دخپریدو نیټه : 2006-10-04 مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي
د غم ځپلو اختر (شعر)
قدوسي سليمانخيل
اختر ه بختور ه پرګنې درته خوشاله ...................................... تا ما
ه څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله
که پېغلو په نکرېزو دي سره کړي خپل
اسونه .................. جلاد د وخت په وینو دي سره کړي مړوندونه
بوخڅه د راته سپړه ملت ټول
ډېر ورته لېواله ....................... تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله
راځه چي درته لوڅ کړم غلبیل شوي ټټرونه
............................. همدغو ځوانیمرګو د تا ډېر کړل آرمانونه
تنها یواځی پاته یم نه کور
رم نه ځاله .................................. تا ماله څه راوړي دي چي
اغلې پس له کاله
زلمیان که جوړوي نوي جامې پېغلي سینګار................خو مونږ ته په قسمت کي دي لیکلی سور انګا
هر
چاته نېکمرغي وړې زه داېستی یم له خیاله .................. تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس
ه کاله
یا مه راځه چي دلته دي هر کور کي ماتمونه .................... په کلي او کوڅو کي مود ي بل
د جنګ اورونه
یا راشه رانه لېري کړه دا توره ورځ في الحاله ................... تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله
په سرو وینو چکړو سرو کوڅو ته مه راځه
............................. وحشت ده زمونږ ورانو کنډوالو ته مه راځه
مونږ پرېږده چي وېر وکړو نژدې مه ځه ځما خواله ............ تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله
جلاد په بېرحمي راغوڅوي زمونږه غاړي .............................
ښامار دي خښي کړې د امت په مرۍ داړي
یو زېری راته راوړه کم مي مه ګڼه له سیاله
......................... تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کا
ه