مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-08-14   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د خبريال دنده دا ده چې ټول خلك له ورځنيو >>>

حنان حبيبزی

  ژباړه  حنان حبيبزی / مزار شريف

  يو امريكايي كره كتونكي اوڅيړونكي كرستوفرمورلي ويلي دي چې د ليكنې پر محتوا باندې وخت تيرول اړين نه دي بلكې سمه خبر داده چې ليكوال بايد په هغه څه باندې فكر وكړي چې غواړي ويې ليكي دا د خبريالانو لپاره هم بنسټيزه لار ده خو په خبريالۍ كې د ليكنې دوه ډولونه لروداسې چې ښايي

په ځنې هيوادونو كې پر اغيزمن او له نوي خبريز سيسټم سره سم د خبر په ليكنه كې هڅه وشي خو په ځنې نورو ځايونو كې ښايي دا ښه پايله ورنه كړي او ان د چاپ او خپريدو وړ هم نه وي  د نورو ټولنيزو فعاليتونو په پر تله ورځپاڼه ليكنه يا خبريالي د ټولنې د دودونو ، ادبياتو ، او كلتور د څرګندولو ښه څانګه ده ، له دې كبله نشو كولې چې لنډه ګنډه يې وبولو ،خو دومره ويلى شو چې  ادبي ليكنې  له خبري هغو سره ژور تو پير لري او په دواړو حالاتو كې د لوستونكو خوښه په پام كې نيول كيږي هغه څه چې خبريالان او ادبي ليكوالا سره جلا كوي څلور توكي دي چې د خبريال كار يې په اډانه كې تر سره كيږي چې په لاندې ډول يې وړاندې كوو.

۱-دخبريال ژبه د ټولولپاره وي كه لوستونكى ، ليدونكى ، ياهم اوريدونكى د كوڅې او بازار  سړى وي كه سوداګر ، دولتي كارمند ، ليكوال او يا هم روڼ اندى وي د خبريال له ليكنې څخه ځان له پيښې خبروي او د خبريال دنده دا ده چې ټول خلك له ورځينيو پيښو څخه خبر كړي .

۲-په دوديز ډول د خبريالانو دنده دا ده چې هغه څه د نورو تر غوږونوورسوي چې په لنډ وخت كې رامنځته  او پاى ته رسيږي او اديبان په هغه څه فكر كوي چې د ټولنې كلتور او دودونه انځوروي .

۳ – د خبريال دنده ټولنيزه او ډيره چټكه وي پيښې ، كړنې او اندونه ډير چټك خپروي او ټولنه ترې خبروي خو شاعران او اديبان له دې ځانګړ تيا څخه برخه من نه وي .

۴-د ټوليز ې رسنۍ د يو مطلب دخپراوي پر وخت خپل نا پيلتوب په پام كې نيسي له ځانه ليكنې نه كوي ځان په هغه ډله كې شميري چې پيښه يې له نږدې ليدلي وي او خپل رښتنوالى جوتوي .

خو هغه څه چې دخبر دښه څرګندولو په موخه يو خبريال يې په خپله رسنيزه ليكنه كې كاروي هغه د نوموړي  د ځانګړې وړتيا او استعداد ښكارندوي  وي دد ې دندې دتر سره كولو لپاره اړينه ده چې پوه شو چې خبر له كوم ځاي څخه پيليږي اوڅه ډول پاى ته رسيږي ،

دخبر پيل- د خبر د پيل ټكي د خبريال ضربتي وسيله يا وسله ګڼل كيږي لكه په جګړه كې چې په پر له پسې وسله وال بريد كې دښمن له پښو غورځول كيږي، په خبر كې هم هغه برخه چې ډيره په زړه پورې او جالبه وي په پيل كې ليكل كيږي ، كه په دغه  برخه كې خبريال د لوستونكي اوريدونكې او يا ليدونكي  غوښتنې په پام كې ونه نيسي  لوبه يې بايللې ده ،

انګريزان د پيل غونډلې  يا جملې ته  catch pharase يا ناڅاپي ټكى وايي دا هغه ټكي دي چې اوريدونكى لوستونكى او ليدونكى دې ته اړ باسي چې تر پايه يې ليكنه واوري يا يې ولولي ، فرانسويان د خپريال  د ې  كړنې ته attaqueيا بريد وايي داسې بريد چې د اوريدونكي يا لوستونكي سم لاسي  پام راواړوي  ، لومړنى ټكى چې  د راډيو وياند يې وړاندې كوي يا لومړني انځورونه چې  ټلويزون يې خپروي بايد پر ليدونكي او اوريدونكي   داسې اغيزمن توب ولري چې په پام كې دى او هغه وهڅوي چې نوموړى خبر تر پايه پوري واوري ،

هغه خبري بريد چې د راډيو وياند له خوا پر اوريدونكي كيږي په پيلامه كې يي بايد ډيره ژوندۍ او ناڅاپي ټكي په كې كارول شوي وي په خبري رسنيو كې دې  برخې ته ليډ lead ,يا سريزه وايي  چې د خبري كيسې  story د مهمو  ټكو څه جوړيږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery