دخپریدو نیټه : 2006-10-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امريکا : خندنۍ موسکا،خونړۍ امسا!؟ (اتمه برخه)
پروفيسر کابلي والا - هندوستان
پ
وفيسر کابلي والا - هندوستان - د ۲۰۰۶ كال داكتوبر ۲۶
xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" />
امريكا :
خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟
پرله پسې > لمړۍ برخه ، دوهمه برخه ، د
ېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، نهمه برخه ،
پ
پنجوايي دپرونيوبمباريودقربانيانوياد دې تل پاتې وي ...
================================
_ خان
بهادرشيطان دى ...
_ سړك ترولسوالۍ پورې ونه رسيد ...
_ ښوونځي وتړل شول
...
_ ديرغلګرو پوځيانو له تابوتونو دچرسو بوى ...
==============================
دهندد نه زور زياتي دفلسفې
د پيرو مهاتماګاندي دغه خبره دهرچاله پاره دزياتې پاملرنې وړده چې وايي :
((كه سترګه
دسترګې په ګناه راوباسو ، يووخت به پر دې نړۍ له ړندوپرته نورڅوك نه وي پاتې... ))
ترڅووژنې ، ترڅوورانۍ اوترڅودافغانستان دخلكوبمبارول اوولې ؟ دكوم جرم په ګناه؟
داهغه پوښتنې دي چې اوس دهرساده سړي په ذهن كې بي له ځنډه يولړزونكى او اوچت انګى او انعكاس رامنځ
كوي ، دم ګړۍ ان دهغوى له پاره چې په نړۍ كې يې نن سبادعراق اوافغانستان جګړې دخپل سپو
تي تمرين په توګه پيل كړې داپوښتنه ډيره جدي شوې چې ، عراق خو هغسې حالت درلود، پرهغه هيواد خو امريكايي يرغلګرپه ډاګه دروښانه ورځې ديرغل
په ترڅ كي ورننوتل ، هلته يې دهغه هيواد په مادي اومعنوي لوټ لاس پورې كړ اودهغه
هيواد واك اوځواك يې په خپل لاس كې ونيو. خوددغه چلن پرضد افغانستان اوددغه هيوادخلكوخومرستې ته اړتيادرلوده ،
هغوى ولي اوس دهغه څه پرضدشول چې ددوى يوشميردامريكايي يرغلګرودوژونكوالوتكو ترسيوري لاندې دهغوى ورتګ ته
اتڼونه كول؟
په رښتياهم دايوه جدي پوښتنه ده ، ديوچاله خوا په تيره بيا چې دامريكايي يرغلګرفكري
تمايل له تاريخ اوله هغه څه چې پرافغانستان باندې راوستل شوي خبرنه وي بايد طرحه شي
، خوزه فكركوم چې ددوى له پاره په دغه برخه كې ترهرڅه دمخه هغه څه يوازنۍ ځواب اودليل كيداى شي چې دهرې ورځې په ترڅ
كي دنړۍ له خبري رسنيوڅخه هلته اودلته خپريږي . كه چيرې موږ دغه رښتياوې چې لويديزې خبري رسنۍ يې په هرهدف خپروي
په ځيرسره وګورو اويايي ولولو ،هغه دافغانستان په اړه دغه له هرچاسره رامنځ شوې پوښتنې په ډيرې آسانۍ سره ځوابولاى شي. دبيلګي په توګه امريكا خو نوره په افغانستان اوسيمه كې دخپ
وجناياتومعراج ته رسيدلي ، داسې چې نورنه شي كولاى خپل جنايات په دغه هيواد كې له انساني اوبشري پلوه پټ كړاى
شي ، شرميدلي بريتانيا دويم ځواك دى چې اوس يې په افغانستان كې دنولسمې پيړۍ يرغليزه تګلاره چې دافغانانو له پاره
له مسخرو پرته بل څه نه شي انګيرل كيداى راپيل كړې ده اودادې اوس يې دپونډونو (خرجينې)
او د(خان بهادر) شرموونكي القاب اووياړونه له ځان سره رانيولي اوپه هغو باندې درټل
ويو اوپلورل شويو څيرو په سيوري پسې شپه اوورځ يوې اوبلې خوا ته منډې رامنډې وهي ، چې دلته يې دوې مستندې بيلګي
ستاسوخوږو لوستونكوسره ( كه چيرې ددغو كرښودلوستلو زغم لرئ ) شريكوم .چې دحيرانۍ وړفكراوسوچ سړي هم حيرانوي
اوهم يې انديښمنوي.
تيره اوونې (دوشنبه كه سې شنبه اكتوبر۲۵ - ۲۰۰۶ ) په
كابل كې انګريزسفيرپه خورا وياړ له ميلونوډالروسره دهيلمند دسرلوړي ولايت په لور
وخوځيد،د انګريزي جاسوسي شبكې ديوه غړي په وينا سفير غوښتل چې دغه ډالرهيلمند ته دخپلو يرغلګرو پوځونو دساتنې
په خاطرهلته پرهغوى چې دوى يې دوژنو په نيت تردغه ځايه راغزيدلي دي وويشي ، هسې چې
وايي خداى دحقي لارې مل دى ، كله چې الوتكه په ځغاست كرښه (رن وي ) باندې كيناسته ، له ناستي سره سم دهغې هغه وزر
چې په پلاستيكي كڅوړوكي ځاى پرځاى شوي ډالرهم نژدې ورته ايښودل شوي وو اور واخيست سفيراونورپه بيړه له الوتكې
څخه وايستل شول ، هلته دهوايي ډګرپه څنډه كې ودريد ل اودهغوډالرودلمبو ننداره يې كوله چې ده غوښتل هغه خپل (ځا
) ته ورسوي اوونه رسيدل... ( له موبي كاپيتال خبري شبكې څخه په مننې چې دغه خبريي دنړۍ په وړاندې په خپل وخت سره
خپوركړ.)
دويمه بيلګه يې لكه چې ماياده كړه د (خان بهادرانو) غوره كول دي چې اوس يې ديوشميرله پا
ه په رسمي توګه مټې رانغښتې ، وګورئ معلوم الحال، شوروي پلوى وطن پلورى ، هغه چې يووخت يې دشوروي پلوي ګوډاګۍ
واكمنۍ اودهغه دمشر (۱۳۶۶) دلرې كيدو په خاطريې دكابل په څلور لاروكې هغه ته دوفادار
هيواد پلورنكي په توګه دملت دارادې خلاف ستونى شكاوه ، هغه يې په خپله غيږ كې داسې ونيو ، داسې يې وروزه چې نن يې
هغه پرهغه ملت چې قى كړى يي و، وروتاپه اوترهغه ځايه يې ورساوه لكه چې همدا نيمه پيړۍ مخكې به ښكيلاكګروانګ
يزانوپه هندوستان كې خپل دغه شان مزدوران د(خان بهادرئ ) ترپولې پورې رسول ، داهم هغه څوك دى چې د نويمې لسيزې په
ترڅ كې په كابل كې ددرواغجنو،شيطاني اوشراچوونكو تحليلونو له امله په هيوادپا
وكړيوكې په(تنين) يعني دښاماراودښامار دبچي په نامه ياد شو.اوس وګورئ هغه د (مزدور
مزدور ته هركلى وايي ) دپاملرنې په ترڅ كې ديوه انګريزخان بهادر په توګه (نه دافغان استازي ) چيرې روان دى؟ ديوه
تاريخي بهيرله مخې ووايئ چې ښاغلي كرزي په دغه غيرملي عمل سره هغه تاريخي شرم يوځل بياديوه ګوډاګي واكمن په
توګه راژوندى نه كړلكه چې بيواكه اميرعبدالرحمان له انګريزانو څخه هيله وكړه چې كه افغانستان ته خپل جاسوسان
داستازو په نامه را استوئ ، هغه بايد چې مسلمان وي ... كرزي سر (صاحب) ځان په دغه عمل سره په داسې پوله و دراوه چې تراميرعبدالرحمان خان هم يوګام مخكي شو، په دې مانا چې ده
انګريزته داډاډ وركړ چې كه مسلمان هم نه وي خيرداډول افغان دي وي ځكه چې اوس په مسلمانانو كې هم دومره بې ايمانه
څوك لكه دغه نوي ډول خان بهادران ډيرلږ پيداكيږي ... هغه يې ومانه اوپه خپل سريې
كيناوه...
افغان ميړنيه ملته !
دخداى له پاره، دانساني
كرامت په نامه ، راځئ ديوې شيبې له پاره فكروكړئ چې دغه يرغلګرخارجي پوځونه اوملاماتي ياران يې په افغانستان كې
په څه بې شرمئ اوسرټيټۍ سره ستادپرتم په وړاندې عمل كوي اوستادهربچي دژوندي احساس
دوژلو په خاطر له څه ناروا وسيلو څخه كار اخلي لكه انګريزسفير ، خوكله چې خبره نړۍ ته شي ، هلته بياپه سپين ست
ګۍ سره وايي : موږ په افغانستان كې جنګيږو اوهلته دتش په نامه تروريزم جرړي له منځه وړو ... داشول دوى اودايي هم
دوه مخى غيرانساني چال چلند... لنډه داچې اوس كه په كابل كې له واكمنو ددغه بهيرپه اړه دحال پوښتنه كوې نوخبره
په دغه ټكي ختموي چې : داحال دى اوداهم احوال ... مانا داچې له پاسه تركښته تردې زيات
په نورڅه دوى هم پوهيږي.
برسيره پردې په دغه مياشت كې پرافغانستان باندې دامريكاديرغل له شرمه
كه پنځمه كاليزه هم پوره شوه امريكايي يرغلګرواودهغو كورنيواوبهرنيويارانو هغه
ټول څه چې ددغه هيواد له پاره ژمنه كړي ووله ياده وايستل ،دوى په هغه پيل كې لويه تيروتنه داوكړه چې دوى ته
دواك ترلاسه كولو په خاطر له نامنلو اوڅرګندو ورانكارو اوسړي وژونكو پرته نورڅوك په لاس ورنه غلل اويايې ونه
غوښتل چې لږترلږه خويې دافغاني ټولنې له جوړښت سره سم ددغه هيواد دمشرۍ له پاره په م
ي ارزښتونو برابرڅوك په ګوته كړي واى، همداده چې اوس يې
دطالبانو دلرې پريښودودتيروتنې ډنډرې پيل كړې . دوى داكارونه كړ اوخپل هغه نامنلى غورچاڼ يې پردغه هيواد وتاپه
چې هغه په خپله دكيږو تيږو ديوال و، هرڅه چې په مخه ورغلل اوياورځي اوڅه يې چې په تيروپنځوكالوكې ترسره كړل هغه
يې ټول خپل څه وو ، دوى هغه څه ته غوږ ونه نيو هغه چې ملت ته څرګند وواويايې اراده وه ، په رښتياوو باندې دست
ګوپټولو په دغه درنه خوناكامه پنځه كلنه وزلوبه كې د حالاتو پايله داشوه چې پروطن به بياديوغميزې توپان را الوزي . لكه چې اوس يې نښې پرهره خوا كې په توپاني توګه راو
اړيږي اووده كوي ...
جالبه خبره خوداوه چې امريكا كله خپل يرغلګرپوځونه پرافغانستان ورننه ايستل ،
ه هغو سره سم يې دافغانستان او نړۍ په رسنيوكې داډندورې هم پيل كړې چې موږ به
دافغانستان بياجوړونه په داسې چټكتياسره پيل كړو چې: (( ترپنځوكلوپورې به پوخ سړك
،وړيا مخابرات ، برښنا، ښوونځي اونورترولسواليوپورې خلكوته برابروو اودابه نړۍ ته ښيوچې موږ په رښتياهم پ
دغه هيواد باندې يرغل نه دى كړ... )) .
خوپنځه كاله تيرشول ، اوس موږ په افغانستان كې څه وينو ؟ ښوونځي
وتړل شول ، ملي بې اتفاقي په يوه طبعي امر باندې بدله شوه ، ملي پالي كسان په يوه اوب
ه پلمه همدا اوس دهيواد په هره خواكې له منځه ځي اووژل كيږي دنشه يي توكونو اندازه له هغه څه چې وه په سلوكې درى
سوه لوړه ولاړه ، ان چې دادى اوس يرغلګر پوځونه خپله په هغو باندې داسې روږي شول چې له
تابوتونويې هم دنشه يي توكونه بوى پورته كيږي. امريكا خپل واك په بمباريواودبي
ګناه خلكو په كورونو نړولو باندې درولى دى ، انګريزخو مې مثال درته ووې چې په كومو پروژو باندې بوخت دى ، كانا
ايې واكمنان دې ته خوشاله دي چې پوځيان يې دامريكا دهدفو قرباني شول اوس په پنجوايي كې
په چرس څكلواوبنګ خوړلو نوي روږدي شوي چې نه پوهيږي پاى به يي څه وي ؟ داټولي خبرې دامريكا په وياړونو كې راځي
ځكه يې پرافغانستان باندې يرغل سږ كال دخپل هيواد په م
طبوعاتوكي لكه دوه كاله پخوا په پرتم سره ونه ځلاوه ، بلكې يوازنى وياړيې په خپلو
پوځې بې شرميواوپه هغو لاسپوڅوهڅولكه په كابل كې امريكايي بريا فاسده ، خاينه اونامنلې ادارې باندې وښود، هغه اداره اودهغې مشر چې ان پاكستاني لاس پوڅي اومكارجنرال هم پرې وخندل اوهغه يې دملت
اداره نه بلكي( يوه ځاني اداره) وبلله ، داسې چې ګواكي نه دملت په فكر كې ده اونه هم دافغانستان دامن اوسوكالى په
لور ددغه هيواد دمظلوم اومسلمان ولس په وړاندې له جګړې اووژنو پرته بله لاره وينې اونه يې ترلاس لاندې نيسي په
داسې حال كې چې كه خارجيان موږ پريږدي اوخپل دغه جنايات چې په هيواد كې يې دننه ترسره كوي په انساني مرستو باندې
دزړه له كومي واړوي اوددرغليولړۍ هم له خپلې خوا اوهم دګاونډيو په تيره بيا ايران اوپاكستان له خوا پاى ته و
سوي ، په افغانستان كې ديوه ملي تفاهم اوملي فكرپه رڼاكې دسولې اونه زورزياتي ملي تګ
اره دپرديوتروژنو هم آسانه اوهم ددغه ملت اوسيمې له پاره ترټولوښه ، انساني اويوازنۍ خوندي تګلاره ده چې
دافغانستان له پاره دملي امن زيرى له ځان سره لري.