مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

( دنړیوال کېدوپه پير (عصر) کې دامریکادمتحدوایالتونوامپراتوري) دوهمه برخه

ژباړونکی: شریف بهاند

دلومړۍ برخي پاته

 

د نړۍ د سترو هیوادونو پوځي گښت

شمېرنې په میلیارد ډال و

متحده ایالتونه                  ۳۹۶

د متحدو ایالتونو ټلواله        ۱۹۸

روسیه                             ۶۵

چین                                ۴۷

یاغي دولتونه                      ۱۶

د متحدو ایالتونو دغه لگښت په ۲۰۰۴ کال کې و او د نورو دولتونو لگښت په ۲۰۰۲ کال کې و.

د ټول وژنو وسلو له پراختیا څخه مخنیوي او د

وار مخکې کولو حق او جگړه د شک پر بنسټ

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ستراتیژې له مخې اوس د دغه هیواد د حکومت د سیاست ټاکونکي آر، د ټول وژنو وسلو له پراختیا څخه مخنیوي دئ. د دغه لاسوند د ادعا له مخې، د سپتمبر یوولسمې دا په داګه کړه، چې له سړې جگړې څخه وروسته، دودییزه کړنه د بیلگې په توگه، وېرونه، د محدودیتونو رامنځته کول او د وس و کنترول، نور نو اغیزمن نه دي: "د ویرونې سیاست، چې یوازې پر گواښ ولاړ وي، د یاغي دولتونو د لا ښودو له پاره، چې د ریسک د قبلولو له پاره چمتو دي، هیڅ اغیز نه لري" (NNS., S.15). د همدې فرضیې پر بنسټ ده، چې د بوش دولت ځانته حق ورکوي، ( NNS., S.6) په راتلونکې کې "مخکې له دې چې گواښ د متحدو ایالتونو پولو ته ورسیږي،  که په یوازې توگه هم وی، وار مخکې او هغه له منځه یوسي او په دې توگه له ځانه څخه د دفاع له حق گټه ترلاسه کړې" . د وار مخکې کولو له حق څخه د گټې اخیستنې په اړه، د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت استدلال دا دئ، چې د دوي دغه اقدام د نږدی او د اثبات وړ یرغل په وړاندې عکس العمل او د نړیوالو حقوقو پر بنسټ تر سره کیږي.خو دا ډول استدلال یوه تشه غو ونه ده. په واقعیت کې د وار مخکې کولو له حق څخه د گټې اخیستنې موخه د هغه گواښ مخنیوي دئ، چې په راتلونکې کې د هغه د رامنځته کیدو اټکل، که څه هم د دا ډول گواښ د رامنځته کیدو تضمین نه کیږي. خو دغه کړنه له نړیوالو حقوقو څخه ښکاره سرغړونه او د هیوادونو د خپلواکۍ تر پښو لاندې کول دي، چې په راتلونکي کې به د هغو په اړه تصمیم په وا نگټن کې نیول کیږي. پر عراق باندې یرغل، داسي بیلگه او تجربه رامنځته کړه، چې د بوش دکترین له نړیوالو حقوقو س ه ضدیت ښيي، ځکه پدې کې هیڅ شک نه لیدل کیږي، چې هیڅ وخت عراق په متحدو ایالتونو باندې یرغل نه و پلان کړی. ان د متحدو ایالتونو د څارگري سازمانونو په اند، دا له واقعیت څخه لرې بریښي، چې یاغي دولتونه به د ټولوژنو وسلو په ترلاسه کولو سره هم، متحدو ایالتونو ته کوم گواښ رامنځته نه کړي. د دا ډول وسلو د ترلاسه کولو له پاره هڅ ونه، د متحدو ایالتونو د ادعا پر خلاف، پر نورو باندې د یرغل قصد نه، بلکې له ځانه دفاع ده. د واشنگټن پر له پسي گواښ ته په پاملرنې سره، دغه هیوادونه یوازنې شونتیا په دې کې ویني، چې له ځانه د دفاع په خاطر پوتنسیاله ویرونه ترلاسه کړي. متحده ایالتونه غواړي د خپلې هر اړخیزې پوځي مبارزې له لارې په دقیقه توگه د دا ډول ځواک له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي. نوځکه د دغه هیواد موخه له یرغلونه څخه مخنیوي نه، بلکې د خپلو پوځي لاسوهنو د شونتیاوو تضمینول دي.

                        متح ده ایالتونه ادعا کوي، چې په پام کې نه لري، په ټولو مواردو کې، د وار د مخکې کولو له عملیاتو څخه گټه ترلاسه کړي، خو هیڅ یو داسي مقیاس په لاس کې نه شته، چې څه وخت دا ډول اقدام قانونی دئ." که متحده ایا تونه په راتلونکي کې د پوځي لاسوهنې او د وار مخکې کول، د خپلو کړو وړو بنسټ وگرځوي، د ترهگرۍ پت گواښ ته په پام رنې سره دغه سیاست به د یوې دایمې پوځي لاسوهنې وضعیت رامنځته کړي، چې دغه حالت به د نړیوال ثبات له پاره د زیات گواښ لامَل شي" (۲۰). هیوادونو ته له خوښې سره سم او له محدودیته پرته پوځي سزا ورکول، په ښکاره توگه د متحدو ایالتونو د برترې غوښتنې نه بلیدونکې برخه کڼل کیږي.

                        د نړۍ د ثبات په له منځه وړلو کې، د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ست اتیژۍ NSS  اغیز اوس ځان ثابت کړی دئ. کله چې متحده ایالتونه یوازې د شک په لرلو سره، د پوځي یرغل گواښ کوي، دغه کړنه نور هیوادونه هم عین کړو وړو ته هڅوي. د بوش دکترین ته په نغوتې سره، د روسیې روښانه گواښ د گرجستان په وړاندې د دغې پدیدې لومړۍ شومه پایله ده [وه](۲۱). له دې څخه لا نور گواښمن حالت کیدی شي، د بیلگې په توگه دا وي، چې هند د متحدو ایالتونو د استدلال په څیر، په دې دلیل چې پاکستان له ترهگرۍ څخه م اتړ کوي، په دغه هیواد یرغل وکړي. د دا ډول عمل د مخنیوي له پاره، یانی دا چې " یو هیواد په بل هیواد باندې د تی ي له پاره وار مخکې کول پلمه نه کړي" د ملی امنیت په ستراتیژۍ کې  (NSS., S. 15) لاسوهنه یوازې د یو وزری ځواک حق کڼل کیږي، چې دا په خپله د متحدو ایالتونو د نوی دکترین بنسټیزه ځانگړتیا جوړوي. له همدې امله د ملی ستراتیژۍ په اسوند کې په "روښانه امریکایي انترناسیونالیزم" (پر نړۍ باندې واکمنۍ چلول، ژباړونکی) باندې ټینگار کیږي. دغه ځانگړتیا بالاخره هلته رسیږي، چې نړیوالې هوکړې یوازې هغه وخت د اعتبار وړ او د عمل په ډگر کې پلي کیدي شي، چې په روښانه توگه د متحدو ایالتونو له گټو سره سمون ولري. د بوش ادارې د "مزاحمو (خنډ رامنځته کونکو)"  هوکړو لغو کول په وار وار ثابت کړي دي. دغه له قاره ډک عمل هغه ښکاره بحران دئ، چې هغه ته کږون له زیاتې مودې راپدېخوا تر سترگو کیږي. د دغه کږون لوړ ټکی پر عراق باندې د یرغل په هکله د ملگرو ملتونو د ماموریت په خب و اترو کې په روښانه توگه ولیدل شو. په دې توگه متحده ایالتونه ځانته اجازه ورکوي، د خپلو اقتصادي گټو د تأمین او همدارنگه د هغو احتمالي گواښونو، چې د دولتونو او یا دولتونو ته ورته سازمانونو له خوا د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې واکمن پانگه وال نظام ته رامنځته کیږي، په وړاندې مبارزه او له پوځي ځواک څخه کار واخلي.

 

مک دونالدز او مک دونال دوگلاس

نړیوال کیدل، د آزادې غوښتنې دکترین او لیبرال امپریالیزم

                        د نوی لیبرالیزم تر لوا لاندې د پانگوالی نظام پ اختیا، چې د نړیوال کیدو نوم ور باندې ایښودل شوی دئ، متحده ایالتونه هغه د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له پا ه تر ټولو مهمه وسیله بولی. متحده ایالتونه نه یوازې د دغه بهیر ترټولو مهم او خوځنده ځواک، بلکې تر نورو هیوادونو زیات گټه ترلاسه کونکی هم دئ (۲۲).  ولفوویڅ د متحدو ایالتونو د هژمونې او د نړیوال کیدو د اړیکو تر منځه هیڅ ډول شک نه ویني: " له سړې جگړې څخه وروسته د نړۍ تر ټولو مهم اقتصادي – ټولنیز کږون زیاتره د نړیوال کیدو په نامه یاد او د نړیوال سیاست نړیوال نظم، په ټولیزه توگه یو طبی توضیح کیږي. دغه دواړه اصطلاح کیدی شي د یوې واحدې پدیدې بیلا بیل بیان وي. ځکه نړیوال کیدل [...] په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو د اقتصادي او سیاسي برترې بیانول دي" (۲۳). یا د کسینجنر د وینا له مخې:  نړیوال کیدل یوازې "پر نړۍ باندې د متحدو ایالتونو د واکمنۍ یوه بله اصطلاح ده" (۲۴).

نو ځکه د متحدو ایالتونو د ملی امنیت په ستراتیژې کې زیاتره هغه جملي، چې د دیموکراتیکو ارزښتونو او د بشر د حقوقو په اړه یکل شوي دي، تر ټولو دمخه د نورو د غولولو له پاره دي. جورج بوش د همدې لاسوند (د ملی امنیت د ستراتیژۍ) په سر یک کې لیکي (NSS., S. 1) : " د ملی بري ه پاره یوازیني تل پاتي موډل آزادي، ولسواکي او د خصوصي ملکیت شتوالی دئ". په یو څه ځیر سره روښانه کیږي، چې په دې توگه هاند و هڅه کیږي، څو د نوي لیبرال نظام له قار څخه ډکه پراختیا، څه نا څه د دیموکراتیکو ارزښتونو په بڼه وړاندې کړي. د همدې لاسوند په ۱۸ مخ کې راغلي: مخکې له دې چې " د آزادې سوداگرۍ طرحه د اقتصاد په بنسټیزې ستنې وواړې، یو اخلاقي آر کڼل کیده" او له هغه وروسته د همدې لاسوند په یوویشتم مخ کې غوښتل کیږي (NSS., S. 21): "ټولنې باید د سوداگرۍ او پانگې اچونې پر مخ پرانیستل شي. [...] آزاد بازار او آزاده سوداگرې زموږ د ملی امنیت د ستراتیژۍ بنسټیز وړاندې توب (تقدم) کڼل کیږي. تاریخ باید د نوي لیبرال موډل په پلي کولو سره [که هغه له قار ډک هم وي] پایته ورسیږي. داسی بریښي، یوازې یو حقیقت، چې هغه هم د متحدو ایالتونو کڼل کیږي، شته دئ. نور الترناتیفي سیاسي او ټولنیز سازمانونه، نه یوازې دا چې له اخلاقي پلوه ناسم کڼل کیږي، بلکې ادعا کیږي، چې هغه د لا پرمختک له پاره ناوړه بنسټ جوړوي. [...]  د لیبرال مذهب ځانگړی تفسیر، چې ولسمشر وړاندې کوي، هغه صلیبي جگړې دي. د هغه په اند، د لیبرالیزم پراختیا او له هغه څخه دفاع اخلاقي مکلیفیت دئ او هیڅ پوله نه پیژني. [...] ټولنو او دولتونو ته دا حق نه دی ور په برخه، چې د لیبرالیزم له منلو څخه سرغړونه وکړي. په حقیقت کې دولتونه دې ته اړ دي، چې نه یوازې په خپله د لیبرالیزم اصول ومني، بلکې دوي باید خپل گاونډیان هم د هغو منلو ته اړ کړي" (۲۵).

د دې له پاره چې د"سوله ییزو دیموکراتیکو" سیمو د پراختیا دنده په یوه پوځي ماموریت بدله شي، په دې وروستیو وختونو کې د نوي امپریالیزم پراختیا د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د گټو تر حده پوري رسول شوې ده. ویل کیږي، چې زور واکه او خطا کار دولتونه د ترهگرۍ د پراختیا مسولین کڼل کیږي. د فارین افیر د مجلې په اند د حل لاره روښانه ده: " له سودان نه نیولی تر افغانستان پورې او له سیرالیون نه بیا تر سومالیا پورې، څنگه چې په تیرو وختونو کې د ځواک د خلأ له امله ستر ځواکونه په دې سیمو کې له گواښ سره مخامخ کیدل، د هغه له پاره سمدلاسه ځواب شته دئ او هغه امپریالیزم دئ" (۲۶). یوازې هغه وخت چې دغه سیمې تر پوځي کنترول لاندې راشي او د نوي امپریالیزم له خیرغوښتونو [ښیگڼو] څخه گټه ترلاسه کړي، کیدی شي هغه وخت د متحدو ایالتونو گټې تأمین شي (۲۷) . په تیره بیا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له پیښې وروسته د امنیتي چارواکو په کړیو کې د "آزادې د دکترین" په هکله خبرې اترې ترسره کیږي. دوي " د مخالفو ځواکونو د ساري په توگه د افرادو، ِغورځنگونو او یا رژیمونو د له م نځه وړو غوښتنه کوي. [...] او بالاخره باید هغه حکومتونه، چې د خپل هیواد د اوسیدونکو آزادې ته، لکه د متحدو ایا تونو په څیر ارزښت ورکوي او له هغه څخه ساتنه کوي، ثبات ومومي" (۲۸). د " آزادې د دکترین"، په تیره د منځني ختیځ  له پاره د متحدو ایالتونو د پلانونو، پایلې به وروسته وڅیړل شي .

                        د "انساندوستانه پوځي لاسوهنې" اصلاح شوې طرحه، چې اصلآ د تیرې پیړۍ د و وستې لسیزې له پاره وه، جگړې ته د یوه بل لامَل لاره هواروي. د هغې پر بنسټ دا شونتیا رامنځته کیږي، چې هیوادونه له ځواک څخه په گټې اخیستنې سره، په هغه نړیوال نظام کې، چې د متحدو ایالتونو د گټو ساتندوی دئ، ضمیمه کړی. دغه کړنه په حقیقت کې د نوي لیبرالیزم د منفی اغیز او د کلیدي سیمو [د طبیعي زیرمو له پلوه شتمنې او ستراتیژیکې سیمې: ژباړونکی] د کنترول د سیاست په وړاندې یو عکس العمل دئ. په دې توگه له دغه سیاست څخه د رامنځته شویو ستونزو، د بیلگې په توگه ترهگرۍ او شخړې او همدارنگه د ټولنیزو خدماتو د له منځه وړلو له امله د کړکیچ  رامنځته  کیدل، دي چې حل یې د اړوندو حکومتونو په غاړه ایښودل شوې او که نه د جگړې د امَل په توگه ارزول کيږي.

                        متحدو ایالتونو د نوي لیبرالیستي نظام د تضمین او پراختیا سر بیره، چې پر پوځي عملیاتو ولاړ دئ، د پاتې لویدیځې نړۍ د پانگوالي د گټو د خدماتي چارو دندې هم په غاړه اخیستې دي. د همدې لام َل پر بنسټ، د "لیبرال امپریالیزم" نظریې په اروپا کې اغیزمن پلویان موندلي، چې ښه بیلگه یې رابرت کوپر Robert Cooper، د بریتانیا د لومړی وزیر تونی بلیر ډیر نږدی سلاکار او همدارنگه د المان د چاپیریال ساتنې (شنو) د گوند لوړ پوړی سیاستوال، رالف فوکس Ralf Fücks دي (۲۹). ځکه د متحدو ایالتونو د پوځ دنده دا ده، چې د ټول نظام ثبات تضمین او که اړتیا ولیدل شي، د نړیوال پانگه وال نظام گواښمن عناصر له منځه یوسي. توماس فریدمن Thomas Friedman، د نیویارک تایمز د بهرني سیاست د څ انگې مشر او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې مادلین البرایت  Madeline Albrightسلاکار د متحدو ایالتونو د هژمونې سیاست د دواړو بنسټیزو اصولو پر بنسټ، دې ټکی ته نغوته کوي، چې نړیوال کیدل " د متحدو ایالتونو په ځواک او د هغه په چمتوالي پورې تړتیا لري، چې له دغو دواړو څخه د هغو ځواکونو (له عراق څخه نیولي بیا تر شمالی کوریا پورې) په وړاندې کار واخیستل شي، چې نړیوال نظام له گواښ سره مخامخ کوي. د بازار نا پیژندل شوی (نامرئی) لاس نه شي کولی، پرته له نا پیژندل شوي سوگ څخه کار وکړي. مک دونالدز (د متحدو ایالتونو د همبرگر جوړولو شرکت) نه شي کولي، پ ته له مک دونال دوگلاس، چې د متحدو ایالتونو د پوځ له پاره اف ۱۵ الوتکې جوړوي، پراختیا ومومي. دغه ناپیژندل شوی سوگ، چې د "سیلیکون ولی" د تکنالوژې د غوړیدو لامَل دئ، د متحدو ایالتونو پلي، هوایي او سمندري ځواکونه دي" (۳۰).

                        د جورج بوش ادارې دغه نظر په ښکاره توگه منلی دئ. د سمندري جگړو د پوهنځی استاد او د ۲۰۰۱کال د سپتمبر له میاشتې راپدېخوا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزیر رامسفلډ سلاکار پوهاند توماس بارنت Thomas Barnett، د عراق د جگړې په لوری ورکوی ځانگړتیا ټینگار کوي: " کله چې متحدو ایالتونو یو ځل بیا د فارس د خلیج په سیمه کې جگړه پیل کړه، یو بل تاریخي پړاو، یانې هغه پړاو پیل شو، چې متحده ایالتونه به د نړیوال کیدلو په ترڅ کې په واقعي توگه ست اتیژیک امنیت ترلاسه کړي". د بارنت په وینا، هغه هیوادونه، چې د نوي لیبرالیزم له نړیوال نظام سره سمون نه ل ي، په دې جگړې سره به ورته روښانه شي، چې متحده ایالتونه په پام کې نه لري، دا ډول وضعه وزغمي." د متحدو ایا تونو د پوځ د بهرنیو عملیاتو بل پړاو باید چیرته تر سره شي؟  د هغو بیلگو په ارزونې س ه، چې له سړې جگړې وروسته ترلاسه شوې دي، کیدای شي دې پوشتنې ته په ساده توگه ځواب ورکړل شي. په سوری کې. [...] که یو هیواد د نړیوال کیدو مخالف لوری وټاکي او یا د نړیوال کیدو ډیر پرمختگونه رد کړی، خورا زیات شوني بریښي، چې م تحده ایالتونه یو وخت نه یو وخت، خپل پوځونه هلته ور واستوي. برعکس که یو هیواد په معقوله توگه د نړیوال کیدو له بهیر سره سم حرکت کوي، موږ دې ته اړ نه یو، چې د نظم د ټینگولو او یا د گواښ د له منځه وړو له پاره خپل ځواکونه هلته ورولیږو" (۳۱).

                        که څه هم د عراق په وړاندې له جگړې څخه د متحدو ایالتونو موخې په مستقیمه توگه تیل و، خو د دغه هیواد بنسټیزه انگیزه او یرغلیز سیاست یوازې په امپراتورانه ستراتیژۍ کې، چې مخکې ور باندې رڼا واچول شوه، توضیح کیدی شي 

 

 

اخځونه :

Mr. X: The Sources of Soviet Conduct, in: Foreign Affairs , July 1947, S. 566-582

Zit. nach Pitt, William Rivers/Ritter, Scott: Krieg gegen den Irak, Köln 2002, S. 25 

The National Security of the United States of America, The White House, 17. 9. 02

Rudolf, Peter: Die US und die transatlantischen Beziehungen nach dem 11.9., in: APuZ, 25/02, S. 7-13, S. 8

Schwarz, Klaus-Dieter: Amerikas Mission, SWP- Aktuell, Oktober 2002, S. 1

Donelly, Thomas: The Underpinnings of the Bush Doctrine, AEl, 1. 2. 03

Rilling, Rainer: “American Empire” als Wille und Vorstellung, RLS Standpunkte, 9/02, S. 4

US Imperial Ambitions and Iraq, in: Monthly Review Editorial, December, 2002

Tabb, William K.: The Face of Empire, in: Monthly Review, November, 2002

Krauthammer, Charles: The Unipolar Moment, in: Foreign Affairs, Winter 1990/91, S. 23-333

Vgl. U. a. Boot, Max: The Savage Wars of Peace, New York 2002

Vgl. Golub, Phillip S.: Westward the course of Empire, in: Le Monde Diplomatique (English edition), September 2002; Eakin, Emily: “ It takes an empire”, say several U. S. thinkers, International Herald Tribune, 2. 4. 02

Vertreter dieser Auffassung gibt es viele. Für den akademischen Bereich vgl. Wohlforth, William C.: The Stability of a Unipolar World, in: International Security, Vol. 24, No. 1 (Summer 1999), S. 5-41; Für eine Analyse und Kritik der Grundlagen der US- Hegemonialpolitik vgl. Wagner, Jürgen: Das ewige Imperium, Hamburg 2002

Khalilzad ist Mitglied im nationalen Sicherheitsrat, war kurzzeitig US- Afghanistan-Sonderbeauftragter und anschließend mit der Formierung der irakischen Opposition betraut. Libby ist Cheneys Stabschef und gilt als dessen wichtigster Geostratege.

 

خلیل زاد د امریکا د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د شورا غړی دئ. نوموړي څو م وده مخکې په افغانستان کې د دغه هیواد د ځانکړی استازی په توگه دنده تر سره کوله. نوموړی وروسته بیا د عراق د دولت د مخالفینو د تنظیمولو دنده ترلاسه کړه. لیبی د دیک چینی د دفتر مشر او د هغه له تر ټولو مهمو ست اتیژیستانو څخه کڼل کیږي.

No Rivals“ –Plan: Den Aufstieg konkurrierender Mächte in Europa und Asien verhindern: Auszüge aus dem neuen Leitlinien-Entwurf des Pentagon, in: Blätter für deutsche und internationale Politik, 4 (1992).

 

Rebuiding America`s Defenses. A Report of The Project fort the  New American Century, September 2000, S. II.

 

Dieser Satz wurde kurz vor der  Veröffentlichung noch aus dem Dokument entfernt. Vgl. Press Briefing by Ari Fleischer, Office of the Press Secretary, 20. 9. 02

 

Nassauer, Otfried: Eine neue militärische Aufteilung der Welt, Frankfurter Rundschau, 15. 7. 02

 

Ebenda.

 

20-Kamp, Karl-Heinz: The National Security Strategy, Konrad Adenauer Stiftung, 25. 9. 02

 

Vgl. Baker, Peter: Russia sees trade-off with Bush on Georgia, IHT, 14. 15. 02

 

Vgl. Friedman, Thomas L.: Globalisierung verstehen, München 2000, S. 454

 

Wolfowitz, William (eds.): Present dangers, San Fransisco 2000, S. 307-336, 316f

 

Zit. Nach Biermann, Werner/Klönne, Arno: Globale Spiel: Imperialismus heute – das letzte Stadium des Kapitalismus, Köln 2001, S. 25

 

Rhodes, Edward: Onward, Liberal Soldiers?, Columbia international Affairs online, December 2002, S. 8

 

Mallaby, Sebastian: The Reluctant Imperialist: Terrorism, Failed States and the Case for American Empire, in: Foreign Affairs, March/April 2002, S. 2-7, S. 2, 6

 

Vgl. Gadddis, John L.: A Grand Strategy, in: Foreign Policy, Novemer/December 2002, S. 50-57

 

McFaul, Michael: The Liberty Doctrine, in: Policy Review, April-May 2002

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery