مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-08-14   مخپرونکئ : عبدالله احسان

مشت نمونه خروار

بابوزی

 د ښاغلي بابوزي ليکنه

هسي خوهم د کابل په اوسنۍ واکمنه اداره کي څو د ګوتو په شمار ادارې او وزارتونه دۍ چي څه ناڅه د هيواد او اولس لپاره ډير شکمن نه ښکاري ، له بده مرغه د زياتو ادارو او وزارتونوپرچارواکو نيوکي دومره زياتي شويدي چي واکمنان يې هيواد ني ګټو ته بې پامه ګڼل شوي او هيوادوالو ته د اذيت او ربړ عاملين ګرځيدلي دي . په دې لړ کي د بيلګي په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يادوو چي نه يوازي د خدمت وړ نه دۍ ګرځيدلۍ بلکي مسولينو يې د هيواد تر ګټو د ځان ګټو ته ډيرپام ګرځولۍ او ان دا چي هيوادنۍ ګټي يې تر ځاني ګټو جار کړيدي . په دې برخه کي د ګرانو لوستونکو لپاره څو بيلګي را يادوم :
زموږ هيواد د دولسيزو جګړو ورسته داسي خپرونو ته اړتيا درلوده چي د ملي يوالي او ورورۍ په لوري يې ګړندي ګامونه پورته کړي واي ، په داسي حال کي چي د خپلواکو خپرونو په نوم د افغانستان د بشپړتيا او په هيواد کي د ميشت اولس تر منځ د نفاق او شقاق ډنډوروته لمن و وهل شوه . او د دې وزارت واکمنو زموږ جګړي ځپلي هيواد ته ، ددې مزمن اور اچولو په بدل کي اعزازي مدالونه تر لاسه کړل ؛
د اوسنۍ واکمنۍ څه نا څه درې کاله کيږي ، خود کلتوري چارو ديو شمير واکمنو کسانو د ناسمو ژبنيو او اتنيکي اړيکو په پټ ملاتړ لا تراوسه د افغانستان دولتي راډيو او تلويزيون د يوې توپکماري ډلي تر سيوري لاندي خپروني لري ، په داسي حال کي چي د ايساف او د نړيوال ائيتلاف ځواکونه د کابل پر هره برخه واکمن دي ؛
د نړيوالو مالي مرستو په ملياردونو ډالره افغانستان ته ورسيدل ، خو د ملي موزيم لپاره د دې دريو کالونو په ترځ کي هغه نړيدلې ودانۍ نوي نه شوه او د هغه وراني شوي اوزړې ودانۍ بنسټيز ه بيا جوړونه تر سره نه شوه . په داسي حال کي چي د کلتوري چارو واکمنانو د ځان لپاره په کابل کي تر ټولو ستري ماڼۍ او قصرونه جوړ کړل ؛
يو وطن پال هيوادوال (( ښاغلي سلطاني )) وتوانيدۍ چي د ١٧٠٠ تاريخي توکو پر بنسټ د يوه موزيم د پرانستلو چاري تر سره کړي ، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د(( ايکوم )) او (( ينسکو)) د مرستو سره سره لا هم نه دۍ توانيدلۍ او يا نه غواړي چي د ملي موزيم د هر اړخيزو نندارو زمينه برابره او د ملي موزيم په وطن مينو کارکونکوته په خپل وخت تنخوا(( معاش )) ورسوي ؛
دورستۍ يادوني په توګه به دا هم وليکم چي په افغانستان کي زيات شمير لرغوني او طبيعي سيمي شته چي د نړيوال کلتوري ميراثونو د ټولو معيارونو سره برابر ي کوي ، يوازي يوه داسي وړانديز ته اړتيا ليدل کيږي چي دمسلکي او ملي روحيې پر بنسټ وليکل شي او د يونسکو تر ادارې ورسول شي ، خو د دې وزارت واکمن په دې نه دي توانيدلي او يا يې نه دي غوښتي چي د دې هيواد تاريخي وياړونه نړيوال ارزښت ترلاسه کړي ، د دې سره سره چي د يونسکو مشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال دې هيواد ته د هر ډول مالي او معنوي مرستوژ منه هم کړيده . خو يونسکو ته د افغانستان د لرغونو سيمو دور پيژندلو وړانديز ونه رسيدۍ او پر ځای د ميدال تر لاسه کولو پاڼي بيله ځنډه ورسول شوې ؛
که د دا ډول نورو نيمګړتياو ياده ونه و کړو نو مقالې او کتابونه پري ليکل کيدای شي ، هغه دري متل دۍ چي وايې (( مشت نمونه خروار )) په دي تر تيب دا پايله ترلاسه کيږي چي : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسني واکمن په اوسني پړاو کي د ملت سره د دښمنۍ تر بريده وړاندي تللي او د ځاني ګټو او د ناوړه اړيکو د ساتلو لپاره يې د هيواد او ملت ګټي تر پښو لاندي کړيدي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery