د ټولي او بشپړي ستایني وړ یواځي هغه پاک ذات دی چا
چي په مونږ انسانانو دقلم غوندي دزدکړي غوره وسېله لورولي ده او د هغه په وسېله یې مونږ ته هغه څه راښوولي دي
کوم چي مونږ بالفطرت په هغه نه پوهېدلو او د الله تعالی رحمتونه د وي د هغه په رېښتوني هغه استاځي چي په خپله یې
په لېک اولوست نه پوهنه یوه الهي معجزه وه خو لومړی داعي وو چي د الله تعالی په حکم یې دپوهني لاس ته راوړل په
هر نر او ښځه فرض ګرځولی دی او د هغه په ملګرو او د اسلام په علماوو او پوهانو چاچي دا الهي امانت او نبوي رسالت
تر مونږ پوري بې له کم او کاست ځخه را رسولی دی .
په دې کي
څه شک نشته چي د الله تعالی ښېګڼي په بني نوع انسان باندي له اندازې څخه دومره زیاتي دي چي په شمېرنه کي نه
اځي الله تعالی فرمایې :
ان تعدوا نعمة الله لاتحصوها.
که
تاسو د الله تعالی نعمتونه او پېرزویني ګڼۍ خو وبه یې نه ګڼلای شۍ .
او د الله تعالی له همدغو نعمتونو
ځخه یو هم د بیان او فصاحت هغه نعمت دی چي الله تعالی د انساني ټولني په ډېرو لږو افرادو پېرزو کړی دی ، کوم چي انسان ته د هغه څه په تعبیر باندي برلاسی ورکوي کوم
چي د هغه په کوګل کي ناڅي اود هغه دزړه او دماغ په کوڅو کي چکري وهي .
په همدغو انسانانو کي یوه ډله هغه
څوک دي چي له دې نعمت څخه د حق د کلمې د اعلاء او د اسلام د مبین دین د چوپړ لپاره کار آخلي
الله تعالی د یې په هڅو کي برکت واچوي او لاسونه د یې تل تر تله روغ رمټ وي .
بله ډله هغه څوک دي چي
له دې نعمت څخه ناوړه ګټه آخلي خپل نفس او شیطان غولولی وي او د هغوی دلیکنو نوره هیڅ
ګټه نه وې یواځي ددې دین د بنیاد دورانولو لپاره یو کولنګ وي هغوی ته یواځي دومره ویلای شو چي الله تعالی مو
هدایت او رهنمایې په برخه کړه .
زمونږ دا یقین او باور دی چي د اسلام ډېوه به د قیامت تر ورځي پوري
بله وي ځکه چي الله تعالی ددې دین د ساتني هوډ کړی دی فرمایې :
انا نحن نزلنا الذکر وانا له
حافظون .
مونږ همدغه وعظ او نصېحت (قرآنکریم ) (زمکي ته) را ښکته کړی دی او مونږ به د هغه ساتنه کوو
.
خو دا زمونږ مسلمانانو رسالت او مکلفیت دی چي ددې دین لپاره به په هره سطحه چوپړ وهو اود الله تعا
ی راکړي نعمتونه به په همدغه د حق په لارکي استخداموو، ولي نه چي اوس د انبیاوو سلسله قطع شوي د بشریت د رهنمایې او د الله تعالی لورته د بلني دنده مسلمانانو ته
ور په غاړه شوي ده ځکه خو الله تعالی دې امت ته په ټولو امتونو غوره والی او برتري ورکړی ده قرآنکریم مسلم
انانو ته خطاب کوي فرمایې :
کنتم خیر امة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن
المنکر وتؤمنون بالله .(آل عمران ( ۱۰۵)
تاسو غوره امت ځکه یاست چي په نېکو کارونو د حکم
کولو لپاره او له بدو کارونو ځخه د منع کولو لپاره دې نړۍ ته را اېستل شوي یاست او هم به په الله تعالی ایمان لرۍ
.
دا رسالت د ټول امت دی خو د کته ګوري په لحاظ د هغه چا مسئولیت تر ټولو زیات دی چي الله تعالی ورته د علم او پوهني تر څنګ د فصاحت او بیان او د لیکني استعداد ورکړی
دی الله تعالی فرمایې :
ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر
و یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر اولئك هم المفلحون ٭(آل عمران ۱۱۰)
ستاسو له مېنځ څخه
د خامخا یوه داسي ډله وي چي هغوی د ښېرازۍ لورته بلنه ورکړي او په ښوکارونو امر وکړي او له بدوکارونوځخه (خلګ)
اوګرزوي او همدغه کسان (په دنیا او آخرت کي) بریالي دي . مفسرین ددې آیت په تفسېر کي لیکي چی په دې آیت کي مخاطبه
ډله علماء او پوهان دي .
زمادا لیکنه د بیان او فصاحت هغوشهسوارانو ته ده څوک چي د صحافت
او خبریالي او یا په اصطلاح د ژورنالېزم په ډګر کي کار کوي او د خپل ژوند خوږې شپې رڼوي تر څو نړۍ ته هغه رسالت
ورسوي کوم چي هغوی ته د خپلي دندي په اساس ور په غاړه ده ، په چاچي الله تعالی دا نعمت لورولی دی او په دې ډګر
کی یې په نښه شوی مهارت او د شهرت مقام تر لاسه کړی دی ، هغوی ته زما دا کرښی د هغي م
یني او وفا زېږنده دي کومه چي زه یې له هغوی سره لرم ، هغوی که خپل قلم د اېمان په رڼا کي د شرعي موازینو په نظر
کي له نېولوسره روغ وچلوي نو زه په ټېنګ باورسره ویلای شم چي اجر اوثواب به یې تر هغو
مرابطینو او د اسلام له سپاهیانو څخه کم نه وي څوک چي تل د اسلام په محاذ جنګېږي او د اسلام د بندرونو ساتنه
کوي دا ځکه چي د نظامي سنګرترڅنګ تبلیغاتي مورچه فعاله ساتل د بري
د لاس ته راوړلو لپاره لازمي ده نو راځي چي څه ډول هغه رسالت چي مونږ ته د یوه مسلمان په صفت د صحافت په ډګر کي
ا په غاړه ده سرته ورسوو په دې هکله خواله سره وکړو.
نن ورځ صحافت او یاژورنالېزم د
عمومي ذهنیت په جوړښت کي د پام وړ رول لوبوي او د لوستونکیو د خبرېدلوهغه مرجع جوړوي کوم چي هغوی د نړۍ له حا
اتو ، روانو چارو او خبرونو څخه خبروي په دې اساس ژورنالېزم د نړۍ والو اوسېمه اېزو نوښتونو اساسي منبع ګڼلای
و ، ځکه خو هغه ته د هغو لاسونو په اعتبار چي دا وسله کاروي یوه داسي وسله ویلای شوکه د امانتدارواو وېښو انسانانو چې په صحیح مسیرکی یې کاروي په لاس کي وي د ځورېدلیو پرګنو د امیدونو او آرمانونو دتحقق کار ورڅخه آخېستل کېږي ، او که د بېباکه
انسانانو لاسونوته ورلوېږي کېدای شي عمومي ذهنیت ګمراه ، حالات
نور هم سره ګډوډ او اوضاع نوره هم کړکېجنه کړي او بالآخره پخپله د هغه هم غاړي غوڅي کړي .
د ژورنالېزم د مسلک وروڼه هم ددې اسلامي امت د جسم د یوه اندام حیثیت لري په داسي حال کي چي ټول قومونه
اوپرګنې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره په سیالۍ سره کار کوي هغوی ته په کار ده چي په لومړي قطارکي ودرېږي ،
اود سیمي په سطحه دخپل اسلامي هېواد او مسلمان ملت او په نړیواله سطحه د ټول اسلامي امت د ګټو د خوندي ساتلو
پاره لېڅي ور ونغاړي ، دا کار اخلاص ، بشپړ زیار او هڅواو مهارتونو ته اړتیالري ، همداراز هغوی باید په داسي
ثابتو اخلاقي معیارونو سمبال وي چي هغوی له هر ډول انحراف او ښوهېدني څخه راوګرځوي ، هغوی ته په کارده چي د
اپورتاژ او سیاسي څېړنو په تهیه کولو او خپرولو کي تر هرڅه د مخه د الله تعالی دمراقبت او څارني ټېنګ خیال
وساتي .
الله تعالی فرمایې :
مایلفظ من قول الا لدیه رقیب
عتید٭
هیڅ داسي یوه خبره د بنده له خولې څخه نه راوځي مګرله هغه سره دوه لېکونکي فرشتې دي
چی هر وخت ددې لپاره د تیارسۍ په حال کي وي چي هغه ثبت او ولیکي . مفسرین لیکي چي دوه ف
شتې دورځي لخوا په هرانسان مکلف دي چي تر ماښامه د هغه ټول کړه وړه ثبتوي او دوه فرشتې د ماښام له خوا تر سهاره
پوري موظف دي چي د هغه انسان اعمال او اقوال ثبت کړي، او هر سهار او ماښام د انسان دکړووړو راپورتاژ د الله
تعالی حضور ته وړاندي کوي .
د ژور نالېزم په ډګر کي انحراف ډېر ژر
په دې وجه ممکن دی چي په هغه باندي کوم سانسور او قیودات نشته، یواځیني قیودات هغه داخلي رقابت دی چي یو مسلم
ان ژورنالېست یې دداخلي تقوا په اساس احساس کوي کوم چي دا احساس هغه د شیطان په لومو کي له ښکېل کېدلوڅخه راګ
زوي .
زما پخپله په دې ډګر کي څومره زیاته پوهنه نشته خو هغه
چا چي دا مسلک یې په منظم شکل لوستي وي هغه به ددې مسلک په اصولو او ضوابطو ضرور زیات خبروي خو دلته چي مونږ د
کوم څه د لیکلو لپاره لېڅي رانغښتي دي هغه ځیني اسلامي مقررات دي چي باید په پام کي ونیول شي .
ترڅو خبره زیاته اوږده نه شي هغه څه چي زمونږ ددې بحث بنیادي مقصد دی هغه داچي
یو مسلمان ژورنالېست ددې لپاره چي دا مقدسه وظېفه په مطلوب شکل اداکړي او هغه رسالت
چي هغه ته دده د مسلک (Proffession) په اساس ورپه غاړه ده س
ته ورسوي څه باید وکړي ددې پوښتني د لنډځواب لپاره راځۍ دا لاندي ک
ښی وګورو :
۱- ترهرڅه د مخه باید هغه خبري منابع چي یو مسلمان
ژورنالېست ورڅخه خبرونه لاس ته راوړي باید اخلاقاً پټ وساتي او د هغو تعهداتو پابند واوسي کوم چي دده او هغي
منبع تر مېنځ ورباندي اتفاق شوی وي تر څو خبري منبع ته نقصان او ضرر و نه رسېږي ، ډېر داسي ژورنالېستان مو آورېد
ي دي چي کله تر تحقیقاتو لاندي راشي هرڅه معلومات ورکوي خو د معلوماتو منابع نه ښیې همدا سي ژورنالېستانو ته
ټولنه اړتیالري .
دا ځکه چي د رازونو لوڅول د امانتداري خلاف کار دی او خیانت بلل کېږي
الله تعالی فرمایې :
والذین هم لأماناتهم و عهدهم راعون ٭(المؤمنون 8)
او هغه کسان کامیابه او بریالي دي څوک چي د خپلو امانتونو او تعهداتو خیال او مراعات ساتي چي خیانت او بې
وفایې نه په کي کوي .
بل دا چي د اسلامي شرېعت له مخي مونږ مکلف
یود تعهداتو په ټینګه پابند واوسو . الله تعالی فرمایې :
و أوفوا بالعهد ان العهد
کان مسئولا ٭ (بني اسرائيل34)
تفسېر : او تاسو په هغو تعهداتو وفا کوۍکوم چي له الله تعالی او د
هغه له بندګانو سره موکړي دي او په رېښتیا به د کړیوشویو تعهداتو په هکله پوښتنه
کېږي .
۲- کوم معلومات چي لاس ته راوړې هغه په امانتداري سره په بشپړه توګه خپرندویه وسای
و ته رسول دی، نه داچي دسیاسي مقاصدو لپاره په هغه کي د کمي او زیاتي لوبي وشي ، دا ځکه د اسلامي امت جوړښت د
سالمي پوهوني او صحیح معلوماتو په اساس دی او روغه پوهونه هغه وخت امکان لري چي پوهوونکي یې په هغه څه کي چي
ا نقلوي او وړاندي کوي د امانتداري خیال وساتي الله تعالی فرمایې :
یا ایهاالذین
امنوا لاتخونوا الله والرسول و تخونوا أماناتکم و أنتم تعلمون ٭
اې د ایمان خاوندانو
تاسو له الله تعالی سره او د هغه له رسول سره خیانت مه کوۍ او مه په هغو امانتونو کي خیانت کوۍ چي تاسو یې یوبل
ته وسپارۍ په داسي حال کي چي تاسو پوهېږۍ چي د امانت ساتل واجب دی .
۳- بل داچي موضوعاتو
ته د خپلي پوهني له مخي او د اوضاع له په نظر کي نېولو سره د اهمیت په اساس د ړومبي توب ترتېب ورکړي او هغه
نتایج په پام کي ونیسې چي ستا دوړاندي شویو معلوماتو په وجه د عمل په ډګر کي مېنځ ته راځي ځکه چي یو راپور چي
خپور شوی نه وي مړ وي چي کله خپور شي عکس العملونه راپاروي چي ځیني یې هېوادوالو ، یاځیني شخصیتونو ، یا م
سساتو ته او يا پخپله د راپور وړاندي کوونکي ته تاوان رسوي ، او یا دیوې عقېدې او مذهب سپکاوی په کي شوی وي
.
د راپور په وړاندي کولو کي باید د هغه ګټي او ضررونه په پام کي ونېول شي نه داچي د م
سابقې په شکل چي څه د لاس ته راوړو او تر نورو د مخکي هغه وړاندي کړو ، مونږ دانه وایو چي له ژورنالېزم څخه د
اس واخېستل شي بلکي زمونږ مقصد یواځي دادی چي د ژورنالېزم وظېفه باید د اسلامي اصولو او اخلاقي ارزښتونو په
چوکاټ کي سرته ورسېږي .
۴- یوې وړې خبرې ته د
غټي بڼه او غټي خبري ته د وړې بڼه ورنه کړل شي او حقایقو ته د مادي ګټو او یا ځان غوښتني په اساس تغېر ورنه کړل شي ، بل داچي د ژورنالېست مسئولیت دی چي هره خبره تول کړي او لکه چي مو وویل د اهمیت
په اساس ورته مناسب حجم اوځای ورکړي ، د معلوماتو محتوا په پام کي ونېسي او د هغې په اساس مناسب سرلېک وټاکي ځکه
چي ډېر مو لیدلي د ورځپاڼي په مخ وېروونکیه لویه سرخي وي خو چي کله د هغې سرخي تفصیلات وګورې دروغ به ښکاري او چي
معلومات وکړې هېڅ به نه وي پېښ شوي آیا دا د عامه ذهنیتونو ګمراه کول او د خلګو د جېبونو لوټول نه دی نو څه
دی؟
۵- بل داچي مونږ په یوه داسي عصر کي ژوند کوو چي حالات په کي کړکېجن او فتنې په
کي زیاتي دي یو مسلمان ژورتالېست بایدپه داسي متشنجه اوضاع کي تر هرڅه د مخه د ثبات
او وېښتابه په فکر سمبال وې په دې پېړۍ کي چي جګړې او شخړي د نړۍ په سطحه زیاتي دي مسلمان ژورنالېست تر هرڅه ړومبي
د هغو معلوماتو چي لاس ته یې راوړي باید د رېښتینوالي او دروغ پخلی وکړي نه داچي په څه خبر شوهغه سمدلاسه نشر ته وسپاري ځکه چي الله تعالی فرمایې :
يا أيها الذين آمنوا إن جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا أن تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين
(الحجرات 6)
تفسېر : اې د ایمان خاوندانو که تاسو ته یو فاسق سړی یوه خبره راوړي نو د صحت او دروغو
په هکله یې پوره تحقیق او بشپړ معلومات کوۍ ثبات خپلوۍ او په فوري عکس العمل لاس مه پوري کوۍ ددې له وېري چي یوه
وم ته به د غلطو معلوماتوپه وجه تاوان ورسوۍ او بیا به تاسوپه هغه څه چي کړي مو وی پښېمانه یاست .
کله خو د معلوماتو په وړاندي کولوکي تلېواره نه یواځی داچي د هغه ژورنالېست اجتماعي
او ټولنېز حیثیت ته صدمه رسوي بلکه د هغه دېن او عقېدې او ملت ته هم یو ستر ګواښ متوجه کوي چي مسئولیت به یې په
دنیا او آخرت کي د هغه په غاړه وي .
۶- د مسلمان ژورنالېست ټولي څېړني او سیاسي تحلیلونه باید د اسلام
په اصولو بناء وي ، د هغه تنقېدونه باید د اصلاح لپاره وي، د هغه پرېکړي دشریعت او عقل په چوکاټ کي وي اوعاد
انه وي ، نه داچي د احساساتو اوعواطفو په نتېجه کي وي ، ځکه چي احساساتي لیکني تر ګټي زیات نقصانونه رسوي ، هغه
د اختلاف او تنقید په صورت کي د انانیت او تعصب لاره نه خپلوي بلکه تر هرڅه زیات ورته د حق او حقیقت پلوي ارزښت
لري، لکه څرنګه چي له ځینو صحابه وو څخه روایت شوی دی :
اقبل الحق ممن قاله وإن كان بغيضا ، و
د الباطل على من قاله وإن كان حبيبا .
حق دکه ستا ددښمن له خولې څخه وي هم منه یې او غلطه اوباطله خبره
که ستا د دوست له خوا څخه هم وي خو مه یې منه .
د مسلمانان ژورنالېست نظر لېري لګېږي هغه خونه په خطا
باندي پټ خولی پاته کېږي او نه دغلطي خبري ملاتړ کوي بلکه تر وسه وسه پوري د غلطي د ازالې لپاره د حکمت لاره په
هغه شکل خپلوي چي نتېجه یې مثبته تسلي بښونکي او د ټولو په ګټه وي .
۷- د مسلمان ژورنالېست سینه د هغه چا په وړاندي پراخه وي چي له ده سره د رای اختلاف اود نظر
توپیر لري ، لطیف او نرم مزاج وي ، دځان او د مقابل لوري په مېنځ کي د نظرونو اختلافات
په خپرندویه وسایلو کي ددښمنیو د څرګندولو لور ته نه بیایې مګر که یې پوخ یقین
ي چي د مقابل لوري نظر یې غلط دی او په خپل باطل نظر باندي ټېنګ دی او که پټه خوله
پاته شي عمومي ذهنیت بېلاري کوي بیا چي یې خوښه وي هغه د حکمت لاره ورسره غوره کوي ترڅو خلګ پرې خبرشي او دهغه
په باطل نظر ونه غولېږي .
۸- د مسلمان ژورنالېست ترهرڅه ړومبی فکر د مسلمانانو او اسلامي امت وي ، د
هغوی ستونځي او مشکلات څېړي او دنړۍ خپرندویه وسایلوته یې په هغه شکل رسوي چي د نړۍ والي ټولني پام او همدردي د
هغوی خواته ور واړوي، هغه که هرچېرته وي که په ختېځ کي وي او که په لوېدیځ کي او که په هره سطحه ژوندکوي خو د خپل
اسلامي امت او مسلماني ټولني غم یې ملګری وي ،کله هم مادي ګټي ، ذاتي مصلحت ،
مقام او موقعیت د هغه او دې فکر تر مېنځ خنډ نه پ
ېوزي ، هغه که په لوېدېزه بې دینه چاپېریال کي هم وي خو د اسلام دښمنانو ته چک چکي نه وهی اونه دهغو لادینو افکا
و او تبلیغاتوچي د اسلام د مورچلونو د سپاهیانو او سربازانو په ضد خپرېږي په وړاندي چوپه خوله پاته کېږي
.
۹- مسلمان ژورنالېست له اسلام سره دمیني په اساس د اسلام د علماوو ق
باً اوقالباً احترام ساتي ،کله هم د اسلامي امت فقهي مراجعو(علماوو) ته په سپکه سترګه نه ګوري ، د هغوی په خ
اف تبلیغات نه کوي او د هغوی ځیني اشتباه ګاني (که چېرته وي) له هغو څخه ددښمنانو د خوشاله کولو او د هغوی د
سپکولو لپاره کار نه آخلي،هغه کله هم د علماوو اشتباه ګانو ته سترګي په لاره نه وي چي څه لاس ته راوړي ورته
خوشاله وي په هغه په پوري مختاړونه او روستاړونه وتړي اود هغوی د توهین په منظوریې خپرندویه وسایلو ته و
سوي، هغه په دې پوهېږي چي که علما دټولني په نظر کي منفور شي بیا یې څوک حقي خبري ته هم غوږ نه نیسي اوکه علماء نه وي نو داساده لوحه مسلمانان به ډېر ژرداسلام ددښمنانو په جال کي ګېر کېږي چي
پایلي به یې یوازي د اسلام ددښمنانو په ګټه وي ،هغه له ځان څخه مفتي نه جوړوي ، حلال
نه حراموي او حرام نه حلالوي ، او اسلامي نصوص په خپله ګټه او د خپل غلط نظر د ملاتړ
لپاره نه کاروي ، یوازینی فکر چي هغه تل مشغول ساتي په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو مادي او روحي ستونځي وي چي تل یې د حل دلارو د رااېستلو په سوچ اوتکل کي وي
.
هغوی ته که د علماوو اشتباه ګاني په نظر ورشي کولای شي
له علماوو سره کېني که د هغوی کومي اشتباه ګاني وي هغو ته یې متوجه کړي او که په خپله دی په اشتباه کي وي ویې مني
ځکه چي غالباً یو څوک دا سي فکر کوي چي حق دده په خوا کي ده خو د مناقشې په صورت کي ورته ثابته شي چي حق له مقابل
لوري سره ده او انسان ضرور تېروزي خو چي په خپله تېروتنه پښېمانه شي هغه د الله تعالی ډېر خوښ دی رسول الله صلی
الله علیه وسلم فرمایې:
کل ابن آدم خطاؤون وخير الخطائين التوابون .
له هر
بني آدم څخه خطاګاني پېښېږي خوښه خطاکار هغه څوک دی چي په خپله خطا اقرار وکړي پښېمانه شي اوبیا یې خواته ورونه
ګرزي .
د علماء دین سپکه غوښتنه د یوه عادي مسلمان په خویونو کي نه وي یو ژورنالېست خو لا په خپل ځای
دی ځکه چي هغه خو وېښ او په عالی اخلاقو متصف وي .
۱۰-
د لوېدیز خپرندویه وسایل د اسلام په خلاف ناوړه تبلیغات کوي ، هغوی
زمونږ دین د وحشت په څېره کي نړۍ والوته ور پېژني ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک شخصیت په خلاف د ژو
نالیزم د آزادي تر پرده لاندي د ناوړو جرایمو ارتکاب کېږي ، په داسي حساسو شېبو کي د یوه مسلمان ژورنالېست
دنده ده چي هغه د اسلام ددفاع په مورچه کي تل وېښ واوسي او دداسي جرایمو په وړاندي پټه خوله پاته نشي ، د هغوی
بېځایه تورونو ته ځوابونه ووایې ،هغه وظیفه لري چي د اسلام روښانه او ځلانده څېره نړۍ والوته ښکاره کړي ، هغه د
ژورنالېزم په نړۍ کي داسلام سفېر ګڼل کېږي او اسلامي امت ور څخه د خپل رسالت په ښه طریقه سرته رسول غواړي
.
۱۱- مسلمان ژورنالېست د وخت د حاکمانو او
مسئولینو تر اغېزې او فشار لاندي نه راځي ،هغه د حقایقو په وړاندي کولو کي له چا څخه نه وېرېږي ، دا ځکه چي د ح
ایقو وړاندي کول او خلګ ورباندي خبرول د هغه د مقدسي دندي برخه ده ،د ټولني اواسلامي امت مادي او معنوي ګټي
تر څه ورته زیات ارزښت لري ، که د وخت په حکومت کي هرڅومره د عزت مقام ولري خو دمقام
ساتنه یې له حق ویلو او خپرولو څخه نه راګرزوي ، داځکه چي هغه په دې ایمان لري چي د انسانیت نېکمرغي او عزت په
اسلام کي ده . عمربن الخطاب د اسلام دوهم خلیفه رضي الله تعالی عنه فرمایې :
کنا أذل قوم ف
عزنا الله بالاسلام فمهما ابتغینا العزة في غیره أذلنا الله .
مونږ یوخوار او ذلیل قوم وو خو الله
تعالی د اسلام په برکت د عزت مقام ته ورسولو اوس که مونږ بېرته خپل عزت په بل څه کي لټوو الله تعالی به مو بېرته
ذلیل او سپک کړي .
خو که پوه شي چي د هغه په دې خبرو فتنه برپا کېږي او تر ګټي یې
ضرر زیات دی بیا د بله حکیمانه لاره غوره کړي فتنه جوړول او فساد خپرول د عادي مسلمان کارنه وي ژورنالېست خو لا
په خپل ځای دی .
۱۲- مسلمان ژور نالېست باید د تقوی خاوند وی او په خپل هرڅه کي الله تعالی خپل نګران
وګڼي او ژورنالېزم یو ه اقتصادي ذریعه او د دخل وسېله او دشهرت آله ونه بولي بلکه هغه یو ستر مسئوليت او دروند
باراحساس کړي چي د هغه په غاړه پروت دی اوکه یې نیت په کي د الله تعالی رضا او د اسلام او مسلمانانو خدمت وي یو ستر عبادت دی چي د الله تعالی په نزد به
ستر اجرونه ولري .
۱۳- په اخېر کي به داهم
زیاته کړم چي یومسلمان ژورنالېست په خپل مهارت کي دپوهني تر څنګ باید د اسلام پوهنه هم ولري هغه په اسلام او د
هغه په اجتماعي نظام کي بشپړه مطالعه وکړي ځانته یو اسلامي کتابتون ولري چي د اړتیا په صورت کي ورته مراجعه
وکړي اسلام یو ډېر دخوند دین دی هغه یو سپېڅلی اجتماعي نظام لري خو د خواشیني ځای دا دی چي زمونږ څېړني د هغه په
هکله دصفر په نقطه کي دي .نور به خپلي چاري په الله تعالی سپارو هغه د هرڅه واکمن او په هرچا برلاسی دی او په
اندي شعر چي په عربي ژبه کي دی دا مقال پای ته رسوم .
وما من كاتب إ
اسيفني............................................................. ويبقي الدهر ما كتبت يداه
فلا تكتب بكفك غير شيء ............................................................. يسرك في القيامة أن تراه
هر ېکونکی به ضرور له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټوي او د زمانې په لوحه به یې د لاس لېکني تل پاته وي نو په خپل لاس یواځي هغه څه لیکه چي غواړې د قیامت په ورځ یې په لیدلو خوشاله شې او سترګي د ورباندي یخي شي .