشریت رهنم
ا او د مسلمانانو پېشوارسول الله صلی الله علیه وسلم په دې هکله فرمایې :
عن ابن عمر رضی الله تعالی عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : اذا قال ا
رجل لأخیه یاکافر، فقد باء بأحدهما ، فان کان کما قال و الا رجعت علیه (متفق علیه)
ترجمه او تشرېح : له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څ
خه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چا چي خپل مسلمان ورور ته وویل : اې کافره نو دا د
کافر کلمه په دوی دواړو کي یوه ته راګرځي که هغه په نښه شوی سړی کافر وي نو په هغه پوري نښلي او که هغه کافر نه وي
نو چاچي دا کلمه له خولې څخه اېستلي وي په هغه پوري نښلي .
و عن ابي ذر رضي الله تعالی عنه أنه سمع رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول : من دعا رجلا بالکفر ، أو
ال عدو الله ولیس کذلک الا حار علیه (متفق علیه) حار أي رجع
له
ابوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي دي چي هغه (ص) فرمایل : که یو څوک بل کس کافر ونوموي او یا دالله تعالی دښمن (عدوالله) ورته ووایې او
هغه کس کافر او یا د الله تعالی دښمن نه وي همدغه توري په هغه ویونکي شخص راګرزي .
بل هم عملي منافق دی چي هغه مسلمان وي کلمه وایې د اسلام ارکان په ځای کوي او دالله تعالی
په وحدانیت او په نبوي رسالت ایمان لري هغوی د اسلامي شریعت له مخي مسلمانان دي خو عمل او روش یې د هغو رسوا
ویومنافقینو وې کوم چي الله تعالی د هغوی کردار او رفتار په قرآنکریم کي ذکر کړي دي دې ته مونږ عملي نفاق ویلای
شو او دا کسان عملاً منافقین بلل کېږي .
دغو کسانو ته مونږ ځکه
عملي منافقان وایو چي د هغوی هغه علایم او نښي چي الله تعالی په قرآن کریم کي اورسول الله صلی الله علیه وسلم
په نبوي احادیثو کي بیان کړي دي او الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدغو خویونو لرونکي
انسانان منافقین بللي دي که اوس مونږ هماغه د نفاق خویونه په یوه معلوم الحال مسلم
ان کي علی الدوام ووینو نو مونږ هغه ته عملي منافق ویلای شو د مثال په توګه لکه په لاندي آیتونو کي چي الله
تعالی فرمایې :
یحلفون بالله لیرضوکم والله ورسوله أحق
ن یرضوه ان کانو مؤمنين ٭ ألم یعلموا أنه من یحادد ال
ه ورسوله وأن له نارجهنم خالدا فیها ذلک الخزي العظیم ٭
(التوبة ۶۳-۶۲)
هغوی (منافقین) ستاسو د خو
اله کولو لپاره (په دروغو سره) قسمونه خوري او الله تعالی او د هغه رسول زیات ددې حقدار دي چي هغوی یې خوشاله
وساتي که هغوي رېښتیني مسلمانان وي ، آیا هغوی په دې نه دي پوه شوي چي څوک له الله تعالی او د هغه له رسول(ص) سره
دښمني ساتي د هغه لپاره د جهنم اور دی چي تل تر تله به په کې وي همدغه عذاب د هغوی لپاره ستره روایې او سپکه ده
.
په بل آیت کریمه کي الله تعالی فرمایې :
المنافقون والمنافقات بعضهم من
بعض یأمرون بالمنکر و ینهون عن المعروف و یقبضون أیدیهم نسوا الله فنسیهم ان المنافقین هم الفسقون ٭ وعدالله المنافقین والمنافقات والکفار نارجهنم خالدین فیها هي
حسبهم و لعنهم الله ولهم عذاب مقیم ٭
منافقین نا
ینه او منافقي ښځي یوبل ته د نفاق په صفت کي ورته دي دوی خلګو ته په بدو کارونو امر کوي او له نېکو کارونو څخه یې
منع کوي او د الله تعالی په لار کي یې له انفاق کولو څخه خپل لاسونه ور موټ کړي دي (نه یې لګوي)هغوي ( دالله تعالی
طاعت او عبادت ) هېر کړی دی نو ځکه الله تعالی هغوی (له خپل رحمت څخه) هېرکړي دي او په رېښتیا سره منافقین فاسقان
او سرکښه دي، الله تعالی له منافقینو نارینه وو او منافقو ښځو سره وعده کړي ده چي هغوی به تل تر تله د جهنم په
اور کي وي همدغه یې بس دی او د هغوی لپاره همېشنی عذاب دی چي پای به لري .
ولکه ده دې حدیث شریف کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
عن عبد الله بن عمربن العاص رضي الله تعالی عنهما
ان النبي (ص) قال : أربع فیه کن فیه کان منافقا خالصاومن کانت فیه خصلة منهن کانت فیه خصلة من نفاق حتی یدعها: اذا
اؤتمن خان واذا حدث کذب واذا عاهدغدر واذا خاصم فجر (متفق علیه)
له عبد الله بن عمر بن العاص رضي الله تعالی عنهما څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم
ایل : داڅلور خویونه که په یو چا کي وي نو هغه سوچه منافق دی او که په یوچا کي له هم
دغو څلورو خویونو څخه یو خوی موجود وي نو د نفاق خوی په کي موجود دی تر هغه وخته چي یې دغه خوی پرې اېښی نه وي : چي
کله امانت ورته وسپارل شي خیانت او لاسوهنه په کي کوي ، اوچي کله خبري کوي دروغ وایې ، او چي وعده اویا تعهد
وکړي ټګي په کي کوي او نه یې پالي او چي کله له یو چا سره جګړه او جنجال شي ښکنځلي کوي .
عن أبي هریرة رضي الله تعالی عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال:
آیة المنافق ثلاث اذاحدث کذب واذا وعد أخلف او اذااؤتمن خان (متفق علیه) زاد في روایة لمسلم وان صام وصلی وزعم
نه مسلم .
له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی
دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د منافق د پېژندلو درې نښي دي چي کله خبري کوي دروغ وایې او چي وعده
وکړي نه یې پوره کوي او چي امانت ورته کېښودل شي خیانت او لاس وهنه په کي کوي .
دلته مو هم دغه دوه آیتونه او دوه حدیثونه د بېلګي په توګه ذکر کړونور هم ډېر زیات قرآني
یتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادېث د منافقینو د څېرو د پېژندلو او د هغوی دخویونو په بیانولو کي
راغلي دي چي مونږ به یې په بل بحث په تفصیل سره ذکر کړو انشاء الله تعالی .
کوم نفاق چي زمونږ د بحث موضوع ده هغه د همدغو عملي منافقینو د قول او عمل په هکله دی مونږ
هغوی له اسلام څخه خارج اوپه کفر نه توروو بلکه دهغوی هغه منافقانه اعمال چي ضرر یې اسلامي ټولني او بالعموم
بشري جامعې ته متوجه وی په کلکه سره د اسلام له نظره محکوموو او د هغوی په دغو منافقانه کړو وړو د عام ولس خب
ول خپل ایماني او ملي مسئولیت ګڼو چي باید ولسونه د هغوی څېري وپېژني ترڅو یې په کړو وړ و ونه غولېږي او دهغوی
دهمدغه قاتل میکروب مخنېوی وکړي تر څونوري ټولني ته سرایت ونکړي .
مونږ له هغو کسانو سره چي نفاق یې خپل مسلک ګرزولی وي او د خپلو مفاداتو د لاس ته راوړلو لپاره له هري
مشروع او نامشروع وسیلې څخه کار آخلي شرعاً او قلباً مکلف یو چي یا خو هغوی اصلاح ته راوبولو خو دا په دې وجه
ناشونی دی چي هغوی اوس په خپل مسلک کي د مهارت نهایې نقطې ته رسېدلي دي د هغوی د اصلاح امید ډېر کم دی که هغوی م
وقتاً خپله پېشه پرېږدي کولای شي چي کله اوضاع ددوی په ګټه شي بېرته خپل مسلک ته وګرزي بناءً مونږ چي هرچېرته
دا ډول کسان ولیدل باید سمدلاسه د هغوی د پلانو د تعمیل مخه ونېسو او عام ولس د هغوی په فاسدو کړو وړو خبرکړو
دا ډول جهاد له مونږ څخه شرعا مطلوب دی ، دا غمېزه چي دېرش کاله کېږي زمونږ مسلمان ولس او هېواد ورسره لاس او ګ
ېوان دی د همدغو منافقانه روشونو او مصلحت پالنو زېږنده ده که مونږ نورهم د اسلام او ملت د خاینانو په وړاندي
ونه درېږو او د هغوی د هغو اعمالو په وړاندي چپ پاته شو چي هغه له مذهب او ملت سره خیانت او جفا وي نو په یوه بېل
شکل مونږ هم د هغوی ملګري شوي یو او بل رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
الساکت عن الحق شیطان أخرس .
یو څوک چي له حق ویلو څخه خوله پټه ساتي هغه ګونګ شیطان دی .
دلته ځیني خبري د څېړلو وړ وې چي د عملي نفاق شرعي مستثنیات دي
او ورته نور حالات دي چي بېل حکمونه لري خوڅرنګه چي دا نفاق ته یوه څېړنېزه کتنه ده او د فتوا مقام نه دی او د وخت
او حالاتو غوښتنه هم نه ده په دې اساس له هغه څخه صرف نظر کوم او په فقهي مراجعوکي د هغو نقطو په باب شرعي حکم
ونه بیان شوی دی او د اړتیا په صورت کی که راڅخه وغوښتل شي او یا یې اوضاع غوښتنه وکړي مونږ به یې هم وړاندي کړو
.
په قرآنکریم کي چي کومي یادوني ددې رنځ او په دې رنځ د اخته
ویوکسانو په هکله شوي دي هغه به زیاتو وروڼو ته معلوم وي خومونږ دلته همدغه رنځ ته
یوه بېله کتنه کوو دارنځ په سابقه شکل پاته نه ده بلکه د وخت په تېرېدلو او او د اوضاع په تغېر او د انساني ټولني
له وړاندي پر مختګ سره د هغې بڼي هم بدلي شوي دي .
نفاق او یا منافقت یو داسي عقلي طاعون دی چي د تاریخ په اوږدو کي یې د
انساني پرګنو تر مینځ د مدوجزر په حالت کي بروز کړی دی ، د
زیاتي حیرانتیا خبره خو داده چي په تېر تاریخ کي چي به یوڅوک په دې میکروب اخته وو او یاپه بل تعبیرمنافق به وو هغه به دادنده دانسانانو له سترګو څخه پټه سرته رسوله
او همداراز به پخپله هم په عمومي ځایونو او عامو محفلونوکي نه لیدل کېدلو داځکه چي هغه تر هرچا د مخه په دې
پوهېدلو چي څومره سپک خوی یې خپل کړی دی او باید ددې سپک خصلت په وجه ځان د خلګو له نظره غلی اوپټ وساتي
.
خونن ورځ منافقت یو مسلک ګرزېدلی دی او د منافق څېره د ډبري په
شان جوړه شوي ده سترګي یې سپیني او له چا څخه نه شرمېږي ، او حیاء یې بېخي له مېنځه تللی وي ، او هغه په دې خپل مسلک
کي د مقام او شهرت له مخي د دولتي چارواکو نژدې مقربین او غوره مرستیالان ګڼل کېږي ، په دې اساس منافقین اود م
نافقینو خپلوونکي دولتي واکمنان د اسلام اواسلامي ټولنو په وړاندي په یوه ردیف کي قرار لري .
د نفاق توری له نفق څخه اخېستل شوی دی کوم چي هغه تور تاریک ژورغار ته ویل کېږي
چي ګڼ شمېر وتنځایونه او دور کښونه لري ترڅو له هغوڅخه د زمکي سطحي ته د راوتلو استفاده وکړی شي ، دلته د نفق د
غوي معنا او دمنافق تر مېنځ همدا ورته والی موجود دی چي منافق هم خپل رازونه او ارادې په تورو ترږمیو کي پټي
ساتي ، او له همدغو تیارو څخه د خپلو تخرېبي پلانونو د ساتلو لپاره استفاده کوي ترڅو په مناسب وخت کی یې په م
وثر او مطلوب شکل پلي کړي .
په عصري
نړۍ کي دمنافقت د کارولو لپاره زیات ورېښمین پوښونه شته چي تر هغوی لاندي هماغه تا
یخي نفاق پرمخ بېول کېږي لکه سیاست ، چالاکي ، دچاروپرمخ بېول او دګټو او مصلحتونو په پام کي نېول اوداسي نو
.... او د همدغو ورېښمینو پوښونو له لاري هغه ته وده ورکوي او د پاک لوحو مسلمانانو
په مازغو کي یې تر یوه اوبل سرلېک لاندي ور پېچکاري کوي .
داسي څ
وک نشته چي هغه مورزوکړی منافق وي بلکه هر انسان په یوه سالم فطرت سره دنیاته سترګي روڼوي خو هغه بیا وروسته
خپلو مشرانو او هغه چاته چي دپالني دندي یې په غاړه لري او خپل چاپېریال ته ګوري او د هغوی کړه وړه ځان ته خپلوي
، کله خو هغه په خپل ژوند کي له ستونځو سره مخ شي، ترظلم او تجاوز لاندي راشي ، له محرومیت او بېلابېلونژادي ،
ژبني اوسېمه اېزو تو پېرونو ځخه ورته تکلیفونه ورسېږي چي د هغوپه نتېجه کي هغه دا فکر وکړي چي همدغه نفاق یې له
ستونځوڅخه د نجات لاره ده او د ګټو د لاس ته راوړلواو دخپلو مفاداتود خوندي کولو یوه آسانه ذریعه ده او ډېر لږ
کسان به وي چي هغوی په دې پوهېږي چي نفاق د هلاکتونو یوه دروازه ده چي پخپله یې ځان ته پرانستله .
په دې اساس منافق انسان اخلاقي ثوابت او مبادﺉ ن
ري هروخت د عاجل مصلحت له مخي د هغه رایه او کړه وړه بدلېږي او چي هغه مصلحت لاس ته کړي بیا بله څېره د بل مصلحت
او مادي ګټي لپاره خپلوي ، هغه ته له خپل مادي مفاد څخه پرته نور هیڅ دیني او اخلاقي فرایض او واجبات اوملي او
اجتماعي مصالح ارزښت نلري هغه تل یوازي د خپل جېب د ډکولو او د خپلو حیواني غرایزو د مړښت په فکر کي وي ، داسي
کسان باید مسلمانان وپېژني او د هغوی د فرېبونو او منافقانه چال چلند چي د وخت په تېرېدلو ورته تثبیت شوي وي
دوکه نشي که څه هم هغوی د خپل مسلک له مخي په لوړه سطحه تعلقات او درباري مقامونه و
ري .
له خلګو سره د تعامل په ډګر کي دا په سترګو شوي ده چي د
نفاق سویه د عمرپه ابتداء کي کمه وي په هغه کي وروسته دعمر د لویښت په لحاظ په کي پ
مختګ راځي ، هغه د کم عمر په انسانانو کي په کمه سطحه موجود وي خو چي څومره لویېږي د
تجربي له مخي د هغه مهارت دنفاق په مسلک کي زیاتېږي او همدا راز په مرور د زمان د یوه
طاعون شکل غوره کوي چي بالآخره نه یواځي همدغه رنځور شخص بلکه ټولنه هم دهغه ددې میکروب قرباني کېږي
.
کوم سرلیک چي نن ورځ اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده او
ټوله کفري نړۍ یوې خواته د ملل متحد تر نامه لاندي رایو ځای شوي ده او اسلامي امت یې په
نښه کړی دی او مسلمان ولسونه بې له دې چي د الله تعالی په حضور کي د عجزونیاز لاسونه
پورته کړي بله اسره نلري د همدغه عملي نفاق زېږنده ده چي د وخت حاکمانو د خپلو مصالحو او مقامونو د ساتلو لپا
ه هغه خپل کړی دی ، ددې مصلحت پالني د نفاق په اساس نه خو هغوی په خپلو قومونو اعتماد لري او همدا راز قومونو
هم دغه د وخت حاکمان په نفاق سره پېژندلي دي او انتظار باسي یوه ورځ په ډېره بېرحمۍ او ذلت سره له دې خپل مقام څخه
و غورځول شي ، د همدې بې اعتمادي په وجه هغوی د خپلو ذاتي مصلحتونو د ساتلو او دخپلو مقامونو د له لاسه نه ورکو
و لپاره ددښمن غېږي ته پناه وړي او ورسره یوځای خپل مسلمان هېوادوال اوبېوزله اسلامي هېوادونه ټکوي اود مسلم
انانو د ځپلولپاره هماغه اصطلاحات کاروي کوم چي دښمن یې دخپلي حربیې لپاره په اسلامي هېوادونو او پ
ګنوتپي.
په دې اساس هغه کسان چي
ذاتي مصلحتونه په پام کي نیسي او عمومي اسلامي او قومي مصالح ورته هېڅ نه ښکاري باید د هغوی په منافقانه سلوک
ونه غولېږو داسي څېرې په موجوده وخت کي زیات تره په کاندیدانو او د شوراګانو په غړو
کي په وار وار را مخ ته کېږي ، ولسونو او پاک نفسو ساده لوحو مسلمانانو ته ددروغو
وعدې ورکوي او د ځانونو لپاره یې د فعالیتونو یوه اوږده پرپړه هم برابره کړي وي چي کله هغه مطلوب مقام ته ورسېږي
داسلام او قام په خدمت کي به یې پلي کوي ترڅو یې د ولسونو تر مېنځ ووېشي او هغوی وغولوي تر څو ده ته رایه ورکړي ،
خو چي کله د ولس د رایو په نتیجه کي قدرت تر لاسه کړي اوکوم شدید رقابت ورباندي نه وي چي د هغه سترو ګټو ته
ګواښ متوجه کوي بیایې مصلحت په دې کي وي چي د خپلو رایه ورکوونکیو جېبونه ووهي او عزتونه یې لوټ کړي
،دکاندېدانو سوابق او اسلام او ملت ته وفاداري او همدا راز د هغوی اخلاق باید وچڼل شي دا د انتخابي کوم
سیونونو دنده ده که هغوی صالح او اسلام اوقام ته متعهد وي خو که هغوی هم مصلحت ساتونکي وي بیا د ولس مسئو لیت
دي چي د هغوی د سوابقوپه هکله پوښتنه وکړي او که ورته معلوم وي چي معلوم الحال منافق دی او سابقه یې داسي وي چي
په هراتڼ کي یې لاس غورځولی وي او هم دایې پېشه وي او اوس به یې هم د تېر په شان د خپل مقصد دلاس ته راوړلو لپاره څ
ېره بدله کړي وي داسي کسانوته د رایو ورکول له اسلام او مسلمانانو سره ستر خیانت ګڼل کېږي ، داهم باید مونږ ته
معلومه وي چي دا رایې چي مونږ یې کاندېدانو ته ورکوو له مونږ سره د الله تعالی یو امانت دی چي یا خو یې په اسلامي
اوملي سطحه په دیانت ، تقوی او امانتداري پېژندل شویو کسانو ته ورکړو او که کاندید اهل نه وي او ټول نا اهله
وي باید خپلي رایې استعمال نه کړو ترڅوپه هغو جرایمو کي شرېک نه شو کوم چي به یې سبادا کاندیدستاسو د رایو په
وسېله مرتکب کېږي ، دهغه په اوسنیو وعدو ونه غولېږو ځکه چي پښتانه وایې : علت لوېږي عادت نه لوېږي داهماغه زوړ کوټی دی چي اوس خر شوی دی او کته یې بله آغوستي ده .
دا زما د بحث موضوع نه وه خو م
خي ته راغله او خپل ایماني مسئولیت مي وبللو چي څه ورباندي ولیکم .
منافق انسان ته د روغېدلو
او صحت موندلو امید ډېر لږوي اونفاق د هغه د ضیاع او ه
اکت لپاره یوه ستره غمېزه زېږوي ، هغه تر نورو مخکي خپل ځان ته ضرر رسوي دا ځکه چي د
هغه په دننه کي د مختلفو شخصیتونو د رولونو دلوبولو کشمکش وي
نودداسي داخلي تضادونو په کشمکش کي به څه ډول د هغه عقل او فکر د استقامت لاري
ته سم شي او څرنګه به د هغه زړه مطمین شي چي ځان اواندام
ونه یې هم ورسره ډاډمن شي .
تاسوبه لېدلي وي چي کله یو منافق
انسان له صحنې څخه بهر وي چي زړه یې وي هغه وایې او ستري لاپی وهي او د خپلي مېړاني تمثیلي پارچې ملګروته ښیې خو
کله چي د معرکې میدان ته داخل شي او دسر په سترګو هغه وقایع وویني چي دی ورسره مخامخ کېږي سمدلاسه بدلېږي او
دخپل سابقه حالت بالکل معکوس شکل ځان ته غوره کوي ، خوهغه څوک چي دایمان په وسله سمبال او په اسلامي ارزښتونو
باور لري هغه کله هم داسي څېره نه بدلوي ، بالمقابل هغه څوک چي هغه ته اخلاقي ارزښتونه اهمیت نلري او اېمان یې
کمزوری وي هغه ته دده د ایمان کمزوري دا تلقین کوي چي د ضرورت په اساس او دخپلو مصالحو دساتني لپاره مختلف رو
ونه ولوبوي، هغه چي کله په یوه څېره ځان ښکاره کوي او کله په بله څېره ، کله د نېک او تقوی داره مسلمان څېره ځان
ته غوره کوي له نېکانو خلګو سره ناسته ولاړه کوي په دې کي یې هم خپل مصلحت په پام کي نیولی وي او کله بیا له بدم
غو بې دینو انسانو سره اړیکي ټینګوي دهغه دا متضادي څېرې خپلول په دې ښکاره دلالت
کوي چي دا ډول کسان په هیڅ شي ایمان نلري هغوی باید په دې پوه شي چي هغه څوک چي دقوي عزم او ایمان خاوندان دي
هغوی کله هم خپل مواقف نه بدلوي او تل ثابت قدم وي ځکه هغوی په دې عقیده لري چي د هرنفع او ضرر ، ښې او بدې حقیقي م
تصرف او ټولواک د الله تعالی پاک ذات جل شأنه دی او نه بل څوک .
دا دنفاق خصلت که په ضعیف النفس انسان او په یوه عام سړي کي وي خو خیر دی هغه به د خپلي کمي پوهني په اساس و
وکه معذور نه دی خو مونږ به یې معذور وګڼو، خو له هغه چا څخه به څرنګه یو څوک ددې خصلت د خپلولو توقع کوي چا ته
چي د یوه فکر او قلم امانت سپارل شوی وي ، هغه لیکوالان چي مونږ یې نومونه نه آخلو او پېژندل شوي دي هغوی په خپل
مسلک کي سپین ږیری شوی دي او اوس هم کله دلته او کله هلته د خپلو مصلحتونو د تلاش لپاره حقایق بدلوي او باطلو
افکاروته چوپړ وهي او د مسلمانانو د عمومي ذهنیتونو د ګمراه کولو لپاره یې عینکي په
سترګو کړي وي او قلم او کاغذ یې په لاس کي وي او هغه څه به لیکي چي هغه به پخپله هم په دې عقیده وي چي داډول
یکني چاته په درد نه خوري نه به یې دده لپاره کوم دایمي مفاد وي او هم به د نورو لپاره له ذهني پرېشاني او دوخت
له ضیاع څخه پرته نوره ګټه نلري ، مونږ یواځي دومره ویلای شو چي دا ډول کسان د دې
یکنو په مقابل کي څه مادي بې ارزښته ګټي په پام کي نېسي او زما په فکر هغوی ګمارل شوي دي
چي دا ډول لیکني وکړي دا ځکه چي هغوی لا مخکي خپل ځانونه خرڅ کړي دي او یواځی د خپلي بقا لپاره کله نا کله د
اسلام او ملت نوم هم آخلي ترڅو خپل سابقه پلونه په هم دې شکل پټ کړي هغوی کوم اساسي عالي مقاصد نلري او نه په
کومو ایماني او ملي ارزښتونوباندي عقیده لري هغوی ته یواځي خپلي ګټي تر هرڅه غوره دي هغوی په خپل ګمان د نفاق
په مسلک کي اخري نقطې ته رسېدلي دي او زما په ګمان به نور انشاء الله تعالی د لېونتوب انتظار باسي الله تعالی ف
مایې :
في قلوبهم مرض فزادهم الله مرضا ولهم عذاب
ألیم بما کانوا یکذبون .
تفسیر او
ترجمه : دهغوی (منافقینو) په زړونو کي ناروغي ده الله تعالی هغوی ته نوره هم له مسلم
انانو سره ددښمني او حسدناروغي د نفاق په ناروغي ورزیاته کړه او د هغوی لپاره د قیامت په ورځ کي دردوونکی عذاب
دی د هغوی دهغو له دروغوډکو اقوالو او افعالو په وجه چي هغوی به په دنیا کي سرته رسول .
له دې ډول منافق عمله کسانو څخه چي په هره ساحه کي وي ددې توقع ساتل سالم عقل نه
مني چي هغوی د ټولني ملت او مذهب ته خیر ورسوي او داسي کسانو ته په احترام قایل کېدل او دهغوی ستایل او له هغوی
څخه دفاع کول زما په فکرله ایمان ، ملت او مسلماني ټولني سره یوستر خیانت او جفاده الله تعالی فرمایې
:
ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی ابصارهم غ
اوة ولهم عذاب عظیم .
تفسیر او ترجمه : الله تعالی د هغوی (منافقینو) په زړونو او غوږونو مهرونه لګولي چي نه خو حق خبره ور پرېږدي او
نه یې آوري او د هغوی په سترګو یې پردې ورغوړولي دي چي حقایق نشي لیدلای او دهغوی لپاره دردناک عذاب دی په دنیا
کي ذلت او رسوایې او په آخرت کي نور د جهنم عذابونه .