مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنړيـــوال کېدوپه عصر کي د امــــريــــکا امپـــراتوري

شريف بهاند- جرمني

  یکوال : یورگین واگنر        ( دنړیوال کېدوپه پير (عصر) کې دامریکادمتحدوایالتونوامپراتوري)

 ژباړونکی: شریف بهاند اخځ :Claudia Haydt/ Tobias Pflüger/ Jürgen Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003 

 

د یوویشتمې پیړۍ له پاره د بوش دکت ین:

په کال ۱۹۴۷ کې جورج کنان د "آقای ایکس" تر مستعار نامه لاندې، د شوروی اتحاد د پراختیا د مخنیوي په اړه سیاسي اصول، د فارین آفیرز  Foreign Affairsپه مجله کې خپاره کړل، له هماغه وخت څخه راپدې خوا د امریکا د م تحدو ایالتونو بهرنی سیاست په بنسټیزه توگه، سیال ته د محدودیتونو د رامنځته کولو ستراتیژۍ ته ځانگړي شو( ). دې واقعیت ته په پام  سره، چې دغه ستراتیژې د کومې ځانگړې انساندوستې او نړۍ لید پر بنسټ ولاړه نه وه، بلکې د هغې بنسټ، ځواک غوښتنه وه، د نوموړي په لیکنې کې په روښانه ټکو سره راغلی: " متحده ایا تونه د نړۍ د شتمنۍ پنځوس په سلو کې په واک کې لری. خو د نړۍ د وگړو یوازې  ۳ ، ۶ په سلو کې په دغه هیواد کې ژوند کوي. په داسی یو حالت کې، کیدی شي موږ په جبر سره د نورو له رخې (حسادت) او غوسی سره مخامخ و. زموږ بنسټیزه دنده، ان په دغه عصر کې، چې موږ یې په مخ کې لرو [...] د دغه نا برابر حالت ساتنه ده. [...] موږ باید د ناروښانو او غیر واقعي موخو، د ساری په توگه، د بشر حقوق، د ژوند د کچې لوړول او  د و سواکۍ د پراختیا له ویلو څخه لاس واخلو. ډیر ژر به هغه وخت راورسیږي، چې د ځواک په اړه فکر کول، زموږ د کړو وړو بنسټ وگرځي. که په دغه وخت کې زموږ سیاستونه هر څومره لږ د ایدیالیستي شعارونو تر اغیز لاندې راشي، ښه به وي" (۲). د دا ډول تفکر پایله دا شوه، چې نور نو بنسټیزه موخه نه یوازې د شوروی اتحاد محدودول، بلکې په سړه جگړه کې د بشپړو بریاوو ترلاسه کول وو. د دې کار له پاره اړینه بریښیده، چې ستر پانگوال نظام ته پراختیا ورکړل او د متحدو ایالتونو له پوښتنې پرته برتري په لویدیځه نړۍ کې تثبیت کړی شي.

نو ځکه د سړې جگړې د پړاو له پایته سیدو وروسته او د نړۍ د یوازینې زبر ځواک په توگه د متحدو ایالتونو تثبیت، د یو بل دکترینDoktrin  له پاره، چې وکولی شي، د مخکینې ستراتیژۍ ځای ونیسي، لټون پیل و. هغه څه چې " د امریکا د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ستراتیژۍ  NSS" تر سرلیک لاندې د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په شلمه د دغه هیواد د ولسمشر جورج بوش له خوا وړاندې او د بوش د دکترینو په نامه نامتو شوی، کیدی شي، دغه تشه ډکه کړی" (۳). جورج بوش د دغې ستراتیژۍ په اعلام سره د هغو کسانو سلا مشورې ومنلي، چې د متحدو ایالتونو نړیواله رهبری [...] د پوځي ځواک او اخلاقی ارزښتونو د وښانتیا پر بنسټ غواړي او په دې باور دي، چې د یوه ټینگ نړیوال نظام له پاره دا تر ټولو ښه تضمین دئ"(۴ ) . د دا ډول نړۍ لید پلي کونکي هغه کسان دي، چې دوي ته نوي محافظه کاران ویل شوي او د متحدو ایالتونو د ولسمشر د م ستیال دیک چینی تر مشرۍ لاندې او د دفاع د وزیر د مرستیال پاول ولفوویڅ [اوس د نړیوال بانک د مشر په توگه گمارل شوی دئ: ژباړونکی]، د متحدو ایالتونو اوسنی بهرنی سیاست څه نا څه په انحصاري توگه تر خپل کنترول لاندی لري. دوي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له پیښې څخه په بریالی توگه، د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د ستراتیژۍ د وړاندې کولو له پاره، چې بنسټیزه کړنلاره یې ډیره موده پخوا طرحه شوې وه، گټه پورته کړه. دغه ستراتیژې د بوش د دکترینو تر عنوان لاندې ټولیزو افکارو ته وړاندې او د دولت په رسمي سیاست بدله شوه.

 د م تحدو ایالتونو د ملی امنیت ستراتیژې باید «د سړې جگړې له پایته رسیدو وروسته د دغه هیواد د ځواک غوښتنې د تر ټو و افراطي بڼې» په توگه وپیژندل شي (۵) . ټاکونکی ټکی دا دئ، چې د متحدو ایالتونو بهرني سیاست، د موخې له پ وه هیڅ بدلون نه دی موندلی او یوازې په نړۍ کې د ځواکونو د انډول له نوې رامنځته شوې وضعې سره  سمون ورکړل شوی دئ. دا ټکی د نوې ستراتیژې له محتویاتو څخه په روښانه توگه څرگندیږي."د بوش دکترین د هغه دود دوام دئ، چې د مونرویه او ترومن په دکترینو کې هم تر سترگو کیږي" (۶). نو ځکه راینر ریلینگRainer Rilling  دا پایله تر لاسه کوی: " د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د ترهگرو ډلو او هیوادونو په وړاندې مبارزه نه، ب کې د متحدو ایالتونو او پاتې نړۍ تر منځه د نابرابرۍ ساتنه او د هغې زیاتوالي او همدارنگه د امریکایي واکمنۍ ب پړه پراختیا ده" (۷).

 د ځواک دغه سیاست پر دوو ستنو ولاړ دئ:" پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی بې له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي او د پانگه والی نظام تر شرایطو لاندې اقتصادي برترې په خپل ذات کې ناپایداره ده" (۸). نو اړینه بریښي، چې اقتصادي او پوځي ځواکونه یو د بل په خدمت کې وي. له هم دې امله د متحدو ایالتونو پر سیاست باندې نیوه که باید همدې ټکی ته مخامخ وي. د ویلیام تابWilliam Tabb  په وینا: "موږ د متحدو ایالتونو د امپریالیستي سیاست په وړاندې د مقاومت له پاره باید نوښت بیرته تر لاسه کړو او دا کار یوازې [...] د ټولنیزو نابرابریو، چې د نړیوال کیدو له امله رامنځته شوي، په وړاندې د مبارزې له  لارې د پلي کیدو وړ نه دئ، بلکې اړینه بریښی، څو وښودل شي، چې د پانگه والی نظام پوځي او اقتصادي ځانگړتیاوې، د یوې سکې دوه مخه دي" (۹).

  د همدې ادعا پر بنسټ، په راتلونکو کرښو کې د بوش دکترین په انت ادي توگه ارزول کيږي او هغه به د متحدو ایالتونو د نړیوالې ستراتیژۍ په رڼا کې وڅیړل شي. دغه راز د دغه هیواد گټې د عراق په وړاندې په یرغلیزه جگړه کې هم د همدې لید له مخی تر څیړنې لاندې نیول کیږي او په پای کې به د دغه هیواد د بهرني سیاست ټولیزه طرحه تر کره کتنې لاندې ونیول شي.

د سیال د محدودولو له سیاست څخه نیولی بیا

 د متحدو ایالتونو تر بیرغ لاندې نړیواله سوله:

 نوی محافظه کار چارلز کراوتهامر  Charles Krauthammer، چې د ورځپانو او مجلو له پاره لیکنې کوی، [د تیرې پیړۍ] په وروستې لسیزې کې اعلام وکړ، چې د یووزری ځواک پېر رارسیدلی او په دې توگه یې په رسنیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د کړنلارې په اړه خبرو اترو ته لمن ووهله. نوموړي په دې باور و، چې د شوروی اتحاد په دړې وړې کیدو او د نړۍ د یوازینی ځواک مقام ته د متحدو ایالتونو په لوړیدو سره، دغه هیواد داسی یو ځواک ترلاسه کړی، چې ساری یې د تاریخ په بهیر کې نه دی لیدل شوي او متحده ایالتونه کولی شي، د دغه ځواک پر بنسټ د نړیوالې ټولنې جوړښت ته داسی بڼه ورکړی، چې د دوي ه گټو سره سمون ولري. د همدې لامَل پر بنسټ او له ټولو شونتیاوو څخه په گټې اخیستنې سره، نه یوازې اوسنی حالت وساتل، بلکې هغه ته باید پراختیا هم ورکړ شي (۱۰).  د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو څخه وروسته د دا ډول دریځ د خاوندانو اغیز لا نور هم زیات شو. دوي اعلام وکړ، چې یوازې تر سخت پوځي کنترول او د نړۍ په نورو برخو کې د سولې په رامنځته کولو سره، کیدای شي د نړیوالې گډوډۍ په وړاندې له امریکایي وگړو څخه ساتنه وشي (۱۱). د امریکایي امپراتورۍ جوړول او له دې سره جوخت د یوې ام پراتوریزې ستراتیژۍ پلې کول، اوس د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د مهمو سیاستوالو له خوا د دغه هیواد د امنیت او سوکالي د اړین شرط په توگه تبلیغیږي (۱۲).

 سربیره پر دې د لوړو زده کړو په چاپیریال کې هم له دې لید څخه پلوي مخ په زیاتیدو دئ، چې د متحدو ایالتونو د هژمونې ټینگښت نه یوازې د دغه هیواد، بلکې د نړیوالې ټولنې په گټه دئ. د دغه لید د ثبوت له پاره په لنډه توگه دا ډول دلیل وړاندې کیږي: د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې یو وزری نظام د پوځي کړکیچونو د مخنیوي ترټولو ښې شونتیاوي رامنځته کوي. که داسی نه وي، نو د هیوادونو تر منځه د گټو پر سر د پر له پسي توپیرونو پر بنسټ، د پوځي شخړو گواښ او همدارنگه د هغوي [د گټو] پر بنسټ نوې مخالفې ډلې رامنځته کیږي. که یوازې یو هیواد، د بیلگې په توگه متحده ایالتونه، د داسی یوه ځواک خاوند وي، چې بل هیواد پر هغه باندې یرغل و نه شي کړی، د گټو پر سر دغه توپیرونه به په سوله ییزه توگه (د متحدو ایا تونو له خوښې سره سم) حل او په دې توگه به له جگړو څخه مخنیوي وشي.

   په حقیقت کې دا د پوښتنې وړ نه ده، چې متحده ایالتونه اوسمهال د نړیوال نظام مخکښ ځواک دئ. خو د متحده ایالتونو دغه دریځ، په تی ه د نابرابرې اقتصادي ودې له امله، په پر له پسی توگه د احتمالي سیالانو له خوا تر گواښ لاندې دئ. دغه سیالان به له خپلو ټولو شونتیاوو څخه په گټې اخیستنې سره هڅه وکړي، د متحدو ایالتونو ځای ترلاسه کړی. د ځواک هر ډول پ تلیز بدلون، نه یوازې دا چې د متحدو ایالتونو په زیان دئ او هغه  تر گواښ لاندې راو ي، بلکې په ټولیزه توگه به په نړیوال نظام کې د جگړې گواښ هم لا زیات شي. نو د همدې لامَل پر بنسټ، اړینه بریښي، چې تر هر ډول شرایطو لاندې له هغې څخه مخنیوي وشي.

 دغه لید د متحدو ایالتونو د پر له پسي اقتصادي او پوځي مخکښ دریځ د ټینگښت او پراختیا غوښتونکی دئ او همدارنگه د دغه هیواد تر بیرغ لاندې په سولې او د امپراتورۍ په جوړولو پایته رسیږي او هغه ته قانونیت وربخښي. په عین وخت کې متحده ایالتونه هڅه کوي، څو هر اړخیز ځان غوښتونکی سیاست د نړیوال سیاست د عامل په توگه د عمل په ډگر کې پلي کړي او له نورو هیوادونو څخه هم د هغه د پلي کولو غوښتنه کوي (۱۳).

دا ډول اکادیمیک تفسیر، چې د متحدو ایالتونو د دایمي هژمونې غوښتونکی دئ، د لومړی ځل له پاره په کال ۱۹۹۲ کې د "دفاعي طرحې لارښود" په نامه په رسنیو کې هم خپور شو. دغه لاسوند د دفاع د پخواني وزیر دیک چینی تر نظر لاندې تدوین شوی او اټکل کیده، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د متحدو ایا تونو د بهرني سیاست په توگه له هغه څخه گټه واخیستل شي. د دغه لاسوند په تنظیمولو کې له پاول ولفوویڅ سربیره زلمی خلیل زاد او لِویس لیبی هم گډون درلود، چې دوي دواړه د جورج بوش په اوسنې اداره کې مهمې دندې لري (۱۴). همدارنگه ویل کیږي: "نور ملتونه او احتمالي ټلوالې شته دي، چې کیدای شي، په اوږد مهاله توگه خپل پوځي ځواک ته پراختیا او د ستراتیژیکو موخو په پلي کولو سره، په سیمه ییز او نړیوال ځواک بدل شي. موږ باید خپله ستراتیژې اوس دې ته متمرکزه کړو، څو د دې ډول احتمالي سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړو" (۱۵) .

  دا ډول غوښتنه له دې وروسته لکه د سرې کرښې په څیر د نوو محافظه کارانو په لیکونو کې تر سترگو کیږي. یو بله څیړنه (۱۶)، چې له ولفوویڅ او لبیی سربیره د اوسني حکومت یو شمېر غړو د هغه په چم تو کولو کې برخه لرله، په دې ټینگار کوي، چې دغه موخه د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست بنسټیزه کړنلاره ده او د شرایطو د تحمیلولو سیاست د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې مخکې د دغه هیواد دسیاست د ستراتیژیکې موخې په توگه ط حه شوی و او په همدې لاسوند کې د هغې د ترلاسه کولو له پاره پوځي دندې هم روښانه شوې دي. د نوي محافظه کارانو د او ویتونو له مخې، د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ستراتیژې NSS مهمه دنده د دغه هیواد له لارښود دریځ څخه ساتنه ده. "ولسمشر [باید] په پام کې ولری، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه کړي" (۱۷) . د لاسوند پاتې برخه تر ټولو دمخه په دې اړه ده، چې دغه موخه په څه ډول ترلاسه شي او روښانه کوي، چې د دغې اړینې اقتصادي ـ پوځي برترې پراختیا څنگه د عمل په ډگر کې پلې کیدی شي.

 دغو موخو ته د متح دو ایالتونو د سیمه ییزو قوماندانیو په نوي جوړښت کې، چې ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په میاشت کې رامنځته شو، هم پام نیول شوي دئ: "د تاریخ په بهیر کې د لومړی ځل له پاره د نړۍ هیڅ یوه برخه، ان په سویلی قطب کې هم ن ته، چې د متحدو ایالتونو د سیمه ییزې قوماندانۍ تر قومندې لاندې نه وي. همدا واقعیت د دې ښکارندوی دئ، چې وا نگټن له سړې جگړې وروسته ځان د نړۍ د یوازینی پاتی شوی ځواک په توگه گڼي" (۱۸). د متحدو ایالتونو د دفاع په خاطر د لومړی ځل له پاره په شمال کې یوه قوماندانې پرانیستل شوه. روسیه د اروپا د قوماندانې په چوکات کې تنظیم او سویلی قطب د آرام سمندر تر قومندې لاندې راغی. تر ټولو مهم نویوالي د عملیاتو د قومندې او ستراتیژیکې قوماندانې په یو ځای کولو کې انعکاس مومي."ټول دفاعي عملیات باید د همدغې قوماندانې په اډانه کې هماهنگ، تر سره او په عین وخت کې د متعارفو او هستي وسلو دفاعي یرغلونه پلان کړي شي. تر ټولو مهم دا چې د دفاع له پاره د پوځي دفاعي لاسوهنو شونتیا رامنځته شي. یا په بله وینا، دا د مخکې له مخکې یرغل په مانا ده" (۱۹). په دې توگه د اتمې وسلې جگړه، چې طرحه یې له پخوا څخه شوې وه او له پټو اسرارو کڼل کیده، اوس په ښکاره توگه  پلې کیدی شي.

  له کومه ځایه چې د دغې پوځي برترې ساتنه د زیات لگښت غوښتونکې ده، نو ځکه د متحدو ایالتونو پوځي بودجې په حیرانونکې توگه زیاتوالې موندلي دئ او ښایي د دغه هیواد پوځي بودجه، چې په اوسمهال ۴۰۰ میلیارده ډالره ده، په ۲۰۰۷ کې د هغې کچه ۶۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. په عین وخت کې د بوش دکترین ځانته د قانونی بڼې د ورکولو او همدارنگه له دغه پوځي ځواک څخه د گټې اخیستلو له پاره د ټولواک د ترلاسه کولو په هڅه او هاند کې دئ .

د نړۍ د سترو هیوادونو پوځي گښت

شمېرنې په میلیارد ډالرو

  داځای کښېکاږﺉ اوپه دوهمه برخه کي يې ولولی 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery